لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو قلنګ‏ اخیستل

لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو
قلنګ‏ اخیستل

د ایران وینې‏څښونکې رژیم، کلونه کیږی چې زموږ د هیوادوالو د کډوالې او کړاونو څخه ناوړه رذیلانه ګټه پورته کړی د هغوې څخه یی ډلې ډلې ویجاړونکې جګړو ته لیږلې دی. هغه جګړې چې یوازي د «ولایت فقیه» د توکم‏پالو رهبرانو د خزانې ډکولو او ویجاړی او وژلو څخه غیر کومه ګټه نه لری. که چیری نن ورځ زموږ هیوادوال په ډول ډول پلمو سوریې ته لیږدول کیږی، خو د ایران ــ عراق جګړی په لړ کې، زموږ نا پوهه ځوانان د ایران په لاس جوړ شوی اته‏ګونې ډلو له لاری ل(۱)لومړی لیکې ته ولیږدول شو چې د هغوی څخه زرګونه تنه ووژل شو.

«مجاهد»، «سازمان مجاهدین خلق ایران» خپرندوی په ۱۸۳ ګڼه (پنځم کال، ۱۳۶۲ کال د مرغومی په لومړی نیټه) کې هغه لاسوندونه خپاره کړل چې جوته کوې څه ډول جنګې جبهاتو ته د افغان ځوانانو لیږلو په بدل کې، په بی شرمې سره د رژیم څخه پیسې او امکانات لاس ته راوړی.

لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو
قلنګ‏ اخیستل

لومړنې لاسوند د «سپاه پاسدارن انقلاب اسلامی» له خوا څخه یو لیک دی چې د «نیروی اسلامی» سازمان (د اته‏ګونې ډلو څخه یو) څخه یی «د ایلام په جبهو کی د ځانګړی وضعیت له امله»، د «چابکو ځواکونه» چټک چمتو کولو غوښتنه کړی ده.

لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو
قلنګ‏ اخیستل

د «سازمان نیروی انقلاب اسلامی افغانستان» بل لاسوند د «سازمان مسئول او سرپرست» شاه محمد حسن کریمی لاسلیک سره، «سپاه پاسداران» ته لیږل شوی دی چې د «وروڼو» څخه یی د هغوی لپاره چې جبهاتو ته تللې دی د زیاتی تنخواه ترلاسه کول لپاره چانه‏ وهل شوی ده.

لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو
قلنګ‏ اخیستل

وروستنې مکتوب بیا هم د «نیروی اسلامی» څخه دی چې د کرمانشاه - ایلام په جبهه کې د وژل‏ شویو کسانو څخه د ۱۳ تنو لیست‏ د هغوی د ځانګړتیاو سره «سپاه پاسداران» ته لیږلې تر څو د «شهیدانو بنسټ» له خوا د هغوی په نوم امکانات او پیسې ولیږدول شی.

لاسوندونه: ایران‏ عراق جګړې ته د افغانانو لیږلو په بدل کې د ایرانی مریانو
قلنګ‏ اخیستل

د ایران دولت پوری تړلی « فارس خبری آژانس» ، ۱۳۹۳ کال د تلې په ۲ نیټه په یو راپور کې د عراق په جنګ کېد وژل شویو افغانانو شمیر د «۲۰۰۰۰ څخه ډیر» اټکل وهلې دی. (د ویکی پیډیا سایټ د ایرانی سرچینو پر بنسټ، دغه شمیر یی ۴۵۰۰ تنو په شاوخوا کې ذکر کړی دی) د ایرانی چوپړګرو ډلو مشران لکه خلیلی، محقق، محسنی، دانش، اکبری، عالمی بلخی او نور د افغان ځوانانو له وینو څخه هر یو تن یی میلیونر شول او د پاچاهی ژوند لری او تر دی چې د ډیرو ځامنو د نړۍ په غوره پوهنتونونو کې زده‏کړی وکړی نن ورځ مرستیالان او دیپلماتان او سفیران دی خو هغه افغانانو چې د دوی خیانت په لامل وژل شوی کورنې یی لا تر نن ورځې په بدمرغۍ کې ژوند کوی. د ایران ځناور دولت د دغه جنګ نوم یی «سپیڅلې دفاع» ایښودی وه خو نه د رژیم د مشرانو د کورنې غړو په دغه «سپیڅلې دفاع» کې برخه اخیستی وه او نه یی افغانې چوپړانو او په پایله کې جلاد خمینی هم د ټولو لوړو شعارونو سره، د «زهرو جام په څښکلو» سره د تسلیمۍ سر ښکته کړ.

نن ورځ دغه جنایت په ځناوریزه او خاینانه توګه د سوریه جګړې ته په ایران کې د بی‎اسناده افغانانو په زوره لیږلو سره دوام لری، خو د ایران تالي‎څټي او ملی ځناورتوب دولت د دغه ناورین په وړاندی چوپتیا غوره کړی ده. د «ولایت فقیه» بشری ضد او ناتاره کوونکې چوپړو روڼ‏اندو یو شمیر لکه کاظم کاظمی، قنبر علی تابش، ابوطالب مظفری، فضل‏الله، قدسی، رهنوردزریاب، سرور رجایی او نور په ډیر سپین سترګې‏توب سره په ایران کې د واکمنو جلادانو ښپي خکولوی او د فاشیست دولت له لوری ککړی ډالۍ تر لاسه کوی خو په ویده وجدان سره په ایران کې د افغان کډوالو د ناورین او رنځ او بدمرغیو څخه ډک ژوند څخه په بی‎تفاوتۍ سره تیریږی.



1)د روسی‏ ضد جنګ په لړ کې، د خمینی رژیم د پاکستان سره په سیالي کې چې اوو تنظیمونو ته یی وسایل ورکړی وو، خپلې اته چوپړی ډلې یی رامنځ ته کړی چې په «اووګونې» او «اته‏ګونې» باندی وپیژندل شوی. د ایران په لاس روزل شوی اته ډلې عبارت دی له: «حرکت اسلامی افغانستان»، «سازمان نصر افغانستان»، «پاسداران جهاد اسلامی افغانستان» (سپاه)، «جبهه‌ی متحد انقلاب اسلامی افغانستان»، «سازمان حزب‌الله افغانستان»، «نهضت اسلامی افغانستان»، «حزب دعوت اسلامی افغانستان» او «سازمان نیروی اسلامی افغانستان» څخه. دغه مرتجع او ستمکاره ډلو چې د افغانستان په داخل کې یی په خپل منځ کې خونې ویجاړونکې جګړی درلودلې، په پای کې د خپلو ایرانی بادارانو د هڅو په پایله کی په «حزب وحدت اسلامی» کې سره یو شوې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 137 میلمانه آنلاین لرو