فقر و بی خانمانی در امریکا

د دهمزنګ په سیمه کی یو اته یا نه کلن ماشوم د بهرنیو پوځیانو ګاډو پسی منډی وهلی او د لاس په ښورولو یی له هغوی نه مرسته غوښتله. دی ماشوم پرلپسی غږ کاوه چی هلو هلو دالر دالر. ولی امریکایی سرتیری چی د مرمۍ ضد پوځي ګاډي د پاسه ناست وو د ټوپک په ښورولو یی دا ماشوم ګواښو چی نږدې نشی. د لیدو وړ خو دا وه چی یو سپین ږیري دغه ماشوم ته وویل چی روسان له امریکایانو ډیر ښه وو، هغوی خو له موټره ماشومانو ته بسکیټ راغورځول.

دا ماشوم ګواکی نه وی پوهیدلی او یا هم نه پوهیږي چی د بهرنیو سرتیرو مرستو پسی درومي. هم امریکایانو او هم روسانو له مرمیو او باروتو او لوګي او اور نه پرته بله هیڅ مرسته دغو ماشومانو او په میلیونونو نورو کمکیانو سره نده کړی او نه به یی وکړي.

سیلی غفار په خورشید تلویزیون کي

د ۱۳۹۳ کال د غویي په ۲۷ نیټه د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په استازیتوب د «خورشید» تلویزیون خبري میز کې مې ګډون وکړ چې د ګلبدین جنایتکاره ګوند استازو هم شتون درلود. اخواني جنایت کاران د خپلو ناوړو کړنو، غلامۍ او انسان وژنې په اړه حقیقت نشي زغملی او بیا په ځانګړې توګه د هغوی پروړاندې د یوې ښځې دریدل چې د دوی په قاموس کې انسان نه شمیرل کیږي، د منلو وړ ورته ندی. همدې پربنسټ زما خبرې چې روښانو حقایقو باندې ولاړې وې، دوی نشو کولای منونکی ځواب راکړي او پرځای یې د خپلې اخواني تربیې په بنسټ په سپکو سپورو، ګواښلو او تور لګولو پیل وکړ.

که څه هم زموږ هیوادوالو د دغه خبري میز لړئ له تلویزیون څخه لیدلې او په نورو ټولنیزو رسنیو کې یې کلیپ هم خپور شوی، نه غواړم چې د جبار شلګري، فضل من الله ممتاز او فیضان الله فیضان هغه سپکې او سپورې کلیمې او خبرې چې د میز په سر یې ویل، راوسپړم.

جنایات امریکا در افغانستان

پدی ورځو کی په پراخ ډول داسی تبلیغات روان دی چی د عامه وکړو ذهنونه امریکا سره د بردګی تړون لاسلیک کولو لپاره چمتو کړی، ډیرۍ دولتی چارواکی، «کارپوهان» او د امریکا چوپړان د رسنیو له لیاری هڅه کوی ترڅو امریکایی ځواکونه سپیڅلی مرغۍ او د بشر حقوقو ته اړ خلک وښايي. دوی په ټګی برګی سره داسی دلیلونه راوړی چی امریکا یواځی د خلکو اړتیاو او ژوند ښیرازه کولو لپاره راغلی او د هغې پټ او ویجاړونکو موخو په هکله هیڅ نه وایی.

ډیرۍ دغه خلک د دغو ځواکونو د خلکو پر وړاندی ۱۲کلن جنایت او ځناورتوب ته هیڅ اشاره نه کوی او په بیړاتوب سره داسی ټینګار کوی چی امریکا په خپل لوز ژمنه ده او که چیری یی د کوم عسکر لخوا جنایت ترسره شی نو هغه به هرومرو محاکمه کوي. د هغوی په وینا ستونزه یواځی دلته ده چی دا عسکر په امریکا کی محاکمه کیږی په افغانستان کی نه. مجددی په سپین سترګی سره دی ستونزی ته هم عالمانه د حل لاره پیدا کړی هغه دا چی په امریکایی محاکمه کی باید د افغانستان لخوا یو دو استازی شتون ولری.

گلبدین و قطب‌الدین

پدى ورځو کى د رسنيو له لارى د جمهورى رياست لپاره د يوولس نوماندو لاپې پټاقې او د خلکو تيرويستنه د هر انسان کرکه او غصه د هغو کسانو په وړاندى راپاروې کوم چى د خپلو تورو تيارو او کرغيړنو کړنو سربيره بيا هم هڅه کوى ځانونه ملى شخصيت او له موره خير غوښتونکي زيږيدلى څيرې ثابتى کړى. ککړو رسنيو هم دغه د ماشومانو لوبه جدې نيولى کوښښ کوى چى د ټاکنو تنور تود وساتې. د رسنيو لويه برخه د عامه افکارو د ګډوډولو ماشين په توګه د خلکو هغه او دغه سانسور شوو نظرياتو ته دا شان انعکاس ورکوى چى ګواکى ټول ملت د جمهور رئيس د ټاکنې ورځى لپاره په دومره شوق او ذوق کى ډوب دى چى د هغى ورځى لپاره لحظه شمارې کوى. هغوى پدى شان شعارونو لکه: «راځې چى په ټاکنو کى ګډون سره خپله راتلونکې ځلانده کړو»، «ستاسى رايه ستاسو راتلونکې»، «يوه رايه ستاسو برخه ليک ټاکې» او پداسى نورو شعارونو د خلکو ذهنونه چمتو کوى دا چى ګواکى د ورې تر شپاړسمى نيټې به وروسته د افغانستان د خلکو په مخ د جنت دروازي پرانیستل کيږى او هيواد به د لوړتيا او پرمختګ لورې ته لار پيدا کوى.

ښاغلی محقق، له هغو سره چی د ښځو تیونه یی پرې او د بندیانو پر کوپړیو یی میخونه ټکوهل، باید څه وشي؟

محقق چی د وحدت ګوند مشری پر غاړی لری وای «باید د سر پری کولو عاملان وپیژندل او سزا ورکړای شي». هغه د ولسی جرګې به ناسته کی وویل «طالبان او پولیس په ناحقه د افغانستان د خلکو سرونه پرې کوی او وژنی یی». محقق د طالبانو لخوا د سر پرې کولو اندیښنه کوی! هغه غوښتنه چی دی اوس لری، د افغانستان خلک او د بشر د حقوقو پلوی بنسټونه له ۲۰ کالو راهسی دا غوښتنه لری. آن تردی چی د کرزی ګوډاګی حکومت ملاتړي کمیسیون هم په کراتو دا ویلی چی جګړه مار جنایتکاران دی محاکمه شي. څه موده وړاندی د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼی په یوه لیکنه کی بربنډ کړل چی د «افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون» د دری لسیزو جنایتونه په یو ۸۰۰ مخیز راپوټ کی باوری کړي ولی په کابینه او پارلمان کی ناستو جنایتکارانو او جګړه مارانو له ویری یی نشی خپرولی. په دی راپوټ کی د لومړي مرستیال فهیم او دویم مرستیال خلیلی نومونه په افغانستان کی د کورنۍ جګړو د عاملان په توګه یاد شوی دي. برسیره پر دی د محقق، دوستم، عطا محمد، گلبدین او ځینی نورو تنظیمی ډلو مشرانو نومونه هم د جګړه مارانو او د ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۵ ویجاړی اصلی عاملانو په توګه پیژندل شوي دي.

طالبی قصابان

د امریکا لخوا د ۵ خطرناکو طالبو ترهګرو په خوشی کولو سره، سپینې ماڼۍ زرم وار لپاره دا جوته کړه چی د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړه» د خلکو غولولو لپاره یو درواغجن شعار وو. د ځناورو طالبانو خوشی کول او د «منځ دریځه طالبانو» تر نامه لاندی د هغوي سینګارول او دغه وحشی‌ځناور زمونږ پر خلکو بیاځلی منل د امریکا کرغیړنه کړنلاره ده.

د ګوانتانامو له بنده چی د «په کیوبا کی د طالبانو میلمستون» لقب یی ځان ته غوره کړی، د ۵ سړي وژونکو طالبانو خوشی‌کیدل، د امریکا برنامه شوی دسیسه وه. خلکو ته داسی وښودل شول چی هغوی د ۲۸ کلن «بوئی برگدال» یو امریکایی سرتیری په بدل کی چی ۵ کاله وړاندی د امریکا له پوځی هډی وتښتیده او ځان یی طالبانو ته وسپاره، خوشي شول. هغوی ټول یی قطر ته واستول ترڅو د عربو شیخانو سره یوځای د افغانستان د راتلونکي کړنلاره پلی کولو ته چمتو کړي. اوباما ۵ ځناورخویه او خطرناک طالبان د هغه سرتیري په بدل کی خوشی کړل چی په امریکا کی د خاین په نوم پیژندل کیږی، ځکه چی هغه په جګړه کی نه بلکه په خپلو پښو طالبانو سره یوځای شوی وو.

«بمونه، الوتکی، ټانکونه او تخنیکي توکی د ترهګری پروړاندی جګړه کی نور په دوهمه درجه کی ارزښت لری. ډارونکي او زبرځواکه وسله د امریکا په سلاح کوټ کی کومه ده؟ زمونږ رسنۍ»
تام ایدکنس (Tom Adkins)، ویب پاڼه NewsWithViews.com
رسنۍ، د امریکا د جګړې زبرځواکه وسله

په ټکسی کی د ښار له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته روان وم چی د کرزي اونیزي ویناوې می له راډیو څخه تر غوږه شوی. کرزي د رسنیو وده او د بیان آزادی یی د ۱۳کلن واک غټه لاسته رواړنه بلله. یو سپین ږیری سړی چی خواته می ناست وو په بیړه راته وویل: «پخوا به یی د خلکو خولو ته کولپونه اچول او د واکدارو غوږونه به پرانستی وو، کرزی آسانه لار خپله کړی، خپل او د کابینی غوږونو ته یی کولپونه اچولی او د خلکو خولې یی پرانستی پریښی.»

په افغانستان کی په تیرو ۱۳ کلونو کی د رسنیو بی ساری ودی په اړه ډیرۍ داسی خبری شته چی له خلکو پټی پاتی شوی. ددی لامل چی نن د مرخیړي په څیر سلګونه خپرونی، راډیوګانی او تلویزیونونه سر را پورته کوی او د امریکا او ملاتړو لخوا یی تمویلیږی ممکن نده چی پوه شو مګر داچی د امریکایی نیواک له رسنیو څخه ناوړی ګتی اخیستنی تاریخ ته لنډه کتنه ولرو چی نن د «رسنیو امپریالیزم» په نوم یادیږی.

تظاهرات خانواده‌‌های شهیدان

د افغانستان سیاسی ډګر نن د خلکو ضد عناصرو او د پردیو چوپړانو څخه ډک شوی او د هغوی یوشمیر تالی څټی په سپین سترګی سره هغوی «ملی شتمنی» بولی. په خواشینی سره د یو ریښتنی ملی، دموکرات او با وجدانه مشر په نشتون سره زمونږ د خلکو برخلیک د وطن پلورونکو او دهغوی بهرنیو څښتنانو په ولکه کی دی. ولی داسی ده؟ دلیل یی شریل برنارد، د زلمی خلیلزاد ښځه او د «راند کارپوریشن» له مهمو کارکونکو څخه داسی بیانوی:

«مونږ پریښودل چی ټول منځ‌اړخي مشران ووژل شي. د هغی دلیل چی نن مونږ په افغانستان کی هیڅ منځ‌اړخي مشران نلرو دادی چی مونږ هغوي ته [بنسټپالو] ته اجازه ورکړه چی ټول ووژنی. هغوی کیڼ، منځ‌اړخي او بینابینی عناصر په ۸۰مه لسیزه کی ووژل او ټول یی تری‌تم کړل.» (ایشیا ټایمز، ۲۰۱۰ کال د مارچ ۱۸ مه)

امیرزی سنگین

څو ورځي تر مخه د افغانستان د مخابراتو او د معلوماتى تکنالوژى وزير اميرزى سنګين په ډيرو نارو سورو د سپوږمکۍ نړۍ ته د افغانستان د ورننوتلو خبر ورکړ. هغه له يو فرانسوى شرکت «يوتل سټ» سره په فضا کى د افغانستان د لمړنۍ سپوږمکۍ د ځاى پر ځاى کولو په هوکړه ﻻس ليک وکړ او هغه ئي يو تاريخې پرمختگ وباله، چى د سيمې هيوادونه تر اوسه د هغه تر لاسه کولو ارمان کى دې. خو د دى نيمګړې او له کاره لويدلى سپوږمکۍ په هکله حقايق د افغانستان د خلکو له سترګو پټ ساتل شويدى.

دغه سپوږمکۍ چى «افغانستان سټ يو» نومول شويده په فضا کى د ٤٨ شرقې درجى په مدار کى ځاى پر ځاى کيږى، دغه سپوږمکۍ تر دى وړاندى د «ډير ناوړه فنې زيان» له مخى د «يوتل سټ» له تجارتې دايرې څخه ګوښه شوى وه، په لمړيو دوه کلونو کى کله چى د مځکى په مدار کى ځاى پر ځاى شوه عملآ پرته له کومى ګتي په فضا کى سرګردانه چورليده.

د جنوبی افریقا د آپارتاید رژیم د محصلانو غورځنګ باندی دزی

ټول جنایتکاران که خلقیان او پرچمیان دی او که تنظیمی او طالبی بنسټپالان دی تل په دی ویره کی دی چی هسی نه کومه ورځ دوی د محاکمی میز ته راکش او د کړو قتلونو او لوټماریو تپوس تری وشی. په دی جنایتکارانو خرڅ شوی روڼ‌اندی او لاسپوڅی عناصر په دی برخه کی په یوه خوله چغه وهی چې «تیر به هیر کړو» او «پخلاینه د خدای خوږه میوه ده» تر څو په هره بیه چې کیږي خپل اربابان د محاکمه کیدو څخه وژغوری او د هغوی شرموونکی ولکه زموږ پر ځوریدلی ولس نوره هم پراخه کړي.

د افغانستان پارلمان په ۱۳۸۵ کال کې د شرم ډکه طرح «ملې مصالحه» یی تصویب کړه، چې د هغی په اساس قاتلانو او ملې خاینانو ته برائت ورکړل شو. او دا ځل د جنوبی افریقا د اپارتاید ضد رهبر نلسون ماندلا مړینه ګواکی دوی ته یو طلای فرصت ورکړ تر څو د هغی د پخلاینی طرح جوګه کړی او په خپلو کړو جنایاتو بله پرده راخوره کړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 130 میلمانه آنلاین لرو