ادانیا فرناندز، هغه ښځه چې ژوند یې د خپلو خلکو لپاره قرباني کړ

ادانیا فرناندز، هغه ښځه چې ژوند یې د خپلو خلکو لپاره قرباني کړ

ادانیا فرناندز Idania Fernandez (۱۹۵۲ د جولای ۲۳ ــ ۱۹۷۹ د اپریل ۱۶) د نیکارگوائه له اتلو ښځو څخه وه چې شخصی ژوند یې پریښود او د خپلو خلکو آزادی لپاره یې ژوند د لاسه ورکړ. نوموړې هغه وخت د «ساندنیستانو»، د نیواک‏ او د «سموزا» دولت دیکتاتورۍ ضد غورځنګ سره یو ځای شوه چې خپل ماشوم یې نوی زیږولی وو. هغې د خپل ځان نیول کیدلو او وژل کیدلو تر ورځ پوری یوه آزادی‏غوښتونکې چریکه پاتې شوه او د خپل هیواد د ښځو میړانې په سمبول باندې بدله شوه.

ادانیا د نیکاراگوائه په پایتخت، ماناگوا کې په یوه منځنې کورنۍ کې وزیږیدله. د لیسې په دوره کې د یو فعاله زده‏کونکې په ډول، د مبارزې په لاره کې لومړنې ګامونه پورته کړل. هغې د ښوونځي د پاڅون‏کونکو زده‏کونکو ډلې مشري په خپله غاړه واخیستله چې له نورو سازمانو سره یوځای د سیاسي زندانیانو خوشې کیدلو لپاره یې ډولا ډول لاریونونه په لاره اچولې وو. په ۱۹۷۳ کال کې د ښوونځې د بشپړولو څخه وروسته د خپلې کورنۍ سره پاناما ته کډوال شوه او په هغه ځای کې یې اقتصاد ولوست. په پاناما کې بیا ځلې د «ساندنیست زندانیانو څخه د دفاع کمیټې» سره یوځاي شوه او په نویو سیاسي کړنو یې پیل وکړ تر څو چې د «ساندنیست ملی خپلواکۍ غوښتونکې جبهې» غړې او چریکه شوه. نوموړی د مبارزاتی ژوند په لړ کې خپل ټول ځواک خپلې لارې ته وقف کړ او خپله شخصي شتمنې او چوپړتیاوی یې د خپلو همسنګرو په چوپړ کې پریښودلې. ادانیا په کوبا کې نظامی تمرینونه ولیدل او په ډیری نظامی عملیاتو کې یې ګډون کړی دی. د ۱۹۷۸ په سپتامبر د نیکاراګوئه په سویلې پوله کې د جګړې پر مهال په کیڼ لاس ټپي شوه.

ادانیا فرناندز، هغه ښځه چې ژوند یې د خپلو خلکو لپاره قرباني کړ
په داسې حال کې چې ادانیا په یوه جګړه کې ټپې شوي وه.

د څو خپل سرو ولسي پاڅونونو څخه وروسته، ساندنیستانو نوی استراتیژی تر خپل لاس لاندې ونیوله، هغوي د ولسیزو مبارزاتو چټکتیا او مرستې لپاره، پنځه بریدګرې قطعې د نیکاراګوئه په مختلفو سیمو کې ځاي پر ځاي کړې، ادانیا د لیون ښار د لویدیځې قطعی له کلیدی رهبرانو څخه وه. په ۱۹۷۹ کال کې په ټوله نیکاراګوئه کې جګړه ګړندۍ شوه، البته د ساندنیستانو بریدګرو قطعاتو د جګړې مشرې کوله. د ۱۹۷۹ په اپریل کې، د لیون ښار لویدیځې قطعې یوه پټه غونډه د مهماتو رسولو او د جنګ همغږۍ کولو په موخه ترسره کړه، غونډه د یو خاین له خوا دښمن ته بربنډه شوي وه په غونډه باندې د «ملی ګارد» په یرغل کې د ادانیا په ګډون د قطعې اته غړی ونیول او ووژل شو. د ادانیا مرګ څخه وروسته، د لودیځې قطعې مسوولیت د ادانیا ښځینه ملګرو څخه یوې ته ورکړل شوه چې د هغې تر مشرتابه لاندې د ښار په واکمنۍ باندې بریالې شول. تر هغه دمه چې ۱۹۷۹ په جون کې، د ساندنیست مبارزانو د سموزا زلنده رژیم نسکور کړ او سیاسي واک یې تر لاسه کړ.

هغه څه چې باید افغانې مبارزې ښځې یې له ادانیا څخه زده‏کړی هغه دا دي چې نوموړی سره له دې چې د خپلې کورنې او مېړه په اپوټه خپله دوه کلنه لور کلاودیا یې خپلې مور او پلار ته وسپارله تر څو وکولې شي خپلې جګړې او کار ته په ښه توګه رسیدنه وکړي. هغه پوهیدله چې کیدای شي نور هیڅکله خپله لور ونه وینې خو دی موضوع د خپل هیواد تر ټول بی‏برخو انسانانو حق څخه دفاع کولو پرتله د یوی شیبې لپاره یې هم هغه نه ده لړزولې. هغې د مورولی په مینه بریا تر لاسه کړه تر څو وکولې شي د خپل هیواد زرګونه ماشومان چې د ناتارۍ لاندي دي د کړاونو او مریتوب له جغ څخه وژغوری. هغه د سترو ژمنو او انقلابې ښځو له ډلې څخه وه چې شخصي ګټې او آن تر دی چې د خپل زړه ټوټه یې د ویاړه ډکه لاره کې چې په آګاهانه توګه یې پر مخ وړه قربانه کړه.

ساندنیستان هغه انقلابیون وو چې د اوګستو سزار ساندینو، د هغه هیواد یو نامتو انقلابی، نیواک ضد مبارزانو څخه په الهام اخیستلو سره، د یو کیڼ اړخې او نیواک‏ضد غورځنګ په توګه په ۱۹۶۱ کال کې رامنځته شو او د سموزا رژیم په وړاندې یې وسلواله مبارزه پر مخ وړله. واک ته د رسیدلو څخه وروسته، د بیخ‎بناګانو جوړولو تر څنګ، د ساندنیستانو دولت اړینو دندو څخه یوه یې د نیګاراګوئه خلکو د پوهې کچې لوړول وو چې د پراخه کړنلارو او د هیواد لرو پرتو سیمو ته، د ښوونکو او تعلیمی کادرنو په لیږدولو سره یې وکولې شو چې د ناپوهۍ کچې له ۵۰٪ څخه ۱۲٪ ته راښکته کړي. دغه بریا د یونیسکو سازمان له خوا څخه وستایل شوه او د نادژدا کروپسکایا د سوادزده‏کړي نړیوالې ډالې یې د ساندنیست نوې رامنځته شوی دولت ته ورکړ. (د نیکاراګوئه تاریخچه په اړوند د «نیکاراګوئه، هغه ملت چې د امریکا په لاس ربړول شوی» مقاله ته چې مخکې د همبستګې ګوند په سایټ کې خپره شوي وه لیدنه وکړي).

ادانیا فرناندز، زنی که زندگی‌اش را وقف آزادی مردمش کرد
د سموزا رژیم ورځپاڼو د ادانیا او د هغې د ملګرو د مرګ خبر په بشپړ ویاړ سره په لومړیو پاڼو کې خپور کړ خو نه پوهیدل چې د هغوی میړني مرګ د بریالیتوب تخم کرلې وو.

د نیګاراګوئه خلک نن ورځ هم ادانیا د یوی انقلابي او اتلې ښځې په توګه پیژني او په پراخه پیمانه لیکنې د هغې په اړوند لیکل شوي دي او د خپل هیواد په مختلفو سیمو کې عامه ځایونه لکه سړک، ښوونځې او... د هغې په نوم نومول شوي دي.

------

ادانیا د خپل مرګ څخه دوه میاشتې وړاندې یو اغیزمن لیک خپلې لور کلاودیا (د خپل یو ساندنیست ملګری نوم يې پر هغې ایښودی وو) ته لیکلې وو چې هغه مو پښتو ته ژباړلې او د همبستګې ګوند سایټ لوستونکو ته وړاندې کوو:

«مور هغه څوک ده چې د ټولو ماشومانو درد او رنځ احساس کړی»

خپلې ګرانې لور ته،

دا یوه ډیره حساسه دوره د خلکو لپاره په ټولو ځایونو کې ده، نن ورځ په نیکاراګوئه او وروسته د لاتینې امریکا په ټولو هیوادونو او ټوله نړۍ کې، زموږ پوهاوی او شعور دا غوښتنه کوي چې د ځانګړو کسانو په ډول عمل وکړو، انقلاب د هر شي غوښتونکی دی چې موږ ټول یې باید هغه ته ورکړو، تر څو په هر ډول شونی کچه دغه بهیر ته ګټور پریوځو.

زه امیدواره یم هغه ورځ چې لری نه ده، ته وکولې شي هغه ډول چې ټولو انسانانو ته وړ ده، په یو خپلواکه ټولنه کې لویه شې او ژوند وکړې، هغه ځای چې ټول خلک له یو بل سره خور او ورور دي، نه دښمنان. زه په هوساینې سره وکولی شم ستا لاسونه ونیسم او له تا سره چکر ووهم، له واټونو څخه تیر شو تر څو د ټولو موسکا، ماشومانو خندا، پارکونه او سیندونه ووینو. او موږ، پخپله، د هغه خلکو لیدلو پر مهال چې د یو ښاد ماشوم په څیر وده کړي په عصری انسانانو باندي بدلیږی چې په ټولو ځایونو کې د انسانانو په وړاندې د خپل مسولیت څخه خبر دي، ښه هوساینې سره موسکا وکړو.

ته باید د خپلواکې او سولې جنت په ارزښت چې له هغې څخه به خوند واخلی، پوهه شې. زه دا د دی لپاره وایم ځکه چې زموږ میړانو خلکو په بشپړ پوهاوي او د خپلو خلکو سره ژوری مینې له کبله خپلې ارزښتمنې وینې، د خپلواکۍ او سولې لپاره، د راتلونکي نسلونو لپاره او ستا په شان ماشومانو لپاره قریان کړي دي. خپل ځانونه ډال کړل تر څو ماشومان د دغه ټولو ناتارۍ، سپکاوي او بدمرغیو لاندي ژوند ونه کړي، او په هماغه ډول چې نن ورځ زموږ د ښایسته نیکاراګوئه سړو، ښځو او ماشومانو هغه زغملې دي.

ادانیا فرناندز، هغه ښځه چې ژوند یې د خپلو خلکو لپاره قرباني کړ

زه دا د دی لپاره وایم چې کیداشي زه خپله له تا سره خبری ونه شم کړي او یا به بل هیڅ څوک دا شیان تا ته ونه وایي. مور هغه څوک نه ده چې یوازې بچې راوړي او ساتنه یې وکړي؛ مور هغه څوک ده چې د ټولو ماشومانو درد او رنځ په دی اند چې د خپل رحم څخه یې زیږولي دي، احساس کوي. زما لویه هیله دا ده چې یوه ورځ به ته د بشریت سره د لویې مینې لرونکې ښځې باندې بدله شي. او دا چې پوهه شې څه ډول د عدالت څخه د هغه شيانو او کسانو په وړاندي چې هغه د خپو لاندې کوي پوښتنه وکړې.

په دا ډول انسان باندي بدلیدلو لپاره، زموږ د انقلاب او نورو هیوادونو انقلابونو سترو مشرانو آثار مطالعه او غوره مثالونه یې بیلګه وګڼه او په عمل کې پیاده کړه تر څو همیشه پرمختګ وکړي. زه پوهیږم چې ته دا کار کوي او هغه ترسره کولې شې او دا ما ته لویه هوساینه را په برخه کوي.

زه نه غواړم چې بی معنا جملې، ژمنې او اخلاقیات تا ته پریږدم. زه غواړم چې د خپل ژوند (له دې سره چې پوهیږم دا مهال ښه نه ده) او ټولو ساندانیست خویندو او ورونو د ژوند کولو طریقو سپارښتنه وکړم. پوهیږم چې د هغې څخه ګټه پورته کول به زده‏کړي.

ښه، زما نازولې، که چیری نیکمرغه وم چې بیاځلې تا ووینم، چې کیدای شي چانس یې وي موږ به د ژوند انقلاب په اړوند اوږده بحثونه ولرو، موږ به هڅه وکړو تر څو هغه دندې چې موږ ته سپارل شوي دي پاې ته ورسو. موږ به په ګډه سره ګیتار غږو او سندرې به ووایو. د دی ټولو په وسیله، به یو بل په ښه توګه وپیژنو او له یو بل څخه به زده‏کړه وکړو.

بیا، چهره زیبایت را برایم نشان ده
قشنگ مثل گل‌ها و آزادی
و به من در مبارزه قوت ده
با ترکیبی از خنده تو و واقعیت ما
روزانه به تو فکر می‌کنم
همیشه در تصور اینکه چگونه هستی
همیشه مردم ما و بشریت را دوست بدار

با تمام عشق مادرت، ادانیا.
تا پیروزی ما، برای همیشه.
وطن آزاد یا مرگ!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 130 میلمانه آنلاین لرو