د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکزونه‎

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز

د ننګرهار ولایت ۱میلون او ۳۳۴ زره نفوس لری. د دغه ولایت اوسیدونکی د فرهنګ له نظره وروسته ساتل شوی دی بی امنیتی او د بنسټپالی بانډونو واکمنی ددی لامل شوی چی ډیر شمیر کوچنیان او نوی ځوانان له زده کړی او درس څخه لری پاتی شی چی دغه امر د ارتجاعی، بنسټپالی، ښځه باندی زورواکی، فکری کلکوالی او نورو ټولو ټولنیزو ناروغیو ته لاری چاری برابروی او د منځنی پیړیو ډلو چی په پردیو پوری تړلی دی هم فرصت یی غنیمت وګاڼه او کوچنیانو او ځوانانو له منځ څخه یی په تیزی سره سرتیری نیول شروع کړل.

د جنایتکارو ډلو او د طالبانو او داعش په څیر د منځنیو پیړیو عناصرو لپاره، د سرتیرو نیولو وړ ځای دینی مدرسی دی. د ننګرهار په ۲۰ ولسوالیو کی۱۹۵ راجستر شوی او نه راجستر شوی مدرسی شته دی چی په هغی کی په زرګونو کوچنیانو او ځوانانو ماغز پریمنځل کیږی. دولت هم د طالبانو او داعشیانو دغه امن ځایونو سره کار نلری او د پوهنې وزارت د «یو.ایس.اید» او «بیات بنسټ» او د نورو پانګه‎والو ټولنو په مرسته د میلیونونو ډالرو په لګولو، د ښونځیو د پرمختګ پر ځای هر کال په لسګونه نوی مدرسی جوړوي.

د ورځنی درس په خوا کی، ډیر شمیر مدرسې لیله هم لری چی ډیر شمیر یی د فساد مرکزونه دی. هغه کورنی چی د د بیوزلۍ او ولږی له لاسه نشی کولی چی د خپلو کوچنانو ګیډی ډکی کړی، په پوره شوق سره هغوی ټول لیلې ته سپاری. ډیری وخت په دغه ځاینو کی د ملایانو او قاریانو له خوا د لږ عمر ځوانان جنسی تیری لاندی نیول شویدی. په دغه مدرسو کی وهل او ټکول یو معمولی امر دی. ملایان د زده کونکو په لږی تیروتنی باندی هغوی دځناورو په څیر ډبوي دغه کړنی ددی لامل کیږی چی کینه ناکه او زړه ناسوزی ماشومان منځ ته راشی.

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز
د دغو مدرسو شاګردان د علم څخه کرکه لری. هغوی دعوی لری چی ټول علمونه له قران څخه اخیستل شوی نو ښونځیو او پوهنتونونو ته تلل د «کافرانو» کار دی.

د دغو مدرسو شاګردان د علم څخه کرکه لری. هغوی دعوی لری چی ټول علمونه له قران څخه اخیستل شوی نو ښونځیو او پوهنتونونو ته تلل د «کافرانو» کار دی. ذکرالله ۲۳ کلن ځوان چی د حفظ دوره د عبدالله ابن مسعود په مدرسه کی ترسره کوی وایی:

«ښونځي تللو ته هیڅ اړتیا نشته. هر څوک چی غواړی څه شی زده کړی نو قران دی تلاوت کړی چی په هغی کی ټول شیان شته دی. له موبایل څخه نیولی تر الوتکی پوری ددی ټولو ‌ذکر په قران کی شوی دی او نن ورځ کفارو هغه په خپل نوم کوی. ښونځی د فسق او فساد ځای دی. هغه ځوانان چی ښونځی او پوهنتون ته ځی ټوله ورځ په عیاشی کی تیروی. زموږ د ټولنی د نن ورځ ټولی بدمرغۍ د ښونځو او پوهنتونونو له لاسه دی.»

د دغی مدرسی ټول زده کونکی د ښځو او نوروز سره زښت ضدیت لری. هغوی د ښځو حقوق «غربی پدیده» او منسوخه بلی. اعوذبالله ۲۰ کلن ځوان وایی.

«د سړو سره د ښځی برابر ګڼل د دین سره دښمنی ده. اسلام ښځه دسړی نیمه شمیرلی ده نو بیا تاسی څنکه کولی شی چی ښځه د سړی سره برابره کړۍ. د ښځو لپاره ښه کار د قران تلاوت دی نه دهغې حفظ او د اولادونو ساتل دی. او اسلام ښځی ته لوړه مرتبه ورکړی ده په همدی وجه یی ویلی دی چی جنت د میندو دپښو لاندی دی.»

وحیدالله قاری د امام بخاری دارالحفاظ د زده کونکو څخه وایی:

«که چیر ښځه د کور څخه د باندی ووځی او غږ یی د نامحرم سړی له خوا واوریدل شی حرام دی. که چیری د ښځی یو تار ویښته د نامحرم سړی له خوا ولیدل شی په دوزخ کی د ویښتانو څخه ځوړندیږی او د دوزخ په اور کی اویا غوټې خوری. د نامحرم سړی سره د ښځی کیناستل او خبری کول د دواړو ایمان له منځه وړی...»

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز
نوروز د «مجوسیانو» اختر بولی او د هغې لمانځل حرام ګڼي.

په دغه وریستیو کی د سړو په خوا کی ښځو هم دغو مدرسو ته مخ راړولی دی. په لومړیو کی څو تنه ښځی چی د پاکستان څخه راغلی وی په کورونو کی یی نجونو ته د قرآن درس ورکاو او د پنجشنبو په ورځی یی تبلیغ کاوه او نوی ځوانی انجونی یی ویرولی. ولی وروسته دغو کورنی مجلسونو خپل ځان ته د مدرسی بڼه غوره او انجونی دغه مدرسو ته په منظم ډول د عربی حجاب سره ځی. د دغه مدرسې ښځی هم سخت‎دریزه او زړه ناسواندې منځ ته راځی. د اوړی په ډیره ګرمۍ کی خپل ځان په تور حجاب کی رانغاړی او دستانې اغوندی. او خپلو حقوقو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی او خپله وای: «ښځه یا د کور ده یا د ګور ده!»

ننګرهار دینی مدرسو نوم لړ
د ننګرهار دینی مدرسو نوم لړ له دی ځایه راښکته کړی:


د دغو مدرسو لویه برخه د وهابی او سلفی د سخت‎دریزه افکارو تبلیغ‎کونکی دی او دنده لری چی د خلکو سنتی اسلام له منځه یوسی ماشومان او ځوانان د طالبی او داعشی بیرحمه جنګیالیو په بڼه منځ ته راوړی. هغوی ځانمرګی بریدونه جایز ګڼی، د هر ډول آزادۍ مخالف دی، ډموکراسی د کفر معادل او الحادی ډالی ګڼی، بشر حقوق د هغوی په وړاندی هیڅ ارزښت هم نه لری...او امریکا هم د دغه خصوصیاتو څخه په ګټې په ټول ځواک سره د دغه ویروس په پیاوړي کولو باندی بوخته ده ځکه چی پوهیږی د هغوی څخه ارزان‎بیعه او ځناوریز ځواک د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره نشی کولی چی ومومی.

په ټول افغانستان کی د پخوا پرتله د ترهګرروزونکو مرکزونو زیاتوالی د «دینی مدرسو» تر نوم لاندی عادی پدیده نه ده بلکه د امریکا او سیمې د څارګرو د یوی منظمی کړنلاری په بنسټ تر سره کیږی او د افغانستان دولت هم په سترګو پټولو سره په دغه توطئه کی زموږ دخلکو په وړاندی د جرم شریک دی. په پخوا کی زرګونه مدرسو په پاکستان کی د طالب جوړولو په فابریکه باندی شهرت موندلی چی د هغو څخه د انسان‎وژونکی او ځانمرګی ویستل شوی دی، ولی د ورستی کلونو په اوږدو کی دغه یی یوازی څانګه ده چی افغانستان په هغی کی خودکفایی ته رسیدلی او د کورنیو مدرسو تولیدات، ترهګریز بانډونه یی مشبوع کړی دی.

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز
شاه امان الله خان کلونه هڅه وکړه چی پوهنې ته وده ورکړي او دینی مدرسې د انګریزانو د نیواک له ولکې لری کړي، خو نن ددغو مدرسو څخه یوه د هغه قبر په یو مترۍ که شتون لری چی ماشومان په سخت‎دریځه فکرونو سره روزي.

امریکا او لویدیځ په همغه ډول چی په اتیاومه میلادی لسیزه کی د «شنه کمربند» په طرح د اخوانی ډلو او «افغان عربانو» څخه یی بی‎دریغه ملاتړ هڅې کړی وی چی مرکزی آسیا جمهوریتونو باندی اغیز ولری او شوروی ړنګ کړي، نن ورځ هم په کره ډول له همدغی وسیلی څخه د روسې او چین په وړاندی کار اخلی او افغانستان یی دهغوی لپاره مناسب ډګر موندلی دی. د خپلو سیاسی او استراتیژیکو موخو لپاره زموږ د خلکو د عقایدو څخه ناوړه ګټه د امریکا پیژندل شوی نیواکګر چلونه څخه دی چی باید خلک د هغی څخه خبر کړو.

نو تر څو چی د ټولنی له منځ څخه دغه د سرطان دانه د ریښو څخه ونباسو او د هغی کورني او بهرني لاملان ونه ټکول شی، يو آزادې او عادلانه ټولنی ته رسیدل ناشونی ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 123 میلمانه آنلاین لرو