نوي درجه‎بندی: افغانستان په نړۍ کې د ټولنیزو هوساینو نه لرونکی دویم هیواد

نوي درجه‎بندی: افغانستان په نړۍ کې د ټولنیزو هوساینو نه لرونکی دویم هیواد

لګاتوم نړیواله موسسه چې هر کال د نړۍ هیوادونه د ۱۰۴ شاخصونو په پرتله کولو سره لکه اقتصاد، روغتیا، کار، فردی آزادی، امنیت، ټولنیز چاپیرال، ښوونه او روزنه، دولت‏داری، پانګوالې او نورو د «هوساینې نوم‏لړ» تر سرلیک لاندي درجه‏بندی کوی، د ۲۰۱۶ کال په راپور کې افغانستان ته د ۱۴۹ هیوادونو ترمنځ، په ۱۴۸ پوړ کې ځاي ورکړی دي. په دغه ډول یوازی یمن، د افغانستان پرتله بدتره وضع لری. امریکا چې د نړۍ لومړی اقتصاد او ټولو هیوادونو ته د هوساینې او آزادی د لیږدولو دعوا کوی، خپله د جدول په اووم پوړ کې ځاې لری.

د «شخصی آزادیو» په برخه کې، افغانستان د نړې بدترین هیواد پیژندل شوی دی. لګاتوم موسسه د هغې توضیح کې لیکې:

افغانستان په نړۍ کې د ټولنیزو هوساینو نه لرونکی دویم هیواد

«په افغانستان کې آزادی د نورو ټولو څخه ډیره ضربه لیدلی ده. د بشر حقونو د خپو لاندي کول او ټولنیزی آزادیو ډیری ټیټې سطحی په لامل، دغه هیواد د فردی آزادیو په رده‏بندی کې د هیوادونو په ډیر ټیټ مقام کې ځاې لری. خبریالان د دولتی او غیر دولتی چارواکو لوری څخه د تاوتریخوالی او سانسور لاندی نیول کیږی، د بندیانو ربړونه عام ده، همجنس‎ګرایان حقوق نه لری او ښځې او سړی په وراثت کې مساوی حق څخه برښمند نه دی. د ښځو په وړاندی کورنی تاوتریخوالې او تبعیض عام دی راپور نه ورکول کیږي ځکه چې د فرهنګې او ټولنې له نظره څخه د منلو وړ ندی...»

په تیرو پنځلسو کالو کې د افغانستان او د خلکو مخ په خرابیدونکی وضعیت او د نیواک په پایله کی او د لاسپوڅو، فاسد او د خلکو ضد دولتونو واکمني د دی لامل شوی چې په ډیرۍ نړیوالو نوم‏لړونو کې په ډیر ټیټ موقعیت کې ځاي ونیسی. د تیر یو کال په لړ کې افغانستان د نړۍ لاسبرو سازمانونو په رده‏بندی کې ډیر جنګ‏ځپلي، ډیر ناخوښی، ډیر بیسواد، ډیر ناهیلي، پراختیا نه موندونکې، ډیر فاسد، ډیر بی قانونه، د ښځو ضد او ...په توګه ځاي لری او دا په داسې حال کې ده چې اشرف غنی او عبدالله په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په دوکې او درواغو سره ژمنه کړی وه چې د ولس په دسترخوان کې به بدلون راوړی، خو په عمل کې خپلو خاینانه سیاستونو سره د خلکو وروستی هیلې او شتمنۍ یی هم له هغوې څخه واخیستی.

په افغانستان کې د روان ناورین ژوروالې د د وروستیو نړیوالو رده‏بندیو څخه کولاې شو اټکل ووهو. د بیلګې په توګه:

• «د نړیوال عدالت پروژه‌« د « ۲۰۱۶ قانونی واکمنې په نوم‏لړ کې» افغانستان یی د نړۍ دریم قانون ماتونکې هیواد اعلان کړی.

•د «نړیوال روڼتیا» سازمان په رده‏بندی کې، د افغانستان دولت د نړۍ دریم فاسد هیواد پیژندل شوی دي.

• د«انسانی پراختیا شاخص» چې هرکال د ملګرو ملتونو له خوا خپریږي، افغانستان ۱۸۲ هیوادنو په منځ کې، له آخر څخه دویم مقام درلودونکې وو چی «د آسیا بدمرغه هیواد» بلل شوی دی.

•د ګالپ موسسې په څیړنه کې د نړۍ ډیر خوشحاله هیوادونو څخه، د افغانستان خلک د نړی ډیرو ناخوښو خلک په منځ کې ګڼل شوی دی.

• د یونیسکو د پوهې په نوم‏لړ کې، افغانستان دنړۍ اوو بیسوادو هیوادونو په کتار کې ځاې نیولې دی.

د امریکا او ناټو له خوا د افغانستان نیول کیدل سره له دې چې د «بشرحقوق او خپلواکې راوړلو» او «د ترهګرۍ په وړاندی جګړې» تر نوم لاندی ترسره شول، خو په عمل کې یی افغانستان له ګړنګونو راوغوځاوه او اوسیدونکی یی د انسانی ژوند څخه بی برخې کړل. د افغانستان خلک باید دغه پوهاوی ترلاسه کړي چې د پردیو او د هغوي د تالي‏څټې چوپړانو تر واکمنې لاندي، هیڅکله سولې، هوساینې، نیکمرغې او اسانتیاو ته لاس موندلې نه شی.

نوي درجه‎بندی: افغانستان په نړۍ کې د ټولنیزو هوساینو نه لرونکی دویم هیوادنوي درجه‎بندی: افغانستان په نړۍ کې د ټولنیزو هوساینو نه لرونکی دویم هیواد

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 91 میلمانه آنلاین لرو