په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

یوگوسلاویا، د اروپا په سویل‏ختیځ کې یو هیواد دی چې د لویدیځو قدرتونو د دسیسو په لامل جنګ ته ولاړه په پیله کې په ۲۰۰۸ کال کې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزه‏ګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صبرستان وسلووینیا) وویشل شو. دغه هیواد د لومړی نړیوالی جګړې (۱۹۸۱) څخه وروسته شاهی حکومت سره رامنځ ته شو او په ۱۹۲۹ کال کې د یوګوسلاویا په نوم ونومول شو چې د دوهمی نړیوالی جګړې تر ورستیو د هغې اصلی اوسیدونکی څو ځلې د نیواکګرو هیوادونو له خوا ووژل شول او قومی کړکیچونو ته بی‎ساری توګه لمنه ووهل شوه. په دویمه نړیواله جګړه کې، یوګوسلاویا د محور ځواکونو (آلمان، ایتالیا او هنګری) پراخه بریدونو لاندی ونیولی شوه او د هغې کروشیای ایالت د یو لاسپوڅې دولت په درلودلو سره د نازیانو تر ولکې لاندی راغی او د ۱۹۴۶ جګرې څخه وروسته د مارشال تیتو له خوا بیا ځلې د یوګوسلاویا فدرال سوسیالیستی جمهوریت په نوم یوځای شو. او قومی اختلافونه یی له منځه یوړل او یو متحد هیواد یی د «وروری او وحدت» سره جوړ کړ چې په هغې کې ټول قومونه د مساوی حقوقو او امتیازاتو څخه برښمند وو.

یوگوسلاویا د تیتو د غښتلی ارادې لاندی په یو سوکاله هیواد باندی بدل شو چې په هغې کې روغتیایی او تعلیمی چوپړتیاوی ټولو ته وړیا وی بیکاری صفر ته راښکته شوه او ښاریانو ته یی فوق‏العاده ترانسپورتی چوپړتیاوی وړاندی کړلی. یوګوسلاویا د صنعت او زراعت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ وکړ. د منځنې عمر کچه ۷۲ کالو ته ورسیده او ناخالصه کورني تولید په کال کې ۷ سلنه پرمختګ درلود.

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

په دغه هیواد کې د سوسیالیستی سیستم واکمنیدل د دی لامل شو چې لویدیځو هیوادونو هغه ګواښمن وګڼي، آلمان، فرانسه، انګلستان او امریکا د یوګوسلاویا د ټوټه کولو او له منځه وړلو لپاره لاس په کار شول. امریکا چې په ویتنام کې د بی‏عزته کیدلو څخه وروسته خپل ځان یی خوار او ذلیله ګڼلی وو پریکړه یی وکړه چې د یوی مودی لپاره د یو هیواد نیولو لپاره د مستقیم تیری څخه لاس په سر شی او د ترهګرو او اورپکو ډلو څخه په خپل ملاتړ سره او د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندق له لاری د هیوادونو په بازارونو کې په لاس وهنې سره ټیکاو له منځه یوسی. په همدغه لامل یی چاری چمتو کړلې چې یوګوسلاویا له دغه دوو لوټګرو بنسټونو څخه پور واخلې.

یوګوسلاویا چی د ساړه جنګ په لړی کې «غیر متعهد» هیوادنو له ټولګې څخه وه نو پر دی بنسټ یی کولای شو چې د نړیوال بانک څخه پور واخلی چې تر ۱۹۸۱ کال پوری دغه هیواد د نړیوال بانک څخه ۲۰ میلیارده ډالره پور تر لاس کړی وو. د پیسو نړیوال صندق او نړیوال بانک دغه هیواد یی د دي ته اړ باسته تر څو «نیولیبرالی» سیاست پلی کړی او عامه چوپړتیاوی لږی کړی او مالیه پورته کړی. سب‏سایدی له منځه یوسی، پر اعتصاب او پاڅونونو محدودیت وضع کړی. ملی ناخالص تولید چې په کال کې ۷ سلنه پرمختګ درلود په ۱۹۹۰ کال کې منفی ۱۰ په سلو کې راوپرځیده. ۶۰۰۰۰۰ کارکونکې له کار څخه وویستل شو او سلګونو زرو نور پرته له تنخوا څخه کار کاوه. اوتورممخ په ډیریدو وو او حقیقی مزد ۴۱ سلنه راښکته شو. په همدغه وخت کې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندق د یوګوسلاویا د مرکزی بانک کنټرول یی په لاس کې واخیسته او ډیر محدوویتونه یی وضع کړل چې د خلکو ژوند یی له ګواښ سره مخ کړ.

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

په همدغه وخت کې چې المان د ناټو غړی وو د سلوونیا او کرواسی په ایالاتونو کې یی د بیلتون‏غوښتونکو څخه ملاتړ وکړ چې دغه ملاتړ کې نظامی زدکړې او هغوی ته د وسلو ورکولو شامل وو. په ۱۹۹۱ کال کې دواړو هیوادونو خپله خپلواکې اعلانه کړه او په چټکۍ سره د آلمان له خوا په رسمیت وپیژندل شو.

ناټو د امریکا تر رهبرۍ لاندی په صبرستان کې د اسلوبوادن میلوسویچ واکمنې ته د رسیدلو چاری برابری کړلی او تمه یی درلودله چې هغه د بهرنې هیوادونو پانګوالۍ پر مخ ډیر بازارونه خلاص کړی خو تر ۱۹۹۹ کال پوری نږدی ۷۵ سلنه لوی صنایع د دولت په لاس کې پاتې شوی او نیم میلیونو څخه ډیرو کارګرانو د ای‏ام‏ایف سیاستونو په وړاندی لاس په پاڅون پوری کړ نه یی غوښتل د یوګوسلاویا ټول سوسیالستی قوانین له منځه ولاړ شی. لویدیځو رسنیو پراخه تبلیغات په لاره واچول چې میلوسویچ د پراختیا‏غوښتونکې دی او د «لوی صبرستان» رامنځته کول تکل لری.

په ۱۹۹۲ کال کې ملګرو ملتونو پر یوګوسلاویاډیر بندیزونه ولګول او هغه هیواد چې ژورو بحرانونو کې لاس او ښپی وهلی په بشپړه توګه ګوښه کړ. سرانه عاید ۷۰۰ ډالرو ته راښکته شو، وزګارتوب ۶۰ سلنې ته اوچت لاړ او انفلاسیون بی‎ساری شمیرې ته ۳۶۳ کوادریلیون (۳۶۳,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰,۰۰۰) سلنې ورسیدی.

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

ناټو د روسیه او چین د مخالفت سربیره د «بشردوستۍ» تر نامه لاندی په ۱۹۹۹ کال د صربستان پر وړاندی خپل دو نیمه میاشتنی بمبار په کوسوو کې پيل کوی. دغه برید چې په شفر سره «د ائتلاف ځواکونو عملیات» یادیږی، د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لوی برید وو او د ملګرو ملتونو له اجازې څخه پرته په لاره واچول شو. په داسی حال چې یوګوسلاویا یو خپلواکه هیواد وو او د ائتلاف هیڅ یو غړی لپاره ګواښ نه شمیرل کیده.

ناټو ۷۸ ورځو په لړ کې ۲۳۰۰ توغندي او ۱۴۰۰۰ وږیز بمبونه او د یورانیم لرونکی بمبونه یی په دغه هیواد غورځولې دی چې د هغې په پایله کې ۲۰۰۰ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او زرګونه نور انسانان ټپیان او شل او شوټ شول. همدارنګه د زرګونو کورنو او سلګونو ښوونځیو او روغتنونو او تاریخی ځاینو د ورانیدلو لامل شو او د دغو بریدونو ډیر ناوړه اغیزې تر اوسه د اقلیم او زراعت او د خلکو روغتیا پر مخ لیدل کیږی. د دغه مودی ټول تاوان د یوګوسلاویا دولت د سل میلیارده ډالرو په شاوخوا کې اټکل کړی دی، هغه څه چې د امریکا دولت جانبی عوارض نومولی او دهغې لامل یی هم تخنیکې ستونزی اعلان کړی.

هغه راپور چې د ۲۰۰۰ کال د جون په میاشت د بشر حقونو څار خپور کړ لیکلې یی دی:

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

«تاریخ ښودلی ده هغه کله چې ناټو خپلو موخو ته نه ده رسیدلی څو ځلې په ځناوریزو بریدونو لکه د یوګوسلایا په بمبار لاس پور ی کړی دی. هر هغه څه چې د ناټو نیت وو بیا یی هم د جنګې قوانیو څخه جدی تیروتنه کړی چې د بیګناه خلکو د عام‎وژنې لامل شوی.»

جیمز بیسیت چې د ختیځې اروپا په څو هیوادونو کې د کاناډا سفیر وو د ۲۰۰۴ کال د می په ۲۰ نیټه د البرتا په پوهنتون کې د یوی وینا په لړ کې وویل:

«امریکا او ناټو ادعا کړی چې د ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر آلبانیایی د صربیانو په وسیله وژل شوی دی، خو د څیړونکو پلټنو او څیړنو ۲۰۰۰ څخه ډیر مړی نه دی موندلی چې د هغوی ډیر شمیر خپله صربیان وو او د هغې څخه مهمه دا چې د ناټو هوایی بریدونو د جګړې ټول ضایعات په مرتبو د کورنیو جګړو څخه ډیر وو.»

د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایدن صبرستان ته په یو سفر کې د سلګونو تنو غوسه پارونکې لاریون لامل شو او لاریون‎کونکو وویل چې موږ هیر کړی نه دی چې د جو بایدن ددغې خاورې د بمبارولو د اصلی طراحانو او پلویانو څخه وو.

بده نه ده چې وپوهیږو جوبایدن هغه څوک وو چې په څو مرکو کې دهغی ډلې څخه «لاری کنګ» په پروګرام کې، سی‏ان‏ان ته په ۱۹۹۳ وویل چې د صربستان خلک ناپوهه، فاسد، ماشومانو وژونکې، قصابان او تیری کونکې دی او وویل صربیان باید د نازی حزب د کمپونو په شان کمپونو کې بندی او وروزل شی. او همدارنګه پر یوګوسلاویا باندی د روسیې او جاپان په ډول د یرغل او برید غوښتونکې شو.

په یوګوسلاویا کې د امریکا او ناټو جنایتونه

د «آر.تی» ټلویزیون په ۲۰۱۴ کال کې چې پنځلس کاله د ناټو د جنګې جنایتونو څخه تیر شوی وو، د «زاشتو؟» (ولی؟) په نوم مستند خپور کړ.

په دغه مستند کی هغه کس چې د ناټو بریدونو عینی شاهد وو او ښځه یی هم په هغه موده کې امیدواره وه او بالاخره ماشوم یی د جنګ په لړی کې وزیږیده، وایی: «یو ورځ مې ځوی وویل هو بمبارونه او چاودنې... مې په یاد دی موږ وویل دغه شونی نه ده ته یو ګړی مخکې نړۍ ته راغللې او هغه وویل نه ځنې وختونه تل په خوب کی غږونه او د بمبونو صحنی او چاودنې ګورم.

د ناټو بریدونو څخه یو پر پل باندی هغه وخت ترسره شو چې یو اورګاډی له هغه ځایه تیریده. د مسافرانو څخه یو تن وایی: «خپل همکار مې ولیده چې روغ بهر راووت ډیر ویریدلې وو همدغه وو چې یو بل راکټ ولګید او هغه یی ټوټی ټوټی کړ. دغه شی تر اوسه پوری را ته حل شوی نه دی چې ولی؟ ولی؟ که چیری لومړی توغندی تیروتنه وه وروسته دوهم او دریم او څلورم څه شی؟»

یو بل سړي چې خپل ۱۴کلن ځوي یی د ناټو بریدونو په ترڅ کې د لاسه وکړی وایی: « پوهیږۍ چی NATO یعنی څه؟ یعنی د امریکا نوی ترهګریز سازمان (New American Terrorist Organization).» هغه په ادامه کې وایی: «وګورۍ د هغه وخت خبرونو کی څومره توپیر وو، تل یی لیکل چې زموږ ورځني په عملیاتو کی د میلوسویچ سل په شاوخواو کی عسکر له منځه ځې او په دغه ځاي کې می د خپل ځوې د جنازی انځور دي چې لیکلی یی دی د دغو عساکرو څخه د یو تن د جنازی د ښخولو مراسم .»

امریکا چې په هغه وخت کې د ویتنام تل پاتې خپسه یی هم خپلو سترګو پر مخ درلودله او د کمونیزم څخه یی قوی او ژور ګوزارونه خوړلی وو، غوښتل یی چی د هغې وروستی پاتې‎شونی هم په اروپا کې له منځه یوسی او د یوګوسلاویا بیا یوځاي‎کیدل هیڅکله شونی نشی. سربیره پردی په دغو سیمو یی د آلمان له واک څخه هم ویره درلودله چې ګواکی د هغې شمالی سیمو ته په لاره موندولو سره اقتصادی پرمختګ وکړي. په همدغه موخه د خپلو ورستیو امکاناتو څخه ګټه واخیستله او هغه هیواد یی ټوټی ټوټی او بدمرغه کړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 77 میلمانه آنلاین لرو