عبدالله عزام

«متحده ایالاتو د بهرنیو جنګیالیو د ګمارنۍ د محدودولو لپاره هیڅ هم ونکړل. عبدالله عزام او نور استخدامونکي او تمویلونکي په متحده ایالاتو کې له بشپړې ازادۍ څخه برخمن وو. دوی پرته له کومې ستونزې د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ تګ راتګ کاوه، په سراسر متحده ایالاتو کې یې د ګمارلو غوڼدې نیولی، بانکي حسابونه یې جوړ کړل او پیسې یې د خپلې خوښې سره سم لېږلې.»

د «کاروان: عبدالله عزام او د نړیوال جهاد پیدایښت» له کتاب څخه

عبدالله عزام

«هغه څوک چې وکولی شي تاسو د اپلتو په منلو باوري کړي، کولی شي تاسو د ځناوریزه کارونو ترسره کولو ته اړباسي.»

ولتر

امریکا د ترهګرو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې اخلي

د بلغاریا یوې خبریالې ډیلیانا ګیتندزیوا په یوه څیړنیز راپور کې څرګنده کړې، چې پنټاګون د نړۍ د جګړې د سیمو لپاره د ۲،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پېري، چې تر ډېره په سوریه کې له القاعده شبکې سره تړلې ترهګرو ډلو ته ورکول کېږي. ډیلیانا د اسنادو په خپرولو سره ثابتوي چې امریکا ترهګرو ته په زیاته اندازه پرمختللې وسلې ورکوي. هغه د منځني ختیځ په چارو کې یوه خبریاله او د «وسلو څار» په نوم د یوې موسسې بنسټ ایښودونکې ده چې په مکرر ډول یې د امریکا او ناټو لخوا د جنایتکارو ډلو مسلح کول افشا کړي دي.

د «حيات التحريرالشام» (د القاعدې سوريه څانګه چې د «جبهة النصره» تر نامه لاندې يې فعاليت کاوه) يو شمېر تبليغاتي ويډيوګانې ښيي چې دغه ډله پرمختللې وسلې لري چې په کې د امريکا له خوا جوړ شوي TOW ټانګ ضد توغندي هم شامل دي چې ځینې یې د سوریې په ادلب ښار کې د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په کمبودیا کې د امریکا زړه‎بوږنونکي جنایتونه

د ویتنام د جګړې په اوج کې د امریکايي نیواکګرو ځواکونو پرله پسې ماتې د دغه هېواد د حکومت مشران په غوسه کړل او خپله غچ‎اخیستونکې او له کرکې ډکه پالیسي یې لاپسې ګړندۍ کړه. وروسته له دې چې ویتنام جنګیالیو د امریکايي ځواکونو هر برید په شا وتمبوه او هغوی ته یې عبرتناکه درس ور کړ، نو په ۱۹۶۵ کال کې د امریکا حکومت له «ویټ کینګ» څخه د غچ‎اخیستو په پار د ویتنام پر ختیځ ګاونډي کمبودیا د بې ګناه خلکو پر ضد چې د جګړې پر مهال بې طرفه و، خپل ځمکني بریدونه پیل کړل. دا بریدونه په ځانګړې توګه هغه مهال زیات شول چې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون په ۱۹۷۰ کال کې په پټه د هوايي برید امر وکړ. نیکسون د ملي امنیت سلاکار هنري کیسنجر ته لارښوونه وکړه چې:

په فیسبوک کې د زاخیلوال او فاروق وردک پر مخ د هیوادوالو درنې څپېړې!

د تل په څیر چې د ګټو او واک ویش رانږدې شي د مرخیړي په شان په لسګونو نوي ګوندونه او ائتلافونه هم رامنځته کېږي او هر یو په خپل وار کوښښ کوی چې په ارزانه بیه ځان په یو بادار وپلوري چې په همدې لړۍ د ۱۴۰۰ کال د وري په ۵مه «د افغانستان ژغورلو حرکت» په نوم نوی ګوند د فاسدو او ازمایل شویو څیرو لکه عمر زاخیلوال او فاروق وردک له لوري جوړ شو. له هماغه پیل څخه خلکو پر دې ګوند ملنډې پیل کړې ځکه هغوي چې په میلیونونو ډالر یې د «خیالي ښوونځيو» او «ډالیو» په نوم حیف او میل کړل اوس راغلي د «افغانستان د ژغورلو» دعوا کوي.

سیلۍ غفار د نړۍ سل اغیزمنو ښځو په کتار کې

«لا ریپوبلیکا» (La Repubblica) په نوم ایټالوي ورځپانې د ۲۰۲۰ کال اګست میاشتې خپله وروستۍ اونیزه ګڼه د نړۍ سل اغیزمنو ښځو ته ځانګړی کړی ده چې پکې پوهاندې، اقتصادپوهې، سیاستمدارې، هنرمندانې، ټولنیزې فعالې، چاپیریال ساتنې پلویانې، لیکوالې او ورزشکارې ښځې شاملې دي. مجلې په دې اړه لیکلي: «ددې ښځو په شتون سره به ښه راتلونکی ولرو او باید ددوي منندوی اوسو.» د همبستګۍ ګوند ویانده، آغلې سیلۍ غفار هم ددغو ۱۰۰ ښځو په کتار کې ده چې د مجلې د لیکنې پر بنسټ، نړۍ ته بدلون ورکولای شي. نورې مبارزې ښځې لکه اوپل تومیتی (Opal Tometi)، پتریسی کولرز (Patrisse Cullors) او الیشیا گارزا (Alicia Garza) د «تور پوټکو ژوند مهم ده» غورځنګ څخه، زهرا دوغان (Zehra Doğan) کوردي ورځپاڼې لیکونکې او د ترکې فاشیست رژیم مخالفه، بینا اگروال (Bina Agarwal) هندی اقتصاد‎پوهه، او نادین لبکی (Nadine Labaki) لبناني ممثله او لارښوده او ټولنیزه فعاله هم په دې نوم‎لړ کې ځای لري.

«د یږې لومه-د افغانستان نا ویل شوې کیسه»، آی‎ایس‎آی ته د تنظیمي اخوانیانو د مریتوب لاسوند

««د یږې لومه- د افغانستان نا ویل شوې کیسه» د هغه کتاب نوم دی چې د ډګروال محمد یوسف او امریکایي مارک ادین لخوا په ۱۹۹۲ م کلنو کې خپور شوه. دغه کتاب د پیښور د اووه ګونو تنظیمونو د مشرانو د مریتوب نه انکاریدونکی سند دی. تر اوسه هیڅ یوه جهادي ددې جرئت ونشوه کړای ترڅو دغه کتاب رد کړي. ځکه هغوی پوهیږي چې د یوه کوچني غبرګون په ښودلو سره یې د نورو سترو پټو اسنادو د رابرسیره کولو په سبب نور هم مخ‎توري کیږي. یوسف د لومړي ځل لپاره په علني ډول ښکاره کړه چې د (آی‎ایس‎آی ټیمونو په منظم او تکراري ډول سره د مجاهدینو سره یوځای افغانستان ته لیږل کیدل) ټول کتاب په داسې جملو لیکل شوی دی چې عملاً ښایي دا آی‎ایس‎آی وه چې د جهادي رهبرانو رسۍ یې په لاس کې نیولې وه او د جګړې رهبري یې کوله. پدې کتاب کې دا په ډاګه کولای شو چې پاکستان د خپلو کرغیړنو اخواني ګوندونو له لارې له لومړۍ ورځې څخه پدې هڅه کې وه چې د شوروي پر ضد د افغان ولس مقاومت له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړي او زموږ د هیواد د بربادۍ لپاره ترې ګټه واخلي.

کرنل امام خپل جهادي او طالبي بچیان رسوا کړل!

د افغان بنسټپالو ډلو د تجهیز او تمویل د څرنګوالی په اړه د «سی. آی. ای»، «آی. ایس. آی»، «موساد»، د ایران داعشي رژيم او د عربي هیوادونو د استخباراتو پورې اړوندو ادارو له لورو ډیری پټ اسناد په تیروتنې یا قصداً راوتلي، تر دې چې ځینې یې د کتاب په بڼه هم چاپ شويدي. د «آی.ایس.آی» پخوانی لوړ پوړی افسر سلطان امیر(کرنل امام) په ۲۰۰۹ م کال کې د مشهور پاکستاني خبریال افتخار احمد سره د جیو تلویزیون په «جوابده» خپرونه کې په صراحت سره وویل چې: (آی.ایس.آی) د اخواني او طالباني ډلو په ترتیب، روزنه او رامنځته کیدنه کې پراخه لاس درلوده. نوموړې په ډیرې سپین سترګۍ سره یې د خپلو ځناورو طالباني شاګردانو د کړنو څخه ننګه وکړه.

ادانیا فرناندز، هغه ښځه چې ژوند یې د خپلو خلکو لپاره قرباني کړ

ادانیا فرناندز Idania Fernandez (۱۹۵۲ د جولای ۲۳ ــ ۱۹۷۹ د اپریل ۱۶) د نیکارگوائه له اتلو ښځو څخه وه چې شخصی ژوند یې پریښود او د خپلو خلکو آزادی لپاره یې ژوند د لاسه ورکړ. نوموړې هغه وخت د «ساندنیستانو»، د نیواک‏ او د «سموزا» دولت دیکتاتورۍ ضد غورځنګ سره یو ځای شوه چې خپل ماشوم یې نوی زیږولی وو. هغې د خپل ځان نیول کیدلو او وژل کیدلو تر ورځ پوری یوه آزادی‏غوښتونکې چریکه پاتې شوه او د خپل هیواد د ښځو میړانې په سمبول باندې بدله شوه.

جمعی از فرستادگان حزب اسلامی در آذربایجان

د ۱۹۸۸ـ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ د قره باغ علیا سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړه ونښته۰ اذربایجان د متحده ایالاتو، ترکیې، ایران او پاکستان څخه مرسته وغوښته، ارمنستان هم ځان روسيې پورې ونښلوه. دغه جګړه امریکا لپاره یوه پلمه شوه ترڅو ددې هیواد د نفتو په لویو زیرمو ولکه ومومي او ترڅنګ یې هلته روسيې ته ترهګر هم ولیږي. همدا وه چې د اذربایجان دولت د ۳۵ میلیارده ډالرو په اندازه د خپلو نفتو قراردادونه له ۸ غربي کمپنیو سره لاسلیک کړل او د ترهګرو لار یې قفقاز ته پرانیسته.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 47 میلمانه آنلاین لرو