«د وژونکو ډله»، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ځناورتوب مستند

«د وژونکو ډله»، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ځناورتوب مستند

«د وژونکو ډله» (The Kill Team)، یو مستند دی چې د کندهار په میوند ولسوالی کې د امریکایی نیواکګرو ځواکونو له خوا د ورزشی سرگرمیو لپاره د بی‏ګناه افغانانو وژل د او د جنګې غنیمت په توګه د هغوی د بدن د غړو ساتل یی انځور کړي او دا په ډاګه کوی چې دغه د امریکا واکمن سیستم دی چې د خپلو سرتیرو څخه ځناور او بی‏رحمه عناصر جوړوی. دغه فلم د امریکایی مستند‏جوړونکې، دن کراوس (Dsn Krauss) له خوا جوړ شوی چې تر اوسه دو ځله د اسکار جایزې ته نوماند شوی او تر ټوله غور مستند فلم ډالې یی د «ترایبکا فلم ننداره» کې د خپل ځان کړه. د یادونې وړ ده چې ښاغلې کروس څو نور د مفهوم څخه ډک مستندونه هم جوړ کړی دی چې د لیدلو ارزښت لری او له هغې ډلې څخه کولی شو د «کیون کارتر مرګ» (The Death of Kevin Carter)، «د ټولو لپاره ناانډول» (Inequality for All) و «وروستۍ پایله»‌ ‌‌‌‌(Extremis) څخه نوم یوسو.

له ښی لور څخه کیڼ لور ته:آدم وینفلید، جیرمی مورلاک، مایکل ویګنن او اندریو هولمز
له ښی لور څخه کیڼ لور ته:آدم وینفلید، جیرمی مورلاک، مایکل ویګنن او اندریو هولمز

مستند د آدم وینیلد (adam Winfield)، د «میوند ولسوالی په وژنو» کې یو تن د تورن په خبرو پیل کیږی چې د پوځ سره د یوځای کیدو لپاره خپله لیوالتیا څرګندوی. ورپسی دوه نور نظامی تورن هر یو جیرمی مورلاک (Jeremy morlock) او اندریو هولمز (Andrew Holmes) د افغانستان جګړې په وخت کې خپله لیوالتیا او خوښې په موسکۍ شونډو بیانوی.

مورلاک وایی:

«د نظام د پیاده په ډول، د سړی ټول ژوند د آزمایښتونو په یوه ټولګه کې نغښتی دی. آیا په بشپړه توګه یو سړی یی؟ آیا په ډیره اندازه یو کلک سری انسان یی؟ کولی شی چې ماشې ته زور ورکړی؟ آیا مړي کولی شی؟ آیا ژوندی پاتي کیدلې شی؟ له تګ څخه وړاندې، د قطعې قومندان موږ ته وویل: "افغانستان د جنګیالیو جنت دی."»

او هولمز په ادامه کې ډیروی:

«د جګړې لومړنی تجربه می: یو کلې ته د ننوتلو لپاره د یوالونو څخه اوختیدلم چې مردکې زموږ د سر د پاسه تیر شو. غواړم دا ووایم چی زموږ شاته د ونو سره ولګیدل. او لومړنی شی چې می ذهن کې راوګرځیده، د "تاپ گن" فلم صحنه وو. خرپنده جګړه وه خو ډیره زړه راښکونکې وه.»

Calvin Gibbs
کالوین گیبز چې ویل کیږی د وژل شویو د بدن غړی یی د ځان سره ساتل او په دی ځاې کې هم ورسره د جراحی قیچې د هغی د سینی د پاسه جیب کې لیدل کیږی.

ورپسی درې واړه سرتیرې د جګړې نه شتون څخه سر ټکوی او وای د قومندان د ټپی کیدلو څخه وروسته یو نوی قومنداند د کالوین ګیبز (Calvin Gibbs) په نوم راځې چې د افغانستان او عراق د جګړو تجربه لری. هولمز یی په اړوند وایی:

«ما ته یی هیڅکله ونه ویل چې په عراق کې یی څه کړی دی. د هغې خال‏وهنې می ولیدلی. کار یی کاو چې د څو کوپړیو خال‏وهنې می د هغه په خپه کې ولیدلی. له هغه څخه می ونه پوښتل او بل چا راته وویل:"هغه کسان دی چې تر اوسه یی وژلی دي."»

مورلاک د دغه قومندان څخه په ستاینې څرګندونه کوی:

«ما او ګیبز ډیر وخت یوځای سره تیراوه... د لومړی دوه اونیو لپاره په یو ګاډي کې یوځاي سفر کاوه. له هغه څخه د مې په عراق کې دهغه وروستۍ دندې په اړوند وپوښتل. د یوی ځانګړی پیښې په اړوند یی قصه وکړه چې په ښه توګه می په یاد ده. په عراق کې چې څه وخت د سړک څخه تیریدلو، یو ګاډی د هغه لور ته راځې او نه ودریږی. د ګاډی په لور د ډزو باران کوی او وروسته جوته کیږی چې په کاډي کی ناست خلک یوه کورنې وه. فکر کوم، پلار او مور او یو کوچنې ماشوم وژل کیږی... ماته یی توضیح راکړه چې له ډیر وخت څخه د داسی موقعې په تمه وه ځکه چې په آسانۍ سره یی صحنه‏سازی کړی وه او د سزا څخه یی ځان خلاص کړ.»

او په ادامه کې وایی:

«د قربانی تر څنګ د وسلې ایښودلو صحنه‏جوړولو سره زموږ لومړنې خبری پیل شوی... په عراق یا افغانستان او یا په نورو ځایونو کې د کسانو په اړوند مې ډیر اوریدلې وه کله چې وسله ترلاسه کوی کله چې یو غیرنظامی وژني، یوه وسله د مړی تر څنګ ږدی تر څو هغه یو ګواښ ښکاره کړی.»

د کلوین گیبز په ښپه باندی د کوپړیو خال‏وهنی
د کلوین گیبز په ښپه باندی د کوپړیو خال‏وهنی

د مستند په ادامه کې، مورلاک توضیح ورکړه چې د ګیبز سره د چای څښکلو پر مهال، هغه ورته زده‏کړل چې څو لاسی بمونه چې په لیست کې ثبت نه وی له ځان سره وساتی او دهغې څخه په ګټه اخیستنې سره انسانان ښکار کړی. وروسته، د کندهار ولایت د میوند ولسوالی د «لعل‏محمد په کلې» د ګزمې پر مهال، مورلاک او هولمز پریکړه کوی یو کس د هغوی لور ته د لاسی بمب د اچولو په تور ښکار کړی چې په پایله کې د ۱۳۸۸ کال د مرغومی میاشتي په ۲۵ نیټه (۲۰۱۰ کال د جنوری په ۱۵) ۱۵ کلن افغان ځوان د ګل‏محمددین په نوم چې د خپل پلار په کرونده کې کار کاوه، د دغه ځناورتوب قربانی کیږی.

«هولمز: په هغه ورځ کې د غونډی په هسکه څوکه ولاړ وو او د کلې له مشرانو سره مو مرکه کوله.

مورلاک: زه او هولمز د ډلې د نورو غړو څخه په یو ډول لری پاتی شو. او ورته می وویل، چې د هغه هلکانو څخه یو تن ویشتلی شو او که نه. یو هلک په کرونده کې په بزګری بوخت وو. د جزییاتو په اړوند مو خبری وکړی: "هغه زموږ لور ته راته، ورته مو وویل چې ودریږه. زموږ امر ته یی غوږ و نه نیوه. هولمز په خپل لاس کې یو شی یی تشخیص کړ. هغه فکر وکړ چې باید لاسی بم وی. زموږ لور ته یی ګوزار کړ او وروسته موږ له هغه سره ونښتلو او د دیوال شاته پټ شو."

هولمز: د مورلاک شا ته می سنګر ونیوه او هغه زما په غوږ ګې چیغې ووهلی:"لاسی بم. هولمز، اوربل!"

مورلاک: د بم چابې یی وویستله او هغه یی وغورځاو او د هولمز لور ته می چیغی وکړی: ‌ "اوربل!" پوهیږی، ابدی ګړی وه.

هولمز: له هغه وخت څخه چې چابې وویستل شوه او لاسی بم چاودنه وکړه، ۵ ثانیه مو درلودلی.

مورلاک: په خپله ماشینداره یی څو ځله ډزې وکړی او وروسته مې هغه راښکته کړ. لاسی بم وچاوده.

هولمز: هر څه ګډوډ شو، خاورې او دوړو ټول ځاي نیولې وو. خپل کیڼ لور ته می وکتل، هغه ځای چې مورلاک پر دیوال ناست وو. مخابره یی په لاس کې وه او په هغې کې یی چیغې وهلې: "اړیکه. اړیکه. اړیکه."

وینفیلد: د مورلاک له لور څخه مو د "اړیکې. اړیکې" چیغې واوریدلې او وروسته یی پیښه تشریح کړه. ناڅاپې مې هغه کیسه چې د مخکې نه راته تشریح شوی وه په ذهن کې می تیره شوه چې مخکې نه یی د دغه ډول پیښې په اړوند راته تشریح راکړل شوی وه.

هولمز: د هغه لور (مورلاک) ته می پام وکړ او ومی ویل: "بیا ونښلو؟ مرسته کونکې ځواکونه وغواړو یا دغه هلک څو ډزې نور وولو یا نور څه؟" مورلاک ماته ځواب رانکړ. د هغه هلک لور ته د تیار‏سی په حالت کې ولاړ وو، خپل ام۴ ټوپک یی اوچت کړ او ټک ټک دوه ډزه نور یی هغه هلک وویشته.

مورلاک: هغې د انسانانو په نوم‎لړ کې ځای ندرلوده، زه هک‎پک وم، هولمز هم همداسی. ټوله یوی لوبی ته پاتی کیده، پیاده نظام نړۍ. له خپل ځان سره می وویل: "په پای کې مو یو تن وواژه. اړینه نه ده، ښه یا بد انسان."

هولمز: د دغه هلک پلار او وروڼه یی راوستل او د هغوي څخه یی پوښتنه وکړه: "دغه هلک پیژنې؟" او هغه سړی ځواب ورکړ"هو، ځوي مي دي. "ورور یی هغه ځاې کې ناست وو او دواړو ژړاه کوله. تر هغې وروسته مو هغه په توره خلطه کې کیښوده او د کلې پورته برخې ته مو یوړ او زره ګاډی په وړاندی مو هغه بربنډ کړ. ګاډی ته وختلو او د ادرنالین هورمون زموږ په ټول بدن کې د خپریدلو په حال کې وو. نه پوهیدلم چې وروسته له هغې څخه څه کیږی او قرارګاه ته راوګرځیدلو. ټولو موږ ته د اتلانو په څیر کتل.

وینفیلد: ټولو هغوې ته لاسونه پړقول، چک یی اچاوه او لاس یی ورکاوه. او ویل به یی چې ټول باید له تاسو څخه زده‏کړه وکړی. زه په کیسه بل ډول پوهیدلم او نورو همدارنګه. خو د ټول لپاره د منلو وړ وه.»

د ۱۳۸۸ کال د مرغومی په ۲۵:‌ اندریو هولمز د ګل‏محمددین سره یادګاری انځور اخلی.
د ۱۳۸۸ کال د مرغومی په ۲۵:‌ اندریو هولمز د ګل‏محمددین سره یادګاری انځور اخلی.

دغه جنایت یوازې د ۱۵ کلن ګل‏محمددین په وژلو سره پاي ته نه رسیږی. د ۱۳۸۸ کال د کب په ۳ (۲۰۱۰ د می میاشتی په ۲)، د «وژونکو ډلې» څخه کالوین ګیبز او مایکل ویګنن ۲۲ کلن معراج آغای یی د تودوخې څارونکې کمرې په واسطه د سرک په غاړه وپیژنده او برید لاندی یی ونیوه او وروسته یو کلاشینکوف یی د هغه په خوا کې کیښوده تر څو هغه یو ګواښ ښکاره کړی. د ۱۳۸۹ کال د غویی په ۱۲ (۲۰۱۰ کال د می په ۲)، کالوین ګیبز او آدم وینفیلید یو بل کس د ملا الله‏داد په نامه وواژه.

د مستند په بله برخه کې، مورلاک اعتراف کوی کله چې قرارګاه ته راګرځې، ګیبز هغه ته د یو قربانی غوڅه کړی شوی ګوته ښکاره کوی او وایی پریږدی یی چې خوسا شی او د هډوکو څخه یی د خپل ځان لپاره غاړکې جوړوی. مایکل ویګنن هم د یو قربانی د کوپړۍ د یوی برخې هډوکې د خپل ځان سره ساتی.

سربیره پر دی، نوموړی مستند ناڅرګند حقیقت هم بربنډوی: که هرڅه وینفیلد د دغه جنایت له پیل څخه د خپل پلار سره په امریکا کې په اړیکه کې وو او د مرستې غوښتنه یی کوله خو کله چې پلاره یی د څو دولتی او نظامی باصلاحیت دفترو سره پرلپسی اړیکې نیسی څوک ورته ځواب نه ورکوی او په پایله کې د امریکا یو نظامی چارواکې ورته وایی چې یواځینې ګواه یی ځوي دی او دا د شکایت درج کول لپاره پوره نه دی. دوم، د دی سره سره چې د امریکا دولت د دغه ډول وژنو په تور څو سرتیرو ته یی سزا ورکړی، خو سرتیری او د کورنې غړی یی وای چې د دغه ټولو ځناورتوبونو اصلی لامل د امریکا د فوځ او نظام جوړښت دی، او له دې پرته کیدی شو چې په لومړنې ګام کې د دغه ډول جنایاتونو د پیښیدلو څخه مخنیوی وکړو.

او د مستند په پای کی کولې شو چې پایله واخلو چې د «وژونکو ډلې» سرتیرې هم د امریکا د وینې‏بهونکې او ورځ په ورځ ډیریدونکې جګړې قربانیان دی چې په نړۍ باندی د واکمنی کولو لپاره، یی هغوی په کلک‏زړو او د انسانی حس په نه درلودلو انسانانو باندی بدل کړی دی:

«مورلاک: چا راته وویل چې ته وژونکی نه بلکه یوازی په وژنه باندی تورن شوی یی. نو په دغه بنسټ، د لومړنې وژنې څخه وروسته می په خپل ځان ویاړ وکړ. د خپل ځان سره می ویل چې اوس یو لوی سړی شوی یی. دا د نظام د یو پیاده کار دی. له تا څخه پورته کسان ستا لپاره د الهام اخیستلو بیلګه ده او هر کار باید وکړی تر څو چې هغوی خوښ کړی.

هولمز: اوس ۱۹ کلن او په دې وروستیو کی د ښوونځې څخه فارغ شوی وم، فکر می کاوه چې په ټولو شیانو پوهیږم خو ډیره سخته تیروتنه می کوله. د داسی کسانو سره می سروکار درلود چې له ما څخه یی دغه ډول انسان جوړ کړ.

سترونر: له هغه ورځې څخه چې په فوځ کې داخلیږی، درته ویل کیږی چې د نظام د پیاده په توګه هر هغه څه چې ستا په وړاندی ودریږی له منځه یی یوسه، ستا دنده وژل دی... ټول په رسنیو کې موږ ته د «وژونکو ډله» وایی، پوځ همدارنګه. موږ یوازینې کسان وو چې ونیول شو خو نور هم له موږ سره کوم توپیر نه لری.

مورلاک: هیڅ لاره راته پاتې نه وه چې د هغوی کومه برخه ونه اوسم، کله چې د ګیبز په شان کسانو له خوا اداره شی.

وینفیلد:‌ ...جګړه یوه کرغیړنه پدیده ده.»


مستند په یوټیوب کی «د وژونکو ډله »

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 74 میلمانه آنلاین لرو