- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
په لوړ کيفيت سره د انځورونو تر لاسه کول
۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵مه - کابل: نن د همبستګۍ ګوند غړو د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش او د هغوي د دولتي پلویانو جنایتونه وغندل. ګډونوالو له ځانه سره پلاکارټونه لرل چې ددې ځناورې ډلې د بریدونو قربانیانو انځورونه پکې ول او د کابل پوهنتون څو تنو استاذانو او محصلانو د اعدام غوښتونکي شول چې په داعش ډله کې پر غړیتوب او څو بریدونو اعتراف کړی ده. هغوي په دغو پلاکارټونو شعارونه هم لیکلي ول: «د بیګناه هیوادوالو وینه ځناورو داعشیانو ته نه بخښو!»، «داعش د پیړې ځناوره ډله ده، د داعش ملاتړي باید وځپل شي!»، «تنظیمي او طالبي جنایتکاران او د ایران رژیم د داعش سکه ورونه وي!»، «د کوباني له جنګیالیو خلکو څخه په الهام اخیستنې باید د خپلو اولادونو غچ له داعشیانو څخه واخلو!»، «داعش د امریکا او عربستان او قطر او ترکې حرمونی اولاد ده!»، «له تعلیمي مرکزونو څخه د دین د تاجرانو لاسونه دې لنډ وي!»
- توضیحات
- لیکونکی: نیکمحمد پایدو
- کټګوري : انځورونه
د تجربه لرونکو ښوونکو سربیره د میز او څوکۍ، کتابتون، لابراتوار، د کمپیوټر ټولګي، شنه سیمه او ورزشي ډګرونو، تشنابونو او څښاک اوبه او... اسنتیاو څخه پرته د زدهکړې روغ او آرامه چاپیریال ممکنه نه دی. دا د هر ماشوم د معیاري زده کړو او بشري حقونو مهم عناصر دي چې له بده مرغه، په افغانستان کې د ډیرو ښوونځیو زده کونکي، په ځانګړې توګه د بدخشان د ښوونځیو زده کونکي، له دې څخه بې برخې دي. اوس مهال، په دې ولايت کې نږدې 250 ښوونځي ودانۍ نه لري او د هغې زده کوونکې په آزاده فضا کې زدهکړې ترسره کوي.
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : انځورونه
۸۱ کلن، محمد حاجی صدیق، ځوانو انجونو ته د قرآن تدریس پرمهال یی د هغوي څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کوله چې د څلورو انجونو په شکایت سره په ۱۳ کاله بند محکوم شوی دی. صدیق د ۳۰ کالو څخه ډیر د بریتانیا – کاردیف ولز ښار په مدینه جومات کې د قرآن ښوونکې وه. قضاوت کونکې پلاوی د ۱۹۹۶-۲۰۰۶ کلونو په منځ کې هغه په شپږو بدغونو بریدنو او د جنسي تاوتریخوالې په اته مواردو باندي تورن کړی. قاضی استیفین هاپکینز امر وکړ چې هغه باید د یو بې پایه جنسي مجرم په توګه ثبت شي. قاضي په خپل وینا کې دغه مولوی ته عیاش ویلی:
«دغه څلور انجونې په حقیقت کې ډیرې زړورې دي چې نه یوازې شخصي خڼډونه بلکه کلتوري یي هم له منځه وړی دي او د رسمي شکایت او شواهدو سره یي ستاسو په وړاندی ودریدنه وکړه.»
- توضیحات
- لیکونکی: نیکمحمد پایدو
- کټګوري : انځورونه
د افغانستان ماشومان همدا چې وکولې شي سم ګام واخلې، باید کار وکړی او د خپلو کورنیو لګښت په چمتو کولو کې برخه واخلې. آن په هغه وخت کې هم چې د خپلې مور په ګیډه کې وي، باید ډیرې سختۍ وګالي ځکه چې میندی یي د ناامنۍ او بې وزلۍ په چاپیریال کې ژوند کوي. زیږیدنه یی هم په غیرمعیاری چاپیریال کې د بیپایه رنځ او درد سره ترسره کیږی. نجلۍ کیدل یی ستونزی ډیروي. سربیره پر دی، تنظیمی جګړې، د امریکا د دولت او همکارانو بریدونه او نیواک، د طالبانو او داعش بریدونه، ځانمرګې او چاودنې چې په ورځنۍ چارو باندي بدلی شوی دي، د دې خاورې میلیونونه ماشومان یی یتیمان کړی دي چې د افغانستان په ټولنه کې په عمده توګه د کور نفقهراوړونکې دی؛ له دی مخې، د دغه بدمرغه هیواد تنکې ماشومانو په لاسونو کې د پنسل، کتاب او لوبو سامان پرځاي لور، څټک او تبرګي راخیستې تر څو یوه مړۍ ډوډی لاس ته راوړی. په ښارونو او کلیو کې ماشومان، د ژوندانه بې وزلۍ او نادارۍ سره لاس او ګریوان دي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
1396 کال د ورِ 27مه (2017 کال د اپریل ۱۶مه) – کابل: نن د همبستګۍ یو شمیر غړو د یوې اعتراضی غونډې په ترڅ کی په ننګرهار ولایت اچین ولسوالی د امریکا نیواکګر دولت له لوری د «بمونو مور» په نام ستر بم غورځول وغندل او د امریکا او د هغې له لاسپوڅي دولت څخه یی خپله کرکه څرګنده کړه. د غونډې ګدونوالو له ځانه د امریکا سیاستونو ضد شعارونه او د افغانستان خلکو بدمرغیو انځورونه وړل. په ورته وخت یو شمیر هم ورکول کیدل: «نه امریکا، نه بنسټپالي – واک د خلکو په لاس!»؛ «په افغانستان کی د ویرونکو وسلو آزموینه جنایت دی – جنایت دی جنایت!»؛ «د بنسټپالۍ پر ضد د امریکا جګړه دوکه ده!»؛ «په افغانستان کی د جګړې اصلی لامل امریکا ده!»؛ «طالب او داعش د امریکا زیږنده ده!»؛ «لنډ دی وی د امریکا او د هغې د چوپړانو لاسونه زمونږ له هیواد څخه!»؛ «راپاڅیږۍ راپاڅیږۍ، چُپتیا کی ذلت دی».
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : انځورونه
د ډونالډ ټرامپ د لوړی مراسمو ترسره کولو سره سم، نږدې د امریکا ټول ښارونه د هغه سره په مخالفت د پراخه لاریونونو شاهد وو. سپینۍ مانۍ ته د ټرامپ د ننوتلو څخه یوازی یوه ورځ وروسته، په ټوله امریکا کې د دوه میلیونو څخه ډیرو تنو لاس په لاریون پوری کړ چې په چارو کې په ځانګړی توګه په واشنګټن ډی.سی کې تاوتریخوالې سره مخ شو او پولیسو سلګونه تنه ونیول. او د دی سره سم د نړۍ په بیلا بیل ښارونو کې د ټرامپ په وړاندی لاریونونه په لاره واچول شول.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۵ کال د تلې ۱۵مه (۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۶مه): د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو شمیر ځوانان د ښار په ګڼو سیمو کی د شعارونو په ځړولو سره، پر افغانستان د امریکا او ناتو ۱۵مه کلیزه وغندله. دغو پوسټرونو کی چی د امریکایی نیواکګرو د جنایتونو انځورونه او شعارونه یی لرل، خلک یی د امریکا او د هغوی طالبی او غیر طالبی چوپړانو پر وړاندی مبارزې ته هڅول. یو شمیر انځورونو په پکتیا او جلالآباد کی د امریکا له وړندو بمباریو څخه پرده اوچتوله چی د لاسپوڅی دولت او رسنیو له لوری پټ ساتل شوی وه.
د همبستګۍ ګوند ریښتینی سوله د خلکو په ښیرازۍ او له هر ډول نیواک څخه په آزادۍ کی وینی او تل یی د امریکایی نیواکګرو ځواکونو او د هغوی چوپړانو شتون پر وړاندی آواز اوچت کړی او خلکو ته یی پوهاوی ورکړی دی. مونږ په دی باور یو چی د ځناورو طالبانو بیمخینه ځواکمندیل، د داعش سر پورته کول، له جلاد ګلبدین سره معامله، د ټولنی مافیایی کیدل او ترهګرۍ لوړوالی او جګړه او وژنې او د ولس بدمرغۍ دا ټول د امریکا او د هغې د ملاتړو شیطانی کړنلاری دی او تر هغې ورځې به دوام ومومی ترڅو د نیواکګرو جنګي هډې دلته شتون ولری. د یو بیروني جنګبلونکی ځواک تر واکمنۍ لاندی، هیڅ ولس آزادۍ او نیکمرغۍ ته ندی رسیدلی او نه به ورسیږي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۵ کال د تلې لمړۍ نیټه (۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۲مه): د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو شمیر غړو او د کابل ښاریانو له وینهڅښونکی ګلبدین سره د «سولې» تړون پر وړاندې غونډه وکړه. ګډونوالو شعارونه ورکول چی ګلبدین او د هغه د جرم ملګري به هیڅکله و نه بخښي او دهغه راتګ په دولت کی د جنایتکارانو د کړۍ بشپړولو پرته بل هیڅ شی له ځانه سره نلری. د افغانستان د همبستګۍ ګوند ریښتینې سوله یوازی د جنایتکارانو په محاکمه کولو او د هغوی په ګوښه کولو کی وینی او وړاندی یی هم د تنظیمی جنایتکارانو پر وړاندی خپل غږ اوچت کړی دی.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۵ کال د وږی ۱۸مه: د احمدشاه مسعود د وژلو تلین په ورځ، د کابل ښار د هر کال په څیر د هغه د پلویانو او وسلوالو چی له پنجشیر او د کابل له شمال څخه راغلی وو له ملنډو ډکې نندارې صحنه وه چی هغوی په کی زور ښودنه وکړه، او په تور – سپین – زرغون رنګ بیرغونو سینګار موټرونو کی د ښار په واټونو کی تګ راتګ کاوه. د هغوی ډیرۍ خلک له ډارونکو څیرو سره چی د کابل اویایمې لسیزې تنظیمی جګړو خپسه یی را ژوندی کوله، له ځانه سره کلاشنکوف او تمانچې او برچې درلودې او هوایی ډزې یی کولی چی د کابل ښاریانو د ډار او ویری لامل شو. ډیرۍ خلک او په ځانګړی توګه ښځې له کورونو څخه را ونه وتلی او ښار له خلکو تش وو.
د کابل پولیس، ددغو ځناورو ټوپکلرونکو پر وړاندی نندارچیان ول او آن تردی چی په واټونو کی لیدل کیدل چی دغو لنډغرو د پولیسو او ملی اردو له ګاډو څخه ګټه پورته کوله.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۵ کال د زمري ۲۸مه (۲۰۱۶ کال د اګست ۱۸مه) د « افغانستان د همبستګي ګوند» د خپلواکۍ بیرته لاستهراوړلو ۹۷یمه کلیزه د امان الله پر قبر د ګلګیډۍ په کیښودلو سره ولمانځله. په دغه غونډه کی چی د همبستګۍ ګوند د ننګرهار څانګې له لوری ترتیب شوی وه د همبستګۍ ګوند لسګونو تنو غړو او پلویانو ګډون درلود ترڅو د ولس له ریښتینی اتل څخه لمانځه وکړي. ډاکټر غلام فاروق د همبستګۍ ګوند یو تن غړي د امان الله خان پر قبر وینا وکړه او د هغه له کارونو او خدمتونو یی ستاینه وکړه. هغه په خپلې وینا کی وویل:
«غازی امان الله خان د افغانستان دغه پرمختللی او پر خلکو مین شاه د هیواد له پر مختګ او ښیرازۍ سره خورا زیاته مینه لرله. د هغه ټوله هڅه دا وه چی خلک پوهه وکړي ترڅو د خپلو مټو په زور هیواد له تیارې څخه وژغوري او د پرمختګ پر لوری یی بوځي. نن دلته راټول شوی یو چی د هغه له ښه کارونو څخه زدهکړو. شاه امان الله خان غښتلې اراده او د خلکو ملاتړ له ځانه درلود او همدا کار ددی لامل شوی چی انګریزان له هیواد څخه وشړي او د افغانستان خپلواکي لاس ته راوړي.»
هغه زیاته کړه:
«که مونږ ټول یو موټی شو او د ولسونو پر منځ کی ریښتینی پیوستون رامنځ ته کړو او هر ډول تبعیض له خپلو اندونو لری کړو، کولای شوی تر ټول ستر دښمن ته نه هیریدونکی ماتې ورکړو. ددی اصلی دلیل چی نن تر څلویښتو زیاتو هیوادونو او د هغوی په سر کی امریکا پر افغانستان یرغل کړی د تنظیمی او قومی مشرانو خیانت دی. دوی د پیسو په بدل کی په ګڼو پلمو خلک غولوی او د هغوی فکر له اصلی مبارزې څخه بل لوری ته اړوی او د پرګنو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهی ترڅو هیواد په بدمرغیو کی لا هم ډوب شی. له اوسنی حالاتو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره یووالی، پوهه او د هر ډول اپلتو او هره هغه شی پر وړاندی چی د پرمختګ خنډ ګرځی مبارزه ده.»
د یادونی وړ ده د همبستګۍ ګوند په پام کی لرل چی ددغې ورځې په ویاړ په کابل کی لاریون وکړي، خو د ډیرو هڅو سربیره د کورنیو چارو وزارت په دغه پلمه چی د دهمزنګ له پیښې وروسته تر بل خبر پوری په هر ډول لاریون بندیز لګیدلی، د لاریون اجازه ورنکړه.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 172 میلمانه آنلاین لرو