د زنبق څلورلارې په ځانمرګې برید کې د څو قربانی کورنیو زړه ‏بوږنونکې کیسه

د زنبق څلورلارې په ځانمرګې برید کې د څو قربانی کورنیو زړه‏بوږنونکې کیسه

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتې په ۱۰ نیټه، زنبق څلورلارې تر څنګ د چاودیدونکو توکو څخه ډک ټانکر ته چاودنه ورکړل شوه چې په پایله کې له ۶۰۰ تنو څخه ډیرو ته مرګ ژوبله اوختي ده. د دې جنایت زیاتره قربانیان بې وزله او بی‎وسې خلک دي چې یوی مړۍ ډوډی موندلو په هڅه له کور څخه بهر وتلی وو او نن ورځ یي کورنې د خپلو خپلوانو په ویر کې ناست دې او زیاتره یي د خپلو کورنیو یوازینی نفقه‏راوړونکې له لاسه ورکړل. د پیښې ورځ په شپه، ع او غ د خپلې چوپړګری ډلې او عکاسۍ کامرو سره د فیسبوکې انځورونو اخیستلو لپاره د ټپیانو لیدلو لپاره ولاړل او په ننداریزه توګه یی خواخوږی وکړه، خو نن ورځ د هغې ځناوریزې پیښې قربانیانو پاتی شوی اولادونه په ډیرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او څوک یی پوښتنه نه کوی. البته د هغه خاینو چارواکو څخه چې د ګلبدین او لسګونو نورو ورانکارو قدمونو مخ ته یی سور فرش غوړولې، داسې توقع لرل نه بخښونکې تیروتنه ده.

د زنبق څلورلارې پیښې څو تنو قربانیانو سره لیدنه چې د کابل ښار د خدایداد کلې په خوارمیشتو سیمو کې اوسیږی او د هغوي د هر یو تن ډارځپلی کیسې اوریدل ستونزمن کار دی چې ښایی هیڅکله به هیر نشی. البته چې دا د قربانیانو او د هغوي د خپلوانو د بدمرغیو یو څو بیلګې دي او نور هم د دوې څخه ښه وضعیت نه لری.

عبدالعزیز
عبدالعزیز

۲۷ کلن عبدالعزیز، چې په دغه پیښه کې سخت ټپی شوی وه، په «ایمرجنسی روغتون» کې یی دوه ورځې د اغما (بی حالې) په حالت کې تیري کړی دي. نوموړی برسیره له فزیکی ټپونو څخه، سخت رواني زیان هم لیدلې او اوسمهال په ناوړه وضعیت کې دی تر دې چې د خپلو خپلوانو لیدلو ته چمتو نه دی.

فاطمه، دعبدالعزیز بوډۍ مور، چې پریشانی او بی‎‏وسی یي له څیری څخه څرګندیږی، د خپل ژوند ترخه کیسه دا ډول څرګندوي:

«عبدالعزیز مې یوازینی ځوي دی. د دوه کالو او څو میاشتو وه چې پلار یی د کابل [تنظیمی] جګړو په ترڅ کې شهید شو او تر هغې وروسته زموږ ټول ژوند په غریبۍ او لالهاند‏ۍ کې تیر شو. اوس چې مې ځوي د ناروغې په بستر کې پروت دی، آن د درملنې لپاره یی پیسي نه لرم.»

امام‌بخش
امام‌بخش

۲۲ کلن امام‏بخش، د «روشن په مخابراتی شرکت» کې ډریور، په دغه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه د خپلې ۱۱ کسیزي کورنۍ یوازینې نفقه‏راوړونکې وه. د هغه کورنۍ په یو نیمایی‏ویجاړ کور کې چې د بانک څخه د پور اخیستلو له لارې یی ګرو کړی وه، ژوند کوي. د شهید امام‏بخش څخه یو یونیم کلن ځوي د شیرزاد په نوم او یو بل ماشوم چې لا تر اوسه نه دی زیږیدلې، پاتي شوي دي.

سویتا، د امام‏بخش رنځیدلې میرمن په زړه‏بوږنونکو کوکارو سره وایی چې د خپل خاوند مرګ څخه وروسته ټول بی‏سرپرست شوي او آن خوړلو لپاره څه نلرې. په شپو په تمه پاتي کیږی چې ګواکې څوک به هغوي ته څه راوړی او لږ تر لږه د خپلو ماشومانو خیټي به مړي کړی.

دل آرام، د امام‏بخش ۵۰ کلنه مور، په داسې حال کې چې سترګې یي د اوښکو څخه ډکې وی په ټیټ غږ سره د خپل کړاونو څخه ډک ژوند کیسه داسې کوي:

«د خپل عمر په اوږدو کې مې، ښه ژوند نه دی لیدلی او تل لالهانده او یوی مړۍ ډوډۍ ته محتاج وو. داسې یو کس واک ته ونه رسید چې لږ د خپلو خلکو په فکر کې واوسی، ټول د یو بل په شان دی. تر کومه وخته؟ ټول خلک نیست نابود شول، ځوانان ټول شهیدان شول. دا دولت هیڅکله سوکالې راوړی نه شي. زموږ د زړه له حاله خبر نلری، موږ دا ډول ولسمشر ته هیڅ اړتیا نه لرو. ښه دا ده، چې ګوښه شي.»

خداداد
خداداد

۲۲کلن خداداد، چې د «روشن مخابراتی شرکت» مالی څانګې کارکونکې و هم په دغه پیښه کې ټپې شوي و، وایی چې وروسته له یوی ګړی «ایمرجنسی روغتون» ته ولیږدول شوم او ډیره وینه مې له لاسه ورکړی وه، خدادا زیاتوی چې د سترګو پر وړاندی یی شپږ تنه همکاران (رونا، شمیلا، رحمت‏الله، شفیق‏الله، جمعه خان او جهش) شهیدان شول.

انیسه، د خدادا مور، د نورو کورنیو په څیر د ع او غ دولت له خیانت او ناکامې څخه ګیله‎مند ده:

«د دولت دنده، خلکو ته د امنیت او هوساینې او سوکالې راوړل دي. خو دوي چې له کومې ورځې کابل ته راغلل، زموږ ژوند یی برباد کړ. هره ورځ له خوب څخه په ویری راپاڅیږو. د کور څخه چې بهر ته ځو، هیله نلرو چې کور ته به بیرته ژوندی راوګرځو.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 102 میلمانه آنلاین لرو