امریکا د ترهګرو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې اخلي

امریکا د ترهګرو لپاره د ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې اخلي

د بلغاریا یوې خبریالې ډیلیانا ګیتندزیوا په یوه څیړنیز راپور کې څرګنده کړې، چې پنټاګون د نړۍ د جګړې د سیمو لپاره د ۲،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پېري، چې تر ډېره په سوریه کې له القاعده شبکې سره تړلې ترهګرو ډلو ته ورکول کېږي. ډیلیانا د اسنادو په خپرولو سره ثابتوي چې امریکا ترهګرو ته په زیاته اندازه پرمختللې وسلې ورکوي. هغه د منځني ختیځ په چارو کې یوه خبریاله او د «وسلو څار» په نوم د یوې موسسې بنسټ ایښودونکې ده چې په مکرر ډول یې د امریکا او ناټو لخوا د جنایتکارو ډلو مسلح کول افشا کړي دي.

د «حيات التحريرالشام» (د القاعدې سوريه څانګه چې د «جبهة النصره» تر نامه لاندې يې فعاليت کاوه) يو شمېر تبليغاتي ويډيوګانې ښيي چې دغه ډله پرمختللې وسلې لري چې په کې د امريکا له خوا جوړ شوي TOW ټانګ ضد توغندي هم شامل دي چې ځینې یې د سوریې په ادلب ښار کې د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د پنټاګون قراردادونو ته په کتنې سره، ډیلیانا معلومه کړه چې د ۲۰۱۲-۲۰۱۹ کلونو په اوږدو کې، Raytian شرکت (په متحده ایالاتو کې د پوځي تجهیزاتو یو له سترو شرکتونو څخه دی) د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ته د 1.4 میلیارده ډالرو په ارزښت توغندي سپارلي چې وروسته سوریې ته استول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تحريرالشام يوه «ترهګریزه» ډله بللې ده! او د دې ډلې د مشر ابو محمد الجولاني پر سر يې لس ميليونه ډالره جايزه ټاکل ده. په تیرو وختونو کې د امریکا افشا شویو اسنادو ښودلې چې په سوریه کې وینې‎تویونکې ډلې د امریکا د حکومت له خوا وسله‎والې شوي دي.

د امریکا د TOW توغندیو سیسټم چې د سوریې پوځ د ادلب جګړې په لړ کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ترهګرو څخه نیولی و.
د امریکا د TOW توغندیو سیسټم چې د سوریې پوځ د ادلب جګړې په لړ کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ترهګرو څخه نیولی و.

د امریکا د پوځي قراردادونو د ادارې (ACC) په انلاین سیسټم کې له اتو کمپنیو سره د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د «غیر معیاري امریکايي» وسلو د پېرلو تړونونه لاسلیک شوي دي. «غیر معیاري» وسلې غیر امریکایی پوځي تجهیزات او وسایل دي چې د متحده ایالاتو په اردو کې د کارولو جواز نه لري، مګر د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې جرمي ډلو ته لیږل کیږي. قراردادي شرکتونو لا دمخه هر یو تر ۲۵ میلیونه ډالرو پورې ترلاسه کړي دي.

د قراردادونو د مشخصاتو له مخې، وسلې او پوځي تجهیزات باید له بلغاریا، سربیا او رومانیا څخه اخیستل شوي وي او د هر یوه د وسلو نوعیت او د تدارکاتو سرچینه ذکر شوې ده. قراردادي شرکتونه د هغو توکو چې دوی چمتو کوي د جزیاتو، کمیت او دا چې د څه لپاره کارول کېږي له افشا کولو څخه منع دي او اجازه نه لري چې د دوی په اړه کوم عکس یا اسناد خپاره کړي.

راپور زیاتوي چې پنټاګون له بلغاریا او سربیا څخه کروشیا ته ۱۵۰۰۰ AK-47 ټوپکونه لیږلي، په داسې حال کې چې دا هیواد به ددې وسلې وروستی کاروونکي نه وي.

د ۲۰۱۷ کال راهیسې، پنټاګون په کروشیا کې د «نه منلو وړ کاري ځواک» تر نامه لاندې یو پټ عملیاتي مرکز جوړ کړی چې دنده یې د سوریې د جګړې لپاره د پروګرامونو روزنه او تمویل کول دي. په ۲۰۱۹ کال کې د «وسلو څار» ویب پاڼې د لیک شوي بریښنالیکونو له مخې، دغه مرکز د کرویشیا په پوډوم ښار کې د وسلو او مهماتو ډیپو رامینځته کړې، چیرې چې د پنټاګون لخوا د هوایی چلند شرکتونو الوتکې کرایه شوي چې د رجیکا هوایی ډګر څخه د وسلو کڅوړې په قطر کې د العدید هوایی ډګر ته چیرې چې د متحده ایالاتو پوځي اډه ده؛ ولېږدوي.

امریکا د کالیتا هوايي شرکت لخوا چې د پنټاګون لخوا ګمارل شوی، په سلګونو ټنه وسلې له اروپا څخه سوریې ته د قطر له لارې د کروشیا د راجیکا له هوایی ډګر څخه لیږدولې.
امریکا د کالیتا هوايي شرکت لخوا چې د پنټاګون لخوا ګمارل شوی، په سلګونو ټنه وسلې له اروپا څخه سوریې ته د قطر له لارې د کروشیا د راجیکا له هوایی ډګر څخه لیږدولې.

دا مهال په سوریه کې تر ټولو فعاله ترهګره ډله التحریرالشام ده چې د لویدیځو هېوادونو د مرستې ترلاسه کولو په خاطر یې خپل پخوانی نوم «النصره» بدل کړی ده. دا ډله چې د القاعدې یوه څانګه ده، د هغو وسلو اصلي ترلاسه کوونکې ده چې امریکا یې په پټه سوریې ته لېږدوي.

لکه څرنګه چې د امریکا حکومت د سړې جګړې پر مهال د القاعدې شبکه، طالبان، جهادیان او نورې وینېتویونکې بنسټپاله ډلې تجهیز او رامنځته کړې، په تېرو کلونو کې یې په سوریه او عراق کې د داعش ځناورې ډلې دومره ملاتړ وکړ چې آن هیلري کلنټن د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې دا ومنله چې داعش د امریکا لخوا رامینځته شوې ډله ده.

امریکا اوس هم د تروریزم او اسلامي بنسټپالۍ له وسلې څخه د خپلو سیالانو په ځانګړې توګه په اسیا کې د بې ثباته کولو لپاره ګټه پورته کوي. په تېرو ديارلسو کلونو کې د عراق، سوريې، يمن، ليبيا او نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان یې هم د ترهګرۍ او وحشت په مرکز او زمونږ د خلکو د وينو په حمام بدل کړی ده.

د التحریرالشام تبلیغاتي ویډیو چې په کې د دې ډلې جنګیالیو ته د امریکا لخوا جوړ شوي BGM-17 TOW توغندیو د کارولو روزنه ورکول کیږي.
د التحریرالشام تبلیغاتي ویډیو چې په کې د دې ډلې جنګیالیو ته د امریکا لخوا جوړ شوي BGM-17 TOW توغندیو د کارولو روزنه ورکول کیږي.
د التحریرالشام تبلیغاتي ویډیو چې په کې د دې ډلې جنګیالیو ته د امریکا لخوا جوړ شوي BGM-17 TOW توغندیو د کارولو روزنه ورکول کیږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 169 میلمانه آنلاین لرو