- توضیحات
- لیکونکی: رحمتالله زیارکښ
- کټګوري : گزارشونه

د شپې لس بجې وی د یو چا له کور څخه را روان وم چی د مخابراتو له چوک څخه نیولی تر پښتونستان واټ پوری د سړک پر منځ ګلدانونو کی لسګونه ځوانان او سپینږیری پراته ول. په لومړی لید کی می فکر وکړ چی د کابل پُل سوخته په څیر دلته هم په نشهیی توکو روږدي خلک راټول شوی خو چی لږ پام وی وکړ ومی لیدل چی دوی نه سګرټ لری او نه هم د یو څادر لاندی درې څلور کس راټول شوی. د یو تن خواته چی عمر یی هم پوخ وو ورنیږدې شوم او له روغبړ وروسته می ترې د نوم پوښتنه وکړه. نوم یی محاکم او د کنړ ولایت مرکز اوسیدونکی وو. پوښتنه می ترې وکړه چی دلته څه کوې، هغه وویل:
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : گزارشونه
کابل – ۱۳۹۷ کال د غویی ۶مه: نن د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د غویی ۷مې او ۸مې تورو ورځو غندلو په موخه غونډه وکړه. مونږ داسی هوډ درلو چی پروګرام د لاریون په څیر د کابل په یوه جګړهځپلې سیمه کی لکه جاده یا زوړ ښار کی په لاره واچوو، خو دولت په هغه ځایونو کی د نیولو اجازه رانکړه او ګوند یو وار بیا د ښار په یو بند ځای کی راګیر شو.
- توضیحات
- لیکونکی: رحمت
- کټګوري : گزارشونه

وحدت یوسفزی د معراج الدین ځوی په ۱۳۶۷ کال کی د لغمان ولایت په قلعه دامان کلی کی وزیږیده. هغه چی یوې زیارکښې کورنۍ پورې اړه لرله د کار ترڅنګ یی خپلو زدهکړو ته هم دوام ورکړ او په ۱۳۸۸ کال کی د اسحاق ننګیالي له عالی لیسې څخه په ښه درجه فارغ شو. له فراغت وروسته وحدت تل هڅه کول چی ځوانان لیک لوست ته وهڅوي. هغه ډیر ښه او پرمختللی فکر درلود او تل به یی د کلی ځوانانو ته د روانو ناخوالو او د هغوی د عاملانو په اړه معلومات ورکول له همدې کبله د ټولو په مشوره هغه د کلی ځوانان د رییس په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ هغه د سرې میاشتی سره هم د رضاکار په توګه کار کاوه.
- توضیحات
- لیکونکی: پروین
- کټګوري : گزارشونه

د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۱۲مه نیټه د چاهآب ولسوالۍ په عمدین کلی کی، یوه ښځه چی نوم یی لاتراوسه نده معلوم د خلکو په مخ کی ووهل شوه. دغه ښځه چی می میړه یی په ایران کی مسافر وو له یوبل هلکه سره د مینې تار ځغلولی وه، د قومندان فیض چی د بشیر قانت له سرګروپانو څخه دی او د ګلبدین کرغیړن حزب اسلامی پوری تړاو لری په یوه صحرایی محکمه کی په ځناوریزه توګه ووهل شوه.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : گزارشونه
کابل – د ۱۳۹۶ کال د تلې ۱۴مه: نن د همبستګۍ ګوند یو شمیر غړي او پلویان د امریکا له لوری د افغانستان نیولو ۱۶مې کلیږي غندولو په موخه د «امریکا، ناتو او د هغو د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!» تر شعار لانده یوه اعتراضی غونډه لرله. د غونډې ګډونوالو له ځانه د امریکا او ناتو د هوایی بریدونو د قربانیانو انځورونه له ځانه سره چی پکی دا شعارونه هم په سترګو کیدل: «امریکایی هډې= د مریتوب او سپکاوی زنځیر منل!»، «د امریکا او ناتو ډالۍ: د بیګناه وګړو وژنه او چړاو!»، «یوازی د نیواکګرو او د هغوی مریانو په شړلو سره دموکراسۍ او سوکالۍ ته رسیدلی شو!»، «په یووالي او پاڅون سره کولای شو پر نیواکګرو او د هغوی پر چوپړانو بریالي شو!»، «آزاد افغانستان د نیواکګرو او د هغوی وطنی ملاتړو په شړلو سره انځوریدلی شی او بس!».
- توضیحات
- لیکونکی: فیروز
- کټګوري : گزارشونه

د وږی په ۱۸، د احمدشاه مسعود د مړینې په کلیزه د کابل خلک د تنظیمی ځناورتوبونو د کلونو جټکه یو ځل بیا تجربه کوی. شورای نظار پوری اړوند یو شمیر سرغړونکې کسان په مستی او ځناورتوب سره په ټول ښار کې وګرځیدل چې د کابل ښاریانو لپاره د ستونزو او اندیښنو لامل شول. هغوي ډیری په هوایی ډزو لاس پوری کوي پرته له دې چې امنیتې ځواکونه د هغوي مخه ونیسی او آن تر دی چې ځینې نظامی او دولتی ګاډي هم د دوی په کاروان کې لیدل کیږي. دوی چې د مسعود لپاره د وېرنه تر نامه لاندي واټونو ته راوځې، د دوی حرکتونه ډیری جشن او نڅا ته ورته والی لری.
- توضیحات
- لیکونکی: رحمتالله زیارکښ
- کټګوري : گزارشونه

د خښتوپخولو بټیو کارګران د نورو زیارکښانو په شان د ستونزو او کړاونو څخه ډک ژوند لری. هغوي اړ دي چې د سهار په ۳ بجو له خوب څخه راپاڅیږي او د ننګرهار په ربړونکې اوړی کې د سوځیدونکې لمر لاندي د غرمې تر ۱۱ بجو کار وکړی. دغه کارګران په خپل ژوند کې د څو جوړو جامو او یوه دوه بړستنو او توشکو څخه پرته بل څه نه لری.دوي، کله ناکله د خپل مزد ډیرولو لپاره لاس په اعتصاب پوری کوي، خو دغه اعتصاب د منشی او ټیکهدار (منشی او ټیکهدار هم له کارګرانو له ډلې څخه دي خو په لوړ امتیاز او تنخوا سره) په جوړجاړي سره له ماتی سره مخ کیږی.
- توضیحات
- لیکونکی: نیک محمدپایدو
- کټګوري : گزارشونه

غوبګان (یا ګوروانان) د افغانستان په ډیري ولایاتونو کې پيژندل شوي نوم دي غوبه هغه څوک دي چې باید د ګهیځ په خړه کې د کلي غواګاني او خره په ګډه سره څړځایونو ته بوځي او ماښام بیرته کلې ته را وګرځی چې البته ډیره ټیټ عایده دنده ده. د شمالی او شمالختیځ ولایاتو په هر کلي کې په څرګنده توګه لږ تر لږه یوه یا دوه کورنې خپل ژوند په دغه کسب سره تامینوي.
- توضیحات
- لیکونکی: حامد
- کټګوري : گزارشونه

د هماغه کهیځ له پیل څخه مسافر د یو بل سره خبرې نه کوی او یوازې د یو سلام په کولو سره په ګاډی کې یوځاي کښیني. ټول له ویرې او سره سره خپل مقصد ته د رسیدلو په لور، باید د جلریز د لارې ګواښمن سفرـ د مرګ او تیښتې لارې ـ څخه تیر شې.
جلریز د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې او میدانوردکو ته یو د ډیرو نژدو ولسوالۍ څخه ده چې ناامنې او قربانېاخیستنه یی مشهوره ده خو هیچا یی کوکاری ندی اوریدلی. د بل لور څخه د جلریز لاره مرکزي ولایتونو (بامیان، غور، دایکندی) او د دایمرداد ولسوالۍ، د میدانوردک د بهسودو اولی او دویمې حصې ته تر ټولو نژدې لاره ده چې ښایی په راتلونکي کې د مرکزي افغانستان لویه لاره هم وي.
- توضیحات
- لیکونکی: هیله نوری
- کټګوري : گزارشونه

د ګلبدین حزب اسلامی د وينې څښونکو او زلنده قومندانانو څخه یو تن، عطا ګل چې په آدم خان مشهور دی، له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې د داوود خان حکومت راپرځولو لپاره یي د مسعود او نورو سره یوځاي له پاکستان څخه وسله راوړه، خو د هغې کرغیړنه کړنلاره د سیمې د خلکو له خوا بربنډه شو او د محاکمې له ویری پاکستان ته وتښتیدل.
د پیښور اووګونو ګوندونو له یرغل څخه وروسته، آدم خان د هیواد ویجاړولو لپاره افغانستان ته راستون شو او خپله جبهه یې د ننګرهار په تورغر کې جوړه کړه. په لومړیو کې، آدم خان یو نوم ورکی کس وه. د بنسټپالو ګوند ماهیت پر بنسټ، دغه ناتارکونکی قومندان د یو لیک په لړ کې خلکو ته امر وکړ تر څو د تورغر جبهې ته پسونه او غواګانې او غنم واستوي، خو د سرخرود خلکو په سپورو ستغو سره د هغه لیک ته ځواب ورکړ. کله چې آدم خان د خلکو له ځواب څخه خبر شو، د خپلو څو تنو قومندانانو سره یی د سرخرودو په ولسوالۍ یرغل وکړ او د دې ولسوالۍ ګڼ شمېره اوسیدونکې یی په ډلهیزه توګه ووژل چې له هغې ورځې وروسته د هغه ناتاري او بیرحمي مشهوره شوه.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 84 میلمانه آنلاین لرو