په ننګرهار ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

جلسه نوبتی فعالان حزب همبستگی در ننگرهار

د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه د مخکې ټاکل شوو برنامو پر بنسټ د ولسوالیو او ناحیو استازو د ټاکلو لپاره د تلې پر ۲۱ پر لار واچول شوه، چې په دې غونډه کې د ولسوالیو او د جلال آباد ښار د ناحیو ۱۵۰ تنو ګډون کړی و. په پیل کې د ګوند استازي د سیمې فعالینو ته د ګوند پر یو کلنې کړنو، لکه عملي او تبلیغاتي کارونو، دننه او له هیواد څخه بهر ملي او دموکراتو خلکو سره اړیکو او دغه راز په ولایتونو کې د ګوند خپوروالي په اړه معلومات ورکړل. ورپسې په سیمه کې د تشکیلاتي کارونو، د کار تنظیمولو، د حق العضویت راټولولو په اړه خبرې وشوې او دغه کارونه یې د ګوند په فعاله ساتلو کې با ارزښته وبلل. ترڅنګ یې وویل شول، په داسې شرایطو کې چې ټول سرکاري ګوندونه، په سفارتونو او بهرنیو هیوادونو پورې تړلي دي، موږ ویاړو چې د خپلو غړو پر مټو ولاړ یو او پر مخ درومو.

ورپسې د ګوند مخکني رهبر انجینر عبدالخالق "نعمت" خبرې وکړې او ویی ویل: دا یواځینی ګوند دی چې بنسټ یې پر آزادۍ او دموکراسۍ کیښودل شوی او له مختلفو توکمو رامنځته شوی، چې ننۍ غونډه کې د مختلفو توکمو ګډون د دې شاهدي ورکوي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د دې ګوند واقعي تاریخ د روسیې پر وړاندې د مقاومت جګړې سره سمون خوري، چې له هغو ملګرو یو شمیر یې په دې غونډه کې ګډون لري.

د غونډې په دوهم پړاو کې د ننګرهار ولایت د یولسو ولسوالیو دره نور، ښیوه، بهسود، اګام، خوګیاڼیو، شینوارو، سرخرودو، کږې، چپرهار، کامې، کوټ او دغه راز د شیخ مصري کمپ او د جلال آباد ښار د شپږو ناحیو استازي په آزادو ټاکنو سره وټاکل شول او وروپیژندل شول، څو په خپلو سیمو کې د ګوند په کارونو کې فعاله اوسي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د خپل توان پر بنسټ له ګوند سره مالي مرسته وکړه.

دریافت تصاویر با کیفیت بالاتر

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 138 میلمانه آنلاین لرو