شعر یک شاعر پشتون در همبستگی با هموطنان هزاره (با زیرنویس فارسی)


.

غچ

بیا د ویر ټغر نن خور شو
بیا نن وران پکې بل کور شو
هر یو تن پرهار – پرهار دی
په وطن مو بل سور اور شو
هزاره ورور مې را وژنې
زه پښتون په دې شرمیږم
له پښتو نه مې زړه تور شي
له خپل ځانه زه ویریږم
وایم ټول مونږ قاتلان یو؟
وایم ټول مونږ جلادان یو؟
بیا لږ غلی شم سوچ وکړم
پټ-پټ ځان سره غږیږم
وایم دلته هم ماتم ده
په هر کور کې زمونږ غم ده
مکتبونه مو ویجاړ شول
ماشومان مو په کوکار شول
هره خور دلته بی‎وروه
د هر مور زړګی آزار شو
ته جاهل ته کرغیړن یی
ته ناولی ته کرکجن یی
د نفاق تخم شیندې ته
ورور له وروره بیلوې ته
ته روزلی پاکستان یې
امریکا یې که ایران یې
ته مزدور یې ته نوکر یې
د هغوي د غوجل خر یې
که داعش ده که طالب ده
ګلبدین که مطلب ده
ځناور دي ښکرور دي
داړه‎ماره شوکه‎ور دي
خو زه هم یم راویښ شوی
زه له خوبه پاڅیدلی
زه په لاره روان شوی
له ولس سره یو شوی
هزاره ورور مې ته وژنې
زه پښتون به یې غچ اخلم
له تاجک سره به یو شم
په ژوندون به یې غچ اخلم
ستا به ماته ککرۍ کړم
په ښکاره به دې زندۍ کړم

توپان

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 34 میلمانه آنلاین لرو