امریکایی قوتونو ته یو افغان څومره ارزښت لری؟

امریکایی قوتونو ته یو افغان څومره ارزښت لری؟

د امریکا ۱۹۴۲ کال د «بهرنیو ښاریانو له لوری ماتنۍ غوښتنې» مصوبې پر بنسټ، هغه امریکایی قوتونه چی له پولو بهر میشته دی د هغو وژنو او ویجاړیو په بدل کی ماتنۍ (غرامت) ورکولو ته اړ دی چی په مخامخ جګړه کی نه وی رامنځ ته شوي. امریکایی پوځیانو په ډیرو لږو پیښو کی د «زغمزیاتي پیسو» په نامه ماتنۍ ورکړی ده. د یادونې وړ ده چی هغوی د هغو ملکی وکړو وژنه چی د بمباریو او جګړی علمیاتو په پایله کی رامنځ ته شوی پړه په غاړه نه اخلی او په دی اړه له پوره خوندیتوب برخمن دي. له همدی کبله په لسګونو هغو ټول‎وژنو کی چی په کلیو او باڼدو د بمبونو غورځولو له امله رامنځ ته شوي یواځې په «ساری» ویلو بسنه کړی ده.

«انترسپت» خپرونې د «مالوماتو آزادۍ» قانون پر بنسټ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو له لوری د ماتنۍ ورکولو پوره نوم‎لړ غوښتنه کړی وه ولی هغوی یواځی یوه برخه ترلاسه کړه. «انترسپت» د ۲۰۱۵ کال فبروری په ۲۷مه نیټه دغه نوم‎لړ په خپله ویب‎پاڼه کی خپور کړی او هغه یی ارزولی دی.

د خپرونې لیکنه په لاندی ټکو پلیږي:

«یو انسان څومره ارزښت لری؟ په افغانستان کی یوې لسیزې جګړي د افغانستان خلکو ته وژنه او ویجاړي راوړی ده چی ډیرۍ برخه یی د امریکایی قوتونو له لوری ترسره کیږي.»

د امریکا پوځ دغی خپرونې ته ویلی چی د پیسو ورکول منظمه بڼه نه درلوده له همدی کبله لیستونه یی هم «ناسم او بشپړ ندی» یوازی نیټه او د پیښې ولایت نوم شته او نور جزییات یی ندی ثبت شوي.

هغه څه چی د خپرونې په ویب‎پاڼه کی خپاره شوی دا په ډاګه کوی چی له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پوری د امریکا پوځ په افغانستان کی ۹۵۳ پیښو کی «زغمزیاتي پیسې» ورکړي چی ټول‎ټال ۲.۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي. په دی لیست کی ډیرۍ ترافیکی پیښې شاملی دي. په دغه لیست که ډیری روپی یو وار په ۲۰۱۲ کال کی د «یوې مور او شپږو ماشومانو» وژلو په بدل کی، چی ۷۰ زره امریکایی ډالر وه ورکړ شوی دي. یواری هم په ۲۰۱۱ کال د یو «ځای اوسیدونکي» پلار وژلو په غچ کی ۱۵۰۰۰ ډالر د هغه کورنۍ ته ورکړل شوي دي. ځنې کورنیو ته چی خپل خپلوان یی له لاسه ورکړي یوازی ۱۰۰ ډالره ورکړ شوی دي. پدی منځ کی سلګونه داسی پیښې هم شته چی د ماتنۍ غوښتونکو ته د نه ځواب ورکړل شوی دی.

هغه څه چی په دغه نوم‎لړ کی ډیر دردونکی دي د امریکایانو له انده د یو افغان بیه په ښه حالت کی ۲۵۰۰ ډالره ده. البته پدی نوم‎لړ کی داسی ډیری پیښې شته چی د امریکایی سرتیرو له لوری د ښځو او ماشومانو «اشتباهی وژنو» په بدل کی یوازی څو سوه ډالر ورکړل شوی دی. د مثال په توګه لاندی ټکو ته ځیر شی:

قندهار: د هغه ماشو خپلوانو ته چی د امریکا/ناتو قوتونو له لوری ووژل شو ۲۳۸ ډالر ورکړل شو.
هلمند: ۱۵۰۵ ډالر د یو ځای اوسیدونکی ښځې په بدل کی چی د امریکا/ائتلاف علمیاتو په پایله کی ووژل شوه.
هلمند: ۱۳۷۹ ډالر زغمزیاتي پیسي یو ځای اوسیدونکی ته چی د امریکا/ائتلاف ګډو عملیاتو په پایله کی یو ځوي مړ او دوه نور ټپیان شول.
ارزګان: ۱۰۰۰۰ ډالر د هغو څلور تنو خپلوانو ته ورکړل شو چی د امریکا/ائتلاف په عملیاتو کی ووژل شول.
کندهار: ۲۹۵ ډالر د یو ځای اوسیدونکي وژل کیدو په بدل کی چی امریکا/ائتلاف عملیاتو کی ووژل شو.
کندهار: ۵۱۹ ډالر د یو ځای اوسیدونکی پلار په بدل کی چی د امریکا/ائتلاف عملیاتو په پایله کی ووژل شو.
کندهار: ۱۰۹۸ ډالر د یوې کورنۍ د غړي په بدل کی چی د امریکا/ائتلاف په عملیاتو کی ووژل شو.
پکتیکا: ۳۸۱ ډالر يو ځای اوسیدونکی ته چی ځوی یی د امریکا/ائتلاف عملیاتو په پایله کی ووژل شو.
لوګر: ۳۰۸۵ ډالر یو ځای اوسیدونکی ته چی دوه ښځې یی د امریکا/ائتلاف په عملیاتو کی ووژل شوې.
کندهار: ۱۰۸ ډالره یو ځای اوسیدونکی ته چی پلار یی د امریکا/ائتلاف په عملیاتو کی ووژل شو.
کندهار: ۷۲۴ ډالره د کورنۍ یو غړي په بدل کی چی د امریکا/ائتلاف په عملیاتو کی ووژل شو.
کندهار: ۵۰۲ ډالر د یو ځای اوسیدونکی چی د امریکا/ ائتلاف په عملیاتو کی ټپي/وژل شوی خپلوانو ته ورکړل شوې.

د یو امریکایی ژوند پرتله د یوه افغان وینه نیواکګرو قوتونو ته څومره بی‎ارزښته ده د یو مثال په راوړلو پرتله کوم ترڅو د پنتاګون په سپین‎سترګ‎توب و پوهیږی چی زمونږ د هیوادوالو ژوند ورته د یو پسه له ژوند څخه هم لږ ارزښت لری:

د ۱۹۸۸ کال دسامبر په ۲۱مه نیټه یوه امریکایی مسافر وړونکی الوتکه د اسکاتلند په فضا کی وچاودیده او پکی ناست ۲۷۰ تنه چی ډیری یی امریکایان و ووژل شول. امریکا پدی پیښه کی لیبیا ګرمه و بلله او د ملګرو ملتونو له لوری یی پر دغه هیواد سخت اقتصادی بندیزونه ولګول، د قذافی دولت یی د سختو فشارونو لاندی ونیوه. په پایله کی ۲۰۰۲ کال د می په میاشت کی، د لیبیا دولت دی ته اړ شو چی د پیښې هر مړي په بدل کی، لس میلیونه امریکایی ډالر د هغوی کورنیو ته ورکړي.

کودکان قربانی حملات هوایی امریکا
۲۰۱۳ کال د اپریل ۷ مه نیټه: په کنړ کی د امریکا هوایی بریدونو له امله ۱۰ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 144 میلمانه آنلاین لرو