د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!

نن دوشنبه د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۲۶مه لغمان ولایت کې د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو او مشرانو د ایران فاشیستي رژیم د وروستیو کړنو په غبرګون لاریون ترسره کړ او د ایران رژیم یې وینه‌څښونکی رژیم یاد کړ.

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو فارغینو ته د سیلۍ غفار وینا

د ۱۳۹۶ کال د وږی میاشتې په ۲۲ نیټه (۲۰۱۷ کال د سپتامبر په ۱۳) «د افغانستان همبستګې کونډ» ویانده سیلۍ غفار، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو محصلانو د یو ډلی په بلنی سره، د دغه پوهنځی په فراغت غونډه کې ګډون وکړ. د آغلې غفار تر څنګ، د دې غونډې بل میلمه ډاکټر رمضان بشردوست وه چې دواړو د اوسنی وضعیت په اډانه کې، د ځوانانو ونډه او ټول سیاسي او اجتماعي مسایلو په اړوند د محافظه‏کارۍ او بیمانتوب په اړوند زغرده خبرې درلودې.


د آغلی سیلۍ غفار، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ویاندی د پیغام ویډیو کلیپ

کړیدلو هیوادوالو!

پرون، د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی په ۱۰مه، په کابل کی جنایت ترسره شو چی په پایله کی یی نږدې ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته؛ داسی جنایت چی آن د ایفل برج ورته ویر وکړ او شپه یی په دردناکه تیاره کی سبا کړه؛ داسی جنایت چی انسانانو ورته په ټوله نړۍ کی اوښکې توی کړی خو د ع او غ لاسپوڅي دولت د خلکو په وینا، هماغه بویناکه ډارمه تکراره کړه: غنی په کش او فش له عکاسي او فلبمرداری کمرو سره یو روغتون ته ولاړ او کمیسیون یی جوړ کړ او عبدالله هم دا برید وغانده. خو که دوی یوه ذره وجدان هم لرلی باید له خپلو شرمناکو ماڼیو څخه نه وای راوتلی او یو بل تن باید ددوی د ګوښه کیدو متن لوستی وای.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د هیواد له هغو لږو ګوندونو څخه دی چی پر افغانستان یی د امریکا او ملاتړو وینه‎څښونکو ځواکونو یرغل نیواک او شرمناک امنیتی تړون یی هیواد پلورنه ونوموله. مونږ په پیل کی اعلان کړی وو چی افغانستان به لا نور هم پر شا لاړ شي او د بی‎ګناه افغانانو ډیرې وینی به توی شي. اوس، په عمل کی ګورو چی همداسی شوی او په تیرو دوه کلونو کی افغانستان له پخوا څخه زیات د وینو په حمام بدل شوی دی.

هغه دولت چی له ویجاړونکو او پلورل شویو جګړه‎مارانو او وینه‎بهونکو بنسټ‎پالانو او دهغوی نکتای لرونکو جرمی شریکانو څخه رامنځ ته شوی وی، باید پرته له غولونکو باټو، د وړوکی مثبت کار تمه هم ونلرو. «ملی امنیت ریاست» اعلان وکړ چی ددې پیښې ترسره‎کونکی د حقانی ډله ده، نو ولی انس حقانی په دار نه ځړول کیږی چی خیانت او آی.ایس.آی ته یی غلامی د لمر په څیر روښانه ده. سره له دې چی هغه د ملی امنیت په واک کی دی، تر اوسه د خپلو کړنو سزا نده ورکړل شوی. که دولت جدی وی باید د پاکستان پر وړاند د وینا او د حقانی ډلې دویمې او دریمې درجې غړو اعدامولو پر ځای، خپله انس حقانی، دغه مهم چوپړ یی باید سم‎لاسي په دار وځړول شي.

تر هغې چی عدالت پلی نشي او ددې عدالت پلی کونکی هم د غبرګولی ۱۰مې برید، د ۴۰۰ بستره روغتون برید، د دهمزنګ خونړي برید قربانیانو میندې او د تیرو څلور لسیزو قربانیانو خپلوان نه وي، هیڅ ډول سوله نه راځې. داسی یو عدالت او ولسې محکمه باید وی چی په هغې کی د تیرو څلور لسیزو جنایتکاران د خلق او پرچم، تنظیمونو، طالبانو او داعش مشرانو په ګډون، د کرزی او غنی لاسپوڅي دولت مشران هم محاکمه شي او په همدې ډول هغه شمیر خاین لیکوالان چی ددغو ځناورو له مخ او سر څخه وینه او خیانت پاکوی هم محاکمه شي.

زمونږ د رنځونو درملنه په «ویر کی دی شریک یم» او «ډاډګیرنه» ویلو کی نده.

مور جانی چی پرون دی د زړه‎ټوټه له لاسه ورکړه، پلار جانه چی اوښکی دی روانی دی، ویرجنی خوری او وروره!

زمونږ د رنځونو درملنه په سازمان‎ورکونه او منظم‎کیدنه او پاڅون کی ده او بس. د تیرو څلور لسیزو جلادانو پر وړاندی پاڅون؛ ځکه د حقانی ډلې تر څنګ، دغه جلادان هم د غبرګولی د ۱۰مې وژنې عاملان دي.


۱۳۹۵ کال د کب ۲۸مه – کابل: د همبستګۍ ګوند یو شمیر ښځې او ځوانان د «شهدې فرخندې څلی» ته څیرمه را غونډ شول او د فرخندې، رخشانې، تبسم او په زرګونو نورو نوم ورکو ښځو چی په افغانستان کی د بنسټ‎پالۍ ځناورتوب قربانی شوی په یاد، د ګلو ګیډۍ کیښوده او شمع یی بلې کړې. په ورته وخت کی ګډون‎والو له ځانه سره د قربانیانو انځورونه لرل او د هغوی لپاره یی دعدالت غوښتلو شعارونه ورکول.

سیلۍ غفار، د همیستګۍ ګوند ویانده د «آریانا نیوز» تلویزیون په «تحول» برنامه کی (۱۳۹۵ کال د لړم ۲۲مه – ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۲مه): راکټیار ټرامپ ته په لیک لیږدولو سره هغه ته ستر ګک وهي ترڅو هغه ته ووایی چی "هیله ده ما هیر نکړی، څرنګه چی اوباما مونږ نازولو، ستاسو لاس دی هم زمونږ پر سر وی، هر هغه څه چی تاسو وغواړۍ مونږ هماغسی عمل کوو او ستاسو ډهل ته نڅیږو"!

د تنظیمی جگړو په لړ کی د امریکا مرستو له ۷۰ سلنو څخه زیاته یی اسلامی ګوند ته ورکول کیده. دوی د امریکا په پیسو را لوی شوی دی او د امریکا په پیسو په خلکو تپل کیږي.

ددغو خبر اترو پوره لړۍ دلتهوګورئ.

‎‎له گلبدین راکتیار سره د شرمناک تړون پر وړاندی د همبستګۍ ګوند احتجاجی غونډه


۱۳۹۵ کال د تلې لمړۍ نیټه (۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۲مه): د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو شمیر غړو او د کابل ښاریانو له وینه‎څښونکی ګلبدین سره د «سولې» تړون پر وړاندې غونډه وکړه. ګډون‎والو شعارونه ورکول چی ګلبدین او د هغه د جرم ملګري به هیڅکله و نه بخښي او دهغه راتګ په دولت کی د جنایتکارانو د کړۍ بشپړولو پرته بل هیڅ شی له ځانه سره نلری. د افغانستان د همبستګۍ ګوند ریښتینې سوله یوازی د جنایتکارانو په محاکمه کولو او د هغوی په ګوښه کولو کی وینی او وړاندی یی هم د تنظیمی جنایتکارانو پر وړاندی خپل غږ اوچت کړی دی.

‎‎گردهمایی‌ حزب همبستگی در تقبیح سیاه‌روزهای ۸ و ۷ ثور


کابل؛ ۱۳۹۵ کال د غویی ۷مه: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د غویی اتمې او اوومې غندلو په موخه یوه غونډه جوړه کړه او شعار یی ورکړ چی، د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، زمونږ خلک سوله او ښیرازي نشی لیدلی. په دې غونډه کی ښځو او سړو د تیرو څلور لسیزو قربانیانو انځورونه له ځان سره لرل.

سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې وویل چی د غویی اتمه او اوومه زمونږ په تاریخ کی دوه کرغیړنې او ناورین‎زیږونکې ورځې دی چی جنایت او ویجاړي له ځانه سره لری او هیڅکله به هیرې نشي. هغې جګړه‎ماران چوپړان او وطن‎پلورونکي ونومول او وویل:


نن د جمعې ورځ، ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۵مه، ساعت ۱۰ بجې د غرمې نه مخکی، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د شهر نو سینما پارک ته څیرمه د رخشانې سنګسار غندلو په موخه لاریون وکړ. په دې غونډه کی له ۴۰۰ زیاتو ځوانو نجونو او هلکانو ګډون درلود او په شور او ولولو سره یی د بدمرغو او کړیدلو ښځو سنګسار وغنده او هغه یی یو شرمونکی او ځنارو عمل وباله.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 117 میلمانه آنلاین لرو