له ټرامپ سره، د امریکا جګړه‌ایز ماهیت بدلون نه مومی

له ټرامپ سره، د امریکا جګړه‎ایز ماهیت بدلون نه مومی

د امریکا جمهوري ریاست ټاکنو غوغا دا ځل له بل هر وخت څخه ټول ځای نیولی وه، آن تر دې چی ځینی خلک د ټاکنو وړاندوینې لپاره سپي او پیشو او بیزو پوری نښتي وو. د ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرامپ پرلپسې هڅه کوی د خلکو غولولو لپاره، ځانته بیلابیلې څیرې غوره کړي که څه هم لا تر اوسه سپینې ماڼۍ ته ندی تللی، د خپلو ټاکنیزو غولونکو ژمنو پلی کولو لپاره هغه دغه کوی. خو روښانه ده چی ټرامپ به هم د امریکا پخوانیو مشرانو سیاستونه پر مخ بوځي ځکه چی د امریکا امپراطوری د خپل ژوند پرمخ وړلو لپاره له جکړې او ځناورتوب پرته بله لاره نلري. د امریکا بهرني سیاست په څوکیو کی د درې نوم‎بدی جنرالانو ګمارل، دا رسوی چی ټرامپ له بوش او اوباما څخه بدتره نړۍ د وینو او اور لور ته راکاږي چی زمونږ افغانستان د سترو قدرتونو د تضادونو د غوټې په توګه، له دغو سیاستونو څخه به د پخوا په څیر درندې ضربې وګوري.

د اوباما تجربه، له ځانه سره ډیر لوستونه لری چی د هغې له مخی کولای شو د ټرامپ راتلونکي وړاندوینه وکړو. اوباما د لومړي تورپوستکي په څیر د تورپوټکو د خوښۍ اوښکو او له ډیرو ژمنو سره سپینی ماڼۍ ته ولاړ چی ځینی خلکو لپاره چی د امریکا له واکمنې دستګاه څخه بی‎خبره وو، د هیلې څراغ وګرځیده. د ۲۰۱۷ کال د جنوری په شلمه په داسی حال کی هغه ځای پریږدي چی ګرانښت یی ټیټ‎ترین حد ته رسیدلی دی او په ځانګړي توګه تورپوټکی د هغه ۸کلنې تورې دورې څخه ډیر زیات قهرجن او ناهیلی دي.

د ۲۰۰۸ کال ټاکنو په ګرم بازار کی اوباما پر نورو هیوادونو د امریکا یرغل پای ته رسیدو، د مالی حالت ښه کیدو، د ګوانتانامو بندخونی تړل او ټولنیز عدالت خپرولو ژمنې کړی وی، خو پایله بل څه وه: په افغانستان او عراق کی د جګړې دوام، لیبا او سوریه په کنډواله او د وینو په حمام بدلیدل، د پیړۍ ځناوره ډله د داعش په نوم منځ ته راتګ، په لاتینی امریکا او افریقا او اوکراین کی له پوځي کودتاګانو څخه ملاتړ؛ د اقتصادی بحران دوام؛ د ګوانتانامو زندان په خپل حال پاتی‎کیدل؛ د شتمونو او بیوزلو ترمنځ د واټن زیاتیدل او د «وال‎سټریټ نیولو» او بدمرغو تورپوټکو خوځښتونه په ځناوریزه توګه ځپل دوام لری. او دا ټول ددی لامل شوی چی د د امریکا پور نجومی رقم ۲۰ تریلیونه ډالرو ته یعنی د نړۍ ترټولو ستر پور ته ورسیږي، چی پیټی یی د هغه هیواد بیوزلو خلکو پر اوږو دروندوالی کوی. ددی ټول ترهګرروزنې او ځناورتوب ترڅنګ، په شرمناکه توګه اوباما د نوبل سولې جایزې ګټونکی هم شو!

معلومه نده هغو بی‎ننګو افغانانو چی د ناپوهۍ او غوړه‎مالۍ له مخې په ۲۰۰۸ کال کی د خپل واکدار دربار ته د اوباما په نامه پرانستی لیک استولی وو او د امریکا خلکو ته یی د یو «عالی» او «الهام‎ورکونکی» مشر په ټاکلو سره مبارکی ویلی وه، یو ذره وجدان لری چی نن د اوباما له وینو ډک او شرمناک کارونو ته په کتلو سره، د شرم او سرکوزی احساس وکړي؟

د هیلری کلنټن او ټرامپ ټاکنیزو مناظرو د امریکا ټولنې او واکمن نظام د خوساوالی په اړه مهمې بربنډونې لرلی. د امریکا دولت چی پر نړۍ د واکمنۍ دعوا لری او د نړۍ‎وال پولیس په څیر عمل کوی، له دننه داسی شړیدلی چی سوچ یی هم نشی کولای. نوماندانو او په ځانکړي توګه ټرامپ د نړۍ ستر اقتصاد بیخ‎بناو حالت د نړۍ دریمې درجې هیوادونو سره پرتله کړ. د امریکا واکمن سیستم داسی شړیدلی دی چی په ټاکنو کی درغلی او د روسې لاسوهنه د خبرونو په سرټکو بدل شوی وو او د ټولنې سیاسی فضا یی نیولی وه.

په ورته وخت کی، د افغانستان مرتجع سیاستمدارانو او په اصطلاح مدنی فعالانو له خوښۍ تیندکی وهل د لیدلو وړ وو. ددوی ډیرۍ برخې لا له وړاندې هیلری کلنټن ته د بریا مبارکي ویلو تلوسه لرله: اشرف غنی سره له دې چی د ملنګۍ کچکول یی پر غاړه دی، هره میاشت یی ۵۰ زره امریکا ډالر د جان پودیستا شرکت – د کلنټن ټاکنیز ستاد ته ورکولو پریکړه وکړه؛ د ۲۰۱۶ کال نوامبر په اتمه، محمد امین محمدی، د «افغانستان خلکو باور ګوند» مشر، خپله فیس‎بک پاڼه کی کلنټن بریالیتوب مبارکی ویلې وه؛ د ټرامپ له بریالیتوب یواځې یو څو دقیقې وړاندې، انورالحق احدی له « آزادۍ راډیو» سره په یوه مرکه داسی له خندا مست او او په باور سره یی د کلنټن له بریا خبری کولی چی ګواکی ددغې جنګ‎بلوونکې پر ځای هغه خپله سپینې ماڼۍ ته لار مومي! او داسی نورې بیلګې هم.

در امریکا، که مراکز قدرت میان دوحزب مافیایی «جمهوریخواه» و «دموکرات» دست به دست می‌شود، قدرت واقعی در چنگ شرکت‌های انحصاری و مالی و ابرسرمایه‌دارانی متمرکز است که رییس جمهور هرکه باشد، وظیفه دارد با چنگ و دندان از منافع آنان پاسبانی کند.

په همدې وخت کی، د هیواد یو شمیر ښځو په اصطلاح مدني فعالانو د امریکایی فمینیستانو په څیر پیښو کولو سره، د کلنټن بریا یی د «ښځو بریا» ښودله او غوښتل یی چی خلک هیر کړي دا هماغه ښځه ده چی د امریکا بهرنۍ چارو وزیرې په توګه، په تاریخ کی د ښځو ضد ځناور د داعش په نامه یی د خلکو په برخلیک او په ځانکړي توګه د لیبیا، عراق، سوریه او مصر پر ښځو واکمن کړل.

خو له تمې لری، پټې او ښکاره معاملې د ټرامپ د بریا لامل شوي چی په پایله کی د کلنټن ملاتړو پر احساساتو یخې اوبه راتوی کړې.

هو، یو عجیب او غریب ملیارډر چی له جنسی تیریو او د مالې نه وروکولو له تورونو سره مخ دی، په درواغجنو ټاکنیزو ژمنو سره سپنې ماڼۍ کی وټمبل شو. د امریکا بیوزله رأی ورکونکي به ډیر ژر د ټرامپ په اصلی ماهیت پوه شي. ټرامپ ویلی وو چی په ټوله نړۍ کی به د امریکا پوځي هډې بندې کړي او پیسې په د هیواد په بیخ‎بنای پروژو کی ولګوي او په همدي ډول به امریکایی پانګوال په امریکا کی پانګونې ته اړ کړي، تر څو بیکارانو ته د کار زمینه برابره شي. خو دا ټولې د خرمن د سر ژمنې، د ع او غ ژمنو په څیر درواغ دي! امپریالیستي هیوادنه خپل ژوند په جګړه او تیري که ویني تر څو خپل سیستم په حرکت کی وساتي. ټرامپ به هم د خپل سرخیل په څیر، جګړه‎ایز سیاستونو ته دوام ورکړي او که چیرې داسی ونکړل، د څارګرو او امنیتی سازمانونو په چوکاټ کی د امریکا «پټ دولت» به هغه هم د جان اف کندی له برخلیک سره مخ کړي. په امریکا کی، چی د واک مرکزونه د دوو مافیایی ګوندونو «جمهوري غوښتونکو» او ډیموکراټ» تر منځ لاس په لاس کیږي، ریښتیني واک د څو انحصاري او مالی او سترو شتمنو شرکتونو په لاس دی که جمهور رییس هر څوک وي، دنده لری چی په ټول توان سره د هغوی له ګټو څخه ساتنه وکړي.

د هر یوبل غیر ولسي چارواکي په څیر، ټرامپ د هیواد ټولې ناخوالې د لږکیو کډوالو په اوږو واچولی چی د لږکیو پر وړاندی د توکم‎پالنې او کینې ډیریدو لامل شو. نوام چامسکی د الجزیرې تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه (۲۰۱۶ کال د نوامبر ۲۹مه) په دې اړه وویل:

«د ټرامپ دوره د آلمان وایمار [له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۳۳، هغه دوره چی په آلمان کی د نازیانو حکومتی نظام منځ ته راغی او واک ته ورسیده. ژباړونکی] سره نه پرتله کوم. هیتلر خپلې ایدیولوژۍ ته صادق او ژمن و. ټرامپ له خپل "ځان" پرته، بله هیڅ ایدیولوژی نه پیژني. که د اروپایانو کړنو ته پام وکړو، ددی [لوې وچې] هر ناسیونالیست او نئونازي ګوند د هغه [ټرامپ] له بریا خوښ په ولولو کی دی....»

څرګنده ده چی د یوې مودې لپاره ټرامپ په درواغو سره کولای شی د امریکا ولس قهر او پاڅونونه کم کړي، خو ډیر ځنډ به ونکړي چی ددغه هیواد اوسیدونکي به د اقتصادي ویرونکی وضعیت او د واکمنې طبقې زبیښاک څخه په تنګ راشي او د اعتراض په توګه به واټونو ته راووځي. په غبرګون کی به ټرامپ له پولیس او پوځ څخه کار واخلي، هماغه کار چی اوباما د داکوتا اصلی تورپوټکو اوسیدونکو چی د نفتو لیږد پایپ لاین کیندلو پر ضد لاریون‎کونکو سره وکړ او لا تر اوسه هم دوام لری.

له «آرټی» سره په مرکه کی، جان پلجر، استرالیایی باوجدانه خبریال د ټرامپ راتلونکی په اړه وای:

«څرګنده نده چی ټرامپ دی ښه وی. هغه وایی چی د نظام مخالف دی، خو له خپل جوړ شوی نظام سره به ډګر ته راشي. د یوې شیبې لپاره هم باور نشم کولای چی د امریکا نظام مخالف دی وي – په حقیقت کی هغه د هماغه نظام زیږنده ده. څرګند حقیقت دادی چی بل څوک نه وو ترڅو خلکو ورته رأی ورکړې وای.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 79 میلمانه آنلاین لرو