«د علم او جهل څلۍ» د بنسټ‎پالو پر وړاند د مبارزې نښه

په ١٣٠٣ (١٩٢٤) کال کی یو شمیرملایانو او سخت دریځو روحانیانو د انګلیسانو په لمسون د امان الله خان د دولت پر خلاف لاس په مبارزه پوری کړ . خلک یی اړو دوړ ته وهڅول او دامان الله د وخت اصلاحات یی د اسلام پرخلاف وکڼل. دغه مترقی او وطن پالونکی یی کافر وشمیره او جهاد یی دده پر خلاف اعلان کړ نو لدی کبله د سهیل په لوراخوډب شروع شوه. دولت سره ددی چی بلواګروته یی ماتی ورکړی مګر په سل‎هاو تنه سرتیري پکی ووژل شول. نو د امان الله خان په وړاندیز د «علم او جهل څلۍ» په کابل کی د ځان تیریدنی د نمانځنی له کبله جوړه شوه چی تراوسه پوری د کابل د ژوبڼ تر څنګ پخپل ځای پای ده.

ملا عبدالله مشهور په ملای لنگ د سهیلی بلواگروسر گروپ په حقیقت کی د امانی دروې ملاعمر گڼل کیده. د ۱۳۰۴ کال دغبرگولی ٤ نیټه د خ‍‍پل عمل په جزا ورسیده او دمرنجان په تپه کی په مرمیو وویشتل شوه.
ملا عبدالله مشهور په ملای لنگ د سهیلی بلواگروسر گروپ په حقیقت کی د امانی دروې ملاعمر گڼل کیده. د ۱۳۰۴ کال دغبرگولی ٤ نیټه د خ‍‍پل عمل په جزا ورسیده او دمرنجان په تپه کی په مرمیو وویشتل شوه.

استا اولسن انسان پیژندوکی او د نمارکی لیکوال د خوست واقعه چی په هغه کی بنسټ پالو پر خلاف د امان الله د دولت اخوډب کړی وه « په افغانستان د اسلام او سیاست» په کتاب کی چی خلیل الله زمر زباړلی په ص ١٣١ – ١٣٣ داسی تشریح کړی ده:

«د خوست بلوا د ١٩٢٤کال د مارچ په میاشت کی د امانی ټولنیزاصلاحاتو ‍پر ضد د ملا عبدالله مشهور په ملای لنگ تر رهبرۍ او دنورو سیمو ملایانو او د مخورو روحانینو په گډون ‍پیل شوه په دغه بلوا کی د شور بازارحضرت صاحب د عبدالغنی ‍په نوم – قبایل سلیمان خیل د ملا عبدالله او ملاعبدالرشید سهاک په خوا کی وه. دغو دوو ملایانو په یوه لاس کی قران او په بل لاس کی د جزاقانون نیولی وه او د بی‎سواده قبایلو تر منځ یی فریاد کوه او ویل یی چی کوم یو قبلوی قران یا قانون!؟ طبعاْ خلکو ویل قران او وروسته یی خلک بلوا ته را بلل.»

د دغه وضعیت د ارامه کیدو لپاره حکومت لویه جرګه را وغوښتله تر څو د حل لار ولټوی. لوی جرګې د اصلاحاتو کړنلارې د ځینو موادو د تعدیل لپاره یو هیئت د نورا لمشایخ په ریاست د متارکی لپاره بلوا گرو ته واستوه ترڅو چی وښایی ټول دقانون مادی دشریعت سره سمون لری هیڅ یوه ماده یی داسلام سره په مخالفت کی نده. مګر د بلواگرو سره مذاکرې کومه پایله نه درلوده دا ځکه چی نورالمشایخ د ملای لنګ ومنلی. لاکن شاه حاضر نشوه چی دبلواګروپه غوښتنو اساسی نظام نامه اود جزا قانون لغوه کړی.

نورالمشایخ مشهور‍په حضرت شور بازار دصبعت الله مجددی له نیکونو څخه وه دا یو مرتجع او خاین وه چی تل د ‍پردیو رژیمو په څنګ کی وه.
نورالمشایخ مشهور‍په حضرت شور بازار دصبعت الله مجددی له نیکونو څخه وه دا یو مرتجع او خاین وه چی تل د ‍پردیو رژیمو په څنګ کی وه.

زنده یاد میرغلام محمد غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کی» ( لومړی ج – ص ٨٠٨ ) په دی اړه داسی لیکلی دی:

«له کابل څخه د ارکان حرب رییس معاون، غند مشرعبدالحمید خان او غند مشرمحمد اسماعیل خان د (جان فدا په نامه) له (٨٠٠) سرتیرو سره د تیره پیچومی پرانیستلو او د حربی وزیرسره د پیوستون لپاره گردیز ته ولیږل. چی د بیدک په سیمه کی د یرغلگرو خونړي برید له کبله ټول ووژل شول.»

انگلیسانو چی په دغه توطئه کی ځانونه بریالی ګڼل نو نیغه په نیغه یی لاس‎وهنه پیل کړه او یو هندو یی د امیر یعقوب خان د ځوی په نوم د ځدرانوله قوم سره یو ځای کړ او ‍پکتیا ته یی واستوه چی د بلواگرو د اخوډب رهبری وکړی. د جګړې په لومړیو کی بلواګرو ‍پرمخ تگ وکړ. ددی لپاره چی د یوی خوا څخه د دولت بودجه پای ته ورسیده او له بل پلوه د دولت (٨٠٠) سرتیري ټول ووژل شول چی د امانی دولت ته دا یوه کلکه ضربه وه. ‍په همدغه دوره کی عبدالکریم د انگلیسانو په ملاتړ په پکتیا کی د امارت دعوی کوله نو دولت د دغه فرصت څخه ګټه واخیستله او د دوی پر خلاف یی تبلیغاتو ته لاره هواره کړه .

د  علم او جهال څلی
د علم او جهال څلی

ترهغه ځایه پوری چی خلک د امانی دوری له دولت څخه راضی او خوښ وه نو ډیرو ‍په یوه اواز ددغې جاهلانه بلوا پر وړاندې را ولاړ شول او د بلواګرو د رانسکوریدو لامل شول. میرغلام محمد غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کی» (لومړی ج – ص ٨٠٩) کتاب کی لیکی:

«...هغه وخت چی خلک وپوهیدل چی د پکتیا بلوا مذهبی ماهیت نلری بلکه سیاسی ده چی هغه هم د انگریزانو لاس پکی دی نو ټول د دولت په شاو خوا را ټول شول او د بهرنیو پر خلاف یو ځای شول. نو لس زره سرتیري یی د شمال ولایاتونو او اولس زره یی د ننګرهار ولایت اوهم په ‍دغه وخت کی د کا‍پیسا او پروان ولایت مرستندوی قطعات هم راورسیدی. د هزاره خلکو شاه ته نوشته کړل موږ تر اوسه پوری د پکتیا ورنو په جنگ کی مداخله نده کړی لاکن د بهرنیو لاس چی عبدالکریم یو هندو ده شتون لری نو موږ تیار یو چی (٥٠٠٠٠) په وسلو سمبال دولت ته ولیږو. پخپله په پکتیا کی هم خلک د عبدالکریم هندو په خلاف احساسات راوپارول نو جاجی او څمکنی هم دولت سره یو ځای شول. د خوست هندوانو هم د دولت د سربازانو اعاشه ‍په غاړه واخیسته د کابل ښاریانو د ٣ نظامی کندکو معاش ورکول چی لوګر ته روان وو ومنل. ځینو ښځو خپلې ګاڼې دولت ته د اعانی په ډول ورکړې. د کابل د ښونځیو ٣٠٠٠ شاګردانو د حربی وزارت څخه د جنګ په ډګر کی ګډون ېپه موخه د وسلې غوښتنه وکړه او ځینی یی خوست ته ولیږل. نظامی تعلیمات ‍په ښوونځیو کی پیل شوی. د بلخ او قندهار د مرستو قواوی کابل ته یو پر بل پسی راورسیدی.»

په هغه وخت کی د افغانستان هندوانو د هیواد د اصیلو ښاریانوپه توگه د ځان او زړه له کومی له دولت څخه ساتنه وکړه. او په دغه جګړه کی خپله ونډه اداکړه. د «حقیقت» جریده د ١٣٠٣ کال زمری په ۲۹مه «د هندوانو له مرستی په مننې» په هغه راپور کی چی د «هندوانو همغږی د په سهیل کی له افغانی سربازانو سره د هندوانوهمغږی» ترسرلیک لاندی راغلی لیکلی:

«...هندوان زمونږ له افغانی اسلامی سرتیرو سره ښې اړیکی لری. په ځینو وختو کی چی د لنډې مودې لپاره تگ او راتگ قطع کیده نو خوراکی مواد، تنخوا او نور هر ډول د ضرورت وړ شیان او عسکری سامان آلات د هندوانو له خوا په ډیره خوښی او پخپل زړه فوځ ته راوړل کیدل.»

وروسته محمود طرزی (چی په پاریس کی د افغانستان سفیر وه) ژر یی خپل ځان کابل ته را ورسوه او د حربی وزیر محمد ولی خان سره یو ځای او د اخو ډب د غلی کولو لپاره لازم او سنجول شوی لاری اوچاری غوره کړی. چی په پای کی بلواګر مات او یاغیان وتښتیدل. په دغه وخت کی ملای لنگ او ملا عبدالرشید چی غروته پناه وړی وه د خلګو له خوا ونیول شول او دولت ته یی تسلیم کړل.

د شینوارو خانان په امانی دوره کی چی د ناپوهه ملای لنگ د لښکر په لور وه ډیرژر را نسکور شول.
د شینوارو خانان په امانی دوره کی چی د ناپوهه ملای لنگ د لښکر په لور وه ډیرژر را نسکور شول.

د سهیل بلوا د انګلیسانو د شراچولو پایلی وه او هڅی یی کولی چی پدغه ډول سره د پکتیا په دریمه جگړه کی چی افغانانو او نګلیسانو په منځ کی شوی وه او په هغه جگړه کی یی نیواکګرو ته ماتی ورکړی وه غچ واخلی نو دغه اړو دوړ یی د یو کال په اوږدو کی امانی دولت ته کلک ګواښ و چی نږدی یو کال مالیاتو ته تاوان ورسیده او د پغمان په لویه جرګه کی شاه امان الله خان اړ شو چی مرتجع روحانیانو سره جوړجاړی وکړی او د اصلاحاتو له کړنلارو څخه لاس واخلی.

د «علم او جهل څلۍ» چی د کابل شیردروازه غره په لمن کی ځای لری ددی لپاره چی د انګریزانو چوپړو ملایانو پر ضد جوړه شوی، د هیڅ دولت له لوری د هغه نوم ندی اخیستل شوی او نه ستایل شوی ده. له همدی کبله دا څلۍ ناپیژنده پاتی شوی ده.


په دغه څلۍ کی د هغو خلکو نومونه او مالومات لیکل شوی چی د «ناپوهۍ او پوهی په مقابله» کی شهدان شوی دی او په پورتنی برخی کی دا لاندی متن په سترگو کیږی:

١٣٠٤ کال د غبرکولی ٢٣ نیټه د جهالت او پوهی د څلی منار د پیل مراسم
١٣٠٤ کال د غبرکولی ٢٣ نیټه د جهالت او پوهی د څلی منار د پیل مراسم

«د هغو ارزښتناکو سرښندنو چی د هیواد زیار ایستونکو، زمریانو او غیرتمنو بچیانو له خوا د جاهلو بلواګرو پرضد دسهیل په سیموکی سر ته رسیدلی وه یوه مقابله د جهل او علم وه . په ١٣٠٣ هجری شمسی کال د افغان ملت د ترقی غوښتونکی غازی (امیر امان الله خان)، د پوهی او تمدن پالونکی، د شرف او عزت ساتونکی، دعلم اومعرفت خوښونکی، له اشرارو او بلواګرو څخه دهیواد ساتونکی وه. دغو اتلانو او نومیالایانو د هیواد سوکالی او هوساینی لپاره خپل ځانونه قربان کړل او په تاریخ کی په زرینو ټکو ددوی نومونه ولیکل شول. دغه له ویاړه ډک یادګار ۱۳۰۴ کال د غبرګولی په ۲۳مه نیټه جوړ شو ترڅو د ریښتنولی او پوهی د لاری شهیدانو یاد ژوندی وساتل شی او د هیواد راتلونکی نسل د هغوی سرښندنو ته په درنه سترګه وګوری او د هغوی دغه له ویاړه ډکه قربانی د خپلی لاری لارښود وټاکی.»

د ملای لنګ او دهغه ٥٢ نورو کسانو چی له ده سره په جرم کی ملګري وه د پانسی کولو خبر د «حقیقت» په جریدکی (١٣٠٤کال د غبرګولی ۶مه)
د ملای لنګ او دهغه ٥٢ نورو کسانو چی له ده سره په جرم کی ملګري وه د پانسی کولو خبر د «حقیقت» په جریدکی (١٣٠٤کال د غبرګولی ۶مه)

د ۱۳۰۴ کال د غبرگولی په ٤ نیټه ملای لنګ او ملا عبدالرشید د ٥١ نورو مرسته کونکو باندی د پانسی کولو حکم صادر او د مراسمو په لړ کی د مرنجان په تپه کی پانسی شول او په سلگونو نور شمال ولایاتو ته تبعید شول. امان الله خان د ٥٣ تنو د پانسی کولو مراسمو پر مهال په وینا کی چی د «حقیقت» جریده کی په ۱۳۰۴ کال د غبرگولی په ۶مه نشر شوی وه داسی وویل:

«په رښتیا سره زمونږ ملت او حکومت لپاره د یوه قوم کسانو ته چی د ځګر په وینو روزلی وی او له هغو څخه د خدمت هیله کیږی سزا ورکول ډیره ګرانه ده د افسوس ځای ده ولی څه وکړم یوه دانه چی هیڅ علاج یی نه کیږی او د بدن ټول وجود ته ضرر رسوی انسان مجبوره ده چی هغه دانه پری کړی دغه خاینین یوه د سرطان دانه ده چی زموږ ‍د هیواد په بدن کی راختلی ده نو اوس لازمه ده دغه قطع کړو تر څو زموږ د وطن نور ورڅخه زیانمن نشی.

کاشکی دغه د عسکری او ملکی اولادونه او دغه جاهل او نادانه زامن یی چی د علم او جهل په مقابله کی له لاسه ورکړل که دغه دهیواد د ښه والی او آبادی لپاره شوی وه څومره به زه خوښ شوی وم تر څو چی دغه بد بخته پدغه مصیبت او تباهی نه وه مبتلا شوی.»

دهغو کسانو په منځ کی چی د امانی دولت په خلاف دسیسې کولی د حضرت صبغت الله مجددی نیکه هم برخه درلوده. غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کی» (ج – ١ ص ٨٠٨) په دغه برخه کی لیکی:

«دغه کال وه چی شاه امان الله په نورالمشایخ مجددی (حضرت فضل عمر مجددی مشهور په [حضرت شوربازار] شکمن شو غوښتل یی هغه بندی کړی لاکن شمس المشایخ مجددی (حضرت فضل محمد مجددی) چی یو مجاهد او نیواک ضد مبارز و او هم د انګریزانو له نفوذ څخه د پولو آزادولو طرفدار وه پرینښود چی داسی وشی. نو شاه د نورالمشایخ له بندی کیدو تیر شو پدی شرط چی له افغانستان څخه ووځی. نورالمشایخ د کورنی سره یو ځای د افغانستان څخه ووت او په دیره اسماعیل خان او کویټه کی استوګنه اختیار کړه. لاکن دافغانستان حکومت انګلیسانو ته یادداشت واستوه تر څو نورالمشایخ د افغانستان له سرحدو لری وی نوځکه نورالمشایخ بمبیی ته ولیږل شوه.»


که ‍پرون انګلیسانو د ملای لنگ پوسیله افغانستان د ناپوهی او ترگمیو په لور بوته اوس ‍دغو دری لسیزو کی د امریکا دولت د بنسټ پالو په روزلو او سمبالولو تنظیمیان، طالبان او داعش زموږ هیواد ته راواستول ترڅو افغانستان په تیارو اوبدمرغیو کی ډوب کړی او ظالم او مرتجع ایران او پاکستان هم زموږ د هیواد په ویجاړولو کی ستره ونډه درلوده. ملا عمر، ګلبدین، ربانی، سیاف، ملا تره خیل، محسینی او اسماعیل او داسی نور دا ټول د اوسنی پیړۍ (ملای لنګ) دی باید په یوه بی‎پلوه محکمه کی د خلکو سترګو وړاندی په دار وځړول شي.

پرموږ ده چی د خپلو نیکو پشان د پوهې او پرمختګ بیرغ اوچت کړو ناپوهي او جنایت د تاریخ ډیران ته وغورځو. ترڅوچی زموږ ملت د ترکمیو څخه خلاص نشی او د نیواک په لښکرباندی بریالی نشو افغانستان به د نیکمرغی او جوړیدل ونه ګوری.


مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 89 میلمانه آنلاین لرو