د مارچ اتمه، د کرغېړنې بنسټپالۍ له منګولو څخه د افغانو ښځو د خلاصون لپاره د هیلو او مبارزې نښه

د ښځو نړیواله ورځ د تاریخ ترټولو خوسا او بویناکې دستګاه تر واکمنۍ لاندې چې د سی‎آی‎ای او ام‎آی‎۶ او آی‎اس‎آی له لوري روزل شوي راورسېده په داسې حال کې چې نړیوال، په ځانګړې توګه مبارزې او سرتېرې ښځې دا ورځ لمانځي، د افغانستان ناتار‎ځپلې ښځې اوس هم د طالبي-جهادي-داعشي ځناورو په منګولو کې بندي دي: د ځانمرګو روزلو مدرسو پرته د ښوونځیو او پوهنتونونو او د هرې تعلیمي ادارې دروازې د ښځو پر مخ تړلې دي؛ له ښځو څخه د کار حق اخیستل شوی دی؛ ښځې د طالبانو د خوښې‎وړ جامې نه اغوستلو له امله وهل او ټکول کیږي؛ د طالبانو په زندانونو کې ښځې له روحي او جسمي ربړونو، ځورونو او جنسي تیري سره مخامخ دي؛ او دا رنځېدلې ښځې له خوشې کېدو وروسته د وینې‎څښونکو طالبانو له لوري تیښتې، جلاوطنۍ او حتی ځان وژنې ته اړ کیږي؛ دا د منځنیو پیړیو ځناور زمونږ نه ویرېدونکې ښځې دې ته اړباسي چې د کامرې پر وړاندې اعتراف وکړي؛ زموږ د خاورې ځورېدلې ښځې د عامو خلکو پر وړاندې په دُرو وهل کیږي؛ د ښځو غوږونه او پوزې په پرله پسې توګه پرې کېږي او زموږ خویندې لا هم د ناموسي وژنو قربانیانې دي؛ د افغانستان ښځې، سړي او ماشومان له بې‎وزلۍ او لوږې سره لاس او ګریوان دي؛ طالبان او نور بنسټپال عناصر حتی هڅه کوي چې زموږ له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو څخه فکر او هیلې واخلي؛ او بې‎شمېره نور کړاونه.

د طالبي زورواکۍ دوه کاله، د امریکايي نیواکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د شل کلنو جنایتونو دوام!

د پېړۍ د تورفکرونو له بیا واکمنېدو دوه کاله تېر شول او لکه څرنګه چې پرون ددوي جهادي ورونه زمونږ د خلکو په تور برخلیک واکمن شول، نن دا د سی‎آی‎ای-آی‎اس‎آی پیداوار د امریکا او د هغوي د ملاتړو د اونیزو ښکاره او پټو ډالرو په زور په پښو درول شوي دي. د طالبي فاشیزم تر واکمنۍ لاندې افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په یو لوی زندان بدل شوی دی.

زمونږ تور برخلیک یواځې د مبارزو ښځو او سړيو سرښندنې بدلولی شي، نه سرکاري جایزه‎اخیستونکی!

په داسې حال کې چې د ښځوضد بلا په ځناوریزه توګه، زمونږ د هېواد ښځې د سی‎آی‎ای حرمونو بچیانو په خونړیو منګولو کې راګیر او تار تار کوي، د ښځې نړیوالې ورځ په درشل کې یو. طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره په بند کې راګېر ښځو پر وړاندې غاپي او داړي: ښځې ورک‏کېږي او وژل کېږي؛ په ورزشي ډګرونو کې په دُرو وهل کېږي؛ ښځې د کار حق نلري؛ د اعتراض هر ډول غږ په رذالت سره ځپل کېږي؛ له ښځو څخه د تګ راتګ او ورزش او حمام تلو حق اخیستل شوی ده؛ ښځې له سړیو څخه بدتره له بېوزلۍ او بې‎کارۍ او تور برخلیک سره مخ دي چې آن د خپل زړه ټوټو پلورلو ته چمتو کېږي او... او ددې ټولو بدمرغیو او غمیزو پر وړاندې، امپریالیستي دولتونه، ملګري ملتونه او ددوي اړوند نور سازمانونه چُپ دي او یا په هماغه کانګې‎راوړونکو جملو سره «اندیښنه ښایي» او آن په ډیرو برخو کې ددغې ویجاړونکې ډلې په ګټه تبلیغ کوي او ددې په سینګارولو بوخت دي.

د امپریالیزم او بنسټ‎پالۍ بدمرغه کړۍ یواځې زمونږ ځوریدلي خلک ماتولی شي!

د ناتارکوونکو طالبانو له بدمرغې واکمنۍ څخه یو کال تېر شو. هغه واکمني چې د امریکایي، پاکستاني او قطري واکداران له لوري د «سولې» او «جګړې پای» تر نوم لاندې د دوحې شرمناکې هوکړې په پایله کې د تاریخ کانګې‎شوو ته وبخښل شوه. د امریکا دولت چې زوال یې له لرې څرګند ده او د کرونا ناورین او د ټرامپ په نوم بلا د هغې د خوساوالي وروستۍ کچه نندارې ته وړاندې کړه، نور پر نړۍ په یواځې ځان د واکمنۍ ځواک نه لري او چیني او روسي سیالان یې پر وړاندې راولاړ شوي دي، غوره یې وګڼله چې د ژوند ادامې لپاره له خپلې جګړه‎ایزې او بشر ضد دستګاه سره افغانستان پرېږدي خو په کم لګښت او غیر مستقیم ډول خپلې منګولې زمونږ د خلکو پر ستوني ښخې کړي. امریکا او ناتو له هر وخت څخه زیات افغانستان یې د بنسټ‎پالو او ترهګرو په ځالې بدل کړ ترڅو په اوږدمهاله لوبو کې په ځانګړې توګه په آسیا کې، افغانستان همداراز د ترهګرۍ او بنسټ‎پالۍ او ځناورتوب د تولید لپاره بې‎پوښتنې ډګر پاتې شي. په دوحه کې د زلمي ذلیلزاد تر سرپرستۍ لاندې د سپینې ماڼۍ هوکړه دومره سپکه او خاینانه وه چې د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان، ډیویډ پټریوس او د سي‎آی‎ای مشر، د «د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټول ناوړه هوکړه» او ددې هیواد د «پرځیدو» نښه ونوموله.

یواځې زمونږ د خلکو پاڅون کولای شي چې د امریکا او د هغوي د مرییانو واکمني ختمه کړي!

نولس کاله وړاندې امریکا او ناتو د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» تر نامه لاندې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د طالبانو ویني‎څښونکی رژیم یې د څو اونیو په لړ کې رانسکور کړ. د دوو لسیزو وژنو او ویجاړیو وروسته، امریکا او لاسپوڅی دولت یې په دوحه کې چنه‎وهي چې د طالبانو ځناوره ډله بیرته واک ته راولي. «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» لکه څرنګه چې له پیل څخه ښکاره وه چې نه یوازې د ترهګرۍ جرړې یې وچې نه کړې بلکه نن د طالبانو ترڅنګ بله ځناوره ډله د داعش په نوم، حقاني شبکه او د دولتي ویاندانو په وینا ۲۴ وړې او غټې ترهګرې ډلې زمونږ په هیواد کې فعالې دي او افغانستان یې د ترهګرۍ او مخدره توکو مافیا په مرکز بدل کړی ده. په ورته وخت کې بې‎شمیره ترهګرو خپله ظاهري بڼه بدله کړی او په دولتي څوکیو ناست دي او یا د ګلبدین په څير د ولس له خزانې ډوډۍ ورکول کېږي.

باید په ایران کې واکمن جلادان راوغوښتل او محاکمه شي!

د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۱۸مه، د همبستګۍ ګوند ځوانانو په یزد ښار کې د افغان کډوالو سوځولو پر وړاندې د اعتراض په بڼه په کابل کې د فقیه ولایت رژیم جاسوس‎خونې دروازه او لوحه په رنګ ولړله او د ایران وینې‎څښونکي رژیم پر وړاندې یې چې بی‎ګناه افغان کډوالو ته سپکاوي کوي او وژني یې او په زرګونو ایراني آزادي‎غوښتونکي او انقلابیان یې ربړولي او وژلي، شعارونه ورکړل. ورپسې په مزار، بامیان، جلال‌آباد، هرات، فراه او لغمان کې هم ورته اعتراضونه وشول او ترڅنګ یې د کرغیړنې دستګاه جلادانو لکه خمیني، خامنه‎ای او روحاني انځورونه هم وسوځول. بیا د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو له څو نورو اروپامیشتو بنسټونو سره یوځای، په بیلابیلو ښارونو کې غوڼدې او د افغان ګډوالو پر وړاندې د بې‎رحمۍ پر ضد یې خپله کرکه څرګنده کړه.

د غویې اوومې او اتمې کرغیړنې ورځ

ثور زبون
بوی خون می‌آید
بوی کشتار و جنایت
بوی آن دشمن دون می‌آید
یکی تقویم را ورق بزند
این چه ماهی‌ست مگر؟
آه باز آن ثور زبون می‌آید!
آ.پ.

له طالبانو سره شرمناکه معامله او د زرګونو طالبي ویروسونو خوشې‎کول ملی خیانت ده!

اوس امریکا له طالبانو سره په جوړجاړي کې، د پراخه اسانتیاو ورکولو ترڅنګ، د طالبانو پنځه‎زره ځناور بندیان هم له بند څخه خوشې کوي، د امریکا په یو غوږکشولو، غني د سلم ځل لپاره له ننداریزې «سرې کرښې» تېر شو، او د ټولو بشري حقونو او عدالت اصولو تر پښو لاندې کولو پنځه‎زره خطرناکه ویروسونه زمونږ پر خلکو راپریږدي. امریکا او مرییان یې د ګلبدیني انسان‎وژونکو په څیر، دا ځل هم له انسانیت نه ناخبره او مغز‎وینځل شوي عناصر پرته له محاکمې بخښي چې ښځې یې سنګسار او په درو وهلي؛ په صحرایي محاکمو کې د بی‎ګناه خلکو سرونه پرې او قصاص کړي؛ ځان‎وژنې او چاودنې یې کړي؛ افغانستان یې د تیږې پېړې ته وړی؛ سړي یې د هغوي د خوښې د ږیرې او ویښتو په نه لرلو وهلي او ټکولي؛ د یکاولنګ، شمالي، مزار او ... ټول‎وژنو عاملان دي؛ ښځې یې له لومړنیو حقونو لکه لیک‎لوست او کار څخه بې‎برخې او ځناوریز قانونونه یې پرې تپلي؛ د بامیانو بتان یې الوزولي او افغانستان یې د خپلو پاکستاني واکدارانو په خوښه د بدمرغۍ په لور وړی او په زرګونو نور ناتارونه او جنایتونه یې ترسره کړي دي.

د ښځو نړیوالې ورځ

د مارچ اتمه، هغه نیکمرغه ورځ ده چې د کلارازتکین له لوري په کال ۱۹۱۰ کې د «سوسیالیستو ښځو نړایوال کنفرانس» کې د زیارکښو ښځو مبارزو ته د درناوي په پار د ښځو نړیوالې ورځ په نوم وړاندیز شوه او تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي. مونږ په داسې حال کې دا ورځ لمانځو چې زمونږ رنځیدلي او کړیدلي خلک او په ځانګړي توګه ددې هیواد ښځې له ډولاډول بالاګانو لکه ښکیلاک، بنسټ‎پالۍ، بیوزلۍ او خوارۍ، وژنو او وینې‎بهیدنې څخه رنځیږي. زمونږ د هیواد د بدمرغو ښځو اوس هم غوږ او ستونی پرې کیږي او جنسي تیری پرې کیږي؛ سنګساریږي او سوځول کیږي؛ هغوي له دغو کړاونو څخه خلاصون لپاره ځان‎سوزونه او ځان‎وژنه کوي؛ او په لسګونو نور ناتارونه زغمي.

امریکا و مزدورانش انس حقانی‌ها را می‌بخشند، ولی مردم سوگوار ما هرگز!

د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۱مه، اشرف غني د امریکا څو تنو نورو چوپړانو سره ولاړ او اعلان یې وکړ چې انس حقانی او د هغه دوه نور وینه‎څښونکي ملګري عبدالرشید او مالی خان له بنده خوشی کوي. دوي یوځل بیا وغوښتل د ولس په سترګو کې خاورې وشنیدي او «مشروط خلاصون» د کلیمې په اختراع سره غواړي ځناورو ترهګرو ته دا پیغام ورسوي چې راشئ او هر څومره بی‎ګناه افغانان چې وژنۍ پروا نلري، خو زمونږ ګډ بهرنیو واکدارانو سره کار مه لرئ. څو کاله وړاندې کله چې غني د خلکو غوسې کراره‎ولو لپاره وویل چې انس حقانی اعداوم، څرګنده وه چې درواغ وایي. ناشونې ده هغه خاین دولت چې ګلبدین په شان ځناور ته سور فرش غوړوي او خلقي، پرچمي، تنظیمي او طالبي جنایتکارانو ته لوړې څوکۍ ورکوي، خپل همنوع اعدام کړي. انس حقانی د «حقاني شبکې» ځناورې ډلې مهم غړی او د آی‎ایس‎آی او سی‎آی‎ای روزل شوی او د لسګونو ځان‎وژونکو بریدنو عامل او سلګونو افغانانو وژونکی وو. ددغه خطرناک ترهګر خلاصون او له دوه بهرنیو استاذانو سره د هغه بدلول یوځل بیا دا په ډاګه کوي چې د امریکا او لویدیځ بچیو ته د دوه بهرنیانو برخلیک په کراتو د میلیونونو افغانانو له ژوند څخه ارزښت لري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 97 میلمانه آنلاین لرو