د خاینانو تر منځ خبرې له سولې پرته په هرڅه ختمېږي

له څو کالو راپدېخوا امریکا او مرییان یې د «سولې خبرو» نغاره غږوي تر څو د جګړې پای لپاره زمونږ د خلکو له تلوسې څخه ناوړه‎ګټه پورته کړي، خپلې ښکیلاکګرې کړنلارې په آرامه سره زمونږ په هیواد کې پلې کړي. له دې خبرو اترو د حزب اسلامی او طالبانو ترهګرو ډلو او د هغوي پاکستاني او امریکایي بادارانو په پوره ډول ګټه پورته کړه، خو زمونږ خلکو لپاره یې له جګړې او ویرې، چاودنو او ځان‎وژنو، په کلیو او ولایتونو کې کور په کور جګړې، پرلپسې وژنو، د خلکو ۶۰ زره بچیانو وژنه چې له بې‎وزلۍ او بې‎کارۍ د امنیتي ځواکونو لیکو ته تللي ول او له ډیرو نورو ناورینونو پرته هیڅ ګټه نه لرله. په ځانګړې توګه په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو ددې لپاره چې د خبرواترو له میز څخه ډیر امتیازات تر لاسه کړي، د خپلو ځناوریزو بریدونو په ډیروالي سره یې خلک دومره ستړي او ستومانه کړل چې له دې ځناورخویه ډلې سره له هر ډول کرغیړنې معاملې ته راضي کېږي.

درواغجنه سوله زمونږ د ولس د رنځونو درملنه نشي کولای

په دې ورځو کې د امریکا او لاسپوڅي دولت له جاروهونکو سربیره یو شمیر ولس‌غولونکي عناصر د «شنونکو» او «کارپوهانو» تر نوم لاندې له طالبان سره د «سولې راتګ» په اړه خلکو ته داسې سره او زرغون باغونه انځور کوي چې ته به وایې د امریکا او غرب له لوري د دوه لسیزې نیواک او وینې‌بهیدنې وروسته، بنجړتار سپړل شوی او د افغانستان خلک به د سولې او نیکمرغۍ لیدونکي وي. باید هیر یې نکړو چې له «امریکا سره د امنیتي تړون» او د ګلبدین له فاشیست ګوند سره تر جوړجاړي وړاندې هم د همدا ډول تبلیغاتو، د عامه فکر خرابول او نندارو لیدونکي وو خو په عمل کې یې ولس ته د جګړې او بدمرغیو له زیاتیدو پرته بل زیری نه درلوده.

د مذهبی زورواکۍ په وړاندې د ایران د خلکو څپانده غورځنګ نه‏ ماتیدونکې دی!

یو ځل بیا د ایران مبارز او پوهه ولس، د «ولایت فقیه» کرغیړن او زلنده رژیم په وړاندې په بشپړه میړانې سره راپاڅیدل. په داسې حال کې چې موږ د دې هیواد د مبارزو او ژمنو ښځو او سړو څخه په عاجزی سره زده ‏کړه کوو، د مذهبی وینوڅښونکو په وړاندې د ولسیزو خوځښتونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان‎وو او د هغوي تر څنګ ولاړ یاستو. که چیری ایران د خمینیانو، خامنه‏یانو، خلخلی‏يانو، خاتمیانو، روحانیانو، رفسنجانیانو، محمدرضاشاه، شاهرودیانو او د دوې په شان د نورو بدنامه خاوره ده خو له بل اړخ څخه د ګلسرخی‏یانو، کمانګرانو، احمدزاده‏یانو،اشرف‏یانو، جزیی‏یانو، ایکویی‏یانو، وکیلی‏یانو، سلطانپوریانو، فراهانی‏یانو او زرګونو نورو ځلانده ستور خاوره ده چې په خپلو وینو سره یې د تاریخ په پاڼو کې د انسانیت سره مینه او آزادی ولیکله. نن ورځ د هغوی وینو څخه په ځواک اخیستلو سره ده چې یو ولس راپاڅیدلې او د غلو او خاینانو د بدن په غړو یې لړزه راوستی ده.

د عدالت‏غوښتنې کیږدي یا د جمعیت اسلامی واک‏غوښتنه؟

د زنبق څلورلارې ځانمرګې بريد (د۱۳۹۶ کال د غبرګولی په ۱۰) چې د ۵۰۰ تنو څخه د ډیرو د وژل کیدلو او ټپی کیدلو لامل شو، چې د افغانستان په داخل او نورو هیوادونو کې له ځانه سره پراخه لاریونونه او نیوکې درلودلي. البته دا ناورین د فرخندې د وژل کیدلو څخه وروسته، هغه پیښه ده چې د زیاتره نړیوالو پام یی خپل لور ته راواړو او ټولو د افغانستان بیوزله خلکو سره خپله خواخوږي وښوده. کیدی شی چې د نړیوالو همدغه خواخوږي او یا سل په سله د غیرنظامیانو مرګ‏ژوبله د دی لامل شوه چې طالبانو او داعش د دغه شرمیدونکې جنایت پړه په غاړه وانخیسته او د ع او غ ملنډو وړ دولت هم اړ شو چې دریمه ډله، «د حقانی شبکه» یی مسول په توګه په ګوته کړه.

له ټرامپ سره، د امریکا جګړه‎ایز ماهیت بدلون نه مومی

د امریکا جمهوري ریاست ټاکنو غوغا دا ځل له بل هر وخت څخه ټول ځای نیولی وه، آن تر دې چی ځینی خلک د ټاکنو وړاندوینې لپاره سپي او پیشو او بیزو پوری نښتي وو. د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرامپ پرلپسې هڅه کوی د خلکو غولولو لپاره، ځانته بیلابیلې څیرې غوره کړي که څه هم لا تر اوسه سپینې ماڼۍ ته ندی تللی، د خپلو ټاکنیزو غولونکو ژمنو پلی کولو لپاره هغه دغه کوی. خو روښانه ده چی ټرامپ به هم د امریکا پخوانیو مشرانو سیاستونه پر مخ بوځي ځکه چی د امریکا امپراطوری د خپل ژوند پرمخ وړلو لپاره له جکړې او ځناورتوب پرته بله لاره نلري. د امریکا بهرني سیاست په څوکیو کی د درې نوم‎بدی جنرالانو ګمارل، دا رسوی چی ټرامپ له بوش او اوباما څخه بدتره نړۍ د وینو او اور لور ته راکاږي چی زمونږ افغانستان د سترو قدرتونو د تضادونو د غوټې په توګه، له دغو سیاستونو څخه به د پخوا په څیر درندې ضربې وګوري.

خیراتی او وارداتی بریښنا، نه له سالنګ څخه، نه له بامیانو څخه!!

په دی ورځو کی یو شمیر زوګ په لاره اچولی دی چی د «توتاپ» بریښنایی پروژی پایی چی د ترکمنستان څخه ۵۰۰ کیلوولت بریښنا کابل ته رالیږدوی باید د بامیانو له لاری څخه عملی شی نه د سالنګ څخه. ولی د بریښنا تامینول د بهرنیو سرچینو څخه که څه د بامیانو له لاری څخه او که څه هم د سالنګ څخه وی زموږ د هیواد او خلکو په وړاندی توطئه ده. دغه د هماغه د نیواکګر سیاست لړۍ ده چی غواړی افغانستان دی نورو هیوادو پوری تړلی او یو مصرف‎کونکی هیواد واوسی چی موږ یی په تیرو ۱۵ کال کی د بدو پیښو پایلو شاهدان یو.

پانګوال لوټمار بانډونه لکه نړیوال بانک، د روپو نړیوال صندوق، د آسیایی پراختیایی بانک او نور د دغه ډول پروژو په پلی کولو باندی غریبو ولسونو مریتابی ته د راښکلو او لوټ کولو لپاره لاره جوړوی چی یو پوه او عدالت‎غوښتونکی ولس باید دهغی پر وړاندی ودریږی.

له پاکستان سره تفاهم‎لیک، د حاکمې دستګاه وطن‎پلورنې دوام

له پاکستان سره استخبارتی تفاهم‎لیک، په هیواد کی ډیرۍ تاوده بحثونه په لاره واچول. ته به وای دا لومړی ځل دی چی لاسپوڅو او خاینو واکمنانو د پاکستاني پوځیانو پښې ښکلې کړي او د خلکو او وطن پر وړاندی یی نه بخښونکی خیانت ترسره کړی. ددغه تفاهم‎لیک غندونکي بی شمیره دی او هر یو هڅه کوی په سختو ټکو هغه وغندي. هغه کسان چی په تیرو څوارلسو کلونو کی ددغې فاسدي دستګاه کړۍ وی، اوس ددی لپاره چی ولس له پاکستان څخه کرکه لري، نو دوی هم له موقع څخه په ګټه پورته کولو سره او ددی لپاره چی خپل ځانونه د ولس پلویان وښایی او د خلکو تر منځ ځان ته ځای پیدا کړی، کوښښ کوی دغه تفاهم‎لیک و غندي.

د ارګ له پلوه پاکستان ته باج ورکول د خلکو کرکه را و پاروله او دا ددی لامل شوه چی د دولت ویاند خپلې لمړي څرګندونې بیرته واخلي او ولس ته درواغ ووایی. اشرف غنی او عبدالله د خلکو غولولو لپاره جهادی مشران و مشورې تر نوم لاندی ارګ ته وروبلل ترڅو خپله مرداري پټه کړي. خو دا څرګنده ده د هغو خلکو مشورې چی ټول عمر یی د آی.ایس.آی په چوپړتیا کی تیر شوی وي، د ولس څخه استازیتوب نشی کولای.

مادر خدابخش جوان فقیر اختطاف‌شده

د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتی په ۴ نیټه، تورکالیو وسلوالو د زابل ولایت د شاه‎جوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کی دوه مسافروړونکی بسونه چی له کندهاره کابل ته روان و، ودرول او ۳۱تنه هزاره سپاره یی تری کوزکړل اوهغوی یی یرغمل ونیول. ددی غمیزی څخه د څو اونیو په تیریدو سره سره زمونږ د هیوادوالو له برخلیک څخه کوم خبر نشته او د (ع) او (غ) دولت هم په دی هکله پرته له بی بیو څرګندونو څخه کومه بله چاره ددوی دخلاصون لپاره نده ترسره کړی.

ډیرۍ له دغو ۳۱ تنو څخه بی وزلي فقیران دی چی د بی‌وزګارۍ او مرګ له ویری یی خپل کاری ځواک د ایران په اسلامی جمهوریت پلوره او د سولې او سوکالۍ په هیله یی خپل ټاټوبی ته سفرکاوه، او له دی څخه ناخبره وو، چی حرفوی جنایتکاران به ورته په لاره کی پټ په کمین کی ناست وی او په وینو سرو ساطورونه سره هغه دتورې ورځی خاوندان (بدمرغه خلک) تربرید لاندی راولی.

کارتون مرکز تولید انتحاری

د عربستان واکمنانو لخوا په «کابل کې د اسلامي زده کړو» تر عنوان لاندې د ځانمرګو روزنیز لوی مرکز تړون او د سپین چک ورکول زموږ د خلکو لپاره زړه بوږنونکی خبر و. له نیکمرغه دغه عمل زموږ د هیوادوالو غوڅ غبرګون سره چې له څو لسیزو راهیسې د بنسټپالو او د دوی د بهرنیو اربابانو د جهالت او تروریزم قربانیان دي، مخامخ شو او دا د هغوی د پوهې ښکارندوی کوي.

د عربستان واکداران چې په عیش او عیشرت کې ډوب دي، زموږ او د نورو اسلامي هیوادونو د وګړو په ځناورۍ او جهالت کې د راګیریدو لپاره د داعش او طالبي ډوله اسلام طرف دار دي، چې زموږ په هیواد کې د تیرو څو لسیزو په لړ کې وینې تویونکي موجودات وو.

امان‌الله خان

لاندې مقاله د (۱۳۸۴ وږی) کې د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د همبستګۍ غږ خپرونې په ۱۴ ګڼه کې خپره شوې وه او د دې له امله چې مهم موضوعات یې درلودل، نو دا مو ګټه ور وګڼل چې یو ځل بیا یې خپره کړو.

زموږ خلک شاه امان‌الله خان د نورو امیرانو او ولسمشرانو پرتله چې له ده څخه وړاندې او وروسته وو، د یو اتل په څیر پیژني. دا ځکه چې د امان‌الله خان څخه وړاندې او وروسته ټول واکمنان ویني تویونکي او چوپړان وو او دغه راز د خلکو سوکالي او نیکمرغۍ ته یې درناوی نه درلود.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 83 میلمانه آنلاین لرو