د آزادې اروپا راډیو (د آزادۍ راډیو)، سی.آی.ای او د امریکا خبري رسنۍ

لومړۍ برخه

«د آزادې اروپا راډیو / د آزادۍ راډیو» د «سی.آی.ای» تبلیغاتي دستګاه

لوگوی رادیو آزادی

د «آزادی اروپا راډیو / د آزادۍ راډیو»، له هغو مسئالو څخه ده چی د هغې پر بنسټ ډیرۍ جاسوسي لیکنی شوی دی. ددی راډیو د دوو لسیزو کړنو څخه، راز لرونکی ډرامی چی ددی راډیو له لاری چمتو کیدی او واقعی بڼه ورکول کیده، نفاق اچول، جاسوسی، بم کیښودنه، ویجاړي، وژنې او ددی راډیو د ځینو کارکونکو په پټه توګه وژل کیدل، څخه داسی جوته کیږي چی دا راډیو په سړه جګړه کی پوره ښکیل وه.(۱) لیکوالانو چی په دی اړه لیکنی کړي- ډیرۍ یی ددوی خپل خلک وو- چی په زوره اړ شوي ترڅو دغو کړنو ته په خپلو لیکنو کی ځای ورکړي. دا ټول واقعیتونه ددی ښکارندوی دی چی د امریکا دغه تبلیغاتی دستګاه د دواړو سړو جګړو تر شا وه.

تر اوسه پوری داسی یوه لیکنه چی ددغې راډیو کړنې په کره ډول بربنډې کړی نده خپره شوی، که داسی یو کار ترسره شی او د نورو رسنیو په اړه و نه لیکل شی بیا هم سمه خبره نده. تر نن پوری ددی راډیوګانو پر کړنو پرده اچول شوی او نه غواړی چی د «آزادی اروپا راډیو / د آزادی راډیو» په اړه واقعیتونه خپاره شی او وښودل شی چی دا د «سی.آی.ای» تبلیغاتی چینلونه دي. د تاریخی لاسوندونو پر بنسټ، کله چی د خبري رسنیو نوم راځی نو، دغه راز رسنۍ عمدتاْ درواغ خبرونه خپروي او خلکو ته د حقایقو او ریښتيني راپورنو خپرول پر ځای، غواړی چی د هغوی فکرونه اغیزمن کړي. سربیره پردی چی ددی لیکنې موضوع سړه جګړه ده، ولی داسی ښکاری چی اوس هم دغه خبري رسنۍ د امریکا دولت کړنو پر وړاندې چوپتیا غوره کړی او په دې رسنیو کی تبلیغات دوام لري.

«د آزادی اروپا راډیو/ د آزادۍ راډیو» خپلې خپرونې په کال ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ کی پیل کړې. د نیمی پیړۍ په تیریدو سره، اوس هم ډیرۍ خلک ددغو شبکو په اړه ډیر لږ مالومات لري، پر دی ځای کی کولو شو چی نوری رسنۍ هم پړې وګڼو. تر ۱۷ کلونو پورې، خبري رسنیو دغو شبکو ته لږ پام درلود او مالومات هم وروسته له لاس‎وهنی خپریدل او دی کړنو له دغو راډیوګانو سره مرسته کوله ترڅو اړیکي یی له «سی.آی.ای» سره پټی پاتی شي. د ډیرو تدابیرو سربیره، ددی راډیوګانو تر پردی شاته رازونو ته لاس‎رسی ناشونی نه وو. ددی راډیوګانو د ګړنو له پیل څخه داسی انګاریدل چی «سی.آی.ای» ددی رسنیو ترشا لاس لري،(۲) سربیره پردی دغوو اټکلونو او ګمانونو دوه لسیزی دوام وموند چی ریښتیني ثابت شی، هغه هم هغه وخت کله چی «نیویارک ټایمز» په کال ۱۹۶۷ کی دا بربنډه کړه چی «د آزادی اروپا راډیو» د «سی.آی.ای» لخوا تمویلیږی.(۳)

د «آزادی اروپا راډیو» او «د آزادۍ راډیو» افشا کول له دوه اړخونو ډیر ګتور دي، لومړی دا چی له پیل څخه یی ډیره موده تیره شوی ده او دوهم داچی په دومره موده چی ډیرۍ رسنۍ په دی پوهیدی چی دا راډیوګانې له «سی.آی.ای» سره پټې اړیکی لری ولی قصداْ یی ددی خبر له خپرولو ډډه وکړه. د «سی.بی.سی نیوز» او وروسته «د آزادۍ راډیو» رییس، سیګ مایکلسون په وینا، په زرګونه خلک پوهیدل چی په دی رسنیو کی څه تیریږی،(۴) ددی زرګونو خلکو په منځ کی میکلسون ژورنالیستانو او خبریالانو ته اشاره کوی. هغه په یوه مرکه دا مني کله چی په «سی.بی.سی» کی کار کاوه له لدی اړیکی خبر وو.(۵) ددی چوپتیا ترشا، ډیرۍ ورځپاڼې لیکونکي او د خبري رسنیو غړي هم پوهیدل او کوښښ یی کاوه ترڅو د «سی.آی.ای» او ددی راډیو اړیکی له نورو پټې وساتي. د آزادی لپاره جګړې تر نامه لاندی تبلیغاتی کمپاین وکولای شو د زرګونو امریکایانو میلیونونه ډالره مرستې راټولی کړي، تردی مودی هیچاته نه وو ویل شوی چی دا راډیو له کومه ځایه تمولیږی. دغه کمپاین او پیسو راټولو له دی راډیوګانو سره مرسته وکړه تر څو خلکو ته داسی څرګنده کړی چی د خلکو په مرستو او اعانو سره چلیږي.

د راډیو کارکونکو او پیسو راټولو مسئولانو د اعانی په راټولو کی په ډیر شوق سره کار کاوه. هغوی پدی آند وو چی تبلیغات او نوری سیاسی وسلې، زبرځواکه توکی دی چی د هغی په مرسته کولای شو خلک په دی باوری کړو هغه لاره چی امریکا خپله‎کړی یوازینی او صحیح لاره ده. په لومړۍ کلونو کی کله چی «د آزادی اروپا راډیو» په کار پیل وکړ، هغوی داسی انګارل چی کمونیزم راپرځي، هغه یی هم د خپلو هڅو پایله ګڼله.(۶) هغوي په دی لید کی یوازی نه وو، ځکه د یو شمیر خبریالانو مرسته هم ورسره وه. ددی راډیوګانو یوه څیړنه او د مرستی راټولولو کمپاین څرګنده وی چی په کال ۱۹۵۰ کی خبریالان او د رسنیو یو شمیر غړی هم په دغو مسالو کی ښکیل وو، او هغه هم کله چی ددی راډیوګانو مسئولانو پریکړه وکړه چی د کمونیزم پر ضد تبلیغات نه یوازی بهر بلکه په امریکا کی هم پیل کړي. د لنډو څپو خپرونو پر ځای، هغوی ډیرۍ د کمونیزم ضد تبلیغات چی موخه یی امریکایان وو د همدی مرستی راټولولو کمپاین له لاری په ټول هیواد کی یی ترسره کړل. په بهر کی هغو رسنیو چی نوی یی کار پیل کړی وو هم ددغه کمپاین په پلوي لیکنی لرلی. په پیل کی کمپاین د امریکا په لویو ښارونو کی ترسره کیده، موخه یی دا وه چی د کمونیزم له لاروچارو د «بندي ملتونو» خوشی کول د امریکایانو «پوهی» پوری تړلی ده.(۷)

رادیو آزادی

سربیره پردی چی په یقین سره دی ته بی لاری کونکی نشو ویلی، ولی د آزادۍ لپاره د اعانی دا کمپاین له چل او ول نه ډک وو. له شلو کالو راپدیخوا، دغو رسنیو د امریکایانو له ښه نیت څخه ناوړه ګته پورته کړه، څرنګه یی چی وکولای شول له یوی وړوکی او بی‎نومه پروګرام څخه د تبلیغاتو په یوه دیو بدلې شوې. ددغه کمپاین چمتو کونکو په کوچني ښارونو کی لاریونونه په لاره واچول چی د سرکونو غاړې یی د آزادۍ په بغۍ (ناقوس) سینګار شوی وی. هغوی دا بغۍ د هغې فابریکې خواته کیښوده په کوم ځای کی چی جوړه شوی وو ترڅو وکولای شی له هغې څخه تبلیغاتی ګټه پورته کړي. هغوی دا بغي نوره هم سینګار کړه ترڅو د خلکو وطن‎پالنې احساسات راوپاروي. د مثال په توګه هغوي د بغۍ پورتنۍ برخه د سولې په نښه سینګار کړی وه او ښکته یی د ابراهام لینکن یوه لنډه خبره لیکلی وه. له خلکو یی غوښتنه کوله چی د آزادۍ ددی لیکنی لاندی لاسلیک وکړي او ریښتینولۍ ته ډالر ورکړي.(۸)

هغو رسنیو چی له دی کمپاین سره په مالی او خپرونو برخه کی مرسته کوله، ډیرې زیاتې وی. د مایکلسون څیړنې څرګندوي چی هغوی د خپلو کړنو پرمهال د سوداګریزو اعلانونو د خپرولو له لاری له ۹ نه تر ۱۷ میلیونه ډالر لاس ته راوړل.(۹) په لومړیو کلونو کی، مسئولانو، د سوداګریزو اعلانونو کمپاین په لاره واچوه او د آزادۍ راډیو د خبرونو په لړ کی یی په دی هکله له لیکل شوو لیکنو ګته پورته کوله. د ۱۹۵۵ کال د جولای میاشت په خپره شوی ګڼه کی راغلي وو چی؛ د ۲۳ ورځپاڼو لیکونکو او د امتیاز خاوندانو د مرستی راټولولو له کمپاین څخه ملاتړ کړی دی.(۱۰) د همدی هڅو پایله وه چی نږدی ۲۰۰۰۰ ورځپاڼې خرڅې شوی او له ګډون‎کونکو څخه نږدې ۹۰۰۰۰ ډالرو مرسته راټوله شوه، هغوی په خبرنو کی د آیزنهاور دا وینا خپروله:

«هلکانو، سربیره پردی چی دا کمپاین د امریکایی ورځپاڼو دنده نده، ولی لاسوندونه څرګندوی چی دی پیښي د رسنیو پلویانو هیله دی ته هڅولي چی آزادي او سوله دی وساتل شي.»(۱۱) هغه شمیرې چی پدی ورځپاڼو کی خپریدلی د باور وړ نه وی، ځکه د کمپاین چارواکو دا هڅه کوله ترڅو ښودلی شوې شمیرې ددوی په ګټه وی او هغه زیاتی وښایی؛ ولی خپلواکې څیړنی څرګندوی چی دی کمپاین د ډیرو ورځپاڼو ملاتړ له ځانه سره لره. د ۱۹۵۵ کال د فبروری په میاشت کی کله چی چارواکو، خپل کمپاین پیل کړ، داسی اټکل شوی چی له ۴۵۰ زیاتو ورځپاڼو د ۷۰۰ شاوخوا اعلانونه چی کمپاین پوری تړاو لره خپاره کړي دي. د هغوی په وینا، په ورځپاڼو کی د تبلیغاتو کچه د تیر کال پرتله لوړه تللی او «نږدې د امریکا ۷۵ سلنه ورځپاڼو» لیکنې او سرلیکنې د همدغه کمپاین ملاتړ په تړاو خپریدلی.(۱۲) ځینو د جمهور رییس آیزنهاور ملاتړ له دی کمپاین څخه جوته کاوه او ځینو نورو هڅه کوله چی مرسته‎راټولول جوته کړي(۱۳) او آن تردی چی ځینو رسنیو په دواړو برخو کی کار کاوه او کمپاین پوری تړلي اعلانونه یی خپرول. اعلانونه ټول یوشان وو او د «ټولنیزو خدمتونو» ترنامه لاندی د ورځپاڼو د چارواکو لخوا خپریدل.(۱۴) هیڅ یوه لیکنه داسی نه وه شوی چی لیکونکو د کمپاین د چارواکو په اړه څیړنه کړی وي.(۱۵)

«نیویارک ټایمز» دغه کمپاین د خلکو ملاتړ راجذبولو په خاطر ستر خپرونیز پروګرام په لاره واچوه. دغې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کی لیکلی و چی څرنګه جمهور رییس له دوي نه غوښتي چی هغو هیوادونو پر وړاندې چی د اوسپنیزو دیوالونو ترشا یی آزادي پټه کړی «په خپله اداره سره» له دغه کمپاین نه ملاتړ وکړي. هغه وویل چی د آزادی اروپا راډیو د عامه وکړو فکرونو په راښکلو کی «قطعی ګټه» لرله او چارواکي هیله لری چی د ۱۰ میلیونه ډالرو په راټولولو ددی راډیو خپرونی پر مخ بوځي.(۱۵) څرنګه چی آیزنهاور ویل «له دی بریا پرته، د بلی بریا تمه نشو کولای. ستاسو هڅې چی د امریکا ملاتړ له ځانه سره لری، مونږ سره لوړو موخو ته رسیدلولپاره مرسته کوی او په پای که مونږ او ټوله نړۍ به و توانیږو چی د سولې او آزادی له ښیګڼو برخمن شو.» په «نیویارک ټایمز» کی خپرې شوی لیکنی یواځی د جمهور رییس پر خبرو او د مرستې په راټولولو ټینګار کړی و او ددی په اړه یی چی دا کمپاین ولی او ده څه لپاره منځ ته راغلی هیڅ هم ندی ویلی.

یوه ورځ مخکی لدی چی دا لیکنه په «نیویارک ټایمز» کی خپره شی، «فرانسیسکو اګزامنر» په یوه لیکنه کی وویل،(۱۶) په ټوله کلیفورنیا کی شاوخوا ۸۰۰ تنو پوځیانو د یوې برنامی په ترڅ کی له دی کمپاین نه خپل ملاتړ اعلان او د مرستی راټولولو بهیر یی په لاره واچوو. په دی لیکنه کی راغلي و چی ددی ډلی مشر خپلو ټولو غړو ته امر کړی وو ترڅو د کمونیز پر ضد مبارزه کی ګدون وکړي، او ریښتین‎ولی لپاره د ډالرو په راټولولو کی کمپاین سره مرسته وکړي. دغې لیکنې سرلیک نه درلود او داسی ښکاریده چی پرته له لاس‎وهنی د عامه اړیکو په برخه کی خپره شوی وي. په جکسون، میسی سی پی کی سربیره پردی چی «کلاریون لیژ» د والی هوګ وایت وینا خپره کړه،(۱۸) او هغه ددغه حرکت په ملاتړ یوه اونۍ د آزادۍ اونۍ په نوم ونوموله. «د میسی سی پی ټول ښاریان کولای شی چی په خپلو لږو مرستو له دغه کمپاین سره چی د آزادۍ لپاره مبارزی په موخه ترسره کیږی د ریښتینولی پیغام هغو انسانانو ته چی د اوسپنیزو دیوالونو ترشا بندیان دی ورسوي.»

له مالی او خپرونیزو مرستو پرته، د رسنیو غړو د دی راډیوګانو له کمپاین سره د مرستو په راټولولو کی خپلی نیکې هیلې وښودلی. په ډیرو برخو کی، د رسنیو راپورورکونکو د مدیرانو کمیټې جوړې کړې وی خپلو کاری او خبري څانګو کی پدی رنګه کړنو بوخت وو.(۱۹) په کال ۱۹۷۰ کی داسی خبري راپورونه خپاره شول او هغه څیړنې هم چی د سنا لخوا شوی وی څرګندوي، چی د رسنیو یو شمیر چارواکي او خبریالان د «سیا» د څارګرو په توګه کار کوی او له هماغه پیل څخه دغی څارګری اداری پوری تړلي وو.(۲۰) دا موضوع د رسنیو ځینی کارکونکو لپاره ستونزمنه وه، د رسنیو ډیرۍ شمیر چارواکي او راپور ورکونکي خوښ نه وو له هغي راډیو سره چی د «سی.آی.ای» له لوري په لار اچول شوی کار وکړي. کار کول له هغه بنسټ سره چی د «سی.آی.ای» لخوا تمویلږی، او په مستقیمه توګه له هغه سازمان سره کار کولو کی توپیره شته، ولی بیا هم په دواړو کی دنده ترسره کول د انسان وجدان ناآرامه کوي.

د رسنیو لوړپوړي مدیران او خپرونکي، هغه کسان وو چی ددی راډیو د تنظیم په کمیټه کی او یا د مشرتابه په هیئت کی یی لوړې څوکۍ نیولی وې، دوه مهمی څانګې یی د «ټایم لایم فارچون امپایر» لخوا اداره کیدلې. هنری لیوس، ددی ټولنی لومړنی بنسټ ایښودونکی وو.(۲۱) د «آزادی اروپا راډیو» له خپرونو څخه د هغه لنډه کتنه ددی لامل کیده ترڅو د هغه اړیکی له مشرتابه هیئت سره طبعی ښکاره شي. هغه یوه محافظه‎کاره وطندست او سخت‎دریځه ضد کمونیست و. د یو مذهبي تبلیغي ځوی و، له همدی امله هغه یو مذهبی سړی و، هغه هڅه کوله ترڅو د خدای رضا او د امریکا د برخلیک په منځ کی اړیکې جوړې کړي. هغه دا باور درلود چی امریکا د نړۍ مشرانو ته یو اخلاقی ژمنه لری، لیوس هم خپل ځان د آزادۍ او دموکراسی خپرولو ته ژمن ګاڼه. له ۱۹۴۶ نه وروسته دغې ژمنې د کمونیز پر وړاندي مباره او د سړې جګړې بریا له ځانه سره لرله.

د کمونیزم په وړاندې جګړې، د هغه سیاسی فکر لیوس ته اجازه ورکړی وه چی په راپور ورکولو کی بی‎لوري پاتی نشي. هغه تل هڅه کوله په هغو مجلو او ټولنو کی چی ده پوری اړه لرله خپل نظرونه خپاره کړی او ډیر په شوق سره یی کوښښ کاوه چی ددی کار زمینه چمتو کړی. هغه په ډیرو برخو کی کوښښ وکړ ددی کمپاین په اړه ځینی خبرې پټې کړي، د مثال په توګه په کال ۱۹۵۴ د فبروری په میاشت کی یوه لیکنه خپره شوه چی په هغې کی هوا ته د کمپاین بالونونو استولو ته اشاره شوی وه، له ۴۰۰۰ ډیر د هیلیوم غازو بالونونه په هوا کی خوشی شوی وو چی د امریکا نږدی په ۴۰۰ ښارونو او ښارګوټو کی د حرکت په حالت کی وو، دغو بالونونو له ځانه سره کارتونه وړل چی په هغو کی له خلکو غوښتل شوی وو چی د ریښتینولۍ ډالر دی ورکړي.(۲۲) د آزادی لپاره د کمپاین ورځپاڼو په کراتو د لیوس دا سخاوتمندانه هڅې وستایلی.

د «تایم لایف فارچون» نورو مدیرانو او د «مګزین امپایر» لوړپوړو کارکونکو هم د لیوس سیاستونه پلي کړل او د هغه په شان ددی راډیو په ډیرۍ کړنو کی نغښتي وو. سی.ډی.(۲۳) جکسون یو بل وتلی کس دی چی په دی کړنو کی ژور نغښتی دی. په لومړیو کی لیوس هغه د «ټایم» د مرستیال په توګه وټاکه. وروسته هغه د مجلی د عمومی رییس د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه او وروسته د «فارچون» عمومی رییس وټاکل شو. هغه د ۳۳ کالو لپاره په «ټایم» کی دنده ترسره کړه او تل د رسنیو او سیاست ترمنځ په جګړه کی بوخت وو. هغه څو واری د دولتي کړنو په موخه له «ټایم» څخه رخصت واخیست آن تر دی چی یوه کمیټه د «د سی ډی جکسون د ښه راغلاست او مخه‎ښه د تدارکاتو تفریحی کمیټه» تر نوم لاندی جوړه شوه ترڅو د جکسون تګ راتګ لپاره محفلونه چمتو کړي.(۲۴)

له جکسون څخه د «ناپیژندونکی ورځپاڼی لیکونکی» او په سړه جګړه کی د شلمې پیړۍ د مثال په توګه یاد کیده.(۲۵) د کمونیز پر وړاندی جګړې کی د امریکا په تبلیغاتو کی د هغه هڅي ډیری اثرلرونکی وی. «بلانچی وایسن کوک» هغه د «دویمی نړاولې جګړې او له هغی څخه وروسته د امریکا رواني جګړې اصلی معمار» بولي.(۲۶) هغه هم د لیوس په شان د عامه افکارو راپارولو کی د «ټایم لایف فارچون» له صفحو څخه په ګټه اخیستنه کی پاتی رانغی، سربیره پردی هغه نورې وسیلی هم په واک کی لرلی.(۲۷)

څرنګه چی هغه له پنځو تنو څخه یو وو چی د جمهور رییس لخوا د امریکا تبلیغاتی کړنلارو د تنظیم په خاطر ټاکل شوی و، ولی جکسون پر دی راډیو او د هغې پر پرګرامونو چی د اوسپنیزې پردې پر دواړه خواو خلکو یی اثر درلود، پوره واک درلود. هغه په پوره توګه ددی راډیو او «سی.آی.ای» پر اړیکو پوه وو او ژمنه یی کړی وه چی دا راز به بربنډ نکړي. ددی راز په بربنډیو سره «هر هغه ګام چی دی راډیو پورته کړ مسئولیت به یی امریکا پر غاړه وانخلی».(۲۸) یوازی جکسون له دی راز څخه ګته نه پورته کوله: «کولای شو چی نیرنګ وکړو، کولای شو چی د هرچا پر ضد هرڅه څرګند کړو، کولای شو چی له موقع نه ګټه پورته کړو، کولای شو چی چټک عمل وکړو او بلاخره کولای شوی هر هغه کار وکړو چی د دولت رسمي تبلیغاتي دستګاوی یی نشی ترسره کولای.»(۲۹) د ورځپاڼو د مدیرانو او خپرونکو تر څنګ، راپور ورکونکو هم لدی راډیو سره اړیکې لرلی. یو شمیر ددی راډیو د مشرتابه هیئت په توګه او ځني نور د کارکونکو په توګه له دی راډیو سره یوځای شوی وو. په ډیرو برخو کی هغوی ددی راډیو او «سی.آی.ای» پر اړیکو خبر وو، ولی عملاْ په دی اړه یی چوپتیا غوره کړی وه. ددی موضوع‎ګانو غوره نمونه کولای شو د «ویلیام چمبرلین» له ورځنۍ لیکنو څخه چی له «مریسشن ساینس مونیټور» سره یی کار کاوه پیدا کړو، چمبرلین د امریکا له لومړي ګزارش‎ورکونکو څخه وو چی په شوروی کی یی د بلشویکی انقلاب څخه وروسته د خبري پوښښ مسئولیت پر غاړه لره. هغه د ۱۷ کالو لپاره د هیواد څخه دباندی اوسیده،‎ ولی وروسته امریکا ته راستون شو او «والسټریټ ژورنال» ته یی سرلیکنه لیکله. په ۱۹۵۰ کال کی هغه په «آزادۍ راډیو» کی د مشرتابه په هیئت کی دنده پر غاړه واخیسته.

د جمبرلین هغه يادښتونه چی د خاطراتو په کتابچه کی لیکلی د آزادۍ راډیو د جلسو په اړه دي چی ډیر پټ دی او شاید په راتلونکی کی پیښ نشي، د مثال په توګه هغه د یوې ناستې له ګډون څخه وروسته داسی وای: «هغه غټه معامله چی تر اوسه می په خپلو سترګو لیدلی ده.»(۳۰) د راتلونکي ناستې په اړه داسی وای «زیاتره خبرې په دی اړه کیږی چی څرنګه مالی مسایل پټ پاتې شي.»(۳۱)

خبریالان چی په دی راډیوګانو کی په دندو بوخت دی هم په دی رازدارۍ کی شریک وو. هغوی په رسمي توګه د «سی.آی.ای» لخوا دداسی کړنو په ترسره کولو پوهیدل په زوره یی ځان له هغې څخه لری ساته.(۳۲) ژن میتر(۳۳)، د آزادی اروپا راډیو له کارکونکو څخه چی د نړۍ په نورو ورځپاڼو کی د کار تجربه لری، وای چی قصدا دغو موضوعاتو ته اشاره نه کیده. هغه په یوه مرکه کی په ډاګه کړه چی په دی راډیوګانو کی د «سی.آی.ای» رول څه پټه خبره نه وه ځکه مونږ ټول پر هغې پوهیدلو. هغه وای دا موضوع د هغه لپاره هیڅکله هم خنډ نه وه او تل یی هڅه کړی چی خلکو ته ریښتیا ووایی. میتر ژمن وو چی آرامه او سوله‎یزه لاره غوره کړی، لکه ددی راډیو د نورو خبریالانو او لیکونکو چی غوره کړی ده.(۳۴) هغوی هیڅکله دا جرئت ونکړ چی دا موضوع افشا کړي او د مسلکي خلکو په څیر د احترام وړ پاتی شول. ددی موضوع افشا کولو «ویره» ددی راډیو ټولو کارکونکو ترمنځ یو منل شوی امر وو، ولی دا د هغو کسانو لپاره چی بیرون یی کار کاوه د منلو وړ نه وه.(۳۵)

تر نن پوری داسی لاسوندونه شته چی څرګندوی دا امر صحیح دی. د دونالد شانور، چی په کال ۱۹۶۸ کی ددی راډیو په هکله څیړنې لرلی، په وینا ددی راډیوګانو او «سی.آی.ای» تر منځ اړیکو په هکله له هماغه پیل څخه ګونګوسی وی.(۳۶) ګمان کیږی چی خبریالان لومړني کسان وو چی دا ګونګوسی یی اوریدلی وی ولی پدی هکله یی څیړنې ونکړې. مایکلسون دا ادعا چی ګواکی ژورنالیستان په دی حقیقت پوه وو ولی «خولې او د ثبت دستګاوی یی مهر و موم کړی وی» نه مني.(۳۷) خبري رسنۍ او د خبر نورې سرچینې، په هر صورت سره په دی پوهیدلی، په خاصه توګه د نورو راډیوګانو کارکونکی هم لدی راډیو سره بلد وو او د هغې مشرتابه هیئت او ګزارش‎ورکونکي یی په ښه توګه پیژندل.



ياداښتونه:

۱- سیګ مایکلسون، دامریکا بل غږ (نیویارک: پریګر، ۱۹۸۳) ۴-۱۰ مخونه.
۲- دونالد شانور، د آزادی اروپا راډیو نوی غږ (د ژورنالیزم په اړه یوه څیړنه چی نده خپره شوی، نیویارک: د کلیفورنیا پوهنتون، ۱۹۶۸)، ۲۰۷.
۳- ای.ډبلیو. کینورتی، «د هاوستون د لوبو بنسټ او سی.آی.ای ترمنځ اړیکې»، نیویاک ټایمز، د ۱۹۶۷ کال د فبروری ۲۱، ۳۲ مخ
۴- مایکلسون، د امریکا بل غږ، ۱۲۵.
۵- سیګ مایکلسون له لیکونکی سره ټیلفوني وینا، د ۱۹۹۶ کال د آګست ۲
۶- مایکلسون، د امریکا بل غږ، ۲۰، ۳۶.
۷- دقیقا همدغه کار د آزادۍ لپاره کمپاین له لوري هم ترسره شو، هغه هم په هاغه وخت کی کله یی چی غوښتل کمونیزم ته ضربه ورسوي «د روانی جګړې ډګر» په نوم پیژندل کیده.
۸- د آزادي لپاره کمپاین په اړه د لا زیاتو مالوماتو تر لاسه کولو لپاره د «چارلز تفت» ورځپاڼو کلکسیون، د کانګریس کتابتون، واشنګتن ډی سی، ۱۵۳، ۱۵۶ بستو ته مراجعه وکړی، له دی وروسته دا ټولګه د تفت کلکسیون په نوم یادیږی. او همدا راز کولای شی د کمپاین په اړه د نورو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره د «امریکا بل غږ» کتاب ۵۱ څخه تر ۵۸ پاڼې پوری چی مایکلسون لیکلی مراجعه وکړی.
۹- مایکلسون، د امریکا بل غږ، ۵۵ مخ.
۱۰- د آزادۍ لپاره کمپاین خبرنامی ته رجوع وکړی، ۱۹۵۵ کال د جولای میاشت د تفت کلکسیون، ۱۵۶ بسته، د بهرنیو چاروڅانګه، د جغرافیایی مسایلو دوسیه، اروپا: د آزادی اروپا لپاره ملی کمیټه.
۱۱- هماغلته
۱۲- هماغلته
۱۳- ۱۸ ورځپاڼې چی د ۱۹۵۵ کال د فبروری له ۷ څخه ۱۰ پوری د آیزنهاور ملاتړ له دی کمپاین څخه او یا د کمپاین پوری تړلي لیکنې خپرې کړی دادي: التانا ژورنال کانستیتوشن، بوستون گلوب، شیکاگو تربیون، جکسون، میس کلاریون لیژر، دیس ماینیس رجستر، هاوستون پست، اندیا اپولیس ستار لانجلس تایمز، لویسویل کوریر ژورنال، ماینیپولوس مارنینگ تربیون، نیویارک هرالد تربیون، نیویارک تایمز، چارلزتون نیوز ایند کوریر، پورتلند اوریگانین، سانفرانسسکو کرونیکل، سانفرانسسکو اگزامنر، واشنگتن پست، کریشین ساینس مونیتور، چارلوت اوبزرور، نیو اورلینس تایمز پیکایون، والستریت ژورنال او پیتس برگ کوریر.
۱۴- د مثال په توګه کولای شی چی د «هغوی څرنګه د اوسپنیزې پردې شاته حقایقو ته لاس رسی ومومی» لیکنه چی په ۱۹۵۵ کال د فبروری په ۸ په «بوستون ګلوب» کی خپره شوی وه او یا هم همدغی لیکنی ته په «سانفرانسیسکو کروایکل» کی رجوع وکړی.
۱۵- د څو کالو په لړ کی ددی کمپاین له لاری ۵۰ میلیونه ډالر لاس ته راغلل. ددی کمپاین عملیاتی او تبلیغاتی لګښت ۲۰ میلیونه ډالر وو چی په پای کی راډیو ته ۳۰ میلیونه ډالر پاتی شول. دا یواځی د دی راډیوګانو په لاره اچولو یوه کوچنۍ برخه وه. د «امریکا بل غږ»، ۵۸ مخ ته چی د مایکلسون اثر دی مراجعه وکړی.
۱۶- نیویارک ټایمز «د خلکو ملاتړ را جذبولو لپاره د رییس جمهور غوښتنه»، ۱۹۵۵ کال فبروری ۸، ۱ او ۶ مخ. د آیزنهاور خبرو تر څنګ، دغی ورځپاڼی د جنرال والتر بیدیل سمیت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او دویم هنر فورد خبرې هم په غټو ټکو لیکلې وی. دغه نظرونه د لازیاتو مرستو راټولولو په خاطر د ای.بی.سی له ټلویزیون څخه خپاره شول، دغه تلویزیون د امریکا په ۳۱ ښارونو کی خپرونی درلودلی.
۱۷- سانفرانسسکو اګزامنر، «په کلیفورنیا کی نږدی ۸۰۰ پوځي پوستو د آزادی اروپا سره مرستو راټولولو پروګرامونه چمتو کړل»، ۱۹۵۵ کال د فبروری ۷، ۲۸ مخ.
۱۸- کلاریون لیژر، «ددی ځای والی یوه اونۍ د آزادي اونۍ په نوم ونوموله»، ۱۹۵۵ کال د فبروری ۸، ۱۳ مخ.
۱۹- د آزادۍ کمپاین خبرنامه، ۱۹۵۵ کال د جولای میاشت د تفت کلکسیون، ۱۵۶ بسته، د بهرنیو چاروڅانګه، د جغرافیایی مسایلو دوسیه، اروپا: د آزادی اروپا لپاره ملی کمیټه. غږیزو او انځوریزو رسنیو هم له دی حرکت نه ملاتړ وکړ. ددی خبرنامی پر بنسټ په کال ۱۹۵۵ کی «له ۵۰۰ څخه پیغامونه د سی بی ایس، ای بی سی، ام بی ایس او نورو شبکو له لاری خپاره شول.» برسیره پردی چی نشو کولای ددوی پر خپرو شو شمیرو باور وکړو، ولی بیا هم لیدل کیږي چی زیات شمیر تلویزیونونه او راډیوګانی په دی برخه کی فعاله وې. وتلې څیرې لکه اید سولیوان او ادوارد آر مورو هم د کمپاین په اړه اعلانونو کی ونډه لرله. همدا راز د خبرنامې پر بنسټ، «د ۲۶ شاوخوا ملی مجلو چی نږدې ۴۶ میلیونه لوستونکی یی لرل، ددی کمپاین په اړه یی لیکنې او سر لیکنې خپریی، همدا راز ۵۲ مجلې چی ملی موسساتو پوری اړه لری او ۱۴ میلیونه لوستونکی لری او سوداګریزی مجلې چی ۲ میلیونه لوستونکی لری په دی کمپاین کی ونډه لرله.»
۲۰- د دونالد کریودسن دی لیکنو ته مراجعه وکړی، «په تیرو درې لسیزو کی د نړیوالو لید کی بدلون لپاره د سی.آی.ای هڅې»، نیویارک ټایمز، ۱۹۷۷ کال د دسمبر ۲۵. « د سی.آی.ای نوی نړیواله تبلیغاتی شبکه»، ۱۹۷۷ کال دسمبر ۲۶. «دننه او بهر د سی.آی.ای او خبریالانو ترمنځ اړیکې» ۱۹۷۷ کال دسمبر ۲۷. «د سی.آی.ای ګڼ شمیر اړیکې چی د څیړنو په پایله کی بربنډې شوی» ۱۹۷۷ کال دسمبر ۲۷. او همدا راز وګورۍ «سی.آی.ای او رسنۍ او خپرونکي او مدیران»، ۱۹۷۷ کال دسمبر ۱۷. «د سی.آی.ای راتلونکی څیره»، ټایم مجله ۱۹۷۸ کال فبروری ۶. «له رسنیو څخه د سی.آی.ای ګټه پورته کول: سپیڅلی وارلیتزر»، د کلمبیا ژورنالیزم ریویو، ۱۹۷۴ کال اکتوبر ۵. «د سی.آی.ای اړیکې»، نیوز ویک، ۱۹۷۳ کال دسمبر ۱۰. «د سی.آی.ای او سی.بی.ایس اړیکی چی د سنا له لوري تصدیق شوی» برودکاستینگف، ۱۹۷۷ کال می ٣٠ .
۲۱- له «لیوس امپایر» څخه بغیر، هغو خپرونکو چی له دی راډیو سره نیکې اړیکی لرلی کولای شو دده نوم واخلو ویلیام لیندسه وایت، د فامیلی - وند امپوریو، کان، گزیت خپرونکی وو. هغه د آزادۍ راډیو مالی مسئول په توګه وټاکل شو او تر مرګه پوری ددی راډیو د باور کس وو.همدا رنګه ادمیر پالمر اویت، د پورتلند اوریګونین خپرونکی او ویلیام ویسلی ویماک د پولیتزر جایزې ګټونکی او د «دیز ماینز ریجستر اند تربیون» مدیر د آزادی اروپا راډیو له نږدی همکارانو څخه وو. په دی لړ کی کولای شو د دیویت والاس د «ریدر دیگیست» خپرونکی، مارک ایدریچ «لویسویل کوریر ژورنال» خپرونکی، امیلتون فیش ارمسترانگ د بهرنیو چارو مدیر او فرانک ستانسن په «سی.بی.ایس نیوز» نومونه واخلو.
۲۲- هنری آر.لیوس «د فضا له لاری د مرستی راټولول»، لایف، ۱۹۵۴ کال د فبروری ۲۲. همدا راز کولای شی چی د آزادۍ خبرنامی ته مراجعه وکړی، ۱۹۵۴ کال د فبروری میاشت، تفت کلکسیون، ۱۵۳ څخه تر ۱۵۶ بستې.
۲۳- آلن ګروور، د «ټایم» مشر او د «آزادۍ راډیو» له اصلی چلونکو څخه وو. رای لارسن، د «ټایم» مرستیال هم د «آزادی اروپا راډیو» مرستی راټولولو د مشرتابه هیئت مدیر و. د «آزادی اروپا راډیو» او «آزادۍ راډیو» مشرتابه هیئت نوم‎لړ لیدو لپاره کولای شی چی د نړیوالو خپرونو کلنی راپور وګوری.
۲۴- بلنچی وایسن کوک، «درواغ بربنډ کیږی: سی ډی جکسون او د سیاسی جکړې ډګر»، «راډیکال ایستوری ریویو»، ۱۹۸۴ کال، ۴۳ مخ.
۲۵- هماغلته، ۴۵ مخ
۲۶- هماغلته، ۴۴ مخ
۲۷- هماغلته، ۴۵ مخ
۲۸- «د جمهور رییس کمیټه نړیوالو اطلاعاتی کړنو لپاره: جمهور رییس ته راپور»، ۱۹۵۳ کال د جون ۳۰، د جکسون کمیټه، ۴۱، ۴۰، ۳۹، ۴۱، او ۴۳ بستې، آیزنهاور کتابتون، ابلین، کان.
۲۹- له کلنیزې ناستی مخکی د سی دی جکسون وینا، ۱۹۵۱ کال سپتامبر میاشت، د سی ډی جکسون لیکنی، ۱۹۳۱- ۱۹۶۷، ۸۲، ۵ بستې، دیوایت، ایزنهاور کتابتون. او همدا راز کولای شی چی ژی پری ګیلس، «له امریکا څخه د آیزنهاور د واک انځور: پټه او ښکاره ستراتیژی»، د ریاست جمهوری لوستنی، ۱۹۹۴ کال پسرلی، ۲۶۷ مخ.
۳۰- ویلیام چمبرلین، شخصی یادښتونه، ۱ او ۴ برخه: ۱۹۴۹-۱۹۵۶، د پروویدینس کالج کتابتون، د ۱۹۵۱ کال د جنوری په ۱۲ لیکل شوی.
۳۱- هماغلته، ۱۹۵۲ کال د اکتوبر ۱.
۳۲- مایکلسون، د امریکا بل غږ، ۱۲۱ مخ
۳۳- جینی متر، لیکونی سره تیلفونی اړیکه، ۱۹۹۶ کال جولای ۲۰. له دی مخکی چی د ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۶۵ کلونو تر منځ د «آزادی اروپا راډیو» د خبرونو او مالوماتو رییس په توګه دنده ترسره کړی، متر «سن برندینو»، «سن ټلیګرام»، «نیویارک ستارلیژر» او نیویارک نړیوال ټلیګرام سره کار کاوه. هغه ته یی په طعنې سره «د خبر په خپرولو کی د شکمن سړي» په توګه یادوه.
۳۴- د مثال په توګه، لیلند ستیو د پولیتزر جایزې ګتونکی د متر څخه وړاندی د «آزادی اروپا راډیو» د خبرونو او مالوماتو څانګې مشر و. هغه دنده لرله ترڅو غښتلي خبریالان په دی راډیو کی په دندو وګماری، د مثال په توګه روسل هیل له «نیویارک هرالد تربیون»؛ الن دریفوس له «ای.بی.سی» او «رویترز» په اروپا کی؛ فریدریک ب. اوپر له «ای.بی.سی»؛ تالبوت هود له «یونایتید پریس» په لندن کی؛ او جان الیوت له «نیویارک هرالد تربیون» څخه. د ستیو په هکله نورو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره کولای چی د امریکا بل غږ، ۹۶ مخ د لیلند ستیوف لیکنو ته له ۱۹۲۵-۱۹۶۹ د ویسکانسن تاریخی غونډې ته، ۱۰ بسته، ۵ او ۶ برخو ته مراجعه وکړی.
۳۵- شانور، د آزادی اروپا راډیو ننوی غږ، ۲۱۰ مخ
۳۶- هماغلته
۳۷- مایکلسون، د امریکا بل غږ، ۱۲۵ مخ.

د لیکونکی په اړه:

سانسی کان د کاروچیپل هیل په پوهنتون کی د ورځپاڼی لیکنی او ټولنیزو اطلاعاتو په څانګه کی خپله دکتورا اخلی او د لومړی کال محصل ده.

د دي لیکنی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 111 میلمانه آنلاین لرو