د «مرجان» یادونه: هغه زمرې چې ددی خاوری د وګړو په څیر کړیدلې!

د «مرجان» یادونه: هغه زمرې چې ددی خاوری د وګړو په څیر کړیدلې!

په افغانستان کې تیرو څلور لسیزو جګړو نه یواځې ددې خاورې ولسونه د غم او ویر په ټغر کښېنول بلکې په حیواناتو یې هم ترحم ونکړ. د جګړو په جریان کې ژوې او ځنګلونه له منځه ولاړ او د تنظیمې لوټمارو قوماندانانو په وسیله پاکستان ته قاچاق شول. که څه هم ددې بدمرغیو ذکر په هره څانګه کې کتاب لیکنې ته اړتیا لرې، لیکن یوازې د «مرجان» وژونکي ژوند داستان هیواد د ټولو معصومو حیواناتو حال را برسیره کولاې شي.

مرجان، د کابل په ژوبڼ کې یو نر زمری و چې په ۱۹۷۶ زیږدیز کال کې د المان هیواد په کلن ژوبڼ کې زیږدلې و او په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې کابل ژوبڼ ته ډالۍ شو. څه موده وروسته «بچوړې» ښځه زمرې د مرجان سره یوځاې شوه. وروسته لدې دغه جوړه زمریان په کوربه انسانانو د کودتاچیانو «خلق او پرچم» لخوا د جنایاتو شاهدان وو، پرته لدې چې پوه شي یو ورځ به دوي هم ورسره مخ کیږي. وګوني پیښوري او اته ګوني ایراني ګوندونو د ناپوهئ چاړه زموږ د خلکو په مرې کیښوده او دا ځل وار د «مرجان» او د «بچوړې» سره د ژوبڼ د نورو حیواناتو رارسیدلې و.

مرجان در باغ‌وحش کابل

د تنظیمي جګړو د پیل سره، د ژوبڼ حیوانات له خوار ځواکئ کړیدل. د ژوبڼ ساتونکو چې د کلونو راهیسې د حیواناتو سره ځانګړی لیوالتیا پیدا کړې وه، هره ورځ به د سر په بدل پرته له کوم امتیاز او حق الزحمه څخه ژوبڼ ته تلل تر څو خپلو زړه ته نږدې معصومانو پالنه وکړي. هغوي به د جنګ د ړومبیو کرښو څخه په تیریدو د منډوي څخه میوه، ترکاري او سخا خواړه او د قصابانو څخه به یی ناکاره غوښه او هډوکي د ژوبڼ حیواناتو لپاره راوړل.

سوین کوارد، هغه انځورګر خبریال چې د مرجان د ټپې کیدو وروسته خپله کیمره نندارچي ته ورکوي تر څو انځور واخلې او خپله د بڼ ساتونکي سره یوځای د مرجان مرستې ته ورودانګل.
سوین کوارد، هغه انځورګر خبریال چې د مرجان د ټپې کیدو وروسته خپله کیمره نندارچي ته ورکوي تر څو انځور واخلې او خپله د بڼ ساتونکي سره یوځای د مرجان مرستې ته ورودانګل.

د کابل ښار د تنظیمي جګړو په مورچل بدل شوی و. د ژوبڼ سیمه د وحدت ګوند او د شورای نظار ترمنځ د جنګ لومړنۍ کرښه وه او ډیری برخه یې د حزب وحدت تر ولکې لاندې وه. د ژوبڼ ساتونکو په وینا ځکه خو ددې ګوند ملیشو د خپل واک په لومړیو څو ورځو کې د بڼ ډیری الوتونکي مرغان او هوسۍ کباب کړې او ویخوړلې، او آن تر دی چې د باغ پر ښځینه ژوو یي جنسي تیری هم وکړو. د باغ یو تن ساتونکی، ښاغلی اکبر چې په اکه اکبر مشهور و شپه او ورځ به په باغ کې اوسیدو بالاخره د طالبانو د واکمنۍ په توره دوره کې مړی يې د کابل په سیند کې وموندل شو، خپل یو ملګري ته یې ویلې و چې زه فکر کوم دوی به دغه جنایات په خپلو ماشومانو هم روا ګڼي. ټول بڼ د راکټو د لږیدو له امله نړېدلی و. اکه اکبر ویل هغوی د حیواناتو د درد د تسکین لپاره هیڅ درمل نه درلودل ترڅو هغوي ته یې تزریق کړي. په دغه کلونو کې یواځې د ګوتو په شمیر حیوانات و چې د تنظیمي بربریت څخه روغ راوتل چې یو هم په کې «مرجان» و.

د «مرجان» مظلومانه او جنګ ځپلې څیره کې ډیرو خلکو د یو ویجاړ، ناپوهه او جنایت کې ډوب افغانستان انځور لیدو.
د «مرجان» مظلومانه او جنګ ځپلې څیره کې ډیرو خلکو د یو ویجاړ، ناپوهه او جنایت کې ډوب افغانستان انځور لیدو.

لیکن د ۱۳۹۳ کال مني، د مرجان او بچوړي لپاره ډیر خواشینوونکی و. د وحدت ملیشه او خلک د دواړو زمریانو پر خواوشا راټول شوي و. د ژوبڼ تر څنګ د وحدتي پوستې یو څڼور په دې خاطر چې خپلو ملګرو ته یی خپله میړانه او غیرت ښودلی وي انګړ ته ورننوځي او په (ښځینه زمرۍ) لاس راکاګي بچوړی غبرګون نه ښه یي ولې مرجان (نر زمری) د انګړ له بلې خوا په دغه وحشي انسان یرغل کوي او په څو شیبو کې ټوټه ټوټه کوي او ناوړه ژوند ته یې ورله د پای ټکی ږدي. دا د نر زمریانو یوه ځانګړتیا ده چې زمرۍ، بچوړي او انګړ ته د ګواښ په صورت کې ترینه ساتنه وکړي.

خلک ټول خوریږي مګر سبا ته د وژل شوي ټوپکوال ورور چې د حزب وحدت په بله پوسته کې د خلکو په وژلو او لوټلو بوخت و، رارسیږي او په مرجان لاسي بم ور اچوي. مرجان، د خوړو په ګمان لاسي بم په لور ټوپ کوي، چې دې سره بم چوي او مرجان مخ ډیر سخت ټپي کیږي. سوین کونارد، انځوریز خبریال چې ددې جنایت په وخت کې په ژوبڼ کې شتون درلود، خپله کیمره نندارچي ته ورکوي او خپله د بڼ ساتونکو سره یوځای د مرجان مرستې ته وردانګې او لومړنۍ مرسته ورسره کوي چې له دغې لړې څو قطعې انځورونه هم په واک کې لرو.

داکتران در کنار مرجان زخمی شده در باغ‌وحش کابل

څه موده وروسته، مرجان د «بی پولې ډاکترانو» او « نړیوالو ډاکترانو» له لوري جراحي شو چې په پایله کې مرجان خپله یوه سترګه او څو غاښونه د لاسه ورکړل ولې د سر څخه د یوې چرې په ایستلو کې ډاکتران پاتې راغلل چې له امله یې مرجان یوه سترګه، د خولې یوه برخه او د اوریدلو ځواک یې له لاسه ورکړو، لیکن خپل دردونکي ژوند ته یې بیا هم دوام ورکړ او تر پایه پورې په دې و نتوانیدو چې هډوکي لرونکي غوښه وخوري.

پر کابل د طالبان د یرغل څو ورځې وروسته، یو ځل بیا د طالبان یوې ډلې په مرجان برید وکړ. هغوی غوښتل چې مرجان په کاڼو وولي، ژوبڼ ساتونکي د طالبان یو تن مشر ته ورځي او ورته وایي چې مرجان مه وژنئ دا ځکه چې د اسلام ستر پیغمبر هم د حیواناتو ساتلو سره لیوالتیا درلوده چې له دې کبله مرجان ژغورل کیږي.

مرجان ۲۰۰۲ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۸ چې د (۱۳۸۰ ه ش ۸ دلو) سره سمون لري د ژوبڼ په انګړ کې د سلګونو غمجنو پر وړاندې خاورو ته وسپارل شو.
مرجان ۲۰۰۲ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۸ چې د (۱۳۸۰ ه ش ۸ دلو) سره سمون لري د ژوبڼ په انګړ کې د سلګونو غمجنو پر وړاندې خاورو ته وسپارل شو.

مرجان سره له دې چې ډیرې سختې ورځې شاته پریښودې، بالاخره په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې که څه هم د بهرنیو متخصصینو د درملنې لاندې و، خو د ځیګر او د پښتورګو د کار لویدو له امله یې خپلو ټولو هغو ترخو او خوږو خاطراتو ته د پای ټکی کیښود چی ددې نړۍ د انسانانو څخه یی د ځان سره درلودلې، هغه په ۲۰۰۲ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۸ چې د (۱۳۸۰ ه ش ۸ دلو) سره سمون لري د ژوبڼ په انګړ کې د سلګونو غمجنو پر وړاندې خاورو ته وسپارل شو.

د مرجان پر قبر په ولاړه لوحه کې لیکل شوي: «۲۳ کلن مرجان، د نړۍ تر ټولو نامتو زمری».

د ژوبڼ په ننوتونکی دروازه کې د هغه یوه برنجي مجسمه هم ځای پر ځای شویده.

مجسمه مرجان در باغ‌وحش کابل

جان والش، هغه متخصص چې د مرجان د ژوند په وروستیو میاشتو کې د هغه پاملرنه کوله، واېي:

«مرجان، د افغانستان د خلکو یوه بیلګه ده، هغه زوړ دی، خو ددې خاورې په شان د سختو پړاونوڅخه تیریږي لیکن د افغانستان د خلکو په څیر میړنی وه».

د مرجان د ژوند د وروستیو شیبو په اړه د بی بی سي راپور:


مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 125 میلمانه آنلاین لرو