د گجگین جګړ، د روسي یرغلګرو پر وړاندي د استاذ حبیب‌الله او د هغې د ملګرو په زړورتیا سره ودریدنه

د گجگین جګړ، د روسي یرغلګرو پر وړاندي د استاذ حبیب‏الله او د هغې د ملګرو په زړورتیا سره ودریدنه

د ۱۳۶۳ کال د تلې لسمه، د فراه ولایت د ګجګین په کلې کې د روسی یرغلګرو په وړاندی د استاذ حبیب‏‌الله خان ګجګینی په مشرتابه د افغانانو په زړورتیا سره ودریدنی څخه کیسه لری. هغه ننګیالې چې په میړانې او زړورتیا سره وجنګیدل، ژوند یی د لاسه ورکړ خو د دین او جهاد سوداګرو په واکمنې کې ورک نومې پاتې دي.

استاذ حبیب‏‌الله خان ګجګینې په ۱۳۲۵ کال کې فراه ولایت د ګجګین په کلې کی نړۍ ته سترګې پرانستلې. په ۱۳۴۱ کال کې، د هلمند په زراعت لیسه کې داخل شو او وروسته د ټولګې د لومړي زده‎کونکې په توګه په ۱۳۴۴ کال کې د کابل پوهنتون زراعت پوهنځې کې داخل شو. خو د استاذ د کورنۍ ناوړه مالې وضعیت، هغه یې دي ته اړ کړ چې وروسته له یو کال څخه پوهنتون پریږدی او د «ابونصر فراهی لیسې» د ښوونکې په ډول یی دنده پیل کړه. استاذ حبیب‏‌الله تر یو مودی د ښوونکې په عنوان او وروسته تر ۱۳۵۶ کال پوری د فراه زراعت لیسې د تدریسې مرستیال په توګه فعالیت وکړ. د روسی چوپړګرو په کودتاه سره، د شینډنډ کوهک ابتدایه لری پروت ښوونځې ته تبدیل شو. د استاذ حبیب‏‌الله ستر آزادی‏‌غوښتنکې روح د روسی نیواکګرو او د هغوی کرغیړنو چوپړانو شتون ونشو زغملي، پر دي بنسټ یی د هغوي پر ضد د وسلوالی مبارزې په لور ګام پورته کړ او په ډیرو هلو ځلو سره یی مبارزو او پر هیواد‏مین روڼ‏اندی سره یوځای کړل، او د ۱۳۶۱ کال په ورستیو کې د سورخاش یووالی یي طرح کړ او د څو نورو جبهو سره یی دغه تړون د ۱۳۶۲ کال په غویی میاشت کې عملی کړ. استاذ حبیب‏‌الله یی د جبهه د مرستیال او مالې مسول په توګه وګوماره. هغه ددغه یووالی نورو مبارزانو په مرسته، ځواکمنه عملیاتی او ګرځنده ډله چمتو کړه چې د فراه سیند شاته سیمه د «سورخاش ګرځنده ډلی عمومی جبهې» په نوم مشهور شوه.

استاذ حبیب‌الله خان ګجګینیاستاذ حبیب‌الله خان ګجګینی

په ۱۳۶۳ کال کې، شوروی دولت په ډیره غوسه لوړه کړی وه چې د افغانستان جګړه به یو اړخیزه کوی. کلي بمباران او د هیواد په هره څنډه کې د هغو خلکو په وړاندي جګړې چې نه یی غوښتل د روسانو او د هغوی د چوپړو تر واکمنې لاندي ژوند وکړی خونړئ او نابرابری، چټکتیا غوره کړه. روسانو فراه ته یو ۱۰ زریزه فرقه وګومارله تر څو د دغه ولایت قومی او ولسی جبهه له منځه یوسی. د «سورخاش قومی جبهه»، دغه د ودریدني نه تسلیم‏یدونکی سنګر چې خلکو په منځ کې ځانګړی مینه موندلې وه، په دغه ولایت کې د روسانو له موخو څخه یوه وه. دغه جبهه د استاذ حبیب‏الله خان ګجګینی او مخ‎کښو ملګرو او روڼ‏اندو له لوری رهبری کیدله چې موخه یی د روسي نیواکګرو، هیوادپلوری خلقی – پرچمی او اخوانی جنایت‏کاره بانډونو له کګړتوب څخه د هغه ولایت پاکول او د خپلواکۍ لاس ته راوړل او د خلکو ته د یو انسانی ژوند برابرول وو.

استاذ حبیب‏الله خان چې د ګجګین کلې له مشرانو څخه شمیرل کیده، د دغه سیمې د خلکو په منځه کې د ځانګړی احترام څخه برښمند وو، او تل له هغه څخه د جګړو او قومی مسایلو د حلولو او فیصله کولو لپاره بلنه کیده، هغه د یوې ستونزې حلولو لپاره د خپلو څو تنو ملګرو سره کلې ته ځي. شپه یی هلته تیر کړه او سهار ته چې کله یی غوښتل له کلې څخه د غره له لاری جبهې ته ولاړ شي، خبر ترلاس کوی چې کلې د روسی عسکرو او چوپړانو له لوری چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دی د ټانک او آلوتکو په وسیله ملګرتیا ورسره کیږی، محاصره شوی دی. د ګاونډی کلو مجاهدین او ۴۰ نور مبارزان د سورخاش جبهه‏‏ی څخه د استاذ حبیب‏الله مرستی ته را راځې.

میراحمد، یو له هغه کسانو څخه دي چې د استاذ حبیب‏الله تر مشرتابه لاندی په دغه جګړه کې ونډه درلودله. د هغې جګړې په اړه داسی وایی:

«مجاهدینو له استاذ حبیب‏الله خان څخه وپوښتل چې د روسانو او چوپړانو شمیر یی ډیر دي څه کار باید وکړو؟ استاذ په ځواب کې وویل: "په هیڅ ډول نه تسلمیږو او جنګیږو. که چیری موږ جګړه و نکړو هغوي موږ ژوندی نه پریږدی." مجاهدینو هم استاذ خپل قومندان وټاکه او د ګجګین له کلې څخه پورته کلې ته چې د اوبو لښتی یی درلود او د جګړې لپاره چمتو وو، ولاړلو. پورته کلې خلک د قران سره د استاذ او مجاهدینو خواته راغلل چې په جګړه کې یی کلې ویجاړیږی په دغه اساس کلې پریږدی. استاذ هم د هغوی غوښتنی ته غوږ ونیو او د ۱۵۰ مجاهدو سره د ګجګین کلې ته راوګرځیدل او په یو جګړه کې چې هغې لپاره مو هیڅ چمتوالې نه درلود، ونښتلو.»

ډیره سخته جګړه پیلیږي. روسان د ټانګ او آلوتکو سره، د ګجګین کلې د ځناوریز برید لاندي نیسی او څو ګړیو په موده کې د اوسیدونکو ډیر شمیر یی ووژل او هره خوا په کنډواله باندي بدلون مومی. د یوی مودی لپاره د مجاهدینو له خوا څخه ډزې نه کیږی او روسان ګومان کوی چې ټول وژل شوی دي او ودریدنه یی له منځه وړی ده، په داسی حال کې چې ډیرۍ یی ټپیان او خپل نیم‏ځان یی د ماتو او خویدلو دیوالونو شاته پټ کړی وو. استاذ حبیب‏الله خان خپلو جنګیالیو ته امر ورکوی چې د دښمنانو تر نیږدې کیدلو ډزې ونکړي. روسان په دی ګومان چی بریالی شوی مخ پر وړاندی ځې چې په دغه وخت کې ډزې بیاځلې پیل کیږی. دا ځلې د روسانو ډیر شمیر وژل کیږی او د روسی عسکرو ۱۶ میله کلکوف د مجاهدینو لاس ته ولیږی. روسان په شاتګ کوی او له لری څخه په درندو وسلو خپل برید ته ادامه ورکوی.

په دغه ورځ کې د روسي قواو له لوری څخه دوه بریده ترسره کیږی، خو د استاذ حبیب‏الله تر مشرتابه لاندی په اتل‎ولۍ سره ودریدنی سره مخ شو او دواړه بریدونه پرشا تمبول کیږی. د عینی شاهدانو په وینا، استاذ حبیب‏الله سره له دې چې یو لاس یی ټپ اخیستی وو خو نه یی غوښتل چې د هغه ټپی کیدلو ته د نورو پام شي او د هغوی د روحې د کمزوری کیدلو لامل شی په دغه لامل په هماغه حال په زړورتیا سره جګړی ته ادامه ورکوی تر دې چې د ټانګ مرمۍ یی پر سر ولږیده او د خپل نه هیریدونکې ودریدنې سره شهید کیږی.

د استاذ حبیب‏الله په شهادت سره، د فراه خلک خپل اصیل او نجیبه بچي په له لاسه ورکولو سره په ماتم کیناستل.

میر احمد زیاتوی:

«گجگین جګړه، یوه تاریخی او تل‎پاتی او قهرمانانه جګړه وه. د جګړې په پیل کې، هغه وخت چې روسانو هوایی او ځمکنې بریدونه پيل شو، ټولو فکر کاو چې هیڅوک به ژوندی پاتې نه شی، ځکه چې ۱۰ زره تنه چمتو عسکر او په ډیرو پرمختللی ټانګونو او الوتکو سمبال د ۱۵۰ مجاهد په وړاندی د یو-یو میل کلاشینکوف او ۱۰۰ مردکیو سره، هیڅ د پرتلې وړ نه دی. خو د استاذ حبیب‏الله مشرتابه او د هغې د مبارزانو زړورتیا کیسې ته یی بدلون ورکړ.»

په دغه جګړه کې د ۱۵۰ تنه مجاهدینو څخه، ۴۵ تنه یی وژل کیږي او نور په نیمه شپه کې د لښتیو له منځ څخه خپل ځانونه له صحنې څخه بهر اوباسئ. خو په مقابل کې، یی ۱۵۰ تنه روسي عسکر وژل کیږی. د هغې پر سهار، روسي ټانګونه او پوځیان په ویری او لړزی سره کلې ته راغلل او ګوری چې څوک ژوندي ندی او په ښار کې اعلان کوی چې د مجاهدینو مشر وژل شوی دی. خلقیان چی د روسانو زنځیري چوپړان او د افغانستان د خلکو قسم خوړونکې دښمنان دی، له خوشالۍ څخه جشن نیسی.

د ۴۵ شهید مجاهدو څخه، ۲۲ تنه د «سورخاش جبهې» څخه وو چې د هغې ټولګې څخه کولای شو د استاذ حبیب‏الله، محمد نادر صوفیزاده، اختر محمد شاه، محمدالدین شاه، محمد شریف، مامور میرحمزه، حبیب‏الله، بازمحمد، عبدالستار، مستری محمدالدین، ګل خان، فضل‏احمد، بریدمن محمد ناصر صوفیزاده او محمد اسلام رنجبر نوم واخلو. دوی ټول سپیڅلې او پر هیواد مین مبارزان وو چې نه د ډالر او مقام او غنیمت لپاره، بلکه د هیواد او خلکو خپلواکۍ او حیثیت لپاره وجنګیدل او خپله پاک وینه یی قربانې کړه، خو په خواشینۍ سره د هغوی سرښندنو ګټه نن ورځ د یو موټی خاینانو او وژونکو له لوری معامله شوه او له منځه ولاړه.

استاذ حبیب‏الله خان ګجګینی او د هغه شهید ډګریالان له موږ سره نشته خو د ګجګین او ټولی فراه خلک اوس هم د هغوی له زړوتیا څخه په ویاړ یادونه کوی، د هغوي یادونه په سیمیزو سرودونو کې په درناوی سره یادوي.

د فراه د سورخاش د عمومی جبهه د مبارزانو پوسټرد فراه د سورخاش د عمومی جبهه د مبارزانو پوسټر

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 167 میلمانه آنلاین لرو