افشار د تنظیمونو له اخوډب څخه شل کاله وروسته

افشار

څو ورځې وړاندی د افشارو غر ته وختم، او هغه مورچلونه می ولیدل له کوم ځایه چی د تنظیمي کرغیړنو جګړو پر مهال، د شورای نظار، اتحاد اسلامی او حرکت اسلامی ډلو له خوا زمونږ پرهزاره هیوادوال یرغل کیده. دغو ځناورو ډلو ټپلو د وحدت ګوند له سړي وژونکو سره په جګړه کی د افشارو په سلګونه بی ګناه ښځې او سړي او ماشومان په بی‌رحمانه توګه ووژل او د هغوی پر مال او ناموس یی یرغل وکړ.

ددغه غر له لوړې څوکې می انځورونه ونیول چی د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د قدروړ سایټ ته یی وړاندی کوم.

د خلکو د بدمرغۍ لاملان ارګ ته رسیدو لپاره یی یو بل ته لاس ورکړی او د ټاکنو د کمپاین په بهیر کی په چل او ول غواړی له هغو ناخوالو چی خپله یی منځ ته راوړي ګټه پورته کړي. له دغو ناخوالو یوه هم د افشارو ټول وژنه ده چی ناوړه ګټه ترینه اخیستل کیږي. هغوی هڅه کوی ترڅو د افشارو قربانیان وغولوي او د هغوی رایه خپله کړي.

محقق چی د کابل د تنظیمی جګړو له مهمو جنایتکارانو څخه دی، له یوی خوا تل ځان د هزاره هیوادوالو او په خاصه توګه د افشارو د ناخوالې پاتی خلکو استازی ګڼي او له بل پلوه یی د افشارو د ټول‌وژنې قصابانو ته لاس ورکړی او په معاله ورسره بوخت دی. هغه د خلکو غولولو لپاره داسی ګونګوسې خپرې کړي چی له عبدالله او د هغه له ټیم څخه یی غوښتي چی قربانیانو ته به تاوان ورکوي او که نه نو له هغه سره به مرستی ته دوام ورنکړي. پرته له ګومانه ویلی شو چی د خلکو غولولو لپاره دا یو ناوړه درواغ دي.

دوی تل د ملت له درد او کړاونو ناوړه ګټه پورته کړی او هیڅکله هم د هغوي په فکر کی ندي او له قربانیانو سره هیڅ خواخوږي نلری هغوي یوازی د ډالرو او چوکۍ په اړه فکر کوي.

همدا اوس د افشارو خلکو له ډیرو کړاونو سره مخ دي چی په تیرو دیارلسو کلونو کی هیڅ ټپ پټۍ شوی ندی. محقق، خلیلی او داسی نور چی ځانونه د دغو هیوادوالو پلویان ګڼی، تر اوسه یی ندي غوښتي چی د مظلومو شهیدانو په ویاړ یو منار جوړ کړی او هڅه کوی هغه ځای چی د خلکو لخوا دغه ډله‌یز قبر ته ځانګړی شوی د نورو ډله‌یزو قبر په څیر چی ددوی د ځناورتوب او شډلتوب نښي دي هم له منځه یوسي.

د افغانستان او د افشارو کړیدولو خلکو ناسور ټپ، یوازی د ملی جنایتکارانو او غدارنو او خاینانو او د پردیو چوپړانو په محاکمه کولو سره روغیدلی شی او بس. نن دوی کولای شی د پردوی د مټ پر زور د ملت په برخلیک لوبې وکړي، ولی د سیف فرعانی په وینا «په هیواد کی چی د زمریانو غړمبیدل تیر شول او لاړ/ ستاسو د سپو په شان غپیدل به هم تیر شي»

دافشار ویژالی
په ۲۰۰۲ کال کی د افشار له کنډوالو څخه انځور. نور انځورونه می د همدغه غر له هسکې څوکې نیولی دی.

 

دافشار ویژالی
د افشارو له ناخوالی شل کاله وروسته، هغه مورچلونه له کوم ځایه چی د شورای نظار او سیاف سړي‌وژونکو د افشار خلک په مرمیو ویشتل، لا تر اوسه په خپل ځای ولاړ دي.

 

دافشار ویژالی
اوس هم هرې خواته د هغو مرمیو پوچکونه په کومو چی د افشارو خلک ویشتل کیدل، لیدل کیږي.

 

دافشار ویژالی
سربیره پر دی چی ډیرۍ خلک بیرته خپلو استوګن‌ځایونو ته راستانه شوي، ولی بیا هم د غره له څوکې ځينې کورنه تر اوسه هم کنډواله ښکاری.

 

دافشار ویژالی

 

دافشار ویژالی
دا مورچل د افشارو د غره په لوړه څوکه کی پروت دی چی له هغه ځایه د ۱۳۷۲ کال سلواغې په ۲۱ او ۲۲ (د ۱۹۹۳ کال د فبروری په ۱۰ او ۱۱) زمونږ د افشارو هیوادوال په ځنارتوب سره تر برید لاندی راغلل.

 

دافشار ویژالی
افشار په لومړیو کی د سیلو له غر څخه د شورای نظار له‌خوا په توغندیو ویشتل کیده او وروسته کله چی د وحدت ګوند مورچلونه چی د افشارو پر غر پراته و ونیول شول بریدنو لا زور واخیست.

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 85 میلمانه آنلاین لرو