آزادی‏ غوښتونکې رهبران چې د سی.آی.ای له خوا ووژل شول

آزادی‏ غوښتونکې رهبران چې د سی.آی.ای له خوا ووژل شول

«واشنګتن هر څه دمخه د هغه ریښتنې انسانانو څخه چې ځان پلورونکې نه دی، کرکه لري.»

پل ګریک، د ریګن د ادارې مالې وزیر مرستیال


د امریکا زورواکی دولت د دریمی نړۍ په هیوادونو کی خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره یوازینې لاره د ملی او هیوادپالو ځواکونو او رهبرانو له شتون څخه د صحنې په تشول بلی ځکه په دې ښه پوهیدلی چې ملی او مبارز عناصر د اوسپنیز دیوال په څیر د هغوي د ویجاړونکو لاسوهنو خنډ ګرځي او په هوساینې سره نه شي کولي یو شمیر عزتمنده کسان د پیسو او چوپړتیاو په بدل کې وپیري. په همدې لامل، په هر هیواد کې چې هغوی د لوټ او لاسوهنې نیت ولری روڼ‏اندو او ملی او آزادی‏غوښتونکې رهبرانو ترور د هغوي کړنلاره په سر کې ځاې لری خو برعکس، هغه څه چې په خپل هیواد کې هم تجربه کوو، له ځان‏پلورونکو او جاسوسو مشرانو څخه په بشپړو چوپړتیاو ملاتړ او پلوی کوی.

زه د بیلګې په توګه د نړۍ څو تنه سترو رهبرانو نومونه در په ګوته کوم چې د امریکا څارګر سازمان له خوا په بیلا‏بیلو هیوادنو کی د ترور او توطئه لاندی راغلې دی.



سلوادور آلنده

سلوادور آلنده
سلوادور آلنده

سالوادور آلنده په ۱۹۷۰ کال کې د شیلی په ولسمشری ټاکنو کې کټونکې شو. هغه د شیلی لومړی دموکرات ولسمشر شمیرل کیږی چې واک ته د رسیدلو څخه وروسته د خپل هیواد پرمختګ او ودې لپاره یی پراخه کړنلارې په مخ کې لرلې ډیری صنایعو څانګې یی ملی اعلانی کړی. هغه هڅه کوله خپل هیواد د تړاو او بیوزلې څخه وژغوری.

امریکا چې د هغې څخه د ګواښ احساس کاوه، د ۱۹۷۳ کال د سپتامبر په ۱۱ نیټه د یوی کودتاه په لاره واچوله د خپل لاسپوڅې جنرال پینوشه په واسطه یی، آلنده او یو شمیر ملی او عدالت‏غوښتونکې شخصیتونو یی ووژل او یو پوځي دیکتاتوری رژیم یی د سی.آی.ای د مستقیم نظر لاندی په هغه هیواد کې واکمن کړ.



محمد مصدق

محمد مصدق
محمد مصدق

په ۱۳۲۸ کال کې د ایران د نیواک‎ضد او ملی رهبر محمد مصدق د هڅو پایله وه چې «د ایران ملی جبهه» تاسیس شوه او د هغې اصلی موخه د استعمار په وړاندی مبارزه او د ایران د نفتو ملی کیدل وو.

په ۱۳۳۰ کال کې مصدق د صدراعظمی مقام ته ورسید او په لومړنې ګام کې یی د نفتو صنعت ملی کړ چې د لویدیځ د نفتو لویو شرکتونو او په ځانګړی توګه انګلستان ته کلک ګوزار وو. په همدغه لامل د نوموړی حکومت د نسکورولو طرح د سی.آی.ای او د انګلستان څارګرو بنسټونو له خوا په لاره واچول شوه. په پایله کی د ۱۳۳۲ کال «د زمري ۲۸» په مشهوری کودتاه کې د امریکا یو شمیر مریانو له خوا دجنرال فضل‏الله زاهدی په مشرتابه، د مصدق دولت نسکور شو. مصدق ونیول شو په محکمه کې د تل پاتي او مستندې دفاع سربیره، خپل پاتی ژوند یی په بندخونه او له هیواد څخه لری تیر کړ تر څو چې په ۱۳۴۵ کال کې سترګې له نړۍ څخه پټې کړی.

د مصدق له منځه وړلو لپاره چې سي.آی.ای کوم عملیات په لاره اچولې وو د «عملیات آژاکس» په پټ نوم سره ترسره شو. د دغې کودتاه په شپیتم کال کې، د «سیا» سازمان په هغې کې په خپله ونډه اعتراف وکړ اړ د امریکا ملی آرشیف له خوا څخه د هغې لاسوندونه د ټولو په واک ورکړل شول.



هوگو چاویز

هوگو چاویز
هوگو چاویز

هوگو چاویزد ونزویلا ملی رهبر چې د ولس څخه راپورته او د غریبئ تریخ خوند یی څکلې وو، ۱۴ کاله یی د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅه وکړه او د امریکا د دسیسو او چوپړګرو په وړاندی یی ودریدنه وکړه. هغه ورځ چې نوموړی د ټول‎ټاکنو له لارې واک ته ورسیده، هیواد یی د امریکا مستعمره او ډیرئ خلکو یی د بیوزلۍ کرښې لاندی ژوند کاوه. هغه په میلیونونو ولسونو باندی په تکیه کولو سره بریالې شو چی د خپل هیواد د غریبانو د ژوند چارو ښه کولو لپاره ډیر اصلاحات راولی.

امریکا په دغه څوارلسو کلونو کې د هغه په وړاندی د هیڅ ډول ورانکارۍ، زهرجنو تبلیغاتو او آن د کودتاه څخه ځنډه و نه کړه. څرنګه چې چاویز کلکه ولسي پایه درلودله د امریکا ټولې کرغیړنې دسیسی د ناکامی سره مخ شوی او هغه کودتاه چې د هغې په وړاندی په لاره اچول شوی وه، په چټکې سره ماته شوه.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۶ نیټه د سرطان ناروغی د اخته کیدلو له امله مړ شو خو مرستیال یی، نیکولاس مادورو، په سرطان د چاوز اخته کیدل د هغه امپریالیستی دښمنانو کار وباله چې موخه یی امریکا وه.



پاتریس لومومبا

پاتریس لومومبا
پاتریس لومومبا

لومومبا د کنګو ملی غورځنګ ستر رهبر وه چې د بلژیک استعمار څخه د خپل هیواد په خپلواکۍ باندی بریالي شو. د ملی غورځنګ بریالتوب څخه وروسته، نوموړی د کنګو صدراعظمی ته ورسید او پراخه پرګرامونه یی د خپل هیواد ښیرازۍ لپاره درلودل. خو د لسو اوونیو څخه وروسته د «سیا» او د بلژیک دولت ګډی دسیسی له امله له واک څخه لری او د خپلو دوه تنو وفادارو ملګرو سره یو ځای د ۱۹۶۱ کال د دسامبر په ۱۷ نیټه د بلژیک نظامی مامورینو په لاس ټوټی ټوټی او مړی یی تیزابو کی واچول شو.



ارنستو چه گوارا

ارنستو چه گوارا
ارنستو چه گوارا

د کیوبا د انقلاب د نامتو رهبرانو څخه وه چې د باتیستا دیکتاتوری په ماتولو کې یي مهمه ونډه درلودله. هغه په ۱۹۶۵ کال کې هغه وخت چې د بولیوی کارګرانو د کیوبا انقلاب څخه په الهام اخیستلو سره راپاڅیدلی وو د بزګرانو د رهبری لپاره بولیوی ته داخل شو. سی.آی.ای چې په بولیوی کې د هغه د شتون څخه ویریدلی وه په چټکې سره د هغه نیولو لپاره لاس په کار شول چې بالاخره د ۱۹۶۷ کال په اکتوبر کې هغه وخت چې د غورځنګ سمبالو په کارونو بوخت وو د «سیا» مامورینو له خوا ونیول شو او په ډزو وویشتل شو.



فیدل کاسترو

فیدل کاسترو
فیدل کاسترو

فیدل کاستر د کیوبا د انقلاب رهبر چې په ۱۹۶۵ کال کې د ولسمشرۍ مقام ته ورسید او تر ۲۰۱۱ کاله پوری په دی ځای پاتی شو. نوموړی د امریکا لاس په بشپړه توګه له کیوبا څخه غوڅ کړ او خپل هیواد یی په چټکۍ سره د ځان‎بسنې او پرمختګ په لور یووړ. موندنې ښایی چې «سیا» شاوخوا ۶۳۸ ځله د هغې د وژلو طرح په لاره اچولې چې هغه ټولې د ماتې سره مخ شوی دی. د سی.آی.ای دغه پیچلو طرحو لړۍ د ۶۳۸ مستند فلم کې یی ازانګه موندلې ده.



عمر ترخیو (Omar Torrijos)

عمر ترخیو
عمر ترخیو

امریکا په ۱۹۰۳ کال کې د پاناما کانال کیندلو او رغولو تړون (چې اتلانتیک او آرام سمندرګې یو د بل سره یوځای کوی) په زوره تر لاسه کړ او په ۱۹۴۱ کال کې یی د هغې کار پاي ته ورساوه. پاناما تر ۱۹۸۹ کاله پوری نژدی ۶ ځله د امریکا نظامي یرغل لاندی نیول شوی وه. د امریکا پوځ د اوسیدونکو څخه د کانال شاوخوا سیمې تشولو لپاره په لومړیو کې د زېړی تبی پرازیټ په خپرولو لاس پوری کړ وروسته یی خپلې ۱۸ نظامی هډې په هغه ځاي کې ځاي پر ځاي کړی.

عمر ترخیو د خلکو ملی ولسمشر کله چې د پاناما کانال په ملی کولو اقدام وکړ او هڅه یی وکړه چې هغه د امریکا د واک څخه لری کړی، څو ځله د امریکا دولت له خوا وګواښل شو، بالاخره د ۱۹۸۱ کال د جولای په ۳۱ نیټه د هغه چورلکې ته د سی.آی.ای له خوا چاودنه ورکړل شوه. د ترخیو د ترور څخه وروسته وینی څښونکې او د سی.آی.ای چوپړ مانوئل نوریګا واک ته ورسید او په هغه هیواد کې د امریکا لاس په بشپړه توګه خلاص پریښودل شو.



داکتر احمد سوکارنو

داکتر احمد سوکارنو
داکتر احمد سوکارنو

د اندونیزیا د نومیالیو ملت‏پالو او آزادی‏ غوښتونکو څخه وو په ۱۹۴۵ کال کې بریالی شو چې خپل هیواد یی د هالنډیانو او جاپانیانو له استعمار څخه وساتی. اوس نوموړی د مډرنی اندونیزیای بنسټګر باندی مشهور دی.

نوموړی چې غوښتل خپل هیواد د ترقې او پرمختګ لور ته یوسئ د امریکا د سترګو په اغزی باندی بدل شو. د امریکا دولت د توطئې په پایله کی په ۱۹۶۵ کال د فاشیست سوهارتوی په امریکا کی د یو شمیر تحصیل‎کونکو په مشرۍ د دغه هیواد عدالت‏غوښتونکې او ملی دولت په وړاندی یوه کودتاه په لاره واچول شوه. چې په پایله کې یی شپږ نظامی جنرالان ووژل شو او کمونست ګوند د دغه وژنو مسئول معرفی شو. د سوهارتو په منځ ته راتګ، په هغه هیواد کې یوه پراخه ټول‎وژنه پیل شوه چې د سی.آی.ای په یو لاسوند کې د هغې څخه «د شلمې پیړی تر ټولو ویرونکې ټول‎وژنې» په توګه نوم وړل شوی دی. لږ تر لږه ۵۰۰۰ تنه پرمختللی او چپ عناصر د هغه لیستونو پر بنسټ ووژل شول چې سی.آی.ای هغه ترتیب او د سوهارتو سخت‏دریزه رژیم په واک کې ورکړی وو.



جکوب آربنز (Jacobo Árbenz)

جکوب آربنز
جکوب آربنز

د ګواتمالا ملی او نامتو رهبر وو چې د ځمکو په اصلاحاتو سره او د خپل هیواد ښیرازی لپاره یی هڅه کوله چې د امریکا لاس لنډ کړی. څرنګه چې امریکا خپلې ګټې په دغه هیواد کې په ګواښ کې لیدلی، سی.آی.ای لاس په کار شوه د یوی کودتاه په لړ کې د اربنز ټاکل شوی حکومت نسکور شو. د سی.آی.ای یو لاسوند چې وروسته خپور شو، د کودتا په طرح کې د دغې ادارې ونډه بربنډه شوه.

آربنز هغه وخت یو نیم میلیونه هکتاره ځمګه ملی اعلانه کړه چې د دغه ځمکو ډیره برخه یوی لوی امریکایی کمپنی «یونایټډ فروټ» پوری تړاو درلوده. په دغه بنسټ امریکا د هغه هیواد پایتخت بمبار کړ او خپل لاسپوڅی کاستیلو آرماس یی واک ته ورساوه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 94 میلمانه آنلاین لرو