په کندز کی په سیستماتیک ډول د بنسټ‎پالۍ او ناپوهۍ رواجول

په کندز کی په سیستماتیک ډول د بنسټ‎پالۍ او ناپوهۍ رواجول

د «سوړ جنګ» په لړ کی امریکا د برژینسکی «شین کمربند» خاینانه تیوری پلی کړه چې له هغې څخه یی موخه د کمونیزم او پرمختللو جریانونو او عناصرو کنټرول او له منځه وړل وو. افغانستان د دغه غیرانساني سیاست اصلي مړۍ وګرځیده چې د میلیونونو ډالر په پمپ کولو سره د جنایتکاره بانډونو او د انسانیت دښمنانو لکه جهادیانو، طالبانو، القاعده او نورو په ځاله بدل شو، زمونږ هیواد یی د ویجاړۍ او ناپوهۍ او ډولاډول ناورینونو کندې ته وغورځاوه. نن امریکا دغه سیاست هو به هو په هماغه څیر د جهادیانو، طالبانو، داعش، حزب‎التحریر، جمعیت اصلاح او لسګونو نورو منځنیو پیړیو او خیانت‎کونکو جریانونو په ملاتړ سره پر مخ بیایی. ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا سره ګاونډي ولایتونو په سیستماتیک ډول او د کړنلارې له مخې خطرناکه بنسټ‎پاله ډلو ته ورکول کیږی چې د افغانستان شمال پولو کې د زهرو په پیچکاري کولو سره، خپل اصلي سیالان روسیه او چین راګیر او بی‎ځواکه کړي.

کندز په شمال کې چې د جګړه‎ځپلو ولایتونو څخه ده له بدمرغه اوسیدونکی یی د بیوزلۍ او بیکارۍ او زرګونو نورو ناخوالو تر څنګ د ځناورو بسټ‎پالو شتون هم زغمۍ. په کندز کې د لسګونو مدرسو، کورسونو او بنسټ‎پالۍ رواجولو فعالو مرکزونو څخه د بیلګې په توګه ځینې یې څیړم چی د ارتجاعی ماهیت ځینې حقیقتونه چې په خپلو سترګو مې لیدلي د «افغانستان همبستګۍ ګوند» سایټ له لوستونکو سره شریکوم.

په کندز کې واکمنه بیوزلي، جګړه او ځناورتوب ددې لامل شوی چې د بنسټ‎پالې ویروس د ودې لپاره ښه زمینه برابره شي چې د ځوانو نجونو او هلکانو د ذهنونو په ککړولو سره، له نیواکګرو او واکمن ملامافیایی رژیم څخه د خلکو کرکه او بیزاري له پرمختللی لوري څخه ارتجاعي او بیکارګۍ لوري ته چې د امریکا او لاسپوڅي دولت اصلي غوښتنه ده راکاږي.

«روضه‎الاطفال» د کندز په ښار کې د فعالو مدرسونه یوه ده چی له ۳۰ زیات ښوونکي او له ۱۰۰۰ زیات هلکان او نجونې زده‏کونکې لري چې د نه‎نني نسل د ذهنونو په ککړولو بوخت ده. دغه مدرسه له هر زده‎کونکي څخه د میاشتې ۱۰۰ څخه تر ۲۵۰ افغانۍ میاشتنی فیس اخلي او د والي او ملي امنیت تر سیوري لاندې، ماشومان وسلو اخیستلو ته هڅوي له هغوی څخه انسان‎وژونکي او له انسانیت څخه نابلده عناصر رامنځته کوي. ددې مدرسې متعصبه ښوونکي چی کولای شو هغوی ته د ۲۱ پیړۍ «ملای لنګ» ووایو، زده‎کونکي ښوونځيو او ریاضي او انګلیسي کورسونو تګ څخه منع کوي، ښوونځی د شیطان کور بولي او ښوونکي ته کافر وایی.

«اشرف‎المدارس» چی د مولوی عبدالخالق او مفتی سراج‎الدین له لوري نږدې اته کاله وړاندي رامنځته شوه په کندز، تخار او بغلان کې د بنسټ‎پالۍ او ترهګرې تبلیغ له سترو مدرسو څخه شمیرل کیږي. بی‎بی‎سی د ۲۰۱۴ کال فبروي په ۲۴مه ددغه مرکز له شتون څخه «د اسلامي سخت‎دریځو فکرونو رواجول» خبر ورکړ خو ددغو کلونو په لړ کې نه یواځې دا چی د هغې پر وړاندې کوم اقدام ونشو بلکه هغې نور هم وسعت پیدا کړ او ګاونډيو ولایتو ته یی ریښې وغځولې.

اشرف المدارس شاگردان
«تور کفن» او د منځنیو پیړیو فکرونه زمونږ ناتارځپلو ښځو ته د «اشرف المدارس» لاسته راوړنې.

په یوه دولتي ودانۍ کې د ناپوهۍ‎روزنې دغې مدرسې شتون ددې ښکارندوی ده چې ملامافیایی دولت چې بنسټ‎پاله انسان‎وژونکو څخه جوړ ده د طالب او داعش روزونکو مدرسو تمویل کونکی او ملاتړی ده او په ترهګرۍ او ځناورتوب او تیاره کې د افغانستان ډوبولو لپاره د امریکا شیطاني سیاستونو پلی کونکی ده.

ددې مدرسې د نجونو مغزونه داسی وینځل شوی چی سم‎لاسی پر هغو کسانو چی ددوی په شان فکر نکوی د «کافر» ټاپه وهی او د نورو هر حرکت چې ددوی په خوښه نه وي، «حرام» ګڼي. هغوی د تلویزیون لیدل، رادیو اوریدل، په ودونو کې ګډون، له تورو جامو پرته نورې اغوستل، د ګاڼې اغوستل، انځور اخیستل، د ښوونکي ورځ، د ښځې ورځ، د مور ورځ، نوي کال، د زوګړې ورځ لمانځل او له کور څخه د باندې د ښځو کار او رای ورکول او د ښځو نوماندیدل حرام ګڼي د ښوونځي زده‎کونکي او آن د دولتي مدرسو زده‎کونکو ته کافران وایی. له سړي څخه پوره پیروی کول، د پخلنځي په کنج کی کیناستل، بهر ته نه تلل او له سړي پرته نه پیرل نورو ښځو ته ورزده‎ کوي. نجونې چی په دې مدرسه کې درس وایی د ناپوهه ښوونکو له لوري په داسې ځناوریزه توګه یی مازغه وینځل کیږي او داسې رنځورې او بریدګرې ترینه جوړیږي چی آن په کورونو کې له ټیکري څخه د مور او خور ویښتانو لیدل نشی زغملی او له هغوی سره جګړه کوي.

مبتذل او علم ضد کتابونه لکه د «قبر عذاب»، «د مرګ منظره» او «د جنت ګاڼه» ددې مدرسې درسي کتابونه دي چې د نجونو په روحیه یی (چی شمیر یی شپږ زره تنو ته رسیږي) ویرونکې اغیز کړی او له هغوي څخه یی ګرځنده مړي جوړ کړي دي. ددې مدرسې شډل مسوولان د وچو او پوځي قوانینو په تپلو او د نجونو په مازغو کی ارتجاعی زهرلرونکو باورونو په پیچکاري کولو سره هغوی یی داسې نامینده او ناهیلی کړي چی له ژوند څخه یی زړه شکیدلی او نورو ښځو لپاره د وژنې او ډار او ځناورتوب په تبلیغیانو بدلې شوی دي.

«تبلیغی جماعت مرکز» چی د کندز په ښار کې په ۲۰ جریبه ځکمه کی د هوایی ډګر خواته چی په دوه جریبه ځمکه کی پنځه پوړیزه ودانۍ جوړه شوی شتون لری. د ورځنیو کړنو تر څنګ، هر کال د درې ورځو لپاره د شمال له ۹ ولایتونو او ټول افغانستان او پاکستان څخه شاوخوا لس زره کسان دلته راټولیږي. هغوی د «دین تبلیغ» تر نوم لاندې د ټولنې بیوزله قشرونه ځان خواته راکش‎کاږي بیوزله او ناورین‎ځپلي د «قناعت» او بیوزلۍ ژوند «خوندونو» ته رابللو ترڅنګ، هغوی هڅوي چې له سیاست څخه لیری اوسئ او د لسګونو خیانت‎کونکو او افراطي ډلو ترڅنګ د روان ناورین څخه د خلکو ذهنونو په منحرف کولو کې ویجاړونکې ونډه لري. دغو بویناکو جریانونو له دین څخه د خلکو ځپلو او ناپوهه ساتلو وسیله جوړه کړی خلک د ویجاړۍ او بدمرغۍ اصلی لامل څخه چی هماغه نیواکګر او د هغوی دیني او غیر دیني مریان دي لیری ساتي.

تبلیغی جماعت مرکز
«تبلیغي جماعت» د سیمې د څارګرو عواملو په څیر د دین تر سيوري لاندې، وژونکی طاعون ده چې د ټولنې بیوزله خلک ښکار کوي او د بیکارۍ او «خیال پرستۍ» هدیرې په لور یې بیایي.

«د افغانستان مسلمانو ځوانانو بنسټ» یا «نجم» د جمعیت اصلاح څانګه، د سید قطب او محمد قطب (د اخوان‎المسلمین بنسټګران) استعماري فکرونو لارویان دي چې په څو ولسوالیو کې لکه امام صاحب او خان‎آباد په ګډون د کندز په ښار کې له شپږو کالو راپدیخوا پرته له کوم خنډ څخه د بیکاره ځوانانو په منځ کی سرتیریو جذبولو ته ادامه ورکوي.دغه بنسټ په ۱۳۹۰ کې رسماْ له عدلې وزارت څخه د کار جواز ترلاسه کړ او په ۳۱ ولایتونو کې فعال ده او په بیلابیلو پلمو په ښوونځیو، پوهنتونونو، کورسونو، دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې پراخ نفوذ لري. ولایتي دفتر یی د کندز ښار په «سلام» خصوصي پوهنتون کې ده چې ټولې کړنې او برنامې لکه «قیام لیل»، سپورتي سیالۍ نیول، د ودونو پروګرامونه نیول چی د موسیقي پر ځای پکې قران تلاوت کوي او تبلیغ کوي، د تکړه زده‎کونکو تقدیر برنامې، د سیرت سیالۍ نیول، د پوهنې سیالۍ (د بورسونو، لپ‎تاپ، یخچال او... جایزو سره)، د ښار پاکول (د خلکو جذبولو لپاره د بنسټ‎پالو نوی غولونکې لارې چارې) او ... له همدې پوهنتون څخه ترسره کیږي.

زیدالله عطیش ریس نجم در کندز
زیده الله عطیش په کندز کې د «نجم» مسوول په چل او ول د بنسټ پالۍ ویروس د بیګناه ماشومانو په مازغو کې پیچکاري کوي چې په راتلونکی کې د پردیو چوپړان او ملي ضد عناصر ترینه جوړ شي.

له تشکیلاتي پلوه د غړیتوب لپاره هر کس اړ ده چی درې پړاوه تیر کړي: خواخوږی کس باید لمړی همکار، دویم په کړنو کې ونډه او دریم له څیړنې او تایید وروسته د مسوول له لوري (چې رکن نومیږي) د غړي په توګه قبلیږي. له غړیتوب وروسته هغه ته دندې ورکول کیږي او که چیرې د دندو په ترسره کولو کې بریالی وو (دوه کاله وروسته) په کلنۍ غونډه کې چې «ارکان» نومیږي د «نجم» مشرۍ له لوري د رکن په توګه ټاکل کیږي. د هغوی په وینا همکار، غړی او رکن اړ دي چې میاشتې ۲۰۰ افغانې د غړیتوب حق ورکړي او په بیلابیلو لارو چارو له تجار او قومي مشرانو هم پیسې اخلي.

ټاکلې ده چی د «نجم» د پراخه او ډیر لکښت‎لرونکو کړنو پیسې د غړیتوب حق په ورکولو سره نه پوره کیږي او دا بنسټ که هر څومره کوښښ وکړي خپله اړیکه له نړیوال اخوان، عربستان، ترکې، پاکستان دولتونو او د لویدیځ او عربي څارګرو شبکو سره نشي پټولی او نه د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلی شي. د هر سخت‎دریخه جریان چې بنسټ‎پاله ارتجاعي افکارو لرونکی وي بندګي یی امپریالیزم ته لکه لمر روښانه وي او د «غړیتوب‎حق» راټولول او نور چمونه د تمویل سرچینو پټولو لپاره وي چی یوازې څو تنه ساده او له نړۍ بی‎خبره خلک پرې غولولی شي نه هغه خلک او بنسټونه چی د بنسټ‎پالۍ په کرغیړن ماهیت خبر دي.

د سید قطب او محمد قطب لینکې چی د «جمعیت اصلاح» له لوری درس ورکول کیږي د «نجم» د حلقو د ښوونې مهمې سرچینې دي په دې حلقو کې په څرګنده توګه له داعش څخه پلوي کیږي او هغه د هیواد خپلواکۍ او آزادۍ څخه «دفاع» چې دوی یی په ټولنیزو رسنیو کې کوي د هغې خلاف په ښوونیزو حوزو کې خپلو غړو ته «خلافت» (د امریکا او انګلیس استخباراتي پروژه) خپله وروستۍ موخه اعلانوي.

زیدالله عطیش، په کندز کې د «نجم» رییس ده او خپلې رادیویی برنامې د اصلاح راډیو له لارې خپروي چی له اسلامي مسایلو سره د خلکو بلدتیا تر نوم لاندې په هوښیارتیا اخواني‎توب تبلیغوي او د خلکو په ناپوه کولو بوخت دی. دغه بنسټ چې په ټولنیزو شبکو او غونډو کې په غولونکي ډول د «وطن سره مینه»، «خپلواکۍ» او «سولې» څخه خبرې کوي له سیکولایزم او ملي – دموکراتیک دولت سره چی ددغو ارزښتونو د پایښت وسیله ده لیونۍ دښمني لري او په سیکولاري نظامونو د کفر ټاپه وهي او سیکولار کس کافر ګڼي. له دموکراتیک سیکولاریزم سره دغه ګډه دښمني، «نجم» له جهادي، طالبي او داعشي ځناورو سره پیوند کوي او د ټولو لکۍ له امپریالیزم سره کلکه غوټه کوي.

رادیو، صدای اصلاح، کندز
«اصلاح راډیو» په کندز کې د وچ مغزو بنسټ پالو په چوپړو کې وسله ده چې د «د ټولنې او فرد سمون» تر نامه لاندې د اوریدونکو په مازغو کې د اخوانیزم ارتجاع پمپ کوي.

که داعش او التحریر ګوند کړنې او سرتیرو نیول هم له پورتنیو ډلو سره یوځای کړو د مردارۍ، ورسته‎پاتې‎کیدو او بنسټ‎پالۍ ځناورتوب یو معجون لاسته راځي چې د ناپوهۍ او خیانت تخم په روزلو او کرلو سره، د امریکا او ملاتړو له لوري یی د نیواک پایښت او د ټولنې ویروسي کولو سیاست ته زمونږ د خلکو پر وړاندې بڼه ورکول کیږي.

په ادارو کې پراخه فساد، له طالبانو سره مافیایی معاملې او د هیرویین‎سالارانو، زورواکانو او تنظیمي قومندانانو واکمني د کندز د جګړې او سقوط اصلي لامل شمیرل کیږي چې پایله به یی د کندز بیوزله او ویرې‎ځپلي خلکو ته بیا هم بیوزلي، بی‎کاري، تیښته، ډار، ځناورتوب او په زرګونو نو مصیبتونه وي.

که پخوا دینې درسونه وړیا او په جوماتونو کې په سنتي ډول ترسره کیدل، نن په سیستماتیکه توګه د مدرسو تر څنګ، د مرخیړي په څیر کورسونه هم راپیدا شوی چی د بنسټ‎پالۍ زهر د بیګناه ځوانانو په مازغو کې پیچکاري کوي. آن ویل کیږي چی دغه مذهبي ډلې د ښایسته نومونو لاندې، انجیوګانې لري چی له هغې لارې له یو‎ایس‎اید او نورو بدنامه امپریالیستي بنسټونو څخه غټ فنډونه د هغوی جوالونو ته لویږي او د امریکا او لویدیځ کټو په موخه استعمالیږي.

رهبری اشرف‌المدارس
دغو کرغیړنو، ښځو ضد او پردی پالو د ویرونکي بندخونې «اشرف المدارس» په جوړولو سره، د ښځو ذهنونه د بنسټ پالۍ په زهرو فلج کوي او له هغوی څخه یې ګرځنده مړي جوړ کړي دي.

که پخوا د افغانو ښځو ذهنونه تر دې کچې د بنسټ‎پالۍ په ویروس نه وو ککړ شوي، د امریکا او لویدیځ له لوري د افغانستان نیواک د کلونو په لړ کې، کوښښ کیږي مخکې له دې چې د ناتارځپلې ټولنې دغې نیمې برخې قهر راوپاریږي، د بنسټ‎پاله ځناورو له لوري ځپل او منحرف کیږي او خپل فکر د بنسټ‎پالۍ او نیواک پر وړاندي د بندي ښځو له خوځښټ څخه چې وړتیا یی لری آرامه کوي. له بده‎مرغه د بنسټ‎پاله غدارانو دغه سیاست په کندز کې په بریالیتوب پلي شوی او دغه ولایت یی د ناپوهۍ او بدمرغۍ په ټاټوبي بدل کړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 70 میلمانه آنلاین لرو