انجنیر سیدکمال خان، د افغانستان آزادی‌غوښتونکې او اتل بچی

انجنیر سیدکمال خان، د افغانستان آزادی‏ غوښتونکې او اتل بچی

مخکی مو هم زموږ د خلکو ستر بچیانو څخه د سیدکمال خان په اړوند مطلب او د هغه د محاکمی د لړۍ ځینې برخی راوړی دی. او دا یی د ویاړلی ژوند څخه ځنی نور ټکې:

د عبدالخالق د میړانی په اړه چې چوپړ نادر یی د تاریخ ډیران ته واستاوه ټول پوهیږی خو د سیدکمال خان په اړوند چې د خالق څخه شاوخوا څلور میاشتی مخکې یی، د جلاد نادر ورور(محمد عزیز) په برلین کې د خپلو کړنو په سزا ورساوه، لږ ویل شوي دي. د سیدکمال څخه په الهام اخیستنی سره وه چې اتل عبدالخالق د دی په ویلو سره «چی شهید سیدکمال او محمد عظیم خان د مار لکې پرې کړه، دا مهال زما دنده ده تر څو خپله مار ووژنم» د غدارې کورنۍ یو لوړ پوړي چارواکي ژوند ته یی د پای ټکی کیښود.

سیدکمال خان د ۱۲۷۹ کال د وږی په ۲۷ نیټه (۱۹۰۰ کال د سپتامبر په ۱۸) په یوی بې‏وزلې کورنې کې چې د ټټاری دنده یی درلودله په کابل کې نړۍ ته سترګې وغړولی. د امان‏الله خان په دوران کې د یو شمیر افغان محصلانو سره د انجنیرۍ په څانګې کې زده‏کړی لپاره په ۱۹۲۲ کال کې آلمان ته ولاړ او په ۱۹۲۷ کال کې د مګدیبورګ د ښار پوهنتون څخه فارغ شو. افغانستان ته د راګرځیدلو څخه وروسته یی د کابل یکه‏توت د سمنټو په کارخانه کی په کار پیل وکړ.

 سیدکمال له یو شمیر افغان محصلانو سره چې د امانی په دوران کې آلمان ته استول شوي و.
۱۹۲۲: سیدکمال له یو شمیر افغان محصلانو سره چې د امانی په دوران کې آلمان ته استول شوي و.

امیرالدین شنسب په آلمان کې د افغان محصلانو څخه یو تن و چې د سیدکمال ملګری او له هغه سره یوځاي اوسیده او په خپل کتاب کې «د یو افغان د ژوند د اتیا کالو خاطرات»، ډیری پاڼی یی د سیدکمال سره د ګډ فعالیت ته ځانګړی کړی دی، آلمان ته د سید کمال د بیاځلې لیږلو په اړوند داسی لیکې:

«امان‌الله خان اروپا ته د خپل سفر په وخت کې د کابل د یکه‏توت د سمنټو جوړولو فابریکه، جبل‏السراج نساجی فابریکه، د جلال‏آباد د قند جوړولو فابریکه او د دی ښار کاغذ جوړولو فابریکه چې په صندوقونو کې وسوځیدله له آلمان څخه په کریدت پیرلی وه.

سردار عبدالعزیز خان
سردار عبدالعزیز خان، د نادرشاه ورور او د داوود خان پلار، چې په افغانستان کې د انګلیس سرښندونکو چوپړانو څخه و.

حکومت د سمینټو جوړولو فابریکه وروسته له بسته بندي څخه د لرګیو په سکرو په کار واچوله ځکه چې د ډبروسکار نه وو او تر هغه دمه یی د کانونو کیندنه نه وه تر سره شوی. ځکه چې د لرګیو د سکرو کالوری بسنه نه کوله په لږ وخت کې دسمنټو فابریکه له کاره وغورځیدله او د هغې بټۍ خرابه شوی وه.

سیدکمال د خپل تحصیل بشپړولو څخه وروسته د سمنټو په برخه کې د حبیب‏الله له انقلاب څخه د مخه خپل هیواد ته تللی وه. حکومت هغه ته لارښونه وکړه چې د فابریکې معاینه وکړي او د هغې نقص او خرابوالی په اړوند د بیاځلی په کار اچولو راپور کې معلومات ورکړی. هغه وروسته له معاینې او مطالعې څخه د فابریکی نواقص او خرابوالی په اړه ویلی و څرنګه چې په هیواد کې د ډبرو ‏سکارو کان نه و کیندل شوي او د لرګیو د سکرو کالوری بسنه نه کوله حکومت باید یو کس د ۶ میاشتو لپاره آلمان ته ولیږی چې نوموړی د هغه هیواد په ځنګلونو کې د سکرو جوړونکو متخصصینو تر لارښونې او سپارښتنې لاندی کار وکړی او هیواد ته راستون شی او د لرګیو سکاره له ډیری کالوری سره په هیواد کې جوړ کړی چې له هغې څخه د ډبرو‏سکرو پر ځای په فابریکه کې کار واخیستل شی.

حکومت لارښونه کړی وه چې هغه دی خپله دغه دنده ترسره کړی او له هغه یی څو سوه منه د لرګیو سکرو سره د لابراتواری تجربی او آزمایښت لپاره جرمنی ته ولیږه.

د ټولو لګښتونو او کرایه او د سفر لګښت او شپږ میاشتی تنخوا لپاره هغه ته پنځ سوه استرلنګ پونډ ورکول کیدل. سیدکمال د آلمان په ځنګلونو کې د ۶ میاشتو په لړ کې د پروګرام پر بنسټ د سکرو جوړول زده‏کړل او پاتی ټول کارونه یی تر سره کړل هیواد ته د راګرځیدلو لپاره چمتو و.» («د یو افغان د ژوند د اتیا کالو خاطرات»، پاڼه ۱۰۲)

په ۱۹۲۹ کال کې د امانی دولت په خلاف د بلواګانو پيل او په پایه کې د حبیب‏الله کلکانی له خوا د واک نیول، سیدکمال د امیرالدین شنسب سره پریکړه وکړه چې افغانستان ته به ورګرځې او د امان‏الله خان تر څنګ د ارتجاع په وړاندي لاس په وسله پوری کړی. شنسب داسې لیکې:

«د هغی پیښې اړوند {امانی دولت نسکوریدل} سفیر صاحب {سیدقاسم خان، د آفغانستان سفیر په روم کې} د ملګری په توګه موږ ته وویل ښه ده تر څو چې قضیه موږ ته په ښه توګه روښانه شی د بیړۍ د ټکټ پیسی بیرته خپل جیب کې واچوی او د بیړۍ سفر نه لاس په سر شي. موږ دواړو د سفیر صاحب دوستانه نظر سره همغږی نه شو او ومو ویل په هیواد مین هر افغان باید په داسې حالاتو کې له هیواد سره اووسی او هر کار یی چې د اوضاع ښه‎والی لپاره د لاسه کیږی ورڅخه ډډه ونکړی.» (۵۳ پاڼه)

شهید سیدکمال د یوی مودې لپاره د شاه‏امان‏الله خان مور او شهزاده عبیدالله سره یوځاي په برلین کې ژوند کاوه.
شهید سیدکمال د یوی مودې لپاره د شاه‏امان‏الله خان مور او شهزاده عبیدالله سره یوځاي په برلین کې ژوند کاوه.

هغه دواړه د بیړۍ په وسیله بمبئی ته راغلل او له هغه ځایه کندهار ته راغلل او د کابل بیاځلی نیولو لپاره د غازی امان‏الله خان په جګړه کی، له هغه سره تر غزنی پوری ملګرتیا وکړه. خو له مقاومت څخه د امان‏الله خان په مخ‏اړونی سره، سیدکمال او شنسب هند ته ولاړل او د امان‏الله خان کورنۍ لیږدونکی بیړۍ کې یې د بمبی څخه تر د مارسیز بندر پوری، سفر کوی. د شنسب په کتاب کې، پر غزنی د امان‏الله خان برید او په پایه کې آلمانه ته د هغوی دواړو له ستونزو څخه ډک او جالب سفر په تفصیلی ډول لیکل شوی دی.

سیدکمال د بریټانیا دولت او په افغانستان کې د هغوی له چوپړو څخه ډیره کرکه درلودله. نوموړی او د هغه همفکران ګواه ول چې د انګلیس په وړاندی د مبارزاتو په مورچلونو کې د زرګونو زړه‎ورو افغانانو سرښندنو او وینو ابره، د انګلس نیواک ته د نادر او د هغی کورنۍ او ملګرو په چوپړتیا سره بی‏ځايه ځي او هغه افغانستان چې په ختیځ کې د آزادۍ‏ او خپلواکۍ په غوښتلو کې مخکښ وو یو ځل بیا د انګلیس د سپو او جاسوسانو په ځاله وګرځیده.

له هغه ځایه چې په آلمان کې، شنسب د زیمنس په شرکت کې یوه ښه دنده تر لاسه کوی، د سیدکمال ژوند چې له تنګ‏لاسی او ستونزو سره مخامح وو هم برابروی. سیدکمال د یو وخت څخه وروسته د امان‏الله خان په بلنې روم ته ولاړ او د یو وخت لپاره له هغه سره او وروسته د امان‏الله خان مور سره یی په آلمان کې ژوند کاوه. مګر شنسب د دولت له خوا کابل ته راغوښتل شوی وو او د آفغان نساجی په شرکت کې په کار پیل کوي. هغه لیکې:

د سید کمال کړنی خبر په یوه لویدیځ ورځپاڼی کی
«پورتسموت هیرالد» ورځپاڼه (۱۹۳۳ کال د جون په ۷): وژونکی سفیر له افغانستان سره په خیانت تورن کړ او چیغې یی وکړی: تاسو هیواد په انګریزانو پلورلی دی.»

«په کابل کی ژوند په یو څير تیریږی. د ملګرو سره هر مازیګر ډیرې وخت د میترسنګ په قهوه‏خانو کې وو یوه ورځ مې د سیدکمال لیک له برلین څخه تر لاسه کړ چې لیکلی یی وو یو اړین کار په مخ کې لری. خو په واضح او څرګنده توګه یی نه و لیکلی چې هغه اړین کار څه شی دی. دوه اونې وروسته په کابل کې د زیمنس استازی توماس... د برلین خبرونو قیچې شوی برخی راکړی چې په هغه کې د افغانی سفیر محمد عزیزخان وژنه په آلمان کې مفصله چاپ شوی وه چی وژونکی یی سیدکمال و.»

محمد عزیز د نادر ناسکه ورور او د سردار داوود پلار وه. نوموړی یو بی‏سواده کس وو خو د انګلیس نیواک سره د نادر وینې‏څښونکی رژیم په اړیکو ټینګولو کې رغنده ونډه درلودله. محمدعزیز د امان‏الله د سلطنت په دوران کې په پاریس کې د افغان زده‏کړیالانو مسوول شو. د هغه زده‏کړیالانو سره چې د اشرافو او بډایا کورنیو سره یی اړیکه نه درلودله د هغه کبرجن او له تبعیض څخه ډک چلندونو، هغه له هیواد څخه بهر د زده‏کړیالانو په منځ کې په یو کرغیړن کس باندی بدل کړی وو. دغه کرکه هغه وخت خپلی لوړی کچې ته ورسیدله چې نوموړی د سزا ورکول او کوښه کیدلو په ځای، په ۱۹۳۲ کال کې په برلین د نادر خان د ځانګړی استازی په توګه وګمارل شو. د غبار په وینا، «هغه [محمد عزیز خان] په خپلو ویناو کې په ښکاره توګه له کورني زورواکۍ او انګلیس نیواک څخه پلوی کوله، او د پرمختګ، بدلون او انقلاب په ضد یی خبری کولی.» (دویم ټوک «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې»)

«نیویارک تایمز» ورځپاڼې راپور په برلین کې د سیدکمال د کړنی په اړوند.
«نیویارک تایمز» ورځپاڼې راپور په برلین کې د سیدکمال د کړنی په اړوند.

سیدکمال چې د نادر کورنۍ د هیواد‏پلورلو او د انګلیس نیواک ته د هیواد بیاځلی سپارلو څخه ځوریده، په دې لټه کې وو چې داسی یوه لاره پیدا کړی چی د انګلیس د واکمنۍ او د هغوی چوپړو څخه د خپل مخالفت ژورې کرکې ته په پراخه کچه آزانګه ورکړي او په هیواد کی د نادر شاه د زورواکۍ او مریتوب په وړاندی یو غورځنګ رامنځته شی. هغه د ۱۹۳۳ کال د جون په ۶ نیټه (۱۳۱۲ کال د غبرګولی په ۱۳) په برلین کې د افغانستان سفارت ته ننوت او په توفنچې سره یی د انګلیس جاسوس سردار عزیز خان عمر ته د پای ټکې کیښود. د دغه کړنې تفصیل د وروستی محاکمې په لاسوند کې «د آفغانستان همبستګې ګوند» په سایټ کې راغلی دی. سیدکمال پولیسو او قاضی ته د خپلو څرګندونو په لړ کې، خپله انګیزه په روښانه ډول وایی:

«ما نن ورځ خپلو هیلو ته د عمل جامه واغوستله. د هیواد‏پالنې حس زه دغه کار ته اړباستلم. هیله‏مند یم په دغه کار سره په افغانستان کې یو ملی حرکت د هغه کسانو په وړاندی چې آزادي یی وپلورله په لاره واچوم. زما د کړنی هیله به د افغانستان د ملت هیله وی...

د سفیر وژلو فکر یو اوږ مهال لپاره زه له خپل ځان سره بوخت کړی وم، په ځانګړی توګه کله چې مې واوریدل چې برلین ته راغلی دی په جدی توګه مې پریکړه وکړه چې دغه انسان چې تل می د خپلواکۍ‏غوښتونکی غورځنګ او هیواد لپاره یو مضره او ګواښمن کس په توګه لیده، له منځه یوسم. راهڅونکې مې همدا و چې هغه مې آزادۍ ته د خاینانو له ټولګې څخه ګانه... دغه پلان زما په فکر کې نور هم پیاوړی شو نور مې شک نه درلود چې آزادی او د افغانانو ویاړ د اوسنیو رهبرانو له خوا پلورل شوي دي او دغه عقیده نه یوازې له ما سره وه بلکه د ټولو هغو کسانو سره چې په غړیدلو سترګو سره د هیواد خپلواکۍ په اړه فکر کوی رامنځته شوی ده.»

بخشی از اظهارات شهید سیدکمال در برابر محکمهد محکمې په وړاندې د سیدکمال څرکندونو د ژباړې موندلو لپاره د پورتنې انځور په مخ کلیک وکړی.

سیدکمال د دی لپاره چې د هغه ملګری د څارنې لاندی ونه نیول شی په محکمه کې د دغی کړنی ټوله پړه په خپل سر واخیستله او وویل چې د یو کس سره می هم په دغه اړوند مشوره نه وه کړی. خو میر غلام محمد غبار «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» کتاب په دوهم ټوک کې لیکې چې سیدکمال د خپل یو «کابلی ملګری» سره (چې په خواشینې سره پیژندګلوی یی هیچکله ښکاره نه شوله) په ګډه یی دغه طرحه په لاره واچوله او ددی په سره چې کوم یو تن به د محمدعزیز کرغیړن ژوند ته د پای ټکې ږدی له یو بل سره شخړه کوله تر دی چې د سیدکمال په خپله وینا دغه ویاړ یی په نصیب کې شو.

د آلمان پولیس په برلین کې د افغانستان سفارت په وړاندی د سردار عزیز د مړی د لیږدول په حال کې
د ۱۹۳۳ کال د جون په ۶: د آلمان پولیس په برلین کې د افغانستان سفارت په وړاندی د سردار عزیز د مړی د لیږدول په حال کې

لکه څرنګه چې سیدکمال تمه درلودله، کړنې یی په نړیوالو رسنیو کې په پراخه توګه آزانګه وموندله او له هغه څخه په نقل کولو سره لیکې چې د محمد عزیز د وژلو لامل دا و چې په افغانستان کې د انګلس نفوذ او زورواکی او سلطنتی ارتجاع په وړاندی پاڅون وشی. د پیښې څخه یوه ورځ وروسته The Portsmouth Herald ورځپاڼه لیکې چې: «وژونکی [سیدکمال خان] سفیر یی افغانستان سره د خیانت په کولو تورن کړ او په چیغو یی ویل: تاسو هیواد په انګلیس خرڅ کړ.» د Utrechtsch Nieuwsblad خپروندوی د هالند چاپ (۱۹۳۳ کال په ۴۱ ګڼه) کې لیکې: «سیدکمال خان یی د هغه غورځنګ پلوی وګاڼه چې په افغانستان کې د واکمن رژیم له منځه وړلو په لټه کې دی او وایی چې د خپل هیواد سره د مینی درلودلو له امله یی په دغه کړنې لاس پوری کړ.»

سیدکمال د خپل کړنې پایلې په اړوند په بشپړه توګه خبر وو. لکه څرنګه چې «نیویارک تایمز» (د ۱۹۳۳ کال د جون په ۷) د خبرونو په سرټکو کې راوستل: «وژونکی مرګ ته چمتو دی» او د مطلب په ادامه کې د سیدکمال په وینا لیکې چې انګیزه یی سیاسی وه، او د خپلې کړنې څخه یی پښیمانې نه ده ښودلې او د خپل هیواد او فکر په لاره کې مرګ ته هم چمتو دی. سیدکمال رسنیو ته وویل چې په محمدعزیز باندی برید یی «د خپلواکۍ لپاره» و.

د Salt Lake Tribune ورځپاڼه د ۱۹۳۳ کال د جون په ۷ لیکې: «وژونکی د تیښتې لپاره هیڅ هڅه نه ده کړی. هغه پولیسو ته وویل: «آرامه اوسئ. زه نه تښتم ځکه چې په بشپړه توګه پوهیږم چې کوم کار می ترسره کړی دی او د هغه پایلو منلو ته چمتو یم. ما د خپل هیواد خپلواکۍ لپاره دغه کړنه تر سره کړه.»

خبر روزنامه دولتی اصلاح از اعدام سیدکمال در برلین
د نادری رژیم خپرندوی د سیدکمال له اعدام څخه یی هر کلی وکړاو د هغه خبر یی په شور او زوګ سره خپور کړ.

سیدکمال خان د آلمان پولیسو له لوری څخه ونیول شو او «د آلمان نازی پولیسو» هغه د څیړنو لاندی ونیو. د افغانستان دولت پراخه هڅې وکړی چې د آلمان دولت دی ته اړ باسی تر څو سیدکمال کابل ته وسپاری، خو آلمان د افغانستان دولت په وړاندي شرطونه کیښودل چې په عملی توګه یی دغه امر ناشونی کاوه. د هغه لسګونو مکتوبونو پر بنسټ چې د افغانستان او آلمان بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ تبادله شول او دغه وزارت ته د آلمان د سفیر له تلګرامونو څخه په څرګنده توګه پوهیدلی شو چې د ظاهر شاه دولت د سیدکمال د اعدام څخه پرته په کوم بل حکم باندي راضی نه و او ګواښ یی کاوه چې پرته له دی څخه به یی له دغه هیواد سره اړیکې پرې شي. داکتر سیمکی، په کابل کې د آلمان سفیر د آلمان بهرنیو چارو وزارت ته په خپلو لیکونو کې ټینګار کوی چې د سیدکمال په اړوند باید د اعدام حکم ترسره شی کنه نو په افغانستان به د آلمان د پښې ځای کمزوری او د هغې تش ځای به فرانسه ډک کړی.(۱)

غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» دویم ټوک کې راوړی دی چې سیدکمال آلمانی کوژدنه د هرتا په نوم درلودله چې د آلمانی مدافع وکیل په مرسته د سیدکمال د ژغورلو لپاره حقوقی لاره وموندله. مدافع وکیل له کمال څخه وغوښتل تر څو د وژنې انګیزه د سفیر سره شخصی دښمنی او بد اقتصادی وضعیت ښکاره کړی، خو سیدکمال خان د محاکمې په ورځ په واضح ډول اعلان کوی چې کړنه یی سیاسی او اګاهانه وه تر څو په دغه ډول د انګلیس واکمنۍ په وړاندی پاڅون وکړی.

سیدکمال خان یو آزاد‏خویه انسان و چې په هیڅ ډول یی نه غوښتل د ځان ژغورلو لپاره چانه ووهی. هغه چمتو نه و چې شخصی او اقتصادی بې‏ارزښته مسایل د ځان ژغورلو لپاره مخ ته راکاږی. هغه لوړی هیلې درلودلی چې د هغه لپاره مرګ ته هم چمتو و او هیڅ ځواک نه شو کولی د هغه مخه ونیسی.

ځینې اروپایی ورځپاڼې لیکې چې سید کمال د افغانستان دولت په لګښت سره په برلین کې زده‏کړی کولی او که چیری د دولتې چارواکو سره یی ښه اړیکې درلودلې افغانستان ته د راګرځيدلو څخه وروسته یی کولی شو په مناسب پوسټ کې وګمارل شي. خو دغه نه‏تسلمېدونکی او بلواګر مبارز چې واکمن رژیم یې لاسپوڅی ګاڼه د یو شمیر اوسنېو خاینو او ځان‏پلورنکو روڼ‏آندو برعکس چې خپل عزت او وجدان د څوکۍ او لوړ ډالرې معاش لپاره پلوری، خپله دنده یی د نوموړی رژیم نسکورول بلله نه د هغوی په غوړه‎مال او چاپلوس باندی بدلیدل.

خبر اعدام سیدکمال در یک روزنامه غربی
د لویدیځ ورځپاڼو د سیدکمال اعدام په خبر کې لیکلی دی چې هغه تر وروستیو شیبو له خپلې کړنې څخه پښیمانې ونه ښودله.

د افغانستان دولت یو تن له خپلو ښکارې سپو څخه د علی‏نواز خان ملتانی(۲) په نامه له بی‏شمیرو پیسو سره برلین ته ولیږه تر څو یو برلاسې وکیل ونیسې او د سیدکمال دوسیه پر مخ یوسئ. سیدکمال له خپل ځان څخه خپله ننګه کوله آن تر دی چې امان‏الله خان په ایټالیا کې وو او امکانات یی هم درلودل، د آلمان بهرنیو چارو وزارت ته د لیک لیکلو څخه پرته، کومه د ستاینې وړ مرسته یی د اعدام څخه د هغه د خلاصون لپاره نه ده تر سره شوی. په پایه کې د هیواد دغه ریښتنې ځوي په مرګ باندې محکوم شو. د انګریزانو له جاسوسانو څخه الف خان چې په لومړې نړیوالې جګړه کې د بریتانوی هند د ځواکونو په لیکه کې د آلمان په وړاندې وجنګیده او وروسته له نیول کیدلو څخه د آلمان اوسېدونکې شو، د افغانستان دولت استازې په توګه د اعدام حکم ترسره کیدلو په وخت کې ګډون درلود. سیدکمال خان د خپلو سترګو پټولو څخه ډډه وکړه او په هسکه غړی او پرانیستو سترګو سره د ۱۹۳۵ کال د جنوری په ۱۵ نیټه د برلین په پلوتزینسی بندخونه کې اعدام شو.

د افغانستان دولت په دی بسنه ونه کړه د سیدکمال کورنې یې په کابل کې د ربړونو لاندې ونیوله او ټول یی له منځه یوړل. شسنب وایی:

«سیدکمال یوه زړه مور او یو ورور درلوده چې د خپل ماما په کور کې یی ژوند کاوه. د هغه ورور چې وړوکې و د بریښنا کاریګر و. د هغه مشر ماما د علی‏رضا خان کوڅې په خوله کې د وخت د ډوډۍ په نانوایی کې کار کاوه او بل ماما یی په حربې فابریکه کې یو تګړه وسله‏جوړونکې و نوموړی د تورې او برچو په جوړولو کې بی‎جوړې استاذ و.

هغوي یی ټول په زندان کې واچول چې په زندان کې یی ژوند له لاسه ورکړ. ورور یی وروسته له ۱۳ کالو څخه د بند څخه خوشی شوي وو خو په زندان کې یې تر هغه کچې سزا لیدله وه چې له ډیر کمزورې څخه یو څه وخت وروسته مړ شو او له سیدکمال څخه هیڅ څوک پاتې نه شو.» (پ۱۴۱)

په برلین کې د پلوتزینسی زندان، هغه ځاي چې سیدکمال په کې اعدام شو.
په برلین کې د پلوتزینسی زندان، هغه ځاي چې سیدکمال په کې اعدام شو.

د سرښندنې ځلیدونکې ستورې لکه سیدکمال، عظیم منشی‏زاده، عبدالخالق، محمود او د هیواد د لارې او خلکو نور ټول مبارز اتلان د هر عزتمند کس لپاره الهام دی چې د امریکا او د هغوي د سپو له مریتوب څخه د خپل ملت خلاصون او زمونږ په رنځیدلې او خیانت کړل شوی هیواد کې د ډموکراسۍ او ټولنیز عدالت د جنډې اوچت رپولو په فکر کې دی او عمل پری کوي.


اسناد اعدام سیدکمال در زندان پلوتزینسی
پر سیدکمال باندې د اعدام د حکم تر سره کیدلو لاسوندونه چې لا تر اوسه د پلوتزینسی زندان په آرشیف کې پراته دي چې د «همبستګۍ ګوند» د هغه یوه نسخه لاس ته راوړی ده.




یاداښتونه:

۱) د آلمان سفیر داکتر سیمکی په یو لیک کې د ۱۹۳۴ کال د سپتامبر په ۱۲ نیټه د آلمان بهرنیو چارو وزارت ته لیکې: «د اعدام سزا اوریدلو څخه وروسته، اعلیحضرت ظاهر شاه په خپل وروستې ملاقات کی ما ته وویل چې هیله‏مند دی چې د اعدام حکم هر څه ژر تر سره شی تر څو د آلمان او افغانستان تر منځ اړیکې دوستانه شی. او د دی ترڅنګ زما له زیارونو څخه یی په دغه برخه کې مننه وکړه او وی غوښتل د هغه درناوی مراتب یی برلین ته ورسوم په خپل ځواب کې هم له هغه څخه مننه وکړه.»

سفیر په بل لیګ کې څرګندوي: «زه له افغانانو سره دوستانه اړیکې ټینګوم. موضوع تر هغې کچې ارزښتمنده ده چې د آلمان دولت باید په ځانګړې ډول په قضیه کې لاسوهنه وکړی ځکه چې د ټولو ګټې دا غوښتنه کوی.»

الله نواز خان ملتانی


) د نادر خان په دربار کې د انګلس ګوډاګې الله نواز خان ملتانی او هاشم خان وو چې مهم پوسټونو ته رسیدلې وه له هغې ټولګې څخه د برلین سفارت ته رسیدلې و. د طره‏بازخان، سیدشریف خان، عبدالغنی قلعه‏بیګی، میرزا محمد شاه خان، محمد نوروز خان او نور ترڅنګ، هغه د افغان مبارزانو د منځه تللو او وژل کیدلو لامل وه. غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» په دویم ټوک کې لیکی: «ربړونکو جلادانو د عبدالغنی خان قلعه‌بیگی او طره‌باز خان په وړاندې د شاه محمود خان او الله‏نواز هندوستانی په لارښونه د زندانیانو په ربړولو لاس پوری کاوه تر څو له دی لارې په نه تر سره شویو ګناهونو باندی اقرار وکړی.»



میرغلام محمد غبار در مورد اقدام سیدکمال
«افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» په دویم ټوک د غبار د ژوندون یاد شرحه ورکوی چې څه ډول د سیدکمال او د هغه کابلی ملګرې په منځ کې، هغه دا وټاکل چې کار به پاې ته ورسوی. (د اعدام کال په تیروتنې سره ۱۹۳۲ لیکل شوی)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 160 میلمانه آنلاین لرو