پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په لغمان کې د همبستګۍ ګوند اعتراضي غونډه

۱۳۹۹ کال د زمري ۲مه: په مهترلام ښار کې د همبستګۍ ګوند غړو د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې، پر کنړ ولایت د پاکستان پوځ چې د طالبانو او اخواني تنظیمونو بنسټ‎ایښودونکی ده، توغندیز برید وغنده. ددې غونډې په مرکز شعار کې لیکل شوي وه: «زمونږ د خلکو پر وړاندې د پاکستان دولت توغندي توغول، ترهګر روزل او شیطاني سیاستونه به بې‎ځوابه نه پاتې کېږي!»

پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه

ننګرهار – ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۱مه: نن په جلال‎آباد ښار کې د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کې د کنړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ او اسعدآباد ښار د پاکستان ترهګر روزونکي پوځ توغندیز برید وغنده چې په هغه کې تر اوسه زمونږ ۲۰ هیوادوالو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د یادونۍ وړه ده چې معترضانو غوښتل دا لاریون د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ترسره کړي خو د امنیتي ځواکونو له لوري اجازه ورنکړ شوه.

د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!

نن دوشنبه د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۲۶مه لغمان ولایت کې د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو او مشرانو د ایران فاشیستي رژیم د وروستیو کړنو په غبرګون لاریون ترسره کړ او د ایران رژیم یې وینه‌څښونکی رژیم یاد کړ.

په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي۲۰مه، نن د همبستګې ګوند نجونې او هلکان په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شول او د ايران په یزد ښار کې د افغانو کارګرانو موټر سوځول، په هريرود کې د کارګرانو ډوبول او د خامنه‌ای وينې‌څښونکي رژیم په سلګونو نور بشر ضد جنايتونه یې وغندل او د اعتراض په بڼه یې د دوه جلادانو خميني او خامنه‌ای عکسونه وسوځول.

د همبستګۍ ګوند ځوانانو د ايران جاسوس‌خونې دروازه رنګ‌باران کړه

نن د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۸مه د همبستګې ګوند نجونې او هلکان په کابل کې د ايران سفارت مخې ته راغونډ شول او د ايران په یزد ښار کې د افغانو کارګرانو موټر سوځول، په هريرود کې د کارګرانو ډوبول او د خامنه‌ای وينې‌څښونکي رژیم په سلګونو نور بشر ضد جنايتونه یې وغندل او ددغه کرغيړن رژيم د سفارت لوحه او دروازه یې د اعتراض په بڼه په رنګ ولړله ترڅو د کابل لاسپوڅي دولت او فقیه ولايت څخه د هيوادولو کرکه ښکاره کړي.

د امريکا خلکو له پاڅون څخه د همبستګۍ ګوند ملاتړ غونډه

۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸مه - کابل: نن د «افغانستان همبستګۍ ګوند» يو شمیر غړو د امريکا خلکو له پرتمينو لاريونونو څخه د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړ. ګوند چې د امپرياليستي ضد غورځنګونو څخه ملاتړ خپله دنده ګڼي او په ټوله نړۍ کې د نابرابرۍ او ناتار ضد لاريون‌کونکو له غوښتنو سره همغږی ده، غوښتل یې د يو پراخ لاريون په ترسره کولو د جورج فلويد ځناوريزه وژنه وغندي خو په خواشينئ سره د کرونا ګواښ له امله دغه غونډه په لنډه توګه ونيول شوه.

د انس حقانی د خوشې‎کولو حکم د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند لاریون

۱۳۹۸ کال د لړم ۲۴مه (۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۵مه)- کابل: نن د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کې د غنی او د هغه د ملګرو له لوري د انس حقاني او د هغه دوه خونړیو ملګرو د خوشې کولو پریکړه وغندله. د لاریون‎کونکو په مرکزي شعار کې لیکل شوي وو «خلیلزاد او ګوډاګی دولت انس‎ حقانیان بخښي، خو زمونږ کړیدلي خلک به یې هیڅ کله و نه بخښي!». هغوي له ځانه سره پلاکارتونه هم لیږدول چې په هغو کې د «حقاني ډلې» د بریدونو قربانیانو انځورونه ول او دغو ځناورو ته یې د خوشې کیدو پر ځای د سختې سزا غوښتنه کوله. په ورته وخت کې هغوي پر دغو پلاکارتونو شعارونه هم لیکلي ول: «د سولې تر نامه لاندې ترهګرروزنه د خلکو تیرایستنه او خاینانه چال دی!» «وینې‎څښونکی انس حقانی امریکا او د هغې چوپړانو خوشې کړ، خو د ولس د عدالت‎ له منګولو څخه په خلاص نشي!» «د انس حقاني او د نورو قاتلانو خوشې کول ملی خیانت ده!» «دنیا او حدیث، د غني او د امریکا نورو چوپړانو د ملي ضد معاملې تازه قربانیان!»

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

۱۳۹۷ کال د غویي ۶مه (۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۶مه): نن په کابل ښار کې د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د یوې غونډې په ترڅ کې د غویي اوومې او اتمې تورې ورځې او د سولې ننداریزه جرګه وغندله. دوه کرغیړنې ورځې چې اوس دولت د غویي په ۹مه کوښښ کوي د ځناورو طالبانو له مخ او سر څخه د وینې په څټلو زمونږ د تاریخ په کلیزه کې یوه بل داغ ووهي. معترضانو لاندې شعارونه ورکول: «نندایزې جرګې جنایت دی، جنایت!»، «د ولس له وژونکو سره سوله خیانت دی، خیانت!»، «تنظمي او طالبي انسان‎وژونکي نه بخښو!»، «د خپلو بیګناه خلکو وینه نه بخښو!»، «ژوندی دی وي د خلکو پاڅون د تنظیمي او طالبي جنایتکارانو پر وړاندې!»، «ژوندی دې وي د امریکایي نیواکګرو پر وړاندي د خلکو یووالی!» او سربیره پر دې یې یو شمیر پلاکارتونه له ځانه سره لرل چې پکې د جهادي او طالبي ځناورو د شډلتیا انځوونه ول.

آغلې سیلۍ غفار چې د غونډې له ویناوالو څخه وه، وويل:

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

د تورخم په پوله نښته او د خلګو له ملي احساساتو څخه ناوړه کټه اخیستل

له څو ورځو راپدی خوا، د تورخم په پوله کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د پولیزیې نښتې غږ ټولو ځایونو کې خپور دي. د پاکستان سره د جګړې بازار په ټولنیزو شبکو کې په ځانګړی توګه په فسبوک کې تود دي او آن د نور پیښو انځورونه د پولیزې جګړې تر نوم لاندي خپریږي.

افغانستان یو نیول شوي هیواد دي د دولت د رسمی شمیرو پر بنسټ د ۱۰ میلیونو څخه ډیر د بیوزلۍ تر لیکې لاندی ژوند کوي؛ ځانمرګې او چاودنه په یو عام امر بدل شوی او هره ورځ زموږ د لسګونو تنو هیوادوالو ژوند اخلي؛ جنګي جنایتکاران د محاکمې پر ځای ارګ ته ځي؛ د «نړیوالي روڼتیا» سازمان په جدول کې افغانستان د نړۍ دریم فاسد هیواد دي؛ د «نړیوال رغتیایي سازمان» د شمیرو له مخې، افغانستان د نړۍ دریم هیواد دي چې له پنځو کلو څخه ښکته ماشومانو مړینه پکی په لوړه کچه ده؛ د «ملګرو ملتونو جمعیت صندوق ــ یو‎ان‎اف‎پی‎ای» او د «ملګرو ملتونو کوچنیانو صندوق ــ یونیسف»، د شمیرو له مخې افغانستان په آسیا کی د زیږون په وخت کې د میندو مړینه کی تر ټولو لوړه کچه او په نړۍ کې دویم مقام لري؛ او په نړۍ کې د کوکنارو اصلي تولیدونکې څخه دي چی په نشه‎یی توکو روږدي ۳.۵ میلیونه وکړي لري؛ او کانونه یي د دولتي ټوپکمارانو له خوا لوټ او تالان کیږي؛ د ټول‎پوښتنو پر بنسټ ډیری خلک د «ملی ځناورتوب حکومت» څخه ناخوښی دی او لسګونه نور ناورینونه.

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند پوهاوی‎ورکونکې جلسې

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د ننګرهار څانګی د خپلو پلویانو او غړو د پوهاوی د سطحی اوچتولو لپاره، په میاشت کی دو ځله کنفرانسونه دایروی چی په هغۍ کی د نړۍ او افغانستان په مختلفو مسایلو باندی بحث او خبری اتری تر سره کیږی. د همبستګۍ ګوند په دی باور دی چی د پرمختللی تیوری پرته نشو کولی چی یو ګام هم مخکی لاړ شو.

د کنفرانسونو په ادامه، په دغه اونۍ کی داکتر غلام فارق، د رییس‎خیلو د قوم مشر چی څه موده مخکی خپل ملاتړ همبستګۍ ګوند څخه اعلان کړی وه، خلق او پرچم جنایات، جهادی ګوندونه، د طالبانو توره دور او اوسنی ګوډاګی حکومت یی تشریح کړ. هغه په خپلو خبرو کی د ثور اوومه او اتمه یی کرغیړنې ورځی او د تورو ورځ پیل ونومولی او وویل:

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 87 میلمانه آنلاین لرو