په ګډه سره په کابل کې د ځانمرګو روزنځای د مرکز جوړونې مخه ونیسو

کارتون مرکز تولید انتحاری

د عربستان واکمنانو لخوا په «کابل کې د اسلامي زده کړو» تر عنوان لاندې د ځانمرګو روزنیز لوی مرکز تړون او د سپین چک ورکول زموږ د خلکو لپاره زړه بوږنونکی خبر و. له نیکمرغه دغه عمل زموږ د هیوادوالو غوڅ غبرګون سره چې له څو لسیزو راهیسې د بنسټپالو او د دوی د بهرنیو اربابانو د جهالت او تروریزم قربانیان دي، مخامخ شو او دا د هغوی د پوهې ښکارندوی کوي.

د عربستان واکداران چې په عیش او عیشرت کې ډوب دي، زموږ او د نورو اسلامي هیوادونو د وګړو په ځناورۍ او جهالت کې د راګیریدو لپاره د داعش او طالبي ډوله اسلام طرف دار دي، چې زموږ په هیواد کې د تیرو څو لسیزو په لړ کې وینې تویونکي موجودات وو.

که څه هم تر پرونه د مصر الازهر، د پاکستان حقانیه، لال مسجد او سلګونو نورې مدرسې، د ایران د قم آخندي مدرسې او نور استخباراتي مرکزونو د طالب او افراطیت دستګاه ګانو په زیږون سره افغانستان او سیمه له خاورو او وینو سره یوځای کړه، نو په کابل کې د پرمختګ او انسانیت پروړاندې د جهالت کسبو د زیږیدو لوی مرکز جوړول به افغانستان د تلپاتي بدمرغیو او ناورینونو پر لور یوسي. د ع او غ د ونډې شرکت چې د پردیو د غلامۍ زنځیر پرغاړه لري، په بې شرمۍ او د ملت د غوښتنې پرخلاف د سعودي عربستان ناوړي دولت سره د دغې تړون پر لاسلیک کیدو زموږ د خلکو او هیواد پروړاندې د نه بخښنې خیانت عاملین وګرځیدل.

شاه عبدالله با جورج بش
د سعودي پاچا عبدالله ابن عبدالعزیز، جنایت کار جورج بوش سره د میو ګلاس جنګوي او زموږ لپاره د ځانمرګو د روزنې مرکز جوړوي.

د عربستان د وهابیانو په روپو او رهبرۍ باندې د پاکستان په اسلام آباد کې د «فیصل مسجد» او «اسلامیک یونیورسټي» جوړول عبرتناکه تجربه ده چې باید د یاده ونه ویستل شي. دغه مرکزونه د «اسلام» تر نوم لاندې جوړ شول، لیکن سیمې او په ځانګړې توګه زموږ هیواد لپاره د طالب جوړونې او د جنایتکارو او ځانمرګو د ننوتلو په فابرکو بدل شو او له دغو څخه خطرناک القاعده، حقاني، طالبي او تنظیمي تروریستانو سر راوویست.

د عربستان واکداران چې له امریکا او غرب سره نیږدې اړیکې لري او اسلامي نړۍ کې د غرب لاسپوڅی دی، دغه سپین چک د امریکا سیاست سره سم زموږ په هیواد کې د تروریزم او وهابیت د قوي کیدو لپاره وړاندې کړ. امریکا چې وحشي د «داعش» ډله یې د منځني ختیځ هیوادونو لپاره ډګر ته راویستلې ده، برنامه لري چې افغانستان هم خپلو زیږل شویو ورونو ته وسپاري او دغه نوی مرکز زموږ د ځوانانو د ذهنونو د پریمینځلو او انسانیت څخه لرې وګړو او ځانمرګو روزونکو یوه پروژه ده. هغوی د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې سره دغه ډول استعماري مرکزونه جوړوي، لیکن په عمل کې زموږ د خلکو سنتي اسلام ریښې دمنځه وړل دي او هغوی د نړیوالو له فکره د بربریت په څیر معرفي کوي.

پرینږدو چې زموږ په هیواد کې د ځانمرګو فابریکې جوړولو سره زموږ د اولادونو راتلونکې هم تورتم او نا آرامه پاتې شي.

د روسیې پروړاندې د مقاومت جګړې پرمهال امریکا د «شین کمربند» برنامې پرمټ بنسټپالو او مرتجعینو ته د میلیاردونو ډالرو په ورکولو سره زموږ هیواد یې د جنایت کسبو اووه ګونو، اته ګونو او طالبانو په بانډونو بدل کړ چې د هغې وینې تویونې او ناورینونو پایلې لا تراوسه روانې دي. که څه هم امریکا یوازې د وینا له مخې د «تروریزم پروړاندې د جګړې» خبرې کوي، لیکن په عمل کې یې یوه شیبه هم د دغو ناوړو ډلو او ټپلو له پلوۍ او سمبالولو لاس ندی اخیستی. اسلامي بنسټپالي د دغه هیواد د لاس اله ده، څو د دغې د لارې سیمه نا آرامه او په وحشت کې ډوبه کړي او خپلو سیالانو لکه روسیه او چین ته زیان ورسوي. د تروریزم او بنسټپالۍ په نغري باندې د افغانستان بدلول او د دې له لارې د منځنۍ آسیا او تبت جمهوریتونو ته رسیدل د امریکا برنامه ده چې په جدي توګه پر هغه باندې کار کوي. د کابل په زړه کې د نوي په اصطلاح اسلامي مرکز جوړول د همدې موخې لپاره دی او خطرات به یې په ځانګړې توګه زموږ هیواد د ګواښ لاندې ونیسي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چې زموږ په دردیدلي هیواد کې د پرمختللي فکر ساتونکی دی، د ټولنې ویښ ټولو غورځنګونو او وګړو سره په یو آواز دغه وژونکی مکر د نا آمنه کوونکو روزنځای بولي او د بنسټپالۍ ضد او د نیاو او دموکراسۍ مدافع ټولو غورځنګونو او وګړو څخه د زړه له کومې غواړي چې د پردیو د لاسوهنې او چټل او غلام رژیم پروړاندې ودریږي او په هیڅ صورت پرینږدي چې زموږ هیواد په زړه کې د ځانمرګو فابریکې جوړولو سره زموږ د اولادونو راتلونکی هم په تورتم کې ډوب وساتي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 108 میلمانه آنلاین لرو