ژمن هنرمند نینواز چی مرييتوب ته یی نه وویل او په میړانه یی ژوند له لاسه ورکړ

نینواز

فضل‌احمد ذکریا (نینواز) په ۱۳۱۲ کال د کابل یکه توت کی د محمدزیانو په یوې شتمنې کورنی کی زیږیدلی وه. پلار ېی د پوهنې او بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده سرته رسولی، د شاهې کورنۍ له مهمو سیاستوالو او لیکوالو څخه شمیرل کیده چی د فیض محمد کابلی په نوم ئی شعرونه هم ویل. نینواز نه یواځی د کورنۍ واک او تجملي ژوند خپلی خوا ته جلب کړ، بلکه هغه چی ټولنیز توپیرونه پخپل ټول وجود لمس کړی وه د هغه ژوند ئی بلي خوا ته واړوه. په یو داسی خاکساره او انسان دوست شخصیت بدل شو چی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په همدی لار روان و.

نینواز د خپل اوچت استعداد په درلودلو سره خپلې لمړنۍ هنري زده کړی د ماشومتوب په وخت کی تر لاسه کړی او په ځواني کی د خپلې کورنۍ له مخالفت سره سره د ارواح ښاد استاد هاشم تر لاس لاندی په شاګردې کښیناست، د موسیقې هنر او طبله ئی په مکتبی توګه زده کړه. هغه تر دي وخت پوری د استقلال په لیسه کی زده کوونکی وه، د خپل ښوونځي د درسونو څنک کی په مسؤلانه توګه موسیقې اوریدله اوشعرونه یی ویل په همدی دوره کی ئی د ښوونځې د موسیقې ګروپ جوړ کړ. د افغانستان د آزادۍ د څلویښتمې کالیزی په ویاړ چی په هغه وخت کی په شاندارو مراسمو لمانځل کیده د «قوم افغان افتخار آسیا / عسکر سنگین وقار آسیا» تصنیف، کمپوز او چمتو کړ چی د ټولو پام ئی ځانته واړوه.

ځواکمن عشق او ژمنه له فضل‌احمد ذکریا څخه یو ستر هنرمند او سندرو جوړوونکی د «نینواز» په نوم رامنځ ته کړ، په کلونو کلونو د موسیقې لپاره د هغه زیار او هڅه د دی لامل شوه چی په افغانستان کی دغه هنر د دربار له منګولو خلاص شي له نوې رنګ او بوي سره د ښار او کلیو لارو، کوڅو ته مخه خلاصه کړی.

د دولسم ټولګې له فراغت وروسته نینواز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي ته لار پیدا کړه، له همدغې څانګې څخه ئی تحصیلې مدرک تر لاسه کړ. نینواز د هیواد د ننه او بهر په لوړو چوکیو کی په دندو وګمارل شو، خو هیڅکله دندي د موسیقي په برخه کی د هغه د پرمختګ خنډ نشوې. هغه چی په ټولنه کی د هنر اغیزه په ښه توګه درک کړی وه په بی پروایی سره د تعصبي ټولنې او متکبرو اشراف زاده ګانو په وړاندی د مبارزې ډګر ته ورننوته او د افغانې موسیقې لپاره ئی بریالیتوب تر لاسه کړ.

نینواز
ځواکمن عشق او ژمنه له فضل‌احمد ذکریا څخه یو ستر هنرمند او سندرو جوړوونکی د «نینواز» په نوم رامنځ ته کړ، په کلونو کلونو د موسیقې لپاره د هغه زیار او هڅه د دی لامل شوه چی په افغانستان کی دغه هنر د دربار له منګولو خلاص شي له نوې رنګ او بوي سره د ښار او کلیو لارو، کوڅو ته مخه خلاصه کړی.

فقید ظاهر هویدا ددی سوال په ځواب کی چی:«د ټولو ستونځو په منځ کی کوم شخص ستاسی د تداوم په هکله د تشویق او لارښوونی په برخه کی تر ټولو زیات نقش درلود؟» وویل:

«شهید فضل‌احمد ذکریا نینواز له همهغه پیل څخه په جشنونو او د معلم د ورځي د لمانځلو په کارونو کی زمونږ رهبرې او لارښوونه کوله نینواز چی پوه هنرمند او آزاد انسان وه، خپل پلار سره یی هم د هنرې کارونو د مشغولتیا په هکله جنجال درلود ځکه ښاغلې ذکریا چی کوم مقام، نوم او شهرت درلود نه یی غوښتل چی ځوي ئی د مثال په توګه اکوردیون غاړی کی واچوی یا مثلآ ساربان ته اهنګ جوړ کړی، خو هغه په «ښارې نندارې» کی چی د منډوې د ډنډ تر څنګ ئی موقعیت درلود له «سید مقدس نګاه» سره چی هم سید وه هم واقعآ مقدس او هم د اغېزناک دید خاوند وه ـ د فردوس جنت د ورله نصیب وی ـ د موزیک او نمایشنامو په برخه کی همکارې درلوده او پخپله ئی په ډرامو کی اکوردیون غږاوه»

نینواز چی پخپل رسالت پوه وو د لمړی ځل لپاره د خپلی جوړی کړی سندری «من نینوازم» له مخی کابل رادیو ته لار پیدا کړه. لمړي هغه د خپل متواضع شخصیت له کبله د خپلو ټولو همکارانو او دوستانو تر منځ د درناوې ځای تر لاسه کړی وه، دویم څرنګه چی هغه په سندرو جوړولو، د ترانو په تصنیف او د موسیقې الآتو په غږولو کی ډیر برلاسې د هنرمندانو او هنرپالو توجه ئی ځانته جلب کړه. د یو شمیر زیاتوهنرمندانو لکه ساربان، احمد ظاهر، مهوش، اولمیر، میرمن پروین، احمد ولي، هنګامه، حسیب دلنواز، سلما، اکبر رامش، ژیلا، رخشانه او نورو محبوبو هنرمندانو شهرت او محبوبیت پرته له شک څخه د هغه د زړه پوری اهنګونو له کبله وو کوم چی د نینواز له خوا جوړ شویوو. استاد ارمان چی هم د نینواز آهنګونه اجرا کړیدي داسی وایی: «د نینواز آهنګونه ټول نوې او بکر دي».

خلیل‌الله خلیلی د دربارې شاعرانو له ډلې څخه یوه پیژندل شوي څیره ده کوم چی په وروستیو کی د تنظیمې خوکانو په پښو کی پریوت دی. کله چی د نینواز خلاق استعداد په هنر، موسیقی اوشعر پیژندنه کی ولید، د شعرې ارادت له مخی ئی هغه ته دغه شعر ډالۍ کړ:

«آنچنان کردی ز سوز و ساز خود محشر بپا
کز نيستان دلم شد عالم ديگر بپا
نغمهء تو، نالهء تو، سوز تو، آواز تو
هر يکی در رگ رگ من کرد صد آذر بپا
سوختم از ناتوانی مشت خاکستر شدم
کيست جز تو تا کند آتش ز خاکستر بپا»

د تل یاد نینواز تل‌پاتی هنري نقش اوځنکړتیاوی هلته او دلته خپرې شویدي، خو د هغه د شخصیت، د آزادی د لاری مبارز په توګه څه ویل شوی ندی.

نینواز
د یو شمیر زیاتو هنرمندانو لکه ساربان، احمد ظاهر، مهوش، اولمیر، میرمن پروین، احمد ولي، هنګامه، حسیب دلنواز، سلما، اکبر رامش، ژیلا، رخشانه او نورو محبوبو هنرمندانو شهرت او محبوبیت پرته له شک څخه د هغه د زړه پوری اهنګونو له کبله وه کوم چی د نینواز له خوا جوړ شویوو.

نینواز د خپل وخت د فاسدو واکمنو څخه د ژور درک او کرکی له مخی د هیڅ رژیم تر فشار لاندی رانغی د هغوی غوښتنو ته یی سر ټیټ نکړ. او خپل هنر ئی د خلکو ضد فاسدو رژیمونو ته وړاندی نکړ د وخت زر او زور ته تسلیم نشو. د غوایی د اوومې بدمرغې او کرغیړنې کودتا سره ئی په ښکاره توګه خپل مخالفت په ډاګه کړ او په تندو ویناؤ ئی «خلقی» رژیم ګوډاګی او سړي خور پیژانده، لکه چی ویل کیږی د احمد ظاهر د مرګ توطئه ئی له ټولو دسیسو سره په یو عام محضر کی بربنډه کړه کوم شې چی وینې څښکونکی دښمن د هغه له مخي په نښه کړ. نینواز کولای شول چی د ژوندي پاتی کیدو لپاره د وینې تویونکو پیښو څخه په سادګې سره تیر شی د جنایتکارانو لاسونه ښکل کړی، د وینې تویوونکی کودتایی رژیم په ثنا ویوونکی بدل شی لکه مسحور جمال، فرهاد دریا، امیرجان صبورې، فرید رستګار او نورو لسګونو دربارې هنرمندانو په شان د خلکو په تویه شوو وینو په چوپتیا سره د لویدیځ به لور والوزي خو نینواز په ډیر ویاړ سره د خپلو ملګرو په څنګ کی مرګ تر تسلیمیدو غوره وباله.

نینواز د خپل وخت له ستونزو سره سره هنرمندان پخپل غیږ کی وروزل، هغه تر شپږ سوو زیات آهنګونه کمپوز او غوره شعرونه سندرغاړو ته ډالۍ کړل چی د هغوی د شهرت لامل وګرځیدل. خو هیڅکله ئی چاته د تمې(طمعی) لاس اوږد نکړ، د خپل شهرت او محبوبیت له کبله مغرور نشو. کله چی د موسیقی هنر له خلکو څخه په جلا لار روان و نینواز د خلکو د پوهاوې لپاره چی ډیرو کړاونو او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ و د موسیقې هنر د هغوی د درمان لپاره اغیزناکه لار وګڼله. له همدی کبله د هغه لپاره د موسیقې د اصیل هنر زرغونیدل او پراخیدل عمدګې پیداکوله چی د ځینو هنرمندانو لکه استاد بریښنا، ترانه ساز، هویدا، ځلاند، سرمست، ساربان، احمد ظاهر او د افغانستان د نورو غوغا پاروونکو غږونکو په مرسته ئی د سیمي هیوادونو کچی ته لوړه کړه. د اندونو او افکارو بدلون او راکړه ورکړه او د هنرې ظرفیتونو لوړیدل هغه وخت چټک شول چی په ۱۳۵۳ کال کی نینواز په رسمی توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کی په دنده وګمارل شو.

سربیره پر دی باید ووایو چی ارواح ښاد نینواز د لارښووني او نه ستړی کیدونکو هلو ځلو په بنسټ د زړه پوری سندرو په قالب کی احمد ظاهر څخه د بی ساری او قهرجن اتل جوړ کړ چی حتی په افغانستان د موسیقی مخالفان هم د احمد ظاهر له هنرښودنی او د موسیقې په هنر کی د هغه د مهربانو ګوتو له اغیزی څخه انکار کولای نشی مخه وکړي د «احمد ظاهر همپای زمانه خواند و بی بدیل ماند» او دغه سندره:«خورشید من کجایی / سرد است خانه ی من» چی د ایران د سیاسی او نومیالي شاعر ابوالقاسم لاهوتې شعر او داسی په لسګونو نور منع شوی شعرونه په سندرو بدل شول چی د احمد ظاهر او ساربان له لوری ډګر ته راووتل کوم چی د نن ورځی په شان رواج شوی عشقی بی‌‌ډبه رنګ او بوی نلری، سر تر پایه د وهیواددوستی او خلکودوستی مضمون د نینواز د نبوغ له نعمت ځنی یو ستر توفان جوړ کړی وه. خو له بده مرغه زمونږ په کنګل شوی او تیاره ټولنی کی زیاتره سندری یواځی او یواځی عاشقانه او غیر سیاسی پیژندل شویدی.

نینواز د کلاسیکو او معاصر شاعرانو، له «مولانا» څخه تر «حافظ»، له «فرخی» او «لاهوتې» څخه تر «فروغ»، «سایه» او «شفا» پوری د ټولو شعرونو سره اشنایی درلوده. داهیڅکله تصادفی پیښه نده چی تر پنځلس زیات شعرونه ظاهرآ ساده ولی په ځان کی ډیر قوی جوهر او تومنه لری د لاهوتې له دیوان څخه د احمد ظاهر او ساربان لپاره کمپوز کړیدي چی له غني محتوا او ارزښت څخه ډک دی. د همدی لید له مخی د وخت د مطرح شاعرانو د آثارو لټون کوی تر څو د هغوی غوره اثار د ټولنی خولې ته واچوی نه هغه زهر چی نورو د څلورو لسیزو په موده کی د هنر په نوم زمونږ د خلکو په ټپونو کی پيچکارې کړیدي. د حبیب الله ذکریا په خبره «که چیرې مونږ د نینواز د هنر عمده کرښی مشخص کړو، هغه دا چی له وطن سره ئی مینه درلوده»

په همدی ډول د حماسی او وطنې ترانو ویل لکه «میر بچه خان» چی د افغان ـ انګلیس د دوهمې جګړې اتل وه ترانه ویلی. همدارنګه بی شمیره تراني چی زمونږ د خلکو بیګانه ضد او جګړه‌یزی روحی سره اوږه لګولی کمپوز کړیدی، یو شمیر کلیوالي او فولکلوریک دوه بیتې ګانې چی د آزادې غوښتنی او زمونږ د خلکو د بی پایه کړاؤنو احساس ئی په ګوته کاوه، په خواشینې سره تر هغه وخت پوری په کوڅو او دیرو کی سینه په سینه د لمنځه تللو په حالت کی وی. نینواز او ملګري ئی د هغو په راټولولو لاس په کار شول په موسیقی کی ئی ځای ورکړ سمون او ښه والې ئی ور په برخه کړ او په آرشیف کی ثبت او خوندی شوی. په همدا شان نوری سندری چی زمونږ د کلیوالو د ژوند وضعیت بیانوی لکه «بیا برویم قالین ببافیم سوی اقچه» سندره ئی کمپوز او د افغانستان محکومی او محرومی ټولنی ته په مینې او اخلاص ډالۍ کړی چی د ډیر ارزښت او پاملرنې وړ دی.

د شهید نینواز ورور حبیب الله ذکریا په رښتنې توګه دغه دخلکو د ارمانونو د لاری شهید مړینه یوه سیاسی وژنه بولی وایی:

«کله چی د غوایی اوومی کودتا وشوه مونږ ټول د نینواز له افکارو، اعتقاداتو او عشق څخه پوهاوی او پیژندګلونه درلوده»

نینواز
نینواز د پولیسو د اکادمي ارکستر ته پداسی حال کی لار ښوونه کوی چی احمد ولی او هنګامه سندری وایی

کله چی په ۱۳۵۷ کال د څارندوی اکادمې کی د موزیک څانکه جوړه شوه له نینواز څخه وغوښتل شول چی په هغه ځای کی موسیقې ته سروسامان ورکړی، هغه پرته له ځنډ څخه ومنله، په همدی جریان کی نینواز له وطن دوست او د مزدور رژیم ضد صاحب منصبانو سره په ځانګړی توګه د پولیسو د اکادمی استاد داود سره اشنا شو. دغه اشنایی د دی لامل شوه چی استاد داود د ۱۳۵۸ کال د زمرې د میاشتی د (۱۴) پاڅون له کلیدی رهبرانو څخه وه، پدی پاڅون کی نینواز ته د ګډون بلنه ورکړه. نینواز په ډیره مینه او شوروشوق له پاڅون کوونکو سره یو ځای شو، په پای کی لکه د نورو لسګونو مبارزو اتلانو په شان بندی او په دار وځړول شو او د نورو زرګونو آزادی غوښتونکو، روڼ آندو تر څنګ په نامعلومو هدیرو کی تر خاورو لاندی شو.

دا په حقیقت کی د نینواز د شخصیت مسخ کول دی چی ګویا هغه د څو رکیکو ټکو په تور چی وړکتون ته د خپل ځوی د اخیستو په وخت کی د رژیم په ضد کړیوی ونیول او اعدام شو. خوشبختانه عینې شاهد اوس هم ژوندی دی او له نینواز سره په یوه کوټه کی زندانی وه داسی نقل کوی:

«یو له زندانانو څخه چی د زمري د ۱۴ پاڅون فعال غړی او د افغان فلم کامره مین وه نوم ئی قسیم وه، لوړ قد ئی درلود او په مکرویانو کی ئی ژوند کاوه. نینواز او دوه کسان نور چی د افغانستان رادیو سره ئی اړیکې درلودی زندانی شوی وه، قسیم د ګوهری په نوم یو کس سره اړیکی درلودی چی باید د خپلی مخفی تفنګچی سره د رادیو د نشراتو خونی ته ننوځی او په ټاکلی وخت کی هغه له کاره وغورځوی. ګوهری مخکی تر دی چی خپله دنده تر سره کړی د پلټنی په وخت کی له تفنګچی سر ونیول شو او شکنجه ځای ته ولیږدول شو. دوی هر یو په سختي سره ربړول کیدل تر څو خپلی اړیکې له نورو سره افشا کړی. د نینواز ورور پدی آند پایلی ته رسیږی چی «د هغه د دغه برخه لیک یو لا مل په ملې او اسلامی ارزښتونو د هغه ټینګ باور او ژمنتیا وه.»

هوکې نینواز لکه د ویکتور خارا په شان د مزدورو جلادانو په وړاندی مرګ تر اسارت لاندی ژوند څخه غوره کړ.

نینواز چی په صداقت او رښتینولې سره په خپلې لارې او هنر باور درلود په یو ځای کی وایی:

«زه دا پریکړه د افغانستان خلکو او تاریخ ته پریږدم، کله چی مړ شم هغوی زما په هکله څه قضاوت کوی.»

زمونږ تاریخ ښایی ولیکي: متواضع هنرمند نینواز د ستم په وړاندی ودرید، مرييتوب ته ئی نه وویل او په هسکه غاړه ئی ژوند له لاسه ورکړ.

د دي مقالی دری برخه په دغه ځای کي ولولي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 168 میلمانه آنلاین لرو