د کنړ ولایت د فعالانو جلسه

دغه نوبتي غونډه چې هر دری میاشتې بعد یو وار د ولایت په مرکز کې جوړیږي معمولا د ګوندي کارونو ارزونه په کې کیږي، په نننۍ غونډه کې د مرکزي دفتر استازو سربیره د کنړ ولایت ۹ ولسوالیو او دوه ناحیو څخه له ۵۰ زیاتو استازو په کې ګډون کړی و. د جلسې ګډون والو ته ړومبی د کنړ ولایت عمومي مسؤل په کنړ کې د همبستګې ګوند په کړنو رڼا واچوله او وروسته یې په تفصیل سره خپل کاری ګزارش غونډی ته وړاندې کړو، چې دغه راپور کې ډیرو نیمګړتیاو او ننګونو ته ګوت څنډنه شوي وه. وروسته له دی لرې پرتو ولسوالیو استازو د خپلو مربوطه سیمو او مسؤلیتونو په اړه په وار وار سره خپل ګزارشونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل د دي ګزارشونو غټ ټکې په لاندې ډول دي.

جلسه نوبتی فعالان حزب همبستگی در ننگرهار

د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه د مخکې ټاکل شوو برنامو پر بنسټ د ولسوالیو او ناحیو استازو د ټاکلو لپاره د تلې پر ۲۱ پر لار واچول شوه، چې په دې غونډه کې د ولسوالیو او د جلال آباد ښار د ناحیو ۱۵۰ تنو ګډون کړی و. په پیل کې د ګوند استازي د سیمې فعالینو ته د ګوند پر یو کلنې کړنو، لکه عملي او تبلیغاتي کارونو، دننه او له هیواد څخه بهر ملي او دموکراتو خلکو سره اړیکو او دغه راز په ولایتونو کې د ګوند خپوروالي په اړه معلومات ورکړل. ورپسې په سیمه کې د تشکیلاتي کارونو، د کار تنظیمولو، د حق العضویت راټولولو په اړه خبرې وشوې او دغه کارونه یې د ګوند په فعاله ساتلو کې با ارزښته وبلل. ترڅنګ یې وویل شول، په داسې شرایطو کې چې ټول سرکاري ګوندونه، په سفارتونو او بهرنیو هیوادونو پورې تړلي دي، موږ ویاړو چې د خپلو غړو پر مټو ولاړ یو او پر مخ درومو.

amanullah khan

نن د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې او د اتلانو سرښیندنو سره سمون خوري، هغه ورځ ده، چې د اولس وینه بې ځایه تویه نه شوه او په رښتینې سره یې خپلواکي ترلاسه او هیواد یې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روان کړ، لیکن په هیواد کې داسې بریښي چې ګواکې پدې ورځ هیڅ هم نه وي پیښ شوي، هیوادوال پټه خوله ناست، نه په خوله خندا او نه په څیرو کې خوښښې لیدل کیږي.

اوسنی فاسد دولت په دې هڅه کې دی، چې په رښتینې خپلواکۍ او د اتلانو (شاه امان الله خان) په سرښیندنو پرده وغورځوي او هغه ورځ چې له سره تر پښو له کرکې ډکه او هیوادوالو ته بې له درد او کړاونو نور څه نه درلود، په شانداره توګه په لوکسو هوټلونو او قصرونو کې ولمانځي او د هیوادوالو ذهنونه دې ته وهڅوي چې د افغانستان د رښتینې خپلواکۍ ورځ د غویي اتمه (د درد او کړاو ورځ) ده، څو د دې له لارې وکولای شي، خپل جنایتونه او خیانتونه پټ کړي.

د مرغومي په۱۷مه نیټه، د ننګرهار اړوند خیوې په ولسوالۍ کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ختیځ زون (نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان) ولایتونو ۱۲۵ تنو استازو په غونډه کې ګډون وکړ، غونډه د انجینر عبدالبصیر لخوا د ورځې په لس(۱۰) بجو پراڼستل شوه.

انجینر عبدالبصیر د افغانستان د همبستګۍ ګوند په دویم ځل راجستر کیدو او ځانګړتیاو رڼا واچوله او زیاته یی کړه چې "د افغانستان د همبستګۍ ګوند" د هیواد یوازینی سراسري ګوند دی چې د افغانستان ټول ملیتونه په کې موجودیت لري.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند مشر ډاکټر داوود "رزمک" د هیواد د خوسا او فاسد دولت سیاستونو ته ګوته ونیوله او دګوند پخوانۍ نیمګړتیاوې چې د هیواد ګوډاګي رژیم څخه یې ملاتړ کړی و او څه وخت ېې د مزدورو سرکاري ګوندونو سره "ملي دموکرات جبهه" جوړه کړې وه، یوه تاریخي نیمګړتیا وګڼله.

همدا رنګه د ګوند پخواني مشر انجینر عبدالخالق "نعمت" د ګوند په داخلي او بهرني سیاست رڼا واچوله او د افغانستان د همبستګۍ ګوند ېې د نهو(۹) کلونو ثمره نه بلکې دا ېې د روسي یرغلګرو او ارتجاعي قوتونو پر وړاندې د مخکښه شهیدانو د اوږدې مبارزې محصول وګاڼه. هغه زیاته کړه چې "ما ته دا اهمیت نه لري چې زه د ګوند رییس یم یا نه، ما ته په ګوند کې کار کول ارزښت لري او زه دافغانستان د همبستګۍ ګوند په عادي غړیتوب ویاړم او ملا تړ ېې کوم ځکه چې دا د هیواد د وګړو ریښتینې استازیتوب کوي".

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 134 میلمانه آنلاین لرو