ښوونکي، د هیواد بیوزله وګړي

ښوونکي، د هیواد بیوزله وګړي

په خواشینې سره زموږ د هیواد د ښوونکو اقتصادی وضعیت د ګرځنده‎پلورونکو څخه ډیر بد دی. د هغوی ډیرۍ د ښارونو په خوارمیشتو سیمو کې په زړو او کرایی کورونو کې ژوند کوی او زیاتره وخت د حکومت د درواغو او غولونو اړه نیوکه کوی. د هر نوی ولسمشر او وزیر په منځته راتګ هغوی ته تشي ژمنې ورکړل شوی خو وروسته لیدل کیږی چې خاین وزیران لکه قانونی او فاروق وردک د هغوي په نوم میلیونونه ډالر په جیب وهلی دی او ټولوهیواد خیالی ښوونځیو نیولی دی.

د هغوي یو شمیر وایي چې دری کاله پخوا کله چې موږ په اعتصاب لاس پوری کړ، دولت د هغوي چوپتیا لپاره ډیری غوړي او پستي ژمنې ورکړی خو د دری کالو په تیریدلو سره یی، لا تر اوسه هم هیڅ یوه په عمل کې پیاده کړی نه ده.

شمس‌الرحمان
استاد شمس‌الرحمان

د حبیبی په لیسه کې د ښوونکو څخه یو تن شمس‏الرحمان، ترخه کیسه لری. اوس مهال، هغه د خپل ورور سره یوځاي د کابل ښار په کارته غوث‏الدین کې په یو ویجاړ شوي کور کې د بیوزلۍ ژوند په مخ وړی. هغه د ۷ اولادونو پلار او د کور یواځینې ډوډۍ راوړونکې دی، او وایی هغه پیسي چې د معلمی له لارې لاس ته راوړم، آن دا چې د خپلې کورنې لومړنې اړتیاوي پری برابرولی نه شم.

استاد شمس‌الرحمان چې د خپلې کورنې سره یوځاي د تنظیمونو د وینو او خیانت کلونه او د طالبانو بدمرغه دوران یی په کابل کې تیر کړی دی، د هغه وینو بهیدونکو کلونو څخه ډیري په سترګو لیدلی ډارځپلی خاطرې لری. هغه د خپلو خاطراتو څخه یوه له اوښکو ډکو سترګو سره، په داسي حال کې یی هڅه کوله چې خپلې اوښکې په ترخه موسکا سره پټې کړی، بیانوی:

«یوه ورځ زه د خپل خپل ورور سره د ځینو لوازمو لیږدولو لپاره د کور په لوری روانو وو چې د ده‏افغانانو په سیمه کې د ګلبدین څو توغندي ولږیدل. په هر ځاي کې لوګی خپور شوي وه او هوا تیاره شوی وه. ګنګس وم او په لومړیو کې مې غوږونو کار نه کاو، وروسته لږ په حال شوم او په هر ځاي کې د کوکارو او چیغو آواز اوریدل کیده. زه او زما ورور، وروسته له یوی کړۍ څخه په دی بریالی شو چې یو بل پیدا کړو. دواړه ډیر ویریدلی وو او فکر مو کاو چې یو بل مو د لاسه ورکړی دی تر اوسه می د هغی ورځې ویره په خاطراتو کې پاتي ده.»

هغه د اوسنی مافیایی حکومت څخه خپله کرکه په داسی ډول بیانوی:

«هغه کسان د دولت په لوړو څوکیو کې پراته دی چې په تیرو وختونو کې یی کابل په کنډواله بدل کړ؛ د انجونو پر مخ یی تیزاب شیندل؛ د خلکو د اوسیدنو کورنو یي په خپلو توغندیو ویجاړ کړل. دوی په ظاهر خپل ځان علم‏دوسته او پرمختللی څرګندوي خو په اصل کې هڅه کوی چې خلک ویده وساتئ. دوی د خلکو او په ځانګړی توګه د ښځو د پوهاوي او پرمختګ مخالف دی.»

نجلا
استاد نجلا

۴۱ کلنه، نجلا، د اووه کلو څخه را په دی خوا د آصف مایل په عالی لیسه کې ښوونکې ده. نوموړی د خپلو دوو ځامنو سره هر یو ۱۷ کلن محمد مامون او ۱۴ کلن محمد مومن، د کمپنی په لاره په یو غریبانه کور کې، ډیر سخت ژوند لری. دیارلس کاله پخوا کله چې د کابل ښار د جای ریس په سیمه کې په یو کرایي کور کې ژوند کاوه، وسلوال کسان په نیمه شپه کې د هغوي کور ته ورننوتل او خاوند یی ورته په ډز وویشت چې تر اوسه پوری د هغه وژونکي نیول شوی نه دی.

د استاذ نجلا کورنې د تنظیمی جګړو په دوران کې د کابل ښار په تلګراف سیمه کې چې د وحدت او جمعیت اسلامی ګوندونو تر منځ د جګړی ډګر وو، ژوند کاوه. د وحدت‏یانو د زورونو او ربړولو او د جګړی ډیریدلو له امله، په پای کې د کور پریښودلو ته اړ شو او په ننګرهار کې یی پناه واخیسته. استاد نجلا وایی کله چې د تنظیمونو نسکوریدلو څخه وروسته بیرته خپلو کورونو ته را ستانه شول، آن په کور کې یوه ستنه هم پاتی نه وه، ټوله هستی او نیستی یی وحدت‏یانو لوټ کړی وه.

وسلوال کسان په نیمه شپه کې د نجلا کور ته ورننوتل او خاوند یی ورته د مردکې په ډز شهید کړ چې لا تر اوسه د هغه وژونکي نه دی نیول شوی.
وسلوال کسان په نیمه شپه کې د نجلا کور ته ورننوتل او خاوند یی ورته د مردکې په ډز شهید کړ چې لا تر اوسه د هغه وژونکي نه دی نیول شوی.

د استاد نجلا لاسونه چې د ډیرې غوسی او قهر څخه لړزیدل، د خپلو ترخو خاطراتو څخه یوه یی داسې بیانوی:

«ټولو تنظیمونو په خپل وار جنایت وکړ، زموږ خلک یی یا ووژل او یا یی هم در په در او بی کوره کړل. د هغوي څخه نه هیریدونکې ترخه خاطرات لرو. کله چې، پلار می د وحدت‏یانو له منګولو څخه راخلاص شو، وویل: "کله چې زه یی ونیولم، د یو کانتینر منځ ته چې ډیر واړه سوري یي درلودل او د پنځوسو څخه تر شپیتو تنو پوری نور کسان هم په هماغه کانتینر کې بندی وو، واچولم. موږ ټولو په نوبت سره له هغه سورو څخه ساه اخیستله تر څو ژوندي پاتی شو."»

نادر علی غزنوی
استاد نادر علی غزنوی

استاد نادر علی غزنوی، یو بل ښوونکې دی چې د ۴۰ کالو څخه را په دی خوا د حبیبې په عالی لیسه کې په تدریس او خدمت بوخت دی. نوموړی له دی سره چې ډیر کمزوری شوي خو د خپلې کورنې لپاره یوازینې هیله او ډوډی‏راوړنکې دی، د خپلې ۱۱ کسیزي کورنې سره د دشت برچې چهل‏دختران په سیمه کې د یوی غونډي په سر کې د بی‏وزلې ژوند لری.

هغه وایی، څو ځله پېښ شوی چې ښوونځې ته د تګ لپاره می کرایه نه درلودله او درس ته د رسیدلو لپاره مې ډیر واټنونه منډی وهلې دی. نوموړی د دی تر څنګ چې دولت یی بی‏کاره او بی‏کفایته ګاڼه، فاسد واکمنانو ته یی په وینا کې وویل:

«هغه ۸ زره معاش چې ماته راکوی هغه بند کړي او یوازې دری وخته وچه مړی موږ ته راکړی، ځکه چې په دغو پیسو سره نه شم کولی آن د یوی میاشتې وچه ډوډی وپیرم.»

او خپلې خبری یی په دغه ویناو سره پاي ته ورسولی:

«ټول پوهیږو چې د ع او غ حکومت ناکام شوي او زموږ د خلکو هیڅ رنځ په درد نه خوړل کیږی، پر دغه بنسټ که چیری لږ وجدان هم ولری، ښه ده چې ګوښه شی او د دی څخه ډیر زموږ د اولادونو په برخلیک لوبی ونکړی.»

نگیتا
استاد نگیتا

۳۹ کلنه، نګیتا، د کابل ښار د آصف مایل عالی لیسې د ښوونکو څخه یوه بله ښوونکې ده چې په ناوړه اقتصادی وضعیت کې ژوند تیروی. نوموړې یوه موده په کارته سخې کې په نمناکه او تیاره ځمک‎پوړ کې چې د زڼو او خزندګانو څخه ډکه وه د خپلو شپږو ځامنو سره ژوند کاوه. اوس مهال، د چهاردهی په چهارقلعه سیمه کې په یو کور کې چې دوه کوټې لری او آن د لومړنیو چوپړتیاو څخه بی برخې دی، په سختې سره خپله شپه او ورځ تیروی.

د تنظیمی جکړو پر مهال، د نګیتا کورنې په افشار کې ژوند کاوه چې د جګړو ډیریدلو او د خپلی مور ټپی‏کیدلو له امله، یی خپل کور پریښوده. نوموړې وایی چې وروسته له څه مودې څخه بیرته کور ته راستانه شو، د مال او شتمنې څخه یی کوم خبر نه وه او کور یی د تنظیمی ټوپکمارانو له خوا لوټ شوی وه.

احمدشاه، د استاد نګیتا میړه، په پل باغ عمومی کې د ساعت‏جوړونې غرفه لری او هره ورځ د ۱۰۰ افغانیو څخه لږی پیسې لاس ته راوړی او اړ دی چې په هر اوونۍ کې ۲۰۰ افغانی د هماغه سیمې پولیسو ته ورکړی تر څو د هغه غرفه له منځه وینسې.

استاد نګیتا د هغه ښوونځې څخه چې تدریس په کې کوی ډیرې دردونکې کیسې لری:

«د میز او څوکۍ څخه کوم خبر نشته او زده‏کونکې د افغانستان په پایتخت کې د ونو سیوري لاندی او یا هم د پلاستیکې فرشونو او ځمکې پر ومخ په زده‏کړو باندی بوخت دی.»

البته دا د هیواد د مرکز ډیرو لږو ښوونکو کیسې دی او د هغوي رنځونو او کړاونو له مخې کولی شو، د هیواد د ولایتو او د کابل ښار ښوونکو رنځونه او کړاونه انځور کړو. ښوونکې چې لږ تر لږه باید په ټولنیزې هوساینې کی ژوند وکړی تر څو راتلونکو نسلونو ته زده‏کړه ورکړی خو په افغانستان کې څه نه دی پاتی چې خیرات راټول کړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 202 میلمانه آنلاین لرو