په کمبودیا کې د امریکا زړه‎بوږنونکي جنایتونه

په کمبودیا کې د امریکا زړه‎بوږنونکي جنایتونه

د ویتنام د جګړې په اوج کې د امریکايي نیواکګرو ځواکونو پرله پسې ماتې د دغه هېواد د حکومت مشران په غوسه کړل او خپله غچ‎اخیستونکې او له کرکې ډکه پالیسي یې لاپسې ګړندۍ کړه. وروسته له دې چې ویتنام جنګیالیو د امریکايي ځواکونو هر برید په شا وتمبوه او هغوی ته یې عبرتناکه درس ور کړ، نو په ۱۹۶۵ کال کې د امریکا حکومت له «ویټ کینګ» څخه د غچ‎اخیستو په پار د ویتنام پر ختیځ ګاونډي کمبودیا د بې ګناه خلکو پر ضد چې د جګړې پر مهال بې طرفه و، خپل ځمکني بریدونه پیل کړل. دا بریدونه په ځانګړې توګه هغه مهال زیات شول چې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون په ۱۹۷۰ کال کې په پټه د هوايي برید امر وکړ. نیکسون د ملي امنیت سلاکار هنري کیسنجر ته لارښوونه وکړه چې:

«دوی باید هلته لاړ شي، او زما مطلب دا دی چې واقعا باید لاړ شي. زه جنګی بیړۍ نه غواړم، زه هیلی کوپټر وړونکي بېړۍ غواړم. زه غواړم هر هغه څه چې پرواز کولی شي هلته لاړ شي او هغه دوزخ له منځه یوسي. هغې خاورې ته د ننوتلو او د بودیجې په لګولو کې هیڅ بندیز نشته. پوه شوې؟»

کیسنجر خپل پوځي همکار جنرال الکساندر هیګ ته دا حکم په لاندې ډول واستوه:

«هغه په کمبودیا کې پراخه بمباري غواړي. هغه نه غواړي کوم مخالف غږ واوري. دا یو حکم دی چې باید پرته له پوښتنې ترسره شي. هرڅه چې الوتنه کوي او حرکت کوي باید له منځه لاړ نشي.»

په کمبودیا کې د بم په واسطه ویجاړ شوی ځای
په کمبودیا کې د بم په واسطه ویجاړ شوی ځای

د ۱۹۷۰ کال دسمبر په میاشت کې، په کمبودیا بمباري پیل شوه. په دې برید کې د جنګي چورلکو ترڅنګ بی-۵۲ الوتکو هم برخه اخیستې وه، چې په ۱۴ میاشتو کې یې پر کمبودیا ۳۶۳۰ الوتنې وکړې او ۱۱ زره ټنه بمونه وغورځول شول. دا عملیات چې ریچارډ نیکسن د سباناري پرمهال پلان کړی و او د «مینیو» په نوم نومول شوی و، د اوږدې مودې لپاره له امریکایانو څخه پټ پاتې شو. د کمبودیا له ټول‎وژنې څخه ژوندي پاتې لیکوال ویډي رتنر په وینا، د دې هیواد د خلکو وژنه، د امریکایي چارواکو له نظره، د «ویتنام د جګړې یو ننداریز اړخ» و.

د امریکايي الوتکو د بمباریو یو عیني شاهد وايي :

«درې F-111 الوتکو زموږ د کلي پر مرکز بمباري وکړه او زما د کورنۍ یوولس غړي یې ووژل. پلار مې ټپي شو خو ژوندی پاتې شو. په هغه وخت کې زموږ د کلي په شاوخوا سیمه کې یو دولتي عسکر هم نه و. ۲۷ نور کلیوال هم وژل شوي دي. دوی د پټېدو لپاره یوې کندې ته پناه یوړه او لږ وروسته په هماغه ځای کې دوه بمونه وغورځېدل او ټول له منځه لاړل.»

بروس پارس، ژورنالیست او څیړونکی، په یوه مقاله کې لیکي :

«په کمبودیا کې د امریکا د هوايي بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د ترسره شویو مرکو له مخې، په کمبودیا کې د امریکا د هوايي بریدونو د قربانیانو ټولټال شمېر نږدې ۲۵۰ زره تنه دی، چې په ځناوریز ډول ټوټې ټوټې شوي دي.»

د کمبوډیا په نسل‎وژنه کې د وژل شویو کسانو یو شمیر کوپړۍ.
د کمبوډیا په نسل‎وژنه کې د وژل شویو کسانو یو شمیر کوپړۍ.

خو د خمیر روج (سره خمیرونو) د حکومت له نسکوریدو وروسته چې کومه سرشمیرنه شوې د هغې له مخې، د دغه هیواد نفوس چې د امریکا له بریدونو مخکې ۸ میلیونه وو، ۴ میلیونو ته راټیټ شوی دی. د انګیرنې له مخې، د کمبودیا نیمایي نفوس د امریکا په هوایي بریدونو او د خمیر روج حکومت په ډله‎ییزو وژنو کې، چې د متحده ایالاتو له اقتصادي او نظامي ملاتړ څخه برخمن وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دغو بریدونو په پایله کې، د نوردوم سیهانوک حکومت ړنګ شو او خمیر روج واک ترلاسه کړ. امریکا د خمیر روج سره اړیکې ټینګې کړې او د شمالي ویتنام سره د مقابلې لپاره یې په رسمیت وپیژندل. کیسنجر د تایلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل :

«موږ د خمیر روج سره هیڅ دښمني نه لرو. موږ غواړو چې دوی د شمالي ویتنام په وړاندې یو خپلواک خنډ وي...
تاسو باید کمبودیا ته هم ووایاست چې موږ به ورسره ملګري یو. دوی [خمیر روج] غله او قاتلان دي، خو موږ به هغوی ته اجازه ورنکړو چې زموږ د کار خنډ شي. موږ له دوی سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو یو.»

د جګړې ضد لاریونونو په ټوله امریکا کې په ځانګړې توګه په پوهنتونونو کې زور واخیست.
د جګړې ضد لاریونونو په ټوله امریکا کې په ځانګړې توګه په پوهنتونونو کې زور واخیست. په کمبودیا کې د دغه برید پر ضد سل زره کسانو لاریون وکړ. نږدې ۴۰۰ ښوونځيو پرلت وکړ او ۲۰۰ ښوونځي په بشپړ ډول وتړل شول. د ۱۹۷۰ کال د می په ۴مه، لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول. د ملي ګارد ځواکونو د اوهایو په کینټ ایالت پوهنتون کې د جګړې ضد مظاهره‎کوونکو باندې ډزې وکړې، څلور محصلان یې ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل. لس ورځې وروسته د جیکسن ایالت په پوهنتون کې دوه محصلان ووژل شول. په کینټ ایالت او جکسن ایالت کې ډزې د دې لامل شوې چې خلک د کمبودیا د یرغل پر ضد پاڅون وکړي.

تاسو باید کمبودیا ته هم ووایاست چې موږ به ورسره ملګري یو. دوی [خمیر روج] غله او قاتلان دي، خو موږ به هغوی ته اجازه ورنکړو چې زموږ د کار خنډ شي. موږ له دوی سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو یو.»

«موږ له کمبودیا څخه کرکه کوو ځکه چې د دوی حکومت د شمالي ویتنام په پرتله خورا بد دی، مګر موږ باید د ویتنام په وړاندې د هغه ملاتړ وکړو.»

په کمبودیا کې د خپلو مخالفینو د ټول‎وژنې سربیره، خمیرانو د امریکا په امر د شمالي ویتنام پر ضد سخت بریدونه پیل کړل او دغه حکومت شمالي ویتنام دې ته اړ کړ چې له ځانه دفاع وکړي او په ۱۹۷۹ کال کې د پولپوټ حکومت نسکور کړ. د امریکا د غوښتنې له مخې د تایلنډ حکومت پولپوټ او د هغه جنګیالیو ته پناه ورکړه او د نورو لسو کلونو لپاره یې د کمبودیا او ویتنام پر ضد د دغې ډلې ملاتړ ته دوام ورکړ.

جان پیلجر په کمبودیا باندې د امریکا د برید او د خمیر روج ترهګرې ډلې څخه د هغوی د ملاتړ په اړه لاندې پایله اخیستې ده:

«لکه څرنګه چې د متحده ایالاتو په بمباریو کې د کمبودیا پراخې ویجاړۍ د خمیر روج له پیدا کېدو او و سره مرسته وکړه، په ورته ډول په عراق باندې د امریکا یرغل یوه ټولنه ویجاړه کړه او د داعش رامنځته کېدو ته یې لاره هواره کړه. او لکه څرنګه چې متحده ایالاتو په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ویتنام په وړاندې په کمبودیا کې د خپلو پخوانیو دښمنانو ملاتړ وکړ، واشنګټن په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت په وړاندې د جهادي ډلو سره یو پټ اتحاد ته داخل شو. په حقیقت کې، که موږ د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ څخه د څه تمه کولی شو، هغه وحشت او شر دی چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو سینګار یې کړی ده.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 99 میلمانه آنلاین لرو