د مارچ اتمه، د کرغېړنې بنسټپالۍ له منګولو څخه د افغانو ښځو د خلاصون لپاره د هیلو او مبارزې نښه

د مارچ اتمه، د کرغېړنې بنسټپالۍ له منګولو څخه د افغانو ښځو د خلاصون لپاره د هیلو او مبارزې نښه

د ښځو نړیواله ورځ د تاریخ ترټولو خوسا او بویناکې دستګاه تر واکمنۍ لاندې چې د سی‎آی‎ای او ام‎آی‎۶ او آی‎اس‎آی له لوري روزل شوي راورسېده په داسې حال کې چې نړیوال، په ځانګړې توګه مبارزې او سرتېرې ښځې دا ورځ لمانځي، د افغانستان ناتار‎ځپلې ښځې اوس هم د طالبي-جهادي-داعشي ځناورو په منګولو کې بندي دي: د ځانمرګو روزلو مدرسو پرته د ښوونځیو او پوهنتونونو او د هرې تعلیمي ادارې دروازې د ښځو پر مخ تړلې دي؛ له ښځو څخه د کار حق اخیستل شوی دی؛ ښځې د طالبانو د خوښې‎وړ جامې نه اغوستلو له امله وهل او ټکول کیږي؛ د طالبانو په زندانونو کې ښځې له روحي او جسمي ربړونو، ځورونو او جنسي تیري سره مخامخ دي؛ او دا رنځېدلې ښځې له خوشې کېدو وروسته د وینې‎څښونکو طالبانو له لوري تیښتې، جلاوطنۍ او حتی ځان وژنې ته اړ کیږي؛ دا د منځنیو پیړیو ځناور زمونږ نه ویرېدونکې ښځې دې ته اړباسي چې د کامرې پر وړاندې اعتراف وکړي؛ زموږ د خاورې ځورېدلې ښځې د عامو خلکو پر وړاندې په دُرو وهل کیږي؛ د ښځو غوږونه او پوزې په پرله پسې توګه پرې کېږي او زموږ خویندې لا هم د ناموسي وژنو قربانیانې دي؛ د افغانستان ښځې، سړي او ماشومان له بې‎وزلۍ او لوږې سره لاس او ګریوان دي؛ طالبان او نور بنسټپال عناصر حتی هڅه کوي چې زموږ له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو څخه فکر او هیلې واخلي؛ او بې‎شمېره نور کړاونه.

خو د امریکا جنایتکاره دولت او د نړۍ ستر قدرتونه او سیمه‎ییز حکومتونه له دې دلدل څخه د کب نیولو په سیالي اخته دي: امريکا او ناټو د خپلې قطري امسا څخه په ګټې اخیستلو سره د ښځو ضد دغو جنايتکارانو لپاره سره غالۍ غوړولې ده او د خېټې له لګښت څخه تر کانډوم پورې هر څه ورکوي؛ د روسیې حکومت له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی؛ د شي جي پينګ په مشرۍ د چين حکومت په خندانه خوله د دغې ترهګرې ډلې د استازي هرکلی کوي؛ اروپايي حکومتونو د طالبانو استازو ته د ويزو په ورګړه او ويناوو ته اجازه ورکولو کې يو له بل سره سیالي کوي او په اروپا کې يې د طالبانو پلويان خلاص لاس پراېښي دي چې د دغې وژونکې ډلې په ګټه په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې تبليغات وکړي؛ د پاکستان کرکجن دولت په نړیوالو ټولنو کې ددغې تورفکره ډلې د ویاند رول لوبوي؛ ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران، ازبکستان او نورو هېوادونو د افغانستان سفارتونه دغې ځناورې ډلې ته دولاسي وړاندې کړي دي.

په داسې حال کې چې لویدیځو دولتونو د ډالرو د کڅوړو په رالېږلو سره د طالبانو ویرونکې دستګاه پیاوړې او په پښو درولې ده، د خپلو درواغجنو رسنیو او بنسټونو له لارې د طالبانو په سینګارولو بوخت دي. دوی کله د کوکنارو د کښت کمیدلو خبر غټوي او کله هم د افغانستان ناوړه وضعیت د ناسمو احصایو او «سروې» په مټ اپوټه ښکاره کوي. «فريډم هاوس»، د امریکا دولتي ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې «په افغانستان کې د آزادۍ او دموکراسۍ وضعیت د نړۍ له ۱۴ هیوادونو څخه ښه دی»!! دا غولوونکي هيڅکله نه وايي چې په افغانستان کې يوه ډله واکمنه ده چې له «آزادۍ» او «ډموکراسۍ» سره خونړۍ دښمني لري او د دغو ارزښتونو سيوري هم بمباروي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو، د امریکا لاس‎لوبې په دوحه کې د خپلو یو شمېر نارینه او ښځینه نانځکو لکه محبوبه سراج، شاهګل رضايي، میترا مهران، لطف الله نجفی زاده او فیض الله ځلاند په شتون کې یوه غونډه جوړه کړه، چې طالبانو په مکیز سره په هغې کې له ګډونه انکار وکړ. د یوناما د دفتر تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت او د هغې شریکانو چې زموږ د خلکو او ښځو برخلیک یې د طالبانو په نامه خپلو ارزانه چوپړانو ته وسپارلو، اوس د افغانو مېرمنو د وضعیت په اړه «اندېښمن» دي او لا هم هڅه کوي چې د ۲۰۰۱ کال په څېر د «ښځو آزادۍ» له اوزارو ګټه پورته کړي. څومره دردونکې ټوکه! دا ټولو ته څرګنده ده، لکه څرنګه چې ځناورو طالبانو ته د افغانستان د سپارلو په خبرو کې څو لاسپوڅې، یا د هانا آرنت په وینا، لنډ نظره او سپکې ښځې، لکه فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، ناهید فرید، شهرزاد اکبر، مقدسه یورش، ملالی شینواری، ظریفه غفاری، فاطمه ګیلانی، فتانه ګیلانی، جمیله افغانی، ماری اکرمی، خاټول مومند، شریفه زرمتی، لیلا جعفری او داسی نورې را مخته کړې، دا ځل یې مولوی محبوبه سراج الدین، میترا مهران (چې دې تور‎سرې یو وخت په آزادۍ راډیو کې یا د سي آی اې په لوډسپیکر کې مرکه کوله) او شاهګل رضايي نندارې ته وړاندې کړي ترڅو د طالبي-جهادي او نکتایی‎لرونکو وروڼو څخه جوړ حکومت ته لاره هواره کړي.

هېوادوالو او ځوانانو!

تېښته او له هېواده وتل زموږ د دردونو د حل لاره نه ده. په پای کې ښايي څو زره کسان له افغانستانه ووځي، خو د انساني وجدان غوښتنه ده چې بې‎تفاوته پاتې نشو او په دې دوزخ کې د عدالت‎غوښتنې یووالي او مبارزې لپاره لاس په کار شو. کله چې موږ ګورو د امریکا د وینو او وژنو سیسټم له زړه څخه د چلسي میننګ، اډوارډ سنوډن، جان اسټاکول، ډانیل السبرګ، جوش پاول او په دې وروستیو کې، ارون بوشنیلپه څېر آزاد او شرافتمند خلک سر راپوره کوي، زموږ په خونړي افغانستان کې به هم انسانان راپورته شي، خو موږ باید د اتلانو په تمه ونه اوسو، بلکې موږ هر یو د خپلو نجونو او خویندو دردناک او له کړاونو ډک حالت ته په کتلو سره باید په هره شونې لاره د ناتارکوونکو طالبانو او جهادي ډلو او د هغوي د بادارنو پر وړاندې په مبارزه کې خپل رول ولوبوو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۴۰۲ کال د کب ۱۸مه – د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 35 میلمانه آنلاین لرو