شهید عبدالخالق زموږ د هیواد رښتینې اتل دی

شهید عبدالخالق زموږ د هیواد رښتینې اتل دی

عبدالخالق د مولا‏داد هزاره زوی، زموږ د هیواد رښتینې اتل دی چې د نن څخه ۷۹ کاله وړاندې یې د غدار نادر شاه په توره سینه ګولۍ ښخه کړه، هغه خپل ژوند قربانی کړ خو خلک یی د هیواد د یو تن کرغیړن پادشاه له ناتاریو څخه وژغوره.

هغه په 1295 (1916) کال کې په یوه روڼ‏اندی، بیوزله کورنۍ کې زیږیدلی. د خالق پلار، یو لوستی او خپلواکی‏غوښتونکې کس وو او په انګلسي، جرمني او روسي ژبو باندې یې په نسبي ډول لاسبرې درلوده ځکه چې د غلام‏نبی خان چرخی سره یی یوځاي اروپا ته سفرونه درلودل. دغه سفرونو مولا‏داد ته موکه برابره کړه تر څو خپله مفکوره او هیلې لاپسی بډایا کړی. هغه یو جذباتي او سیاسي شخصیت و او د پرمختللو او ډموکراتیکو غورځنګونو سره یې ځانګړې لیوالتیا درلودله. له همدې امله یې د عبدالخالق په وده او لارښونه که ډیري هڅي کړی دی.

د خالق کورنۍ له اماني غورځنګ سره خورا لیوالتیا درلودله ځکه چې امان‏الله خان، د افغانستان هیواد‏پاله پادشاه د یو فرمان په لړ کې زموږ د ولس له اوږو څخه د کنیزی او مریتوب پیټی لری کړ دغه چارې چې د زیارکښو طبقاتو په منځ کې د هغه د نامتو کیدلو لامل شو. خالق چې د کړیدلی هزاره له ملیت څخه وه، په خپل ټول وجود سره یې د غریبۍ او ناتارۍ تریخ خوند تجربه کړی وه او د خپل ولس د بدمرغیو لاملینو پر وړاندې یې په زړه کې ژوره کرکه درلودله.

هغه د خپل تره سره د غلام جیلانی خان چرخی په کور کې خدمت کاوه او د هغه اړیکه له دغې مبارزې کورنۍ سره هغه ته د دې موکه ورکړه چې د مشروطه غورځنګ له څیرو سره بلد شي او د زورواکۍ په وړاندی د یو ټولګه زړورو مبارزینو سره په یو پټ سازمان کې یوځاي شی. هغه چې د نجات په ښوونځې کې زده‏کړی کولی، هغه د خپلو عزتمنو او پرمختللو ښوونکو لکه محمد عظیم خان او د ښوونځې مرستیال محمد ایوب خان څخه سیاسي پوهاوي تر لاسه کاوه.

عبدالخالق او د هغی ملګری در غل او زنجیر
د شهید عبدالخالق وروستې انځور (د کیڼ لور څخه لومړی کس) د خپلو نیول شو ملګرو سره

نادرشاه یو بې‎رحمه او سخت‏زړی انسان و چې د ځواک د ترلاسه کولو سره سم د امیر عبدالرحمن خونړۍ او تیارې لارې په لور ګام کیښوده او ډیری سرغړونکې‏ او مشروطه‏غوښتونکې روڼ‏اندی یې له منځه یوړل. امان‏الله خان ته ژمنې او د هیواد وتلی څېری یی په ځناوریزه توګه د سپېتته، تاوده غوړي، واسکټ پرې‎کول، په مرمیو ویشتل او نورو نومونو ربړول او په دار یی زړول.

دغه ټګمار پادشاه، نامتو هیواد‏پال غلام‏نبی خان چرخی یې د خپلې کورنۍ اتلس تنو غړو سره یوځاي د غلام‏جیلانی خان چرخی په شمول ووژل. عبدالخالق چې د چرخی کورنۍ سره یی ځانګړې مینه درلودله، دې ټول‏وژنې، د نادرشاهی خونړي رژیم پر وړاندې لا هم د هغه په زړه کې د کرکې اور بل کړ.

عبدالخالق او د هغه ملګرو په داسې شرایطو کې مبارزه کوله چې نادرشاهی فشارنو او انډوخر د مبارزې لپاره ټولی لاری تړلی وی. د پوه او مبارزو عناصرو لپاره ډګر ورځ تر بلې تنګ او خونړۍ کیده او ناتاری او زبېښاک هغه حد ته رسیدلې وه چې هغه او د هغه ملګري یې ناتارۍ زنځیرونو ماتولو ته هڅول.

عبدالخالق او محمود
عبدالخالق (کیڼ لور ته)‌ او د هغه سنګرول ملګرې محمود

په داسې حال کې چې عبدالخالق د ۱۸ کلونو څخه لږ عمر درلود، د خپل ګران ځان څخه په تیریدلو سره یې پریکړه وکړه په هر بیه چې کیږی، خاین نادر شاه به له منځه وړی. په پیل کې هغه هڅه وکړه چې د هماغه کال د وږی میاشت په جشن کې خپل تکل پلی کړی، خو موکه ورته برابره نه شوه. تر دې چې ۱۳۱۲ کال د لړم په ۱۶ نیټه (۱۹۳۳ کال د نوامبر په ۸)، د دلګشا ماڼۍ په چمن کې هغه ځاي چې یو کال دمخه غلام نبی خان چرخی د قنداغ او ټوپک شپلۍ لاندې په ځناوریزه توګه وژل شوي وه، د معارف زده‏کونکو لپاره د ډالۍ ویشلو محفل جوړ شو. کرغیړن پادشاه د خپل ټول غرور سره په دې اند و چې د مبارزانو په وژلو او ترور سره د هغه په وړاندې کوم بل مبارز پاتې نه دې، د زده‏کونکو د قطارونو په وړاندې یې قدمونه اخیستل، تر دې چې د عبدالخالق خوا ته راورسید، په ورته وخت کې، هغه د خپل ملګری محمود خان له اوږه څخه چې لومړی قطار کې ولاړ و، په خپلې تومانچې سره د بریښنا په څیر درې ډزې وکړې کوم چې د نادر خان په زړه او دماغو باندې ولګیدلې او د ناتارۍ او جنایتونو دا نښه یې پر ځمکه رانسکوره کړه. ټول هر لور ته په تیښته وو، څلورمه ګولی د تومانچې په شپیلۍ کې ونښته خو هغه په خپل ټول زور سره په خپلې تومانچې سره د پادشاه په نیم‏ژوندي ځان باندې ګوزارونه کول او پرته له دې چې د تیښتې لپاره هڅه وکړی، په سړې سینې سره په خپل ځاي ودرید او د خاین پادشاه د ورستیو سلګیو شیبو ننداره یې وکړه.

شهید عبدالخالق له ټولګیوالو سره
د نجات په ښوونځې کې شهید عبدالخالق د خپلو یو شمیر ټولګیوالو سره

مخکې له دې چې نادر خان د تاریخ ډیران ته واستول شي، یوازې شپږ میاشتې وړاندی یو بل له ځانه تیر ځوان چی سید کمال خان نومیده په جرمني کې محصل و او د امان‏الله خان ولسی دولت له راپرځیدلو او د انګریزانو لاسوهنو څخه ځوریده، لاس په ماشه شو او د نادر مشر ورور سردار عزیز (د داوود خان پلار) چې په برلین کې د افغانستان وزیر و وواژه. تر هغه وروسته یو زړور ځوان د محمد عظیم منشی‏زاده په نامه چې په امانی لیسه کې ښوونکې و، په کابل کې د بریتانیا د وزیر وژلو په تکل د انګلیس سفارت ته ننوت خو څرنګه چې وزیر ته یی لاس و نه رسید د سفارت درې کارکونکی یې ووژل.

میر غلام محمد غبار په خپل ارزښتمند اثر کې «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» په دغه اړوند لیکې:

«دولت محمد عظیم خان په دار وځړاوه او د روڼ‏اندو د روحیې ماتیدو په خاطر یی، خواجه هدایت‏الله خان چی بندی وو هم په دار وځړاوه تر څو د انګلیس سفارت بشپړ رضایت تر لاسه کړی. همدارنګه په کابل کې پوځي حکومت خپل ځناورتوب او ترور لاپسی ډیر کړ. دغه ټولی خونړۍ شیبې د افغانی هیوادپالو د سترګو په وړاندی خپرې وې. له هغی ډلی څخه یو ځوان راپاڅیده او داسي یې وویل: "شهید سید کمال خان او محمد عظیم خان د مار لکۍ پرې کړه، اوس زموږ وار دی خپله مار ووژنو". دغه وینا د عبدالخالق وه. او همدا وه چې دوه میاشتې وروسته د دولت تاج او تخت د روڼ‏اندو د ځواکمن ګوزارونو لاندې راغی او دغه زلنده او ویجاړونکې دستګاه یې په لړزه راوستله.»

عبدالخالق د نادر شاه په وژلو سره، په حقیقت کې، د سلګونو سیاسي زندانیانو ژوند وژغوره، غلام محمد غبار لیکې که چیری عبدالخالق نادر خان ویشتلی نه وی، دا ممکنه وه چې هغه پاتی ټول روڼ‏اندی چې په سرای موتی او نورو بند‏خونو کې بندیان وو، وژلي وي.

نادرخان د جلاد طره باز خان په غیږه کې
نادرخان د جلاد طره باز خان په غیږه کې، له هغې څخه څو شیبې وروسته چې د عبدالخالق مردکیو د هغه کرغیړن ژوند ته د پاې ټکې کیښوده.

عبدالخالق نه د شخصی دښمنۍ له مخې او نه د ځوانۍ احساساتو له مخې بلکه د واکمن رژیم اصل څخه په ژور پوهاوي سره او د هغې د ټولو پایلو په منلو سره، چې په ښه توګه یې هغه محاسبه کړی وی، په ټولی میړانی سره یې د زرګونو ملي او نجیبو انسانانو وژونکی په انقلابی دار وځړاوه.

د نادر خان د واکمنۍ په راپرځولو سره، د هغه ۱۹ کلن ځوي ظاهرشاه پر شاهی تخت کیناسته مګر هاشم خان، د هغه خونړي تره ټولی چارې پر مخ وړلی او د هاشم خانی تورې دورې بنسټ یې کیښوده چې عبدالخالق او د هغه ملګري او خپلوان د دغې دورې لومړنی قربانیان وو.

د ۱۳۱۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۶ نیټه (د ۱۹۳۳ کال د دسامبر په ۱۸) کابل یو ځل بیا د وینو په حمام بدل شو او د دهمزنګ زندان چې د سترو اتلانوو په وینو د ناتارې او ناپوهې پر وړاندې غبرګون ښودلی وو، دا ځلې د بی‎شمیره بې‏ګناه خلکو په وینو ومینځل شو. عبدالخالق د خپل ټولګیوال محمود خان، خپل پلار مولاداد، خپل ماما قربانعلی، غلام ربانی، د چرخی کورنۍ ځوانان مصطفی او لطیف، د محمود خان تره علی اکبر غندمشر، د انیس مطبعې کارګر محمود، زده‏کونکي هر یو تن میر مسجدی، محمد زمان، سید عزیز، محمد اسحق او میرزا محمد، د سپورټ ښوونکې غلام رسول، د امانی ښوونځې مرستیال محمد ایوب، ښوونکې محمد عظیم، د خالق د کورنې ۲۱ تنه غړی او خپلوان د خپلو دوه تنو وړو تره ځامنو په ګډون چې عبدالله او عبدالرحمن نومیږی سره یوځاي وروسته له نه ستړی‏کیدونکو ربړونو څخه په دار وځړول شول. آن د هغه نهه کلنه خور حفیظه هم په شاهی تورو‏خونو کې له منځه لاړه.

د شاهی ناتارې جلادان په ځناوریزه توګه د عبدالخالق په بدن ولګیدل او د دغه زړور ځوان ټول وجود یې داړلی وو. د هغه سترګې یې له کاسې څخه بهر وویستلی، د لاس هغه ګوته چې ماشه یې پری ټینګه کړی وه غوڅه کړه او د هغه د بدن غړي یې ټوټې ټوټې کړل، خو عبدالخالق او د هغه ملګرو تر ورستیو شېبو د تسلیمې او زارې پرځای یې په میړانې سره ودریدنې ته غوروالې ورکړ. خو کرغیړن دولت، د عبدالخالق اقرارلیک تر نامه لاندې یو جعلی سند په دولتې خپرندوي «اصلاح» کې خپور کړ چې د ښکرورو درواغو او تورونو څخه ډک وه.

د عبدالخالق د اقرارنامی جعلی سند
جعلی او بی‏شرمه لاسوند چې د «عبدالخالق اقرارلیک» تر سرلیک لاندی د هغه اعدام څخه وروسته د ۱۳۱۲ کال د لیندۍ میاشې په ۲۹ نیټه د «اصلاح» ورځپاڼې په ۱۱۶ ګڼه کې د زلنده رژیم له خوا خپور شو.
میر غلام محمد غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» په دوهم ټوک کې په دغه اړوند لیکې: «...د دغه جعلی سند خپرول د افغانستان د واکمنې کورنۍ د سیاسي اخلاقو استازیتوب کوی چې په تاریخ کې ثبت کیږی... آیا انسانی وجدان او فطرت د دې اجازه ورکوي چې یو څوک خپل دښمن په دغه ډول غولونکې او ناځوانه وسلې باندي وټکوی؟ ... د واکمنې کورنۍ دغه دسیسه او چمبازی یوازې محمد عظیم خان او عبدالخالق خان او د هیواد روڼ‏اندو سره خیانت نه وو، بلکه د افغانستان تاریخ او ولس هوښیارتیا او زړورتیا سره خیانت شمیرل کیږی.»

غبار د «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» په دوهم ټوک کې، د دغه زړور ځوان په میړانې سره د ودریدنې لړی په دغه ډول رانقلوي:

«عبدالخالق یې تر هغې وربړو چې ورنونه یې خوړین شول او پخپله د حرکت کولو څخه ولویده، او په همدغه ترتیب سره هغه د خپل ژوند تر پایه خپل هیڅ ملکرې په ګوته نه کړ او ویل یې چې ما یوازې د نادرشاه د وژلو تکل کړی و او هغه مې مړ کړ. څه وخت چې یی د هغه ملګري د ربړونی لاندې ونیول، بیا هم د هغوي څخه ځینو ځینو د هغه له پیژندلو څخه ډډه وکړه. یو تن چې محمد اسحق خان نومیده وویل زه د اصلي نقشی څخه خبر یم او که چیری ما د عبدالخالق سره مخامخ کړی ټوله نقشه به په تفصیل سره ووایم. شاه محمود خان عبدالخالق د کټ خواته راوغوښت او دا چې عبدالخالق راورسید د هغه ټپې ملګری د ټپې عبدالخالق خان په لور په ډیرې ژورې حیرانتیا او اغیز باندی وویل:

"ای ناځوانه ملګریه! ولی دې په ما او خپلو ملګرو باور ونه کړ او خپل هوډ دې پټ کړ؟ که چیرې دې داسې نه وی کړی تر اوسه به له دغه حکومت څخه یو کس هم ژوندی نه وی. خپلې وروستې خبرې مې تا ته وکړی خدای پامان."

عبدالخالق خان په ځواب کې وویل: ریښتیا وای، زما پاملرنه بیځایه وه. له تا څخه بخښنه غواړم.

د میړانې دغې شیبې په لیدلو سره د څیړونکی پلاوي رنګ والوته، ځکه چې دوي ټول خلک د خپل سپک نفس په آئینه کې لیدل، او زړورتیا او میړانه یې نه پيژندله.»

د نادرشاه د وژل‎کیدو خبر د هند ړه ورځپاڼی
د۱۹۳۳ کال په نوامبر کې د برتانوی هند په «اندین اکسپرس» ورځپاڼې په نهمه ګڼه کې د نادرشاه د وژل‎کیدو خبر. د انګلیس دولت په افغانستان کې د خپل مزدور په وژلو سره ولړزید او د امان‏الله خان او د هغه د ملګرو څخه یې واک ته د بیرته راستنیدلو څخه ویره درلودله.

په خواشینې سره چې نن ورځ د ځناورو جنایتکارانو لکه مسعود، ربانی، مزاری او نورو څخه په رسمی توګه لمانځنه کیږی، د دوي په تلین او قبرونو کې میلیونونه ډالر په لکښت رسول کیږی سړکونه او تعلیمي موسسې د دوې په کرغیړنو نومونو سره ککړی کړی دي خو زموږ د خلکو رښتیني اتلانو څخه چې د ځناورتوب او زورزیاتي په وړاندې یې پرته له ویری څخه خپل ژوند قربانی کړی دی، هیڅ نوم نه اخیستل کیږی.

شهید عبدالخالق، که څه هم زموږ د مظلوم هزاره ملیت له منځ څخه راپاڅیدلې و، خو د هغه سیاسي پوهاوي او وجدان څخه برښمند وه چې د هر ډول قومی، ملیتی او ژبنې توپیر څخه په لریوالې سره زموږ د هیواد ټولو ملیتونو بدمرغه خلکو د سوکالې لپاره یی خپله ځوانې قربانې کړه. مګر نن ورځ یو شمیر شوونیست هزاره‏ګان چې د توکم‏پالنې ویرس د هغوي ټول بدن نیولی دی د کرغیړنو او خونړیو څیرو تر څنګ لکه عبدالعلی مزاری، لیونې شفیع او د ایران وینه‏څښونکې آخندی رژیم له نورو چوپړانو سره د عبدالخالق انځور په زړولو سره، زموږ د هیواد ریښتني اتل یاد او خاطراتو ته سپکاوي کوي او هڅه کوي تر څو ستر عبدالخالق د ارتجاع چوپړګرانو تر کچې راټیټ کړی.

شهید عبدالخالق، که څه هم شهید شو، خو د خپلې پاکې وینې په بلهارنې سره یې زموږ په هیواد کې د عدالت‏غوښتنې او خپلواکۍ نیالګي پیاوړي کړل او په خپل انقلابی او زړور حرکت سره یې خپل نوم د هیواد په تاریخ کې زموږ د خلکو رښتیني اتل په توګه ثبت کړ.

د اتل عبدالخالق د څیرې پنسلی رسم
د اتل عبدالخالق د څیرې پنسلی رسم چې «د افغانستان د همبستګې ګوند» له خوا جوړ شوي دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 113 میلمانه آنلاین لرو