- توضیحات
- لیکونکی: ژباړونکی: سمیر | لیکونکی: استیف کول
- کټګوري : ژباړې

نوکر، نوکر ده که هغه د خلق او پرچم مشران وي، یا د امریکا لخوا روزل شوي جهادي او طالبي او تکنوکراتان وي. ټول د خپل بادار پر وړاندې د تشناب کاغذ ارزښت (یا هم د عطا په وینا د پیپسي بوتل ارزښت) لري چې تر هغې ورته اړتیا لري درناوی یې کوي، خو کله یې چې خپله چټلي پرې پاکه کړه پر دې تشناب کاغذونو د اوبو اچولو زیار هم نه اوباسي. د خپل تاریخ په ورستیو څلویښت کلونو کې داسې ډیرې بیلګې لرو: ترهکي چې یو سادهبډنګ سړی وه د «ختیځ نابغه» لقب یې واخیست خو په یو بالښت یې ورته کار خلاص کړ؛ وینيڅښونکي امین چې ځان یې عزراییل ګڼلو، د شوروي ځواکونو یې په څو ساعتونو کې ټغر ورته راټول کړ او د یوې غالۍ په منځ کې په یو نامالوم ځای کې ښځ کړ؛ کارمل چې یو مهال په شان او شوکت له روسي الوتکې راښکته شو، داسې ورځ راورسیده چې د هغه هیواد د ویزې ترلاسته کولو لپاره یې ننواتې کولې؛ نجیب هم د خپلو روسي بادارانو له لوري د یو یتیم ماشوم په څیر د بینن سیوان تر پښو لاندې پریښودل شو؛ او همدا راز جهادي او طالبي مشران هم د پاکستاني، ایراني، عربي، امریکایي او انګلیسي بادارانو پر وړاندې ورته ارزښت لري. دا ټول جاسوسان د خپلو بهرنیو واکدارانو پر وړاندې سرټیټي دي او هر کله یې چې نافرماني کړې، داسې کلکه سپېړه یې خوړلی چې نور یې هیڅ کله سر نده راپورته کړی.
- توضیحات
- لیکونکی: شکور
- کټګوري : ژباړې

میرزا اسلم د افغاني بنسټپالو له پاکستاني پلرونو څخه شمیرل کېږي. هغه چې پر افغانستان د روسې ضد جګړې پر مهال د پاکستان پوځ مشر وه، د جهادیانو او طالبانو په تمویل او مجهز کولو کې مرکزي رول درلود. د یوې انګلیسي ژبې پاکستانۍ ورځپاڼې یوه ټوټه لاس ته راغلې چې پکې د طالبانو سرچېنې په اړه د اسلمبیګ خبري دي، غواړم هغه په پښتو وژباړم او د خپرولو لپاره یې د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ویبپاڼې ته وسپارم.
- توضیحات
- لیکونکی: ژباړونکی | احمر
- کټګوري : ژباړې

«یاد دې پخیر وي ملالۍ جویا» هغه شعار چې پدې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي او د سرک او کوڅو د عامو خلکو تر ژبو رسیدلي. د یادونې وړ خو دا ده چې هغه مهال چې ملالۍ جویا پارلمان ته غوجله او ژوبڼ کلیمه کارولې وه، د مخالفینو او موافقینو سربیره یې هغه خلکو چې ځانونه یې په اصطلاح بیطرفه ښودل هغې ته یې د سختدرځې خطاب کاوه. خو په وروستیو کلنو کې د پارلمان سلګونو خیانتونو سربیره په اوس اوس وخت کې د اصولي او رحماني د پلویانو ترمنځ د ښکر جنګولو او چړو را ایستل د ملالۍ جویا خبرې په اثبات ورسولې. ملالۍ جویا په اړه لدې ټولو د قدر وړ نظریاتو د هیواد وتلي او باضمیره هنرمند ښاغلي مسعود حسن زاده الهام ورکوونکي خبرې دلته رانقلوم:
- توضیحات
- لیکونکی: لیکونکی: سوزن رَک | ژباړونکۍ: سمیر
- کټګوري : ژباړې

په تیره کې د کرامالدین کریم، د «افغانستان فوټبال فدراسیون» رییس هغه سوایي چې د رائ په بدل کې د «آسیا فوټبال فدارسیون» رییس څخه د بډې اخیسې وې رسنیو ته درز کړی وه. خو څه موده وړاندې خالده پوپلزی، د ښځو د فوټبال ملې لوبډلې پخوانې غړې، د فوټبال ملی ټیم یو شمیر انجونو سره د هغه له ناوړه چلند او جنسی تیري څخه پرده پورته کړه، دغه کرغیړن او خاین سړی چې په خپل ټول ژوند یی یو پټاټې هم په پښه ندی وهلی، د شوراینظار غړی و او یو وخت د پنجشیر والی او وروسته د فهیم قسیم تر مشرتابه لاندې د دفاع په وزارت کې لوړ مقام درلود، د خپل کرغیړن جوړښت په ځواک د فوټبال فدراسیون ریاست په مقام باندې وټومبل شو، د بهاره حسینی په واسطه جوړ شوی «افغانې انجونې شوټ کولې شي» مستند فلم کې ګورو چې دغه ناولی انسان پاکستان ته د یوی لوبې لپاره د فوټبال کونکو انجونو سفر پر مهال پر هغوی باندی غوسه دی چې ولی یی خپل ټیکري په سمه توګه په سر کړی نه دي، دا ځل د ګاردین» ورځپانې د ۲۰۱۸ کال د دسامبر پر ۲۷ نیټه د میرمن سوزن رَک په قلم باندې د دغه بدنومې ټوپکمار بیناموسیو په اړوند یو هر اړخیز راپور خپور کړ چې د هغې د لنډیز ژباړه لاندې راځې::
- توضیحات
- لیکونکی: روچی کمار | مترجم: سمیر
- کټګوري : ژباړې

لیکوونکې: روچی کمار | ژباړونکې: سمیر
سرچینه: «تروتاوت» انټرنیټي خپرندوي ، ۲۰۱۷ می ۲۴
د نیمایي اپریل په ګهیځ کې، څلور کلن علیسینا د افغانستان په میدان وردک ولایت کې د خپل کور څخه بهر په یوه کرونده کې، چې د کابل ښار په ۸۰ کیلومتري کی پرته ده، لوبي کولي. ددې لپاره چی هغوی په خپل چاپریال کی د جګړې څخه مالومات نلرل، علیسینا او ملګرو یي نه پوهیدل هغه لوی اوسپنیز شي چې هغوي په هغه ورځ په کرونده کې موندلې و، په حقیقت کې د ښکیلو ډولو څخه د ناچاودي ګولۍ پاتې شوني وې. دغو انجونو د دغه وژونکې وسلې سره د لوبې نوبت لپاره په خپل منځ کې په جنګ وي تر دي چې علیسینا بریالې شو او د ځمکې څخه د هغې د پورته کولو څخه څو شیبې وروسته د هغه په لاس کې وچاوده.
- توضیحات
- لیکونکی: ستاره
- کټګوري : ژباړې

«انجینیر» حامدالله مشهور په انجینیر نبی د تخار ولایت د دشتقلعه په ولسوالې کې د حزب اسلامی تر ټولو کرغیړنه څیره وه چې په شمال کې د حزب اسلامی د مرستیال په توګه جنایت او خیانت ترسره کاوه. هغه د تنظیمونو سپیتانهجګړو په وخت کې لسګونو ښوونځیو ته اور اچولې او د ډیرو ښوونځیو څخه یی قرارګاه جوړه کړی وه. او هغه له ښوونې سره داسی دښمني لرله چې یو شمیر روڼاندی یی د ښوونکې کیدلو په سزا په ډزو ویشتلې دی.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : ژباړې

د عربستان شیخان چې د بنسټپالۍ او جهالت د پلارونو په نوم شهرت لری زموږ په هیواد کې او د نړۍ ټولو سیمو کی د القاعد او طالبانو او دی ته ورته نور ځناور ډلو د اصلی ملاتړو او ملګرو څخه دي، غواړی د ریاض تر څیرمه د عیاشی لپاره د «لاسوګاس» په پراخوالې ښار جوړ کړی. دغه ښار ۳۳۴ کیلومتر مربع مساحت لری چې تفریحی او ورزشی پارکونه او د عیاشی مرکزونه به له ځان سره ولری.
لاسوگاس په امریکا کی سیاحتی ښار دی چې د فحشا، قمار، شپنې کلپونه او د نړې د شتمنانو او په ځانګړی توګه د عربي شیخانو د عیاشئ پلازمینې په نوم شهرت لری.
په ورته وخت کې عربستان د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت د «اسلامی پوهنتون» تر نوم لاندی په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې هڅه کوی چې د بنسټپالۍ د ویروسونو روزلو مرکز زموږ په هیواد کې فعال کړی او په دغه ډول سره د پاکستان څخه خپلې د ځانمرګو روزلو فابریکې زموږ خاوری ته راولیږدوی. دغه مرکز د ننګرهار ولایت د کوټ، بټیکوټ او رودات ولسوالې پوری تړلې سیمه کې جوړیږی چې د داعش او طالبانو اصلې پټنځایونه دی. د هیواد د ختیځو سیمو خلک د دغه مرکز د جوړلو څخه سخت په ویره کې دی او باور لری چې د هغې په بشپړیدلو سره، په ځانګړی توګه د ختیځ ولایتونه به د بنسټپالۍ او ځناورتوب په خوسا ډنډ کې نور هم ډوب شی.

د ع او غ دولت د ترهګرۍ پلارانو دغې شیطانی طرحې سره هوکړه کړی، زموږ د خلکو په حق کې یی لوی خیانت کړی دی. خو آزادیغوښتونکې او بنسټپالۍضد عناصر باید د دغه ډول خاینروزونکو او جنایتډیرونکو پروژو مخه ونیسی.
- توضیحات
- لیکونکی: ژباړونکې: خالد
- کټګوري : ژباړې

سرچینه: «د لویدیځ المان ورځپاڼه» (Westdeutsche Zeitung)، ۱۹۹۲ کال د اپریل ۲۸مه (۱۳۷۱ کال د غویې ۸مه)
ژباړونکې: خالد
کابل: گلبدين حكمتيار، د حزب اسلامي بنسټپاله رهبر، په افغانستان کې یو د جنایتکارو څیرو څخه دي چې د اویاومو کلونو له لومړی څخه د ځواک د لاس ته راوړلو لپاره، شیطانی لوبه یی خپله دنده وګرځوله.
حكمتيار، هغه کس دي چې مجاهدینو ته د امریکا پوځي مرستو ډیره برخه هغه ته ورکړل شوی دی. د یو څیړنیز راپور پر بنسټ چې د امریکا د سنا د غوښتنې پر بنسټ چمتو شوی دی، ګلبدین حکمتیار د شوروی اتحاد څارګر سازمان (کیجیبی)، د کابل څارګر سازمان (خاد) او ایرانی سازمانونو سره کار کاوو. نوموړی راپور، له افغانستان څخه د شوروی اتحاد پوځی ځواکونو د وتلو څخه وروسته لیکل شوی دی.
- توضیحات
- لیکونکی: انجمن اجتماعی دادخواهان افغان
- کټګوري : ژباړې

سرچینه: انجمن اجتماعی دادخواهان افغان ،۱۳۹۵کال د چنګاښ ۲۰مه
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۱۰مه د پولیسو کاروان د کندهار کابل په لاره د حیدرخانکلا په سیمه کی د برید لاندی ونیول شو. د کاروان دا خلک هغه پولیسان و چی د میدان وردګو د تعلیمی موسسی څخه فارغ او د ځای پر ځای کیدو په موخه مرکز ته تلل.
۱۳۹۵کال د چنګاښ په ۲۱مه «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» په پروان کی د څو کورنیو سره چی خپل د ځیګر ټوټې یی پدی پیښه کی له لاسه ورکړی وې لیدنه وکړه. رسنیو د نظامی او ملکی وګړو شمیر چی پدی برید کی په شهادت رسیدلی ۳۰ او ټپیانو شمیر یی ۵۰ تنه اعلان کړ. خو د شهیدانو کورنیو غړو د «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» ګزارشګر ته وویل د وژل شویو او ټپی شویو کسانو شمیر له هغه څه چی په رسمی ډول او یا رسنیو کی اعلان شو ډیر زیات دی.
- توضیحات
- لیکونکی: میرویس
- کټګوري : ژباړې

د برهان الدین ربانی د واکمنی پر مهال د کابل د ناورین څخه غمجنې پیښې په نړیوالو آژانسونو او په پاکستانی ورځپاڼو خپرې شوی چی زه د هغوی ډیرو برخو ته لاس رسی لرم. ځنیو تنظیمی چسکو په تلویزونی ګردي میزونو کی د کابل له ویر څخه منکر شوی او آن د وژنو شمیر یی یواځی څو سوه تنه یادوي. که څه هم چی د هغه وخت خلک به دغو لاسوندونو ته اړتیا ونلری ځکه چی تنظیمی ځناورتوبونه او جنایتونو پایلی یی په خپل ټول وجود باندی عملآ حس کړی دی، ولی د نوی ځوان نسل خبرولو لپاره، د بیلګې په ډول یو دوه خبره ژباړلی دی او خپرولو لپاره یی د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د پوههورکونکې او بربنډونکې ویبپاڼې ته ورلیږم.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 164 میلمانه آنلاین لرو