د فساد په وړاندي د کوریا د خلکو غوسه، زموږ ولس لپاره یو بیلګه

د فساد په وړاندي د کوریا د خلکو غوسه، زموږ ولس لپاره یو بیلګه

د پنځوو اوونیو څخه راپدیخوا د مالی فساد یوې پیښې سویلې کوریا یی په بی مخینه ناورین کې ډوبه کړی ده. د دغه هیواد ګڼ شمیر ښارونه د خلکو د پراخه لاریونونو شاهد دی چې د ولسمشر د ګوښه‎کیدو غوښتونکې دي. تر ټولو لویه غونډه په پلازمینه سئول کې، د یونیم زره بنسټونو له خوا اداره شوی وه چې په هغه کې د یونیم میلیونه څخه ډیرو ګډون کړی وو. دغه په کوریا کې د اتیایمی لسیزی وروسته د ډموکراسۍ‏غوښتونکې غورځنګڅخه د پاڅونکونکو تر ټولو پراخه څپه ده. دولت د ۲۵ زره څخه ډیر امنیتې ځواکونه د هغی نظم او امنیت ټینګولو لپاره راټولو کړی وو.

میرمن پارک ګون هه، د سویلې کوریا ولسمشره تورنه ده چې نږدی ملګری یی د چوی سون سیل په نوم په فساد کې، ښکیل دی. د کوریا لوی څارنوال هم په تیره اوونۍ منلې ده چې میرمن پارک خپل ملګری ته د دولتی چوپړتیاو څخه د ناوړ ګټی اخیستلو کې لاس درلوده. میرمن چوی د ولسمشر په مرسته، لوی شیرکتونه له هغې ټولګې څخه سامسونګ او هیوندای یی د فشار لاندی نیولې دی چې تر خپلې ولکې لاندی د یوه نه‏ګټه‏کونکې موسسې سره د شپیته میلیونه ډالرو څخه ډیره مالی مرسته وکړی چې وروسته یی هغه د خپل ځان شخصی لګښت لپاره لګولی دی.

د فساد په وړاندي د کوریا د خلکو غوسه

ولسمشر تر اوسه بیاځلې له ولس څخه بخښنه غوښتې ده او په وینا کې یی چې د کوریا ملی ټلویزیون څخه خپره شوی ویلی یی دی:«ستونزمنه ده چې خپل ځان وبخښم او د شپی د زړه‏تنګوالی په لامل خوب نه لرم.» خو خلک یوازي د هغې د ګوښه‏کیدو غوښتونکې وو او خپلو لاریونونو ته یی ادامه ورکړی دده.

که چیری د افغانستان خلکو د کوریا د مبارزو خلکو په توګه د فاسدو او ملی خاینانو په وړاندی چټک غبرګون ښودلې وای، نور به هیڅکله د جان کیری انتصابی ولسمشر جرئت نه کاوه چې په آسانۍ سره یی د ټاکنو درغلګر کمسیون غړي د خپلو طفیلي او بیکاره سلاکارانو په لښکر کی ورګډ کړی وای او د غریبه او بیوزله ولس له بودیجې څخه یی هغوی ته تنخوا او ځانګړی امتیازات ورکړي وای.

د فاسدانو پر وړاندې د کوریا د خلکو ودریدنه او غوسه د ستاینې وړ او د افغانستان خلکو لپاره لوست دی چې د فساد د بربنډ شوی او ډارونکې شمیرې د ملی‏ضد واکمنانو له خوا په عادی چارو بدلې شوی دي خو څوک پری غوږ نه ګروي او زموږ هیواد یی «د نړۍ تر ټولو لوی فاسد هیواد» تر سرلیک لاندی د نړۍ په کچه نوم‎بدی کړی دی.

د فساد په وړاندي د کوریا د خلکو غوسهپولیسو د ښاری بسونو په درولو سره هڅه وکړه چی د مظاهره کوونکو د پرمختګ مخنیوی وکړي

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 149 میلمانه آنلاین لرو