د خپلواکۍ غوښتونکي سید عبدالهادي مبارز یاد دې ژوندی وي

د خپلواکۍ غوښتونکي سید عبدالهادي مبارز یاد دې ژوندی وي

په تیرو څو کلنو کې د فراه ولایت دننه هدفي وژنو پیښې ډيرې شوي، داسې ورځ به نه وي چې يو یا څو تنه د ښار دننه یا د ولسوالیو اړوند د مرمیو ښکار نشي. ډیرۍ دا ډول وژنې حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کیږي او تر اوسه د هیڅ یوې پيښې عاملین ندي نیول شوي. ددې وژنو اکثره موخې د قوم هغه متنفذین او روڼ‎آندي اشخاص دي چې په خلکو کې د نیک نوم خاوندان دي. چې د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو د خپلو بادارانو د شومو موخو د پلي کیدو لپاره د هغوي ښکار پسې را اخیستي او رسنیو هم د خپل روښانفکرۍ ضد مفکورې له مخې په ټول توان ددې ډول پيښو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده، او د راپورونو د خپرولو څخه یې ډډه کوي.

ددغو قربانیانو له ډلې یو هم سید عبدالهادي د عبدالباقي زوی د فراه د ښاري محکمې محرر چې دوه کاله مخکې د دندې څخه کور ته په لار د برید لاندې راځي او د مرمۍ د هغه ټپ له امله چې په سر کې لګیدلی وه په ولایتي روغتون کې ساه ورکوي.

سید عبدالهادي ۵۵ کلن وه، په یوه کورنۍ کې زیږیدلی وه او په ډیرو کړاوونو یې ښوونځی او د کرنې لیسه پای ته رسولې وه. پلار یې د غربت سربیره نوموړی په اووه کلنۍ کې د کلي په ښوونځي کې شامل کړو، وروسته له دریو کلنو د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې چې نوی رامنځته شوی وه، د نورو زده کوونکو سره یو ځای نقل مکان وکړ. سید عبدالهادي د زده کړو سربیره ډير کړاوونو هم ګالل. هغه د خپل پلار سره د مرستې سربیره هره ورځ ۱۳ کیلو متره لار د ښوونځي لپاره وهله. کله چې د فراه د کرنې په ښوونځي کې شامل شوه ویې نشوه کړای د لیلیۍ څخه هم برخمن شي، ځکه په هغه وخت کې یوازې د شتمنو ځمکوالو زامن د لیلیۍ مستحق وه، او غریب پلار یې د نورو ستونزو سربیره د نوموړي د زده کړو بار هم په خپله غاړه واخیسته.

سید عبدالهادي د ښوونځي په دوره کې د ملي‎پلوه او روښانفکرۍ له نظریو سره بلد شوه او انقلابي تګلار یې ونیوله. خلقیانو د کودتا له لارې واک تر خپلې ولکې لاندې راوست، او په لنډ مهال کې یې په ډيرې بیرحمۍ په ټول هیواد او فراه کې د روښانفکره او نورو ټولنیزو اقشارو په لمنځه وړلو پيل وکړ. په هیواد کې واکمن سیاسي وحشت نوموړی اړ کړ چې ایران ته مهاجر شي. هغه د بیرجند او طبس په شاوخوا کې ژوند کاوه او د خښتو په بټیو کې د کار کولو له لارې ژوند مخته وړه. تردې چې څو میاشتې یې سخت او اجباري کارونه هم کول تر څو یو اندازه پیسۍ زیرمه کړي. او د زیرمې تر پایته رسیدو پورې په لوړ مورال دافغانستان خاورې ته تللو او هلته یې د ملي مقاومت تر جبهو پورې ځان رساوه او خپله برخه یې پکې اخیسته.

د روسانو په راننوتلو او د خلقي او پرچمي جنایاتو په زیاتیدو سره د هیواد خپلواکي او د روسانو سره جګړه یې د ټولو برنامو په سر کې ځای درلوده او د سید منیر معروف چې په اقا ملک قومي جبهې یادیده( سادات) سره یوځای شوه. د سادات جبهه چې وروسته یې د فراه سورخاش عمومي جبهې سره چې د روښانفکره خپلواکۍ غوښتونکو لخوا رهبري کیده یو ځای شوه، او عبدالهادي هم د نورو مبارزینو سره یو ځای د روسانو او د هغوي د لاسپوڅي نظام پر ضد په جګړو کې ونډه واخیسته.

هغه ساده او مسکانده انسان وه د ستونزو په وړاندې پیاوړۍ روحیه درلوده، ملګري یې د هغه د سر‎ښندنې او زړورتیا ډير یادونه لري، زیاتره وخت به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له ټولو مخکې ولاړ وه.

د ډاکټر نجیب د رژیم له ماتې وروسته سید عبدالهادي له خپلې کورنۍ سره پخپل ټاټوبې چاه زندان کې ژوند پیل کړه، او د کرنې په کارونو بوخت شوه. د هغو نیکو اوصافو له امله یې چې لرل د خپل کلي د قومي شورا د اصلي استازي په توګه وټاکل شوه. هغه د خپلو کلیوالو د ستونزو په حل کې ځانګړی رول درلود او تل یې محرومو طبقو او ښځو د حقوقو څخه دفاع کوله.

هغه د خپل ژوند په اوږدو کې مزدور دولتونو ته چې ښکته پورته شول سر ټيټ نکړ او د خپلو غریبو خلکو سره تر اخره پخپلې وعدې ژمن پاتې شوه او د هغوي سره یې یو ځای ژوند وکړ. هغه په غربت کې ژوند وکړ خو هیڅکله یې د زرو، مقام او ډالرو غلام نشوه. په همغه ناڅیزه او کم معاش یې د فراه په ښاري محکمه کې محرر پاتې شوه او په همدې یې ژوند مخته بیاوه، د ژوند تر پایه یې سرلوړی ژوند وکړ. تر دې چې د ۱۳۹۶ه ل د غویي میاشتې په ۱۳ نیټه له ماسپخین مخکې مهال د مسلکي جنایتکارانو لخوا ووژل شوه او خلک مو یو ځل بیا د غم په ټغر کینول شول.

روح دې ښاد او ياد یې تلپاتې

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 269 میلمانه آنلاین لرو