.

غچ

بیا د ویر ټغر نن خور شو
بیا نن وران پکې بل کور شو
هر یو تن پرهار – پرهار دی
په وطن مو بل سور اور شو
هزاره ورور مې را وژنې
زه پښتون په دې شرمیږم
له پښتو نه مې زړه تور شي
له خپل ځانه زه ویریږم
وایم ټول مونږ قاتلان یو؟
وایم ټول مونږ جلادان یو؟
بیا لږ غلی شم سوچ وکړم
پټ-پټ ځان سره غږیږم

د خپلواکۍ غوښتونکي سید عبدالهادي مبارز یاد دې ژوندی وي

په تیرو څو کلنو کې د فراه ولایت دننه هدفي وژنو پیښې ډيرې شوي، داسې ورځ به نه وي چې يو یا څو تنه د ښار دننه یا د ولسوالیو اړوند د مرمیو ښکار نشي. ډیرۍ دا ډول وژنې حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کیږي او تر اوسه د هیڅ یوې پيښې عاملین ندي نیول شوي. ددې وژنو اکثره موخې د قوم هغه متنفذین او روڼ‎آندي اشخاص دي چې په خلکو کې د نیک نوم خاوندان دي. چې د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو د خپلو بادارانو د شومو موخو د پلي کیدو لپاره د هغوي ښکار پسې را اخیستي او رسنیو هم د خپل روښانفکرۍ ضد مفکورې له مخې په ټول توان ددې ډول پيښو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده، او د راپورونو د خپرولو څخه یې ډډه کوي.

یلماز گونای

په څو تیرو کلونو کې یو شمیر فلم جوړوونکو د نړۍ تر ټولو مافیایي او بیوزلي هیواد افغانستان کې فلمونه جوړ کړل چې تقریباً هغه ټول بې معنی، د هنر ضد، مبتذل او د پیښوري فلمونو څخه یې هم کچه ټیټه ده. د دې فلمونو مضمون په ټولیزه توګه د لاسپوڅي دولت، نیواکګرو او جنایتکارانو په درد خوري، نه زموږ د خلکو په درد چې د ظلم او بې نیاوۍ په ځنځیرونو تړلې دي. په خواشینۍ سره په افغانستان کې تراوسه هیڅ آزاد او د ستم پروړاندې هوډمن فلم جوړوونکی ندی پیدا شوی چې آثارو یې د «زوړ ښار» په ټپونو لاس کښلی وي، پداسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې د استبدادي دولتونو سربیره بیا هم مبارز او شرافتمند شخصیتونه را ولاړ شوي او د خپلو فلمونو په رڼا کې جهالت او تیارو سره جنګیدلي او له بې نیاوۍ سره یې د مبارزې لار په ګوته کړې ده. د دې ډول سترو آزادي غوښتونکو له ډلې څخه چې کارونه يې د ستمګرانو پروړاندې د خلکو په بیدارۍ او جګړو کې مهم نقش لوبولی، یو یې یلماز ګونای دی.

یلمازګونای په ۱۹۳۷ کال د ترکې ادانای ښار ته نیږدې د یوې کلیوالې سیمې په کردي کورنۍ کې وزیږید. اصلي نوم یې یلمازپوتون و، خو وروسته یې د «ګونای» تخلص غوره کړ چې په دري کې «د نه تسلیمیدونکې جنوب» مانا لري. هغه د هیواد په سهیل کې د ترکې شونیستي دولت د سیاستونو پروړاندې د کردانو مقاومت څخه الهام اخیستی و. مور او پلار يې د پنبې په کرونده کې د کار لپاره د ادانا ښار ته مهاجرت وکړ. یلماز خپل ماشومتوب د پنبه کارانو منځ کې تیر کړ، دغه دوره د دې لامل شو چې د هغه په راتلونکي ژوند اغیزه وکړي او په فلمونو کې د خپلو خلکو له کړاونو ډک حقیقي ژوند انځور کړي.

Charlie Chaplin

ښایی ډیر لږ داسی خلک پیدا شی چی د سینما دغه نابغه نوم یی نه وی اوریدلی. سِر چارلز اسپنسر چاپلین د ۱۸۸۹ کال د اپریل په ۱۶ مه نیټه دی نړۍ ته سترګې پرانستې. چارلی د خپلې دوری له نامتو ډایرکټرانو او لوبغاړو او آهنګ جوړونکو څخه وو. دغه هنرمند د طنز په ژبه د نړۍ بدمرغۍ ځپلې او له ستم څخه پاک نړۍ چی له سولې او عدالت څخه ډکه وی نندارې ته وړاندی کوله. د شلمې پیړۍ دغه ستر هنرمند څخه د خپل ژوند په اوږدو کی ددی لپاره چی له پانګوالی رژیم او جګړې او فاشیزم سره یی کینه لرله، درناوی ونشو. لاسوندونه په ډاګه کوی چی هغه تل د امریکا او انګلستان څارګرو ادارو تر څار لاندی وو او هغوی هڅه کوله ترڅو د «کمونیست» په نوم پر هغه بندیز وضع کړي.

له غزني ولایت څخه زمونږ یو با احساسه هیوادوال دغه شعر همبستګۍ ګوند ته ډالۍ کړی. هغه پدی شعر کی د فرخندې وژونکي ځناور او د هغوي پلویان او مشران یی جنایتکاران نومولی دي. هغه د فرخندې نیالګي په لیدو سره د ګوند له یو غړي سره آشنا شو او د ګوند له لاریون څخه ډیر زیات خوشحاله شو او وی ویل دا یواځنی ګوند دی چی د خلکو پوهاوی لپاره زیار باسی.

هغه وای زه شاعر نه یم ولی په بی رحمی سره د فرخندې وژل کیدو دی ته وهڅولم کی یو څه ووایم او خپل غږ اوچت کړم. مونږ هم دده دا شعر خپرو ځکه چی مونږ ته د بیوزلو او تش‎لاسو خلکو شعرونه او لیکنې ارزښت لری ددی لپاره چی دا شعرونه او لیکنی د ټولنې واقعی درد بیانوي.

آمال مثلوثی

آمال مثلوثي (Emel Mathlouthi) د ټونس مشهوره سندرغاړې، د سندرې لیکونکې، جوړونکې او نوموتې ګتار وهونکې ده چې د خپلو اعتراضي سندرو «ای بې‌وزله ټونسه» او «خبرې مې آزادې دي» د لارې ډیر شهرت وموند. محمد البوعزیزي د خپلو لوړو زده کړو سره بیا هم د سړک پرغاړه په ګاړۍ کې شیان پلورل او په پای کې د پولیسو د ناوړه چلند له امله د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کې یې ځانسوزونه وکړه، دا یوه داسې سپرغۍ وه چې ټول ځنګل یې د اور په لمبو کې ډوب کړ. د ټونس په ګوټ ګوټ کې لاریونونه پیل شول، د دې هیواد خپل سری دیکتاتور زین العابدین، بن علی د لاریون کوونکو د ځپلو په موخه پوځیان او پولیس واستول. خو اعتراض کوونکو په یو غږ خپله لار غوره کړه او «خبرې مې آزادې دي» سندره یې د لاریون په بهیر کی زمزمه کوله. هغوی دغه سندره په یادو زده کړې وه او مثلوثي د هغو لپاره د ظلم پروړاندې د امریکایي مبارز هنرمند جوان باییز (Joan Baez) په څیر ارزښت موندلی و. څه موده وروسته دغې سندرې د مصر اعتراض‌کوونکو منځ کې هم ځای ونیو.

«دا څوک دی چی مرګ یی په انقلابی ترانو لمانځل کیږی او د تابوت په څنګ کی یی ګڼ شمیر ویرجن پاچایان او د دولتونو رهبران ګډون لری.»
د جوهیل په مردکیو سوري سوري جسد په هکله د یوی ورځپاڼې لیکنه
جو هیل

جو هیل د ۱۸۷۹ کال د اکتوبر په اوومه نیټه زیږیدلي او د ۱۹۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ نیټه ومړ. جوهیل یو تکړه اهنګ جوړوونکی، ترانه لیکونکی، کارتونست او د کارګرې غورځنګ نومیالي لارښود وه چی ځان یی د زیارکښانو څخه د دفاع په لار کی قربانی کړ، د بی عدالتی او خپل‎سرۍ په وړاندی د یادګاری څلی په شان هڅکه غاړه د تل لپاره پاتی شو.

جو هیل د سویډن د ګاول په ښار کی زیږیدلی، اصل نوم یی جول هګلند وه چی امریکا ته تر مهاجرت وروسته یی په جوزف هیل استورم بدل کړ، پلار یی «الوف هګلند» د اورګاډې پټلۍ کارګر او مور یی «مارګریتا» لکه د نورو ښځو په شان د کور پالنه کوله.

نینواز

فضل‌احمد ذکریا (نینواز) په ۱۳۱۲ کال د کابل یکه توت کی د محمدزیانو په یوې شتمنې کورنی کی زیږیدلی وه. پلار ېی د پوهنې او بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده سرته رسولی، د شاهې کورنۍ له مهمو سیاستوالو او لیکوالو څخه شمیرل کیده چی د فیض محمد کابلی په نوم ئی شعرونه هم ویل. نینواز نه یواځی د کورنۍ واک او تجملي ژوند خپلی خوا ته جلب کړ، بلکه هغه چی ټولنیز توپیرونه پخپل ټول وجود لمس کړی وه د هغه ژوند ئی بلي خوا ته واړوه. په یو داسی خاکساره او انسان دوست شخصیت بدل شو چی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په همدی لار روان و.

جان لنون

ډيرې وخت داسی انګيرل کيږی چی د لويديځ هنرمندان او هنر پالونکی د ژوند په چړچو او سمبالولو اخته دی، پرته له عشق، سينګار، پېسو ټولولو او نوم‌ایستنی د بل څيز په فکر کی ندی. خو د لويديځ په ستورو کی داسی ځلانده بيلګې وجود لری چی د خپل هنری ځلا په څنګ کی ئی ټولنيزی ذمه واری هم په غاړه اخيستی او د ژوند په بيلا بيلو برخو کی ئی ځانونه د انسانی اوچتو ارمانونو لپاره مبارزی ته ځانګړی کړی دی.

په ځانګړی توګه زمونږ افغانانو پيژندګلونه د داسی شخصيتونو په هکله ډيره تنګه او لنډه ده. له يوی خوا د ډوډۍ پيدا کولو غم او له بلی خوا په هيواد کی مبتذل او شاته پاتی فرهنګ د دی لامل ګرځيدلی تر څو د افغانستان د وګړو، په ځانګړی توګه د ځوان نسل پیژندنه يواځی او يواځی د تجارتی او هنرضد هندی فلمونو به کچه پاتی شی. لدی کبله د ژمنو او انسان دوسته هنرمندانو پیژندنه او له هغو څخه زده کړه چی د حاکم فرهنګ پر ضد د مبارزی يوه برخه جوړوی ډيره مهمه او اړینه ده. د همدی ليد له مخی جان لنون چی د اويايمی لسيزی د ډيری مشهوری ډلی«بيتلانو Beatles» رهبری په غاړه درلوده د هغوی د ژوند او مبارزی پيژند ګلونه تر بحث لاندی نيسو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 63 میلمانه آنلاین لرو