سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز

سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز

سخی جان، د روسی ضد مقاومت له مبارزانو څخه وه چی په پوره میړانه د نیواکګرو اود هغوی چوپړانو د جګړې لښکر ته ولاړ او له هیواد څخه د روسانو په وتلو سره یی، خپل ټوپک کیښود او په غریبی کی ولی په لوړ همت یی ژوند وکړ. «د افغانستان همبستګی ګوند» د هغه سرښندونو او د دغی زیارکښ انسان نرم شخصیت ته په احترام کولو چی په خواشینۍ سره څه موده مخکی سترګی له نړۍ څخه پټی کړی، په لنډه توګه د هغه د ژوندانه کړنې خپروي.

غلام سخی د جمعه خان زوی په ۱۳۳۴ لمریز کال کی د خیوی ولسوالی، د قلعټک د پشه‎ای ملیت په یوې بیوزله کورنۍ کی نړۍ ته راغی. پلار یی بزګر و چی په ډیرو ستونزو کی یی شپی ورځی تیرولی. غلام سخی د دی په خوا کی چی ښونځی ته تللو د ځمکو پر مخ یی کار کاو. د سیدجمال الدین د لیسی د شپږم ټولګی زده کونکی وه چی پلار یی ومړ او د څلور کسیزی کورنۍ مسئولیت د هغه په غړه پاتی شو. غلام سخی اړ شو چی د بزګرۍ او د محصولاتو پلورلو لپاره، ښونځی پریږدی. هغه سخت کار کاوه تر څو د خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.

غلام سخی خوښ طبع او ولس پاله سړی وه. څه وخت چی د کار څخه ستړی کیده خلک یی خپل خواته راټولول او شپیلی به یی غږوله تر څو یوې شیبې لپاره خپل درد او رنځ هیر کړي.

سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز سخی جان په جبهه کی اله ښي نه کیڼ لوری ته، لومړی کس

کله چی روسانو پر افغانستان یرغل وکړ د غلام سخی ژوند کی ستر بدلون راغی. په هغه وخت کی چی خلک د هیواد په ګوټ ګوټ کی د خلق او پرچم د جنایتونو څخه پوزی ته راغلی وه لاس یی په مبارزه پوری کړ، د مبارزو روڼ‎اندو یوه ډله دره‎نور ته ولاړه تر څو د خلکو په راغونډولو باندی د مقاومت جبهه جوړه کړی. غلام سخی چی د مخکی نه یی یو شمیر دغو مبارزانو سره پیژندګلوی لرله له لومړنی کسانو څخه وه چی دغې ټولګی سره یوځای شو. هغه خپله ګاډی چی په هغی باندی یی ترکاری د خرڅلاو لپاره وړله خپل لس کلن وراره ته وسپارله او ورته یی وویل: «له دی څخه وروسته زما دنده د هیواد او خلکو څخه ساتنه او ستا دنده د کورنۍ څخه ساتنه ده.»

ملګرو یی د مینې له مخی، هغه ته چی هر کله په خندا، له ځان تیر او زیارکښ وه، «سخی جان» ویلی. هغه وخت چی په ۱۳۶۳ کال د دره نور جبهه جوړه شوه، هغوی ډیر لږ امکانات درلودل. سخی جان د خطر څخه ډکی لاری (د دولت د پوستو او د حزب اسلامی د وینی‎څښونکو قومندانانو د جبهاتو څخه تیریدل) یی مزل کاوه او د خیوی د ولسوالی څخه یی دره‎نور ته خوراکی او نور ټول د اړتیا وړ توکی رسول. هغه تل د جنګ په لومړۍ لیکه کی ولاړ وه. که څه هم د لاری په اوږدو کی تل د نیولو کیدو ګواښ او آن د دولت له خوا د سمدستی اعدام شتون درلود، خو سخی جان د وسلو او مهماتو او د ټپیانو لیږدول هم په غاړه اخیسته. هغه به ټپیان د جګړې د لیکی څخه په ډیرو ستونرو ولسوالی ته او د هغه ځای څخه به یی د جبهی شاته لیږدول.

مرزا یو تنه دهغی د همسنګریانو څخه وایی:

سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز مرزا: «سخی جان په بشپړه توګه یو بل ډول انسان وه. معمولآ څه وخت چی د عملیاتو څخه راستنیدو او په غرونو کی به پیاده تللو ولی سخی جان به ستړیا نه پیژنده. او وروسته د راګر ځیدو څخه به یی خپله شپیلی راخیستله او د هغی په غږولو په یی مونږ ته روحیه راکوله.

«سخی جان په بشپړه توګه یو بل ډول انسان وه. معمولآ څه وخت چی د عملیاتو څخه راستنیدو او په غرونو کی به پیاده تللو ولی سخی جان به ستړیا نه پیژنده. او وروسته د راګر ځیدو څخه به یی خپله شپیلی راخیستله او د هغی په غږولو په یی مونږ ته روحیه راکوله. له دې سره چی ډیر مکتب یی نه وو لوستی خو خورا هوښیار او تیزلید او صحیح او ریښتینی انسان وه. هیچکله به یی د چا تیروتنې نه پټولی، په جرئت سره به یی وړاندی کس د قومندان څخه نیولی تر مجاهد ټول یی د نیوکی لاندی نیول. د هغه یو بله ځانګړنه دا وه چی خپله خطا به یی د روڼ‎اندوه په ډول نه پټوله بلکی په زغرده به یی په خپله تیروتنه او خطا اقرار کاو.»

په هغه وخت کی چی د سخی جان دوی پوځي تم‎ځای څو ځلی د روسانو لوټمار لښکر د بریدونو لاندی ونیول شو، هغه خپله میرمنه چی یو ریښتینی مبارزه ښځه وه دره‎نور ته له ځانه سره راوستله تر څو د کارونو په مخکی وړلو کی برخه واخلی. میرمنه یی چی سرورو نومیده د نورو کارونو سربیره، هر ورځ تر ۴۰ ټیکلی تنوری ډوډۍ مجاهدینو ته پخولی هیڅکله له دغو درندو کارونو څخه نه ستړی کیده. هغه کسان چی نوی د جبهی سره یوځای کیدل او په لومړنیو عملیاتو کی برخه اخیسته، سخی جان به د هغوی سره زړه خوږی کاوه او ویل به یی چی موږ د هیواد لپاره جنګیږو او په خپله سیمه کی یاستو نو په دی بلد یو چی خپل دښمن ته سنګه ګوزار ورکړو او خپل ځان وژغورو.

سخی جان په هغې جبهی پوری تړاو درلود چی نه یوازی د روسانو او چوپړانو د بریدونو لاندی، بلکه د اخوانی بانډونو او په ځانګړی توګه د حزب اسلامی د کرغیړن کوند له بریدونو هم خوندي نه وه. هغوی اړ وو چی په دو جبهو کی وجنګیږی او اجازه به ورنکړی چی سیمی یی د تنظمی قومندانانو له خوا ونیول شی او د ویجاړی په لور ولاړې شي.

حضرت د سخی جان د هم سنګریانو څخه یو تن له هغه څخه خپل خاطرات داسی بیانوی:

«۱۳۶۴ کال وه چی د بوډیالۍ کلی د روسانو له خوا د سخت برید لاندی ونیول شو. خلک په ورخطایی سره هری خواته خواره شول، برید لا دوام درلود چی د غر له خوا د شپیلی لوړ غږ زموږ غوږونو ته راورسید. سخی جان د غر لوړی څوکی نیولی وی او شپیلی یی غږوله. او خلکو ویل چی دا سړی لیونی شوی چی په داسی حالت کی شپیلی غږوی. څو شیبی نه وی تیرشوی چی په لوډ‎سپیکر کی یی په لوړ غږ د کلی خلکو ته وویل: "چیر ته ځی؟ په تیښتی سره نشی کولی چی د دی ویر څخه خلاصون ومومی. باید په یوځای او یو موټي په توګه د دغه ناولی دښمن پر وړاندی ودریږو او وجنګیږو تر څو خلاصون ومومو.»

د روسانو له وتلو څخه وروسته، سخی جان خپله وسله پر ځمکه کیښوده او هغه وخت چی د تنظیمی ډلو ترمنځ جنګ ونخته هغه هم د زرګونو افغانانو په څیر پاکستان ته کډوال شو او په هغه ځای کی یی هم یو ټوټه ځمکه په باړه ونیوله د کښت او زراعت له لاری یی خپلی کورنۍ ته نفقه موندله. هغه شپه او ورځ زیار ویستلی خو د خپلو اولادونو ښوونی او روزنی ته یی پوره پام درلود. سخی جان په ځانګړی توګه د خپلو لورګانو ښووني ته پام کړی وه تر څو چی په راتلونکی کی د خلکو او هیواد چوپړ ته هوښیاری او د بیلګی وړ انجونی وشمیرل شی.

سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز د ننګرهار په خیوې ولسوالۍ کی د سخي جانه غریبانه جونګړه

دغه لوړ هوډ لرونکی انسان په هغه کچه چی د روسانو او د هغوی د چوپړانو څخه یی کرکه درلودله په څو مرتبو ډیر د ایرانی او پیښوری اخوانی بانډونو څخه بیځاره وه او هغوی یی د خلکو دښمنان او هغه کسان پیژندل چی د شا له خوا ولس په چاړه وهی او د افغانستان د شاتګ او بدمرغۍ لاملان دي. په هرځای کی چی د عدالت غوښتنی او د بنسټپالو پر وړاندی د مبارزی غږ اوچت وه، سخی جان به په هغی کی برخه اخیسته. افغانستان ته د راګرځیدو څخه وروسته، «د افغانستان د همبستګۍ ګوند» په ټولو لاریونونو کی ګډون کړی. نقیب یو تن د سخی جان د دوستانو څخه وایی:

«د افغانستان همبستګۍ ګوند د ایران دمبارزانو په پلوی په کابل کی لاریون په لاره اچولی وه چی سخی جان هم پکی ګډون درلوده. د لاریون په پای کی هغه ما ته وویل چی هغه وخت به زما زړه آرام ومومي چی د خلکو ستره ډله ګلبدین د ولس دغه وژونکی ونیسی او په همدغه ځای کی په دار وځړوی. یواځی شعار بسنه نه کوی باید دغه شعار په خپل ایمان باندی بدل کړو او هغی ته د رسیدلو لپاره جدی کار وکړو.»

سخی جان، د روسې ضد مقاومت جګړې مبارز سخی جان په ۱۳۹۴ کال کی د وینی د لوړ فشار له کبله ژوند د لاسه ورکړ خو د خپل ځان څخه یی د نه تسلیمیدلو او پر ستونزو باندی بریا او د هیواد خپلواکۍ سره د مینی درس پریښوده.

ولی په خوشینۍ سره د ستونزو ډک ژوند او د خپلی میرمنی د لاس ورکولو ویر هغه ته د نور ژوند کولو چانس ورنګړ. سخی جان په ۱۳۹۴ کال کی د وینی د لوړ فشار له کبله ژوند د لاسه ورکړ خو د خپل ځان څخه یی د نه تسلیمیدلو او پر ستونزو باندی بریا او د هیواد خپلواکۍ سره د مینی درس پریښوده.

‎سخی جان د مقاومت جګړې د زرګونو مبارزانو یو ښه بیلګه وه چی د خپل سر څخه په تیریدو سره د روسانو له منګولو څخه د افغانستان خلاصون په لاره کی وجنګیده او په سر کی یی د خپلی خاوری د آزادۍ او ښیرازۍ هیلی درلودلی. خو پردی‎پاله او ظالم تنظمی مشران، په خیانتونو او معامله کولو یی د دغه ولس ټولې لاس ته رواړنې له منځه یوړې او افغانستان یی په جنګ او ناورین کی نور هم ډوب کړ او د څلویښتو څخه په ډیرو هیوادونو یی خرڅ کړ.

نن ورځ په خواشینۍ سره د «جهاد او مقاومت» ټبکه دارانو چی زموږ د ولس آزادۍ غوښتونکی مبارزی اصلی لوری یی اړولی دی، او په بیشرمی سره خپل ځان په لوړ غږ اتل بولی او په دغه نامه زموږ د هیواد شتمنی لوټ کوی، خو د دغی مقاومت د اصلی اتلانو څخه چی سخی جان د هغوی څخه یو تن دی، هیڅ یادونه نه کیږی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 278 میلمانه آنلاین لرو