د عبدالخالق فراهی بیه ۵ میلیونه ډالره، او د ۳۱ افغان کارګرو بیه صفر!

مادر خدابخش جوان فقیر اختطاف‌شده

د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتی په ۴ نیټه، تورکالیو وسلوالو د زابل ولایت د شاه‎جوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کی دوه مسافروړونکی بسونه چی له کندهاره کابل ته روان و، ودرول او ۳۱تنه هزاره سپاره یی تری کوزکړل اوهغوی یی یرغمل ونیول. ددی غمیزی څخه د څو اونیو په تیریدو سره سره زمونږ د هیوادوالو له برخلیک څخه کوم خبر نشته او د (ع) او (غ) دولت هم په دی هکله پرته له بی بیو څرګندونو څخه کومه بله چاره ددوی دخلاصون لپاره نده ترسره کړی.

ډیرۍ له دغو ۳۱ تنو څخه بی وزلي فقیران دی چی د بی‌وزګارۍ او مرګ له ویری یی خپل کاری ځواک د ایران په اسلامی جمهوریت پلوره او د سولې او سوکالۍ په هیله یی خپل ټاټوبی ته سفرکاوه، او له دی څخه ناخبره وو، چی حرفوی جنایتکاران به ورته په لاره کی پټ په کمین کی ناست وی او په وینو سرو ساطورونه سره هغه دتورې ورځی خاوندان (بدمرغه خلک) تربرید لاندی راولی.

فاسد ارګ ناستی د ولس ضد واکدرانو په توګه د خپلو امریکایی بادارانو سره د دغو۳۱ تنو یرغمل شویو د برخلیک په هکله بی‌تفاوته پاتې شوی. دا په داسی حال کی ده چی د نصیر عابد (د القاعدی سره په تړاو په امریکه کی پاکستانی تورن) له محکمی چی کوم نوی اسناد رابهرشوی، بربڼډوی چی په ۲۰۱۰ کال کی د سی‎آی‎ای ۵ ملیونه ډالر د افغان دولت له لاری القاعدې ته ورکړل شول ترڅو پری عبدالخالق فراهی چی په پیښور کی یرغمل و، خلاص کړی. دوی د خپلو غلامانو د خلاصون لپاره په پنډنو پیسې، ترټولو جنایتکارو (وژونکو) ډلو ته ورکوی، ولی ۳۱ بیوزلو افغان کارګرو ژوند ورته هیڅ ارزښت نلری.

مادر و همسر خدابخش
خدابخش هغه ځوان دی چی له هراته کابل ته له نورو ۳۰ تنو سره په لاره و چی دیرغمل‎ګرو منګلو ته ولوید، نوموړي د جوالیتوب (پراوږوباروړل) له لاری خپلې ۸ کسیزی کورنۍ ته ډوډی راوړله، اوس د خدابخش موراونور ټول دده، دویر پرټغرناست دی او د خلاصون لپاره یی شیبی شمیری. (انځور له بی‌بی‌سی فارسی څخه)

په افغانستان کی ډیر څارګر لاسونه په کاربوخت دی چی هر یو یی د خپلو خاینو مزدورانو پواسطه خپلو پلیتو موخو ته د رسیدو هڅې کوی. دوی ډیرۍ وخت زمونږ بی‌وزله او رنځیدلي خلک د خپلو شیطانی لوبو خوراک ګرځوی. په ډیرو داسی پیښو کی جنایتکاره او تروریستی کړنی د شکونو په پرده کی پاته کیږی، اوناښاغلی دولتی چارواکي هم نه غواړی چی واقعیتونه بربنډ کړی. ددی سړی نیونی ،جریان هغه وخت لانورهم پیچلی او ناڅرګند شو، چی سړی وژونکوطالبانو رسماً په دغه پیښه کی لاس لرل، رد کړل.

ددی ویرونکو پیښو ترشاه ورانوونکی رازونه پټ دی. یرغلګره امریکا غواړی دتش په نامه ملی یووالی دحکومت په جوړولو، د «سولی» په نامه سورې نارې په لاره اچولی ترڅو د طالب پرځای خپلو نوي مزدورانو ته د «داعش» په نامه لاره هواره کړی.

قومی، مذهبی، ژبنیز او سیمه‎ایز اړ او دوړ جوړول، توپیرونه او تضادونه او نور... رامنځ ته کول هغه هڅې دی چی افغانستان د سوریی او عراق په څیر دوینو په حمام بدل کړی، ترڅو ځناورخویه داعشیان زمونږ د خلکو پرټپي اوږو وربارکړی.

په هغه ټولنه کی چی بی وزلي، مړینه او توپیرونه شتون ولری، د داعش او نورو پلیدو ارتجاعی ډلو لپاره د سرتیرو نیونه ډیره آسانه کوی. که امریکا او متحدینو یی زمونږ د خلکو پروړاندی له دغسی جنایتونو څخه ګټه نه پورته کولای، نو ددی ټولو پو‎‎‎‎ځی، څارنیزو او تخنیکی ډول او ډنګ سره چی یی زمونږ په هیواد کی ځای پرځای کړی، د غملګرو د ځای ځایګی معلومول او ددوی پیژندل، د اوبو څښلو په شان ساده کار دی.

له بلې خوا د سیمی اوسیدونکی چی د دولت د کړغیړنې بی‌تفاوتۍ شاهدان دی تبصره کوی: له هغه ځایه چی تنظیمی مشران په ځانګړی توګه خلیلی او محقق چی په جاغوری او شاه اوخواه هزاره میشتو سیموکی ډیر کرکجن دی، اوس غواړی هزاره خلکو ته داسی وښئی چی ګواکی که مونږ نه یو نو تاسو به دنورو قومونو وژونکی پهلوانان وخوری، نو ځکه تل په داسی توطئو لاس پوری کوی چی د خلکو ترمنځ ویره خپره او ځانونه په دوی دمشرانو په توګه وتپی.

دغه تبصری اوشننی د هیواد د هغو ترخو واقیعتونو سره اړخ لګوی چی د تنظیمی مشرانو او نورو ملی خائنانو لخوا په لاره اچول شوی. څرنګه چی په دی منځ کی ځینی تنظیمی ځیره خواران چی کلونه یی د خپلو بادارانو ترسیوری لاندی د ولس له وینو او غوښو څخه خیټی مړی کړی او اوس چی د ځینو کورنیو ستونزو له امله له ځواکه لویدلی، زیار باسی ترڅو قومی، ژبنیزو او نور توپیرونو ته لمن ووهی اوخپلو ظالمانه څوکیو ته بیاورسی. د دی بدنامی لاری مخکښان اسماعیل، سیاف او څو نور جنایتکاران دی.

د ۳۱ افغان یرغمل شویو د خپلوانو سره، د زابل د اوسیدونکود پیوستون غونډه
د ۳۱ افغان یرغمل شویو د خپلوانو سره، د زابل د اوسیدونکود پیوستون غونډه

زمونږ خلک چی له کلونو راهیسی د پیژندل‌شویو جنایتکارانو لخوا، د دغسی خاینانه او له شا څخه د توری وهلو قربانی دی، نور باید د دغسی بیلتون غوښتونکو لومو ښکارنشی او دیوه موټی په شان د دوی پرضد عمل وکړی او د هغوی پر خوله د سوک ګزار کړی، کوم چی قومی او مذهبی جګړو ته لمن وهی. څرنګه چی د پیړیو په اوږدو کی د هیواد قومونوپه سوله او ورورۍ کی د یوه موټی په شان ژوند تیرکړی، او څرنګه چی یی د کورنیو او بهرنیو جنایتکارانو او خاینانو تمبوزی ورمات کړی! مونږ ته هم ښائی چی پوه شو چی تاجک، هزاره، پښتون، بلوڅ، نورستانی او... ټول سره سم او وروڼه دی، او باید یو بل ته لاسونه سره ورکړی. لومړی باید د خپلو توکمو حیله‌ګر وځپو ترڅو افغانستان د دوی له ناوړه وجود څخه پاک شی.

«د افغانستان د همبستګۍ ګوند» په داسی حال کی چی د ۳۱ یرغمل‌شویو هیوادوالو پروړاندی د ع او غ د لاسپوڅې ادارې، بی‌تفاوتی په کلکه غندی، د خپلو خلکو سره په پوره هم‌غږی کی اوږه په اوږه د نیواکګرو تیري‌کوونکو او د دوی د کورنیو غلامانو پر وړاندی، چی دولس د بربادی سبب دی، د ژوند تر وروستیو سلګیو پوری زیار وباسی. مونږ یو ځل بیا ټینګارکوو: ترڅو چی د ولس ډیری د ملی وحدت تر وړانګو لاندی په یوه خپلواکۍ غوښتونکی، پرمختیایی او د بنسټپالی ضد جوړښتونو کی سره راټول نشی ولس به له هډخوړونکی بدمرغیو څخه خلاصون ونه مومی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 107 میلمانه آنلاین لرو