سرود: متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري

متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
وطن یو موټی کیږي، له شماله تر جنوبه راپاڅیږي
پاڅیږه او سرود ووایه، موږ بریالي کیږو
د پیوستون جنډې په څپیدو دي

متحد خلک

آزادي غوښتونکي سرودونه، د خلکو اعتراضي غورځنګونه د بی عدالتۍ او ستم پر وړاندې مبارزې ته پیاوړي کوي او هڅويي، چې د دغه سرودونو څخه یو «متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري» (El pueblo unido jamás será vencido) هغه سرود دی چې د څلورو لسیزو په تیریدو سره بیا هم د آزادۍ او په وطن میینو مبارزینو په زړه کې ځانګړی ځای لري او د سیاسي مقاومت بڼه یې ځانته غوره کړې ده.

دا سرود د ړومبني ځل لپاره یو شیلیایي شاعر او سندرې جوړونکي «سرجیو اورتګا» (Sergio Ortega) لخوا په ۱۹۷۳ کال کې د سالوادور آلنده ډموکراتیکې واکمنۍ پر مهال د واټیز شعر څخه د الهام په اخیستلو جوړ شو. اورتګا؛ دا سندره د دوو ورځو په اوږدو کې جوړه کړه او د اول ځل لپاره د کیلاپایون ډلې؛ د نامتو سندرې جوړونکي او ترانه ویونکي ویکتور خارا په ملګرتیا په یو ستر کنسرت کې اجرا کړه.

ډیری کړنې تل پاتې او اغیزمندې وي، لامل یې هم څرګند دی، چې د زړه آواز په زړونو خوږ لګي. هغه مینه او لیوالتیا، چې دا سرودونه یې هغه وخت رامنځته کړي، په تل پاتې کارنامو یې بدل کړل او وروسته له هغې هر کال د اوریدلو او د اړیکو ټینګولو وړتیا لري.

سرجیو اورتګا
سرجیو اورتګا (Sergio Ortega)

دا سرود د اجرا کیدو څخه څو میاشې وروسته د همدې کال سپتمبر په یولسمه، کله چې جنرال آګوستو پینوشه د امریکا پرمټ د نظامي کودتا د لارې د سالوادور ولسي دولت رانسکور کړو. د پینوشه په دیکتاتورۍ کې په شیلې کې د دغه سرود په وییلو بندیز ولګید. لیکن د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې دغې سرود پراختیا پیدا کړه او ډیر خلک یی یووالي او سیاسي مبارزې ته را وهڅول.

په ایران کې د ایران محصلینو نړیوال کنفدراسیون هم له دغه سرود څخه په الهام اخیستنې د ۱۳۵۷ انقلاب په لړ کې د «بر پاخیز» (را پاڅه) سرود اجرا کړ، چې د انقلاب د دورې د غښتلي او مشهور سرود بڼه یې خپله کړه. دوه کاله وروسته دغه سرود د خپل چپي شعر له امله په ایران کې منع شو، لیکن څو کاله مخکې د اوکراین خلکو په خپلو لاریونونو کې د همدې سرود د روسي نسخې څخه کار واخیست.

او په افغانستان کې هم په همدې کمپوز په دري ژبه «د افغانستان د ښځو انقلابي ټولنې» (راوا) لخوا د «خورشیدی آزادی، طلوع کن در سیاهی» په نوم سرود خپور کړ.

دا مهال یو ځل بیا په نړۍ او په ځانګړي توګه په عربي هیوادونو کې د پاڅون څپې را پورته شوي او د انقلاب نعرې وهل کیږي، نو د دې سرود اړتیا لا ډیره بریښي.

دا سرود مخکې له دې څخه په نړیواله کچه په ډیرو سایټونو او وبلاګونو کې په مختلفو ژبو، لکه هسپانوي، انګلیسي، روسي، فارسي او ... داسې نورو ژبو باندې ژباړل شوی و، لیکن په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره په دې مطلب کې تاسې ته وړاندې کیږي.

متحد خلک

متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
پاڅیږه او سرود ووایه، موږ بریالي کیږو
د پیوستون جنډې په څپیدو دي
او په لاریون کې ته له ما سره یو کیږی
نو سرود او څپانده بیرغ به دې اوګوری
د سباوون رڼا
د ژوند کولو خبر راکوي
پاڅیږه او مبارزه وکړه
خلک به بریالي کیږي
راتلونکی ژوند به ښه وي
د خپلو نیکمرغیو لپاره

متحد خلک

د زرګونو جنګیالیو غږ به راوچت شي
ووایه د آزادۍ سرود
په ارادې سره وطن به بریالی کیږي
او اوس خلک پاڅیدلي، په لوړ اواز وایي: مخ پروړاندې مخ پروړاندې
متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
وطن یو موټی کیږي، له شماله تر جنوبه راپاڅیږي
د مالګې له کانونو جنوب تر ځنګلونو
په هیواد کې د کار او مبارزې یووالی رانغاړي
قدمونه یې له راتلونکې خبر را کوي
پاڅیږه سرود ووایه، خلک بریالي کیږي
اوس په میلیونونو خلک حقیقت څرګنده وي
عدالت او پوهه پر لاس، پولادي لښکر په خوټیدو دی
په چټکتیا او بې ډارۍ ښځې له کارګرو سره یو کیږي

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 165 میلمانه آنلاین لرو