طالبی قصابان ولی خوشی کیږی؟

طالبی قصابان

د امریکا لخوا د ۵ خطرناکو طالبو ترهګرو په خوشی کولو سره، سپینې ماڼۍ زرم وار لپاره دا جوته کړه چی د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړه» د خلکو غولولو لپاره یو درواغجن شعار وو. د ځناورو طالبانو خوشی کول او د «منځ دریځه طالبانو» تر نامه لاندی د هغوي سینګارول او دغه وحشی‌ځناور زمونږ پر خلکو بیاځلی منل د امریکا کرغیړنه کړنلاره ده.

د ګوانتانامو له بنده چی د «په کیوبا کی د طالبانو میلمستون» لقب یی ځان ته غوره کړی، د ۵ سړي وژونکو طالبانو خوشی‌کیدل، د امریکا برنامه شوی دسیسه وه. خلکو ته داسی وښودل شول چی هغوی د ۲۸ کلن «بوئی برگدال» یو امریکایی سرتیری په بدل کی چی ۵ کاله وړاندی د امریکا له پوځی هډی وتښتیده او ځان یی طالبانو ته وسپاره، خوشي شول. هغوی ټول یی قطر ته واستول ترڅو د عربو شیخانو سره یوځای د افغانستان د راتلونکي کړنلاره پلی کولو ته چمتو کړي. اوباما ۵ ځناورخویه او خطرناک طالبان د هغه سرتیري په بدل کی خوشی کړل چی په امریکا کی د خاین په نوم پیژندل کیږی، ځکه چی هغه په جګړه کی نه بلکه په خپلو پښو طالبانو سره یوځای شوی وو.

د هرڅه وړاندی راځی چی دا پنځه سړي‌وژونکي و پیژنو:

ملا خیرالله خیرخواه
ملا خیرالله خیرخواه

خیرالله خیرخواه: په کال ۱۹۶۷ د قندهار په ولایت کی وزیږیده. د پاکستان په اکوړه خټک او حقانیه مدرسو کی لوست وکړ. د طالبانو په وخت کی د ملاعمر د کابینی مهم غړی و. د بهرنیو چارو وزیر، د شمال زون رییس، د هرات او بلخ والی په توګه یی دنده ترسره کړی. هغه له ۱۹۹۴ کال څخه د ملاعمر ترڅنګه ولاړ و. په ۲۰۰۲ کی د امریکایی ځانګړي ځواکونو لخوا ونیول شو او ګوانتانامو ته واستول شو.

ملا نورالله نوری
ملا نورالله نوری

نورالله نوری: په کال ۱۹۶۷ کی د زابل په ولایت کی وزیږیده. هغه د طالبانو د امارت په وخت کی د لغمان او بلخ د والی په څیر دنده ترسره کړی. د طالبانو په وخت کی بلخ د شمالي ټوالی پر وړاندی جګړه کی د طالبانو له مهمو مرکزنو څخه و او په هغه ځای کی زمونږ د هزاره هیوادولو پر واړندی یی بی‌ساری جنایتونه ترسره کړل.

نورالله نوری په ۲۰۰۱ کال د دوستمیانو لخوا په جنګي‌کلا کی ونیول شو او امریکایانو ته وسپارل شو چی وروسته په ۲۰۰۲ کی ګوانتانامو ته واستول شو.

ملا عبدالحق وثیق
ملا عبدالحق وثیق

عبدالحق وثیق: عبدالحق وثیق: په کال ۱۹۷۱ کی د غزنی په ولایت کی وزیږیده. د طالبانو د واک پر مهال د څارګری اداری لومړی مرستیال و چی په ریښتینی توګه د طالبانو د څارګرې اداری اصلی چلونکی و چی د پردی ترشا د آی.اس.آی لخوا څارل کیده. په ۲۰۰۲ کی د امریکا لخوا ونیول شو او ګوانتانامو ته واستول شو.

مولوی محمد نبی عمری
مولوی محمد نبی عمری

محمد نبی عمری: د خوست ولایت اصلی اوسیدونکی دی او ویل کیږی چی د طالب مشرانو څخه وو او له ملاعمر سره یی نږدی اړیکی لرلی. د هغه د دندو په اړه نور مالومات په لاس کی نشته.

ملا محمد فاضل آخند
ملا محمد فاضل آخند

ملا محمد فاضل آخند: له ارزګان ولایت څخه دی. د طالبانو د واک پرمهال یی د لوی درستیز او دفاع وزیر مرستیال په توګه دنده ترسره کړی. هغه د لنډ مهال لپاره ددی ډلې پوځي مسوولیت پر غاړه لره. په قندهار کی ونیول شو او ګوانتانامو ته ولیږدول شو.

د خلکو دا خطرناک دښمنان ولی خوشی شول؟

اوباما ددغو ځناورو تر خوشی‌کیدول وروسته په یوه وینا کی وویل چی د برګدال آزادي «ددی ښکارندوی ده چی امریکا دی ته ژمنه ده چی خپل هیڅ سرتیری که ښځه وی يا نارینه به د جګړی په ډګر کی یواځی پری نږدي.»

که چیری سپینې ماڼۍ ته په ریښتیا هم د امریکایی سرتیرو ژوند ارزښت درلودی، نو د رسمي شمیرو له مخې ۴۴۸۹ تنه د عراق په جنایتکارانه جګړه کی او ۲۲۲۵ تنه د «په افغانستان کی د ترهګرۍ پر وړاندی جګړه» کی به یی په زوره د مرګ خولی ته نه غورځول.

دا اوس ټوله ته جوته شوی چی طالبان د امریکا یوه پروژه وه او د اوباما لومړي مرستیال، جوبایدن کلونه وړاندی ویلی وو چی «طالبان زمونږ دښمنان ندی». ددغو مشرانو پر خوشی کولو امریکا هڅه کوی ترڅو طالبان ځواکمن کړی، ځکه امریکا په افغانستان کی خپلو موخو ته د رسیدو لپاره او خپلو سیاستونو پلی کولو لپاره هغوی ته اړتیا لری.

جورج بوش په کال ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ نیټه د افغانستان د نیولو پر مهال دا ژمنه وکړه چی «طالب او القاعده ترهګري د افغانانو او امریکایانو ګډ دښمنان دي، هغوی به تري‌تم کړي». ولی ددی «ژمنې» څخه د دیارلسو کلونو په تیریدو سره چی د افغانستان نیولو په خاطر د خلکو غولولو لپاره شوی وه، ټول طالب مشران څه په کابل کی او څه په اسلام‌آباد او قطر او نیویارک کی په آزاده توګه ګرځي او د هری ورځی په تیریدو سره ځواکمن کیږی او شخصیتونه ترینه جوړیږی. د طالبانو مهم غړي لکه عبدالوکیل متوکل، عبدالسلام ضعیف، مولوی قلم‌الدین، سید اکبر آغا، معتصم آغاجان، رحمت‌الله واحدیار، عبدالرحمان هوتک، وحید مژده په آزاده توګه په کابل کی ګرځي راګرځی او آن تردی چی د دولت په پیسو ژوند کوی. خلکو ته په سپکه سترګه کتل او سپین‌سترګي تر دی ځایه رسیدلی چی کرزي عبدالرحمان هوتک د «افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون» د کمیشنر په توګه وټومبه.

دغو طالب مشرانو د خپل واک پر مهال یی د خلکو ژوند په دوزخ بدل کړی و او دغه هیواد پر هغه وخت کی د منځینیو پیړیو ژوند سره هیڅ توپیر نه درلود. کله چی امریکا په ۱۳۷۵ کی طالبان واک ته ورسول، ټولو تنظیمي سړي وژونکي مشرانو څخه څه په کابل کی او څه په لویدیځ کی خپل ملاتړ اعلان کړ او هغوي ته یی یو هوسا او مجلل ژوند چمتو کړ. کله چی په کال ۲۰۰۱ کی د طالبانو کړنلاره پای ته ورسیده، د هغوی خوندیتوب لپاره یی هم ورته عمل ترسره کړ.

امریکا له افغانستان څخه کره او هراړخیزه او روښانه شننه لری او له تنظیمی، طالبانو او د کرکی وړ خلقي او پرچمي ډلو څخه ژور لید لری او هر مهال کولای شی له هغوی څخه د کانډوم په څیر د واشنګټن په ګټه کار واخلي. د طالبانو خوشی کول او په کابل او عربی هیوادونو کی د طالبانو نوی بڼې مینځ ته راتلل، راتلونکی کلونو لپاره د امریکا بله کړنلاره ده. له یوې خوا امریکا په یو درواغجنه ننداره کی له «ټاکنو» پلوي کوي او د پیړۍ جنایتکاره انسانان سینګاره وی او د ټلویزیونونو په پردو کی ښکاره کوی او له بلې خوا د پیړۍ توراندي انسانان سینګاره وی او د راکړی ورکړی په نوم یی افغانستان ته رالیږي.

له بنده د جنایتکارانو خوشی کول او هغوی ته قانوني خوندیتوب ورکول به هیڅ‌کله افغانستان ته سولی او ټینګښت راوړلو کی مرسته ونکړی بلکه پړمخ افغانستان به لا د ژور بحران، جګړی او ځناورتوب خواته بوځي. په تیرو دیارلسو کلونو کی همدا د جنایتکارنو نازول وو چی نن د ملت کرغیړنو وژونکو دا جرئت پیدا کړی چی ځانونه ملی اتلان و نوموی او ارګ ته رسیدو لپاره سیالي کوي.

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 88 میلمانه آنلاین لرو