د امریکا تور پوټکی د پخوا څخه په ډیره غوسه راپاڅیدلي دي

د امریکا تور پوټکی د پخوا څخه په ډیره غوسه راپاڅیدلي دي

د څو ورځو را په دي خوا د امریکا یو شمیر لوی ښارونه د تور پوټکو د پاڅون نوي څپي شاهدان دي. هغوی د بی‎عدالتۍ او د پولیس غیر انسانی چلند او له تورپوټکو سرهد توپیر پالنې له امله قهریدلی دي. زرګونو تنو د پولیسو په لاس د دوه تنو وژلو په انګازه کی څو ورځي کیږي چې د دالاس، نیویارک، شیکاګو، واشنګټن، او نورو ښارونو کی لاس په پراخه لاریون وهلی. التون استرالینک او فیلاندوکاستیل په د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۶ او ۵ نیټه د لوئیزیانا او مینه‏سوتا ایالت کې د پولیسو له خوا ووژل شول.

مایکا جانسون
مایکا جانسون چی د امریکا په اردو کی اوه کلنه تجربه درلوده او د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۲ کلونو په لړ کې په افغانستان کی دنده ترسره کوله، د پولیسو پنځه مامورین یي ووژل او په پاي کې خپله د پولیسو له خوا ووژل شو.

د دغه لاریونون په لړکې کی مایکا جانسون ۲۵ ویشت کلن تور پوټکی ځوان د یو غچ اخیستنی کړنی په موخه لاس په ډزو پوري کړ چې په پايله کې د پولیسو پنځه افسران مړه او وه تنه نور ټپیان شول.

امریکایان لا په اورلاندو کی د عمرمتین په لاس د پنځوس تنو ټول‎وژنې له اغیز څخه بهر نه وو وتلی چی د جولای په اوومه ورځ د یو بلې خونړۍ پیښي سره مخ شول. دغه ډول ناتارونه او پرليسی خونړۍ پیښې دغه ټکی تائیدوی چې که چیري یو دولت بل ولس په ځناوریزه توګه ویجاړۍ او ویني‎بهونی لور ته راکاږي، خپلو خلکو ته هیڅکله نشی کولی چی امنیت او سوکالي راوړې.


د پولیسو په لاس د التون استرلینګ وژل کیدو د ویډیو په خپرولو،زرګونو تنو په قهر جن لاریون لاس پوري کړ.
د «دامریکا د خپلواکۍ  جشن» څخه یواځي یو ورځ وروسته د بی عدالتی په وړاندی د امریکا خلکو غوسه او ټینګار دغه حقیقت بیانوي چې دغه ټولنه له هغه ارزښتونو څخه چې بنسټ ایښودونکو یي په «د امریکا متحده ایالتو خپلواکۍ اعلامیه» (۱۷۷۴ جولاي په ۴) کې درج کړی دي تر کومه حده واټن اخیستی او د فاشیزم او بربنډه زورواکې په لوری یی ګام ایښی دی.
د «دامریکا د خپلواکۍ جشن» څخه یواځي یو ورځ وروسته د بی عدالتی په وړاندی د امریکا خلکو غوسه او ټینګار دغه حقیقت بیانوي چې دغه ټولنه له هغه ارزښتونو څخه چې بنسټ ایښودونکو یي په «د امریکا متحده ایالتو خپلواکۍ اعلامیه» (۱۷۷۴ جولاي په ۴) کې درج کړی دي تر کومه حده واټن اخیستی او د فاشیزم او بربنډه زورواکې په لوری یی ګام ایښی دی.

د شمیر پر بنسټ، هر کال زرګونو تنه څخه ډیر چې د هغوي ډیری ټور پوټکی جوړوي د امریکا پولیسو له خوا وژل کیږي. د بد‏چلند ډیري چاري د خلکو له سترګو څخه پټې پاتي دي او رسنۍ هم هغه پټوي. تیرو اوو کلونو په موده کې د امریکا د دولت کړنو ښودلي ده چې د تور پوټوکو حقونو تامینول چې بارک‏ اوباما د خپلو ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د شعارونو سرلیک څخه شمیرل کید، د خلکو غولولو څخه پرته بل څه نه وو. د هرې ورځې يه تیریدلو سره په دغه هیواد کی د ناانډولۍ پر وړاندی د کرکي او غوسې لمن پراخوالي مومي چې په همدغه لامل د اوباما د جمهوری ریاست د دورې په پای ته رسیدو سره او د سپینی ماڼۍ څخه وتل به یی، د خلکو په کلکه کرکه – څه تور او څه سپین- بدرګه شي.

دغه ډول ناتارونه او پرليسی خونړۍ پیښې دغه ټکی تائیدوی چې که چیري یو دولت بل ولس په ځناوریزه توګه ویجاړۍ او ویني‎بهونی لور ته راکاږي، خپلو خلکو ته هیڅکله نشی کولی چی امنیت او سوکالي راوړې.

توپیر‎پالنې ډیروالي او د تور پوټکو پر وړاندي جنایت د اوباما د واکمني په دوران کې دغه حقیقت یو ځل بیا په ډاګه کړ چی رنګ، جنس، قبیله او دین نه دي چې د یو واکمن چلند وټاکي، دا یو طبقاتی تړاو او د یو کس فکر دي چې په کارونو یی په مستقیم ډول اغیزه لری. او سربیره پردی په امریکا کې واکمن سیسټم د یو موټی سترو پانګوالو په لاس کی دی چې یواځي د نیواک او زورواکۍ او زبیښاک له لاری خپلې واکمنۍ او مپراتوری ته دوام ورکوي.

د «دامریکا د خپلواکۍ جشن» څخه یواځي یو ورځ وروسته د بی عدالتی په وړاندی د امریکا خلکو غوسه او ټینګار دغه حقیقت بیانوي چې دغه ټولنه له هغه ارزښتونو څخه چې بنسټ ایښودونکو یي په «د امریکا متحده ایالتو خپلواکۍ اعلامیه» (۱۷۷۴ جولاي په ۴) کې درج کړی دي تر کومه حده واټن اخیستی او د فاشیزم او بربنډه زورواکې په لوری یی ګام ایښی دی. په دغه اعلامیه کې درج شوي احکام هم د آزادۍ‎ځپونکو حکومتونو له منځه وړلو لپاره د خلکو حق په رسمیت پیژندلي دي:

د شمیرو پر بنسټ، هر کال د زرګونو تنو څخه ډیر  چی ډیری یی تور پوټکی جوړوي د امریکا د پولیسو له خوا وژل کیږی.
د شمیرو پر بنسټ، هر کال د زرګونو تنو څخه ډیر چی ډیری یی تور پوټکی جوړوي د امریکا د پولیسو له خوا وژل کیږی.

«مونږ دا حقیقتونه چې د بشر ټول خلک یو ډول زیږیدلي دي، چې د هغوي “خالق” هغوي ته نه بیلیدونکې ځانګړي “حقوق” بخښلی دي، چې د ژوند حق، آزادۍ او د سوکالی پلټنه د دغه حقوق له ډلی څخه دی.---چې د دغه حقوق ساتنی لپاره، دولتونه د خلکو په منځ کې جوړ شوي دي، او خپل ځواک د هغه کسانو د رضایت څخه چې د حکومت لاندي يي دي لاس ته راوړي،--- چې هر وخت “د حکومت ډول” چې دغه موخو یي له منځه یوسي، دغه “د خلکو حق ده” تر څو هغه حکومت ته بدلون ورکړی او یا یی رانسکور کړی او د هغې پر ځای نوی دولت جوړ کړي.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 90 میلمانه آنلاین لرو