د ظاهر شاه په اړوند د عبدالله او د هغه هم‏اندو دوه مخې‎توب

د ظاهر شاه په اړوند د عبدالله او د هغه هم‏اندو دوه مخې‎توب

څو ورځې وړاندې د ظاهر شاه د مړینې نهمه کلیزه د «اجراییه ریاست» له خوا څخه د عبدالله، ضیا مسعود، کرزی او نورو په شتون د هغه پر قبر باندي د ګل په ایښودلو سره ولمانځل شوه. په دغه منځ کې هغه څه چې زما پام یی ځان ته راواړوه، د ظاهر شاه سره د عبدالله او د جمعیت ګوند نورو مشرنو دوه مخې‎توب دی. څرنګه چې په هره برخه کې د دوی خبری او عمل ستر توپیر لری، په دغه اړوند یي هم په خپلې پخوانۍ سخت‎دریځې موضع باندي پښې ایښی دی. د «جهاد» په لړ کې دوی او په ځانګړي توګه برهان‏الدین ربانی تل د ظاهر شاه څخه د «خاین»، «فاسد»، «د هیواد د ناورین لامل»، «سپو سره لوبی کونکې»، «شرابی» او...په توګه یادونه کړی یو وخت یی اعلان وکړ چې که چیری هغه هیواد ته د بیرته راتګ تکل لری، باید د محاکمه کیدلو لپاره چمتو شي.

د ظاهر شاه په وړاندی د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځونو څو بیلګې چې د دغه ګوند په پخوانیو خپرونو کې خپرې شوی دی:

د ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځد ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځ
د ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځد ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځ

ولي په یاد مو ده چې د یولسم د سپټامبر څخه وروسته هغه وخت چې ظاهر شاه په خندیدنۍ توګه د امریکا او د هغې ملاتړو له لوری د «ملت بابا» په څیر پر ولس وتپل شو، جهادی مشرانو یو بل پسی د هغه لاس ښکولولو لپاره کتار تړلی وو او کومه ورځ چې له نړۍ څخه لاړ هم، هماغو چې هغه ته یی «کافر» او «خاین» وایه، خپل ځانونه یي د هغه جنازې لومړی کتار ته رارسولې وو.

هماغو چې هغه ته یی «کافر» او «خاین» وایه، خپل ځانونه یي د هغه جنازه لومړی کتار ته رارسولې وو.هماغو چې هغه ته یی «کافر» او «خاین» وایه، خپل ځانونه یي د هغه جنازه لومړی کتار ته رارسولې وو.

په خبرو او عمل کې توپیر، د اخوانی بنسټيالانو بنسټیزه ځانګیړنه ده چې موږ د هغې بي شمیره بیلګې د جمعیت ګوند، اسلامی ګوند، اتحاد اسلامی او ټولو مرتجع ګوندونو په ځان کې ګورو.

د ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځد ظاهر شاه په وړاندې د جمعیت ګوند او خپله ربانی دریځ

د یادونې وړ ده چې د ظاهر شاه د سلطنت څلویښت کلنه لړۍ که هر څه د تیرو څلور لسیزو کرکجنو دولتونو په پرتله، د یو شمیر خلکو له خوا د سرو زرو لړی ګڼل کیږی، خو د هغه او د هغه وینې‎څښکونکو ترونو (هاشم‏خان، شاه‏ولی خان، شاه‏محمود خان) زورواکی واکمنۍ تور ټکې له ځانه سره لری چې زموږ د خلکو د اتلانو او ډیر شریفو آزادۍ‎غوښتونکو په ربړولو او وینو تویولو سره په تاریخ کې لیکل شوی ده. ظاهر شاه پوره څلویښت کاله زموږ ولس په تیاره او تنګ‎لاسئ کې وساته خو ځانته او یارانو لپاره یی په عیاشی او لوټلو باندی افسانوی ژوند وټاکه. زموږ د ملت نني ډیرۍ کړاونه او بدمرغۍ په همدغه لړۍ کې ریښې لري ځکه چې ظاهر شاه د دوهمې نړیوالې جګړی څخه ورسته په نړیواله کچه د هوساینې او برابر شوي موقع څخه ګټه پورته نګړه او وی نه غوښتل د نورو ډیرو ولسونو په څیر، افغانستان د پرمختګ او نیکمرغۍ په لور روان کړی. هغه برعکس د مشروطه غوښتنې او عدالت‎غوښتنې خوځښتونه په پوره ځناورتوب سره وټکول او زموږ د هیواد ډیر سر لوړی شخصیتونه لکه سرور جویا، عبدالخالق، عبدالرحمن محمودی، برات علی تاج، میر غلام‏محمد غبار، فتح‏محمد خان میرزاد، محمود، عظیم منشی‏زاده او نور یي په بندخونو کې وساتل او یا یی له منځه یوړل.

ظاهر شاه چې د روسانو پر وړاندي زموږ د خلکو جنګ او مقاومت څوارلس کالو په لړ کی مرګونی چپتیا غوره کړی وه، امریکا او ناټو نیواکګرو د هغه د ژوندانه په وروستیو ورځو کې زموږ دخلکو غولولو لپاره د یوې نانځکې په څیر ترینه ګټه پورته کړه او څرنګه چې په دغه دوران کې یو شمیر جنایتکاران په درواغجنو لقبونو ونازول شول، هغه ته هم د «ملت بابا» لقب وروبخښل شو، هغه لقب چې د ولس له ملنډو سره مخ شو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 70 میلمانه آنلاین لرو