عبیدالله بهیر

څو ورځې کېږي چې په خواله رسنیو کې د عبیدالله بهیر، د ګلبدین لمسي او غیرت بهیر ځوی د اخلاقي رسوایي غږ پورته ده چې د سفلس په نوم جنسي ناروغۍ یې یوې ښځې ته لېږدولې او خپله ناروغۍ یې له هغې څخه پټه کړې وه. امریکایي ښځې سربیره پر دې چې د عبیدالله بهیر څو بربنډ عکسونه یې خپاره کړي، له دغه ټیټ‎سترګي هلک سره یې خپلې ټیلیفوني خبرې اترې هم خپرې کړي چې ستونی یې له ژړا ډک ده او له هغه څخه ګیله کوي.

د ښځې نړیوالې ورځ لمانځ‎غونډه

د مارچ اتمه د بهرنیو یرغلګرو او د هغوي کورنیو چوپړانو پروړاندې د جګړې په ورځ بدلوو!

د ګلبدیني بشیر قانت یو بل وحشت

کلونه کیږي چې د راکټیار د اسلامي ګوند یو تر ټولو داړونکی ځناور او جنایتکار قومندان د بشیر قانت په نوم د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې ددې سیمي بې دفاع ملکیان یرغمل کړي، او د خپلو وحشیانو سر یوځای یې د مخدره توکو په قاچاق، د تاریخي آثارو په لوټلو، د خلکو د مالونو د چور او تالان سربیره د یادې سیمې نجیب او پاک اشخاص په ډیر وحشت سره په قتل رسوي.

په ننګرهار ښار کې د زیارکښانو ژوند څخه احوال

ننګرهار ښار چې د ګڼ نفوس درلودونکې دی، میشت اوسیدونکې یی له ګڼ شمیر ستونزو او کړاونو سره مخ او د دولتی او غیر دولتی مافیا په منگلو کې ښکیل دي او ډیرۍ اوسیدونکی بی‎روزګاره دي، او دغه شمیره د پرمختګ په حال کې ده، او ورځ تربلې د خلکو د ژوند سطحه د ټیټیدلو په حال کې ده، چې بیکاری د ټولو ستونزو ژړه ده.

د نیواکګرو او لاسپوڅي رژیم په واکمنۍ کې طبیعي بلاووې ناورین ګرځي!

په هغه هیواد کې چې مفسد انسان‎وژونکي واکمنان او بهرنیو اربابانو یې د خپلو خاینانه سیاستونو سره زموږ ولس د ملا ماتوونکي بیوزلۍ سره مخ کړی، د طبعیت قهر د نورو زرګونو ستونزو برسیره ناورینونه زیږوي. که څه هم اکثره خلک مو په ځانکړې توګه بزګران مو سږني ډيرو ورښتوونو او واورو ته خوشاله ول او د یوه حاصلخیزه کال په توګه یې ګڼلو، خو بیا هم په ځينو سیمو کې د سیلاب لرونکو ورښتونو وریدلو یې کورونه او هرڅه لمنځه یوړل او یو ځل بیا یې د غم په ټغر کینول.

د روسي یرغل او د ثور د اوومې او اتمې ځناوریز جنایتونه نه بخښو او نه یې هیروو!

د ثور د اوومې کودتا وروسته فراه هم د نورو ولایتونو په څیر د خلقي او تنظیمي جلادانو لخوا قرباني شوه. خلقي جلادانو د اشرارو او انقلاب ضد په نومونو په زور د کلیوالو کورونو ته دننه کیدل، ټول شته مالونه یې کوڅو ته غورځول او په اور یې سیځل. دغو وینې څښونکو زموږ په کلي د یوه ستر برید په ترڅ کې ۱۵ تنه بیګناه د کلي مخور ونیول او پرته له هیڅ ډول محاکمې یې ژوندي خښ کړل.

شاه مری فیضی او محرم درانی

د ۱۳۹۷ کال د غویي په ۱۰مه ځینې خبریالان د کابل په شش درک سیمې کې د شوي ځانمرګي برید خبري پوښښ ته تللي وه چې خپله د یو بل ځانمرګي برید ښکار شول، پدې پيښه کې چې نهه تنه شهیدان شوه د دوو تنو شهید شوو له کورنیو څخه مو لیدنه وکړه. شاه مری فیضي چې د خپلې کورنۍ یواځنی ډودۍ راوړونکی وه د کورنۍ څو تنه غړي یې د سختو رنځونو څخه ځوریږي، او محرم درانۍ هغه انجلۍ چې د ستونزو سربیره یې بیا هم د خبریالۍ دنده ترسره کوله، چې دا هم د کور يواځنۍ نفقه راوړنکې وه.

لومړی د محرم درانۍ کورنۍ ته لاړو، که څه هم د ناروغه پلار څخه مو د کور پته ترلاسه کړې وه خو نیم ساعت سرګردانه د تنګو کوڅو په منځ کې ګرځيدو، زاړه او پخواني خټين کورونه او د لرګیو دروازې خال خال تر سترګو کیدې. له هرې کوڅې چې تیریدو د محرم انځور مو په خیال کې ګرځيده چې یو وخت به لدې پخوانیو کورونو تیریده او د ستونزو سربیره یې بیا هم خپلو خلکو ته خبر رسونه کوله.

بالاخره د محرم ورور وپيژندلو، خپل کورته یې بوتلو، په کور کې یې محرم ته فرشته غږ کاوه. د محرم له پلار محمد شفیع سره کیناستو پرته لدې چې څه وپوښتو زړه یې له درده ډک وه تر یوه ساعته یې همدا جملې تکرارولې:

«د شپې مې خپې درد کاوه فرشته راغله د زیتونو په تیلو یې زما خپې غوړې کړې، ويې ویل پلار جانه خپې دې سبا لمر ته ونیسه............... په سبا مې لور لاړه بیا هیڅکله رانغله.... لور مې شهیده شوه»

دا جملې یې پداسې حال کې ویلې چې لاسونه یې لړزیدل، ستونی یې ډک وه، سترګې له اوښکو ډکې وي، ومې نه غوښتل څه وپوښتم. رښتیا هیڅ څه مې ذهن ته نه راتلل اخر څه به مې ذهن ته راغلي وه؟؟ د دردیدلي سړي ژړغونې خبرو مې ذهن مشغول کړو، هره خبره او سوال بي روحه او بي معنا وه! له سر تر خپو مې د ارګ په خاینانو لعنت وایه چې د محرم د قاتلانو سره یې د اوربند ننګینه داغ هم په تندې لګیدلې وه. د ورور په ویلو سره کوښښ کوی چې دغه ځناور طالبان هم په واک کې شریک او زموږ ټول خلک یوځای هلاک کړي.

محمد شفیع د محرم درانی پلار
محمد شفیع د محرم درانی پلار

وروسته له شیبی هغه بیرته ادامه ورکړه:

«نه پوهیږم تر کله به داسې وي، د کرزي په وخت کې هم داسي وه اوس هم(موخه یې غني او عبدالله وه).... حالات ورځ تر بلې خرابیږي.

تاسې خو بهرنیانو راوستي یاستئ، ګوډاګيتوب کوئ. د هیڅ یوه زامن مو دلته نشته، تاسې د غریبو د احواله څه خبر یاستئ. تاسې زما پشان چې د فرشتې پلار یم غم نلرئ.

هم وایې موږ جهاد کړی، پردې جهاد مو لعنت شه ټول شیان مو له خاورو سره خاورې کړل د جهاد په نوم، اوس مو خپل باداران پر موږ واکمن کړل.

تاسو خلک د هیواد څخه تیښتې ته اړ کړل، د هیواد څخه مو کرکه ورته پیدا کړه، څه د ماهیانو خوراک شوه، ځینې په کانتینرونو کې مړه شول او ځینې هم په کیږدیو کې اوسیږي.

يواځې تاسې څلور تنه یاستئ؟.... موږ مو له توپ، ټانک، الوتکې نه ډاریږو. موږ مو هیواد له لاسه نه ورکوو. موږ دلته یو. له خپلې خاورې مو ساتنه کوو.»

د راپور لیکلو په وخت کې مې پام شوه چې د فرشتې مور او خور زموږ خبرو ته د دروازې څخه اخوا غوږ دي، د فرشتې له پلار څخه مې وغوښتل چې موږ د خپلې میرمن خواته بوځئ. د فرشتې ځوریدلې مورکۍ د محرم په اړه وویل:

«محرم ډیره هیواد پاله وه، د خلکو سره یې مینه درلوده، ویل به یې زه مې خپل سر د هیواد او خلکو څخه صدقه کوم، ویل یې زه مې د خپلو خلکو غږ اوچتوم، هغه د خپل نوم په څير یوه پریښته وه»

ژړا نور دا ځوریدلې مورکۍ ته د خبرو وخت ورنکړو.

له هغه وروسته د شاه مري کور ته لاړو.

شهید شاه مری فیضي د فرانسې اژانس انځور اخیستونکی، خبریال او فلم اخیستونکی وه. هغه دوه میرمنې او شپږ اولادونه لرل. چې درې زامن او یوه لور یې د یوې میرمن څخه او دوه زامن چې رواني تکلیف هم لري د بلې میرمن څخه، مشره میرمن یې د زړه رنځ لري. دعملیاتو او تداوۍ سربیره اوس هم ښه شوې نده.

منیر د شاه مری کوچنی ورور چې سترګې یې هم ضعیفې دي وویل:

 منیر د شاه‌مری فیضی ورور
منیر د شاه‌مری فیضی ورور

«ورور مې زموږ د پنځلس کسیزې کورنۍ یواځنی سرپرست وه. د کورنیو ستونزو سربیره یې بیا هم قوي اراده او غټ زړه درلوده. هغه د کور د لګښت ترڅنګ زما د پوهنتون مصارف هم راکول، که څه هم اقتصادي ستونزي مو ډيرې وې، خو بیا یې هم زموږ ټولې اړتیاووې تر خپلې وسې ترسره کولي او هیڅکله یې له موږ څخه خپلې مرستې ندي سپمولي.»

له منیر مې وپوښتل زموږ ددې ټولو بدبختیو لامل څوک دي؟؟ ویی ویل:

«د اوسني وضعیت مسوول دولت دی. نه یواځې زما د ورور یا د یوه ډله افغانانو لپاره، بلکې د ټول افغانستان د خلکو په وړاندې. همدارنګه جهادي او تنظیمي رهبران چې د اسلامي دولت چیغې وهي او د حدیث او ایت په ویلو سره غواړي زموږ په سترګو کې خاورې واچوي. موږ د جهادي رهبرانو د واکمنۍ شاهدان وه چې څرنګه یې زموږ وینې وبهولې، هغوی زموږ په وینو قدرت ترلاسه کړی دوي جنایتکاران دي. دوي باید په ملي او بین المللي محکمه کې محاکمه شي. ترهغو چې جنایتکاران محاکمه نشي هیواد به مو د سولې او ارامۍ مخه ونه ویني»

له منیر مو وغوښتل تر څو موږ د شاه مري میرمن ته بوځي. هغه د شاه مري میرمن ته غږ کړو بیا یې یوې خونې ته وروغوښتو، میرمن یې زموږ د ننوتلو څخه اوښکې تویولې، د خونې یو کونج ته یې اشاره وکړه او ویې ویل:

«هر کله به چې له دندې راوګرځيد دلته به کیناسته، خپل اولادونه به یې په غیږ کې واخیستل مینه به یې ورکوله، د کور په کارونو کې به یې له موږ سره مرسته کوله. په هر ځانمرګي برید کې دولت ملامت دی. خپل اولادونه یې په بهر کې اوسیږي او خپله په هیڅ یو ځانمرګي نه وربرابریږي ځکه دوي پکې خپله لاس لري، اوس که ټول افغانستان موږ ته راکړي هیڅ درد مو نه دوا کوي، دا چې شاه مری نور نه اوسي»

د کور څخه د وتلو پرمهال د شاه مري ماما او مور چې دواړه له روغتونه راغلي وه مخ شوو. نږدې ورغلو ځان مو ور وپیژانده. ماما یې وویل د شاه مري له شهادت څخه وروسته یې د کورنۍ ستونزې زیاتې شوي، دوه زامن او درې ورونه یې ناروغان دي. مور او میرمن یې د زړه ناروغۍ لري.

د شاه مری فیضی ماما
د شاه مری فیضي ماما

د شاه مري مور چې ستونی یې ډک شوی وه له سترګو یې اوښکې بهیدې او په سختۍ سره یې خبرې کولې ډاډ مې ورکړو که څه چې پوهیدمه ډاډګیرنه مې کوم ځای نه نیسي، هغې وويل:

«خلک وایي صبر ولره. څنګه صبر ولرم؟ زوی مې د لاسه ورکړی. د زړه ټوته مې د مرګ لایق نه وه. ۲۲ کال یې دنده او خدمت ترسره کړه، خو اوس د هغه ټوله کورنۍ بی سرپرسته پاتې ده. څه وکړم او چاته پناه یوسم؟...»

نور یې ونشوه کړای خبرې وکړې، ژړا او ناروغۍ هغه خبرو ته پری‏نښوده.

د شاه مری فیضی مور
د شاه مری فیضی مور
په کابل ښار کی د هیواد د خپلواکۍ بیرته لاسته رواړلو په ویاړ د شعارونو ځړول

د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۶مه (۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۷مه) د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ځوانانو د هیواد د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په ویاړ د ښار په بیلابیلو سیمو کی پیغامونو په ځړولو د مشروطه‎غوښتونکو او د خپلواکۍ جګړې له اتلانو او په ځانګړې توګه له شاه امان الله خان څخه لمانځنه وکړه او د خپلواکۍ ارزښت او پردیو پر وړاندې د مبارزې پوهاوی یی ورکړ.

په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

۱۳۹۷ کال د زمري ۲۶مه: «د افغانستان همبستګۍ ګوند – فراه» د افغانستان خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو کلیزې څخه لمانځنه وکړه چی د فراه ولایت له مختلفو سیمو ګڼو خلکو پکی ګډون کړی وو. محفل په دې سریزې سره پیل شو: په داسی حال د هیواد خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو کلیزه لمانځو چی مورنی ټاټوبی مو د امریکا او د هغې د ملاتړو تر کرغیړن سیوري او بنسټ‎پالو او غیر بنسټ‎پالو ځناورو تر ولکې لاندې له ټپونو رنځیږي. هغه وطن چی هره ورځ ویجاړیږي او ناامنۍ او بدمرغۍ او در په درۍ د هغې وګړي له تور برخلیک سره مخ کړي او بی‎دفاع خلک یی ګیډۍ ګیډۍ په چاودنو، هوایی بریدونو، جګړو او ټول‎وژنو کی له لاسه ورکوی؛ ښځې او ماشومان یی د جنسي تیري او لسګونو نورو جنایتونو قربانیان دي؛ ډیرۍ اوسیدونکی یی په وژونکې بیوزلۍ کې ژوند کوی او په ډیریو سیمو کې د پوهنې او روزنې له لومړنیو آسانتیاو بی‎برخې دي.

سلما د اشرف غني او ساتونکو د نندارې او خرمستۍ قرباني شوه!

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۱مه نیټه لغمان ولایت ته د اشرف غنی بدمرغه او سپیره سفر د سلما ژوند واخیست. سلما د سمیع الله لور چی ۱۳ کاله عمر یی د لغمان ښار تاجګړۍ کلي اوسیدونکې وه او هره ورځ به کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د لغمان په ښار کی ماسته پلورل چی د غنی د موتر کاروان په ځناوریزه توګه هغه د ټایر لاندې کړه او ددغې ګلالۍ ماشومه یی شهیده کړه.

که څه هم په ټولنیزو رسینو کی د سلما د شهادت خبر خپور شو خو د پیښې په اړه د کره معلوماتو او د هغې د کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره د همبستګۍ ګوند په استازي‎توب د سلما کور ته ولاړو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 51 میلمانه آنلاین لرو