پر زندانیانو د سپو تیری د امریکا یو ډول نوی ربړونه

پر زندانیانو د سپو تیری د امریکا یو ډول نوی ربړونه

د سناتور رایان فاینستاین له لوری خپاره شوی لاسوندونو کی د «سي.آی.ای» له لوری د زندانیانو ربړونه او له هغوی سره بدسلوکی یو ځل بیا د امریکا د وینې څښونکی دولت باړګره او جنایت‎کونکی څیره بربنډه کړه. ددی لاسوندونو په سرسری لیدو سره دی پایلې ته رسیږو چی په دی توره اداره کی ګومارل شوی کسان ناروغه ځناور دی چی یوازی د نورو په تړلو، وهلو او وژلو باندی خوشحالیږي. هغه چا چی د امریکا د یرغل او لاس‎غزونی د وینو ډک تاریخ لوستلی وی په دی ښه پوهیږي چی د امریکا واکمنه نظامی دیکتاتوري د نړۍ په هر ګوټ کی د غورځنګونو ځپلو او خلکو ویرول لپاره له ځناورزیزو ربړونو څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته کوی. هغه څه چی مونږ ته په دی هکله د غور وړ دی «ته باید و نه وژنې» (Thou Shalt Not Kill) په نامه کتاب دی چی د یورګن تودینهوفر، آلمانی سیاست‎مدار او ژورنالیست په قلم لیکل شوی چی هغه افغانستان ته د خپل سفر او په خاصه توګه د بګرام د زندان له لیدو څخه توضیح ورکوی. دغه ډول کتابونه چی د امپریالیستي هیوادونو ګټو خلاف او په هغو کی ددوی سیاستونه بربنډ شوی وی معمولاْ د امریکا په ګڼ شمیر کتابونو کی ورکیږي او له نظره غورځول کیږي.

دلاور
دلاور

حبیب‌الله
حبیب‌الله

یورګن په کابل کی له جاک سره چی د کاناډا یو ګوښه شوی سرتیري دی او اوس مهال په یوه خصوصي امنیتي شرکت کی دنده لری، خبرې اترې کړي. هغه وای هغه ربړونې چی د امریکایی سناتور په راپور کی یادې شوی دي ډیری معمولی دی چی مونږ یی پر زندانیانو ترسره کوو د بیلګې په توګه د لاسونو څخه ځړول، د لاس او پښو تړل، ویښ ساتل او یا ډوډۍ نه ورکول. ولی هغه څه چی په بګرام کی تر سره کیږي غیر معمول ربړونی دي. جاک زیاتوي:

«که چیرې زندانیان خاص شی ونلری د هغوی لاسونه او پښې تړول او پر څوکۍ یی نسکورو او پر هغوی جنګي سپیان خوشی کو ترڅو پر هغوی تیری وکړي. له دی کار څخه وروسته هغوی خپل حواس له لاسه ورکوی او پرته له دی چی جان‎اف. کندی وپيژني د هغه پر وژنه اعتراف کوي.»

په دی ډول هغوی افغانی زندانیان چی یوازی ظاهری بڼه یی طالبانو ته ورته ده، ربړوی او هغوی ته بی‎حرمتی کوی ترڅو خپل مرال له لاسه ورکړي. که څه هم د بګرام بندیانو شمیر په کره توګه چاته نه دی معلوم ولی په اټکلي ډول د ۶۰۰ نه زیات پکی شپې او ورځې سبا کوی چی ډیر شمیر یی بی‎ګناه او تش‎لاسی افغانان دی. خو د افغانستان دولت یوازې هغه بندیان خوشی کوی چی د طالبانو ارزښتناکه غړي او قومندانان دی او په دی توګه خپلو «ناراضی ورونو» ته قلنګ ورکوي.

جاک لیکونکی ته زیاتوی چی د امریکایانو له لوری د بی‎ګناه افغانی بدیانو ربړونه یی ونشوه زغملی نو دنده یی پریښوده.

دا لومړی ځل ندی چی امریکایی ربړونکي له بدنیانو څخه د اقرار اخیستو په موخه پر هغوی سپیان ورخوشی کوی. دا جنایت اوږد تاریخ لری. په ۱۹۷۳ کال کی کله چی امریکایی «پینوشه» پر شیلی کودتا وکړه او د سلوادور دموکراتیک دولت راوپرځيده، د هغه ډیر شمیر پلویان د امریکا لښکریانو او د هغوی چوپړانو له لوری ونیول شول. ښځې کیسې کوی ددوی د مورال ماتولو لپاره امریکا پر دوی سپي خوشی کول ترڅوی پرې تیری وکړي.

محمد د امریکایانو سره یو تن افغان ژباړونکی په بګرام کی دنده لرله، د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په ۱۵مه «الترنیت» سایت سره په مرکه کی وویل: «هغه څه چی تودینهوفر په بندیانو باید د سپو د تیري په اړه ویلی سل په سلو کی حقیقت لري.» محمد زیاتوی: «هغه موده چی می ددوی ژباړه کوله پوهیدم چی نیول شوی سړی هر شی دی پرته له ترهګر څخه. ډیرۍ نیول شوی کسان بیوزله او د کلیو بدمرغه بزګر ان وه.» محمد په پای کی وویل: «ګوانتانامو د بګرام پرتله جنت دی.»

د بګرام زندان یو زړه‎بوږنونکی جنایت چی ډیره غوغا یی پورته کړه د دلاور یعقوبی مړینه وه. دلاور چی د ختیځ ولایت د خوست یو تن بزګر او ټکسي چلونکی وه د امریکا په پوځي هډه باندی په توغندیز برید تورن او بګرام ته ولیږدول شو او وروسته له پنځه ورځو ربړونو او سپکاوی څخه ووژل شو. توماس کورتایس د بګرام پوځي هډې پولیس «د تیارې په لوري ټکسي» په مستند فلم کی په دی قایله کیږي چی دلاور یی د لاسونو څخه د ساعتونو لپاره زوړند کړی وه او په بی‎رحمۍ سره یی واه او ټکوه تر هغې چی د ۲۰۰۲ کال د دسامبر په ۱۰مه یی ژوند د لاسه ورکړو. امریکایی ډاکټر الیزابت روز چی د یعقوبی جسد یی کالبدشکافی کړی په دی هکله وای:

«د وهلو له امله یی د پښې عضله شلیدلی وه او بدن یی تغمې او هرې خواته د ربړونی نښې نښانې ښکاریدې د هغه د پښو ټپونه ژور وه. ما دا ډول ټپونه په هغو خلکو کی لیدلي وه چي پر پښو یی غټ ګاډی تیر شوی وي.»

کارولین وود
کارولین وود د بګرام «پوځي استخباراتو استنطاق» څانګې رییسه او هغه ربړونکی ده چی دلاور، حبیب الله او سلګونه تنه نور ددی ځناوریزو ربړونو لاندی وژل شوی دي. خو د امریکا دولت له لوري «ښو او ځانګړو خدمتونو» په اړوند د «برونزي ستوري» مډال په واسط وستایل شوه او د نوی دندې لپاره د عراق «ابوغریب» بندخونې ته ولیږل شوه. د مالوماتو له مخې نوموړې اوس هم د امریکا په یو پوځي استخباراتي مرکز کی د ربړونو د سبک روزونکی ده.

د دلاور له وژل کیدو شپږ ورځې وروسته یو بل کس د حبیب الله په نامه هم د امریکایی ځواکونو ځناوریزو ربړونو لاندی ژوند د لاسه ورکړ. ډیرو هغو کسانو چی په بګرام کی دندې درلودې وایی چی دلاور او حبیب الله بی‎ګناه او عادی خلک وه. امریکایی ځواکونو هم تر پایه ددوی په اړوند کوم ریښتیني ترهګري ثبوت تر لاسه نکړو. د ډیرو زیاتو اسنادو برسیره چی هغه دوه تنه د امریکایی سرتیرو ربړونې لاندی وژل شوی خو په راپور کی د هغوی د مړینه په طبیعی ډول ښول شوی ده.

شیرآقا چی شپږ ورځې یی د بګرام په بندخونه کی تیری کړي بی.بی.سی سره په مرکه کی وویل:

«مونږ نشو کولای چی ویده شوه ځکه مونږ یی په خورا سړه خونه کی ساتلو او کله به چی زمونږ سترګی پټې شوی د ماشین په واسطه یو زړه‎بوږنونکی غږ خپریده چی ټول له خوبه راپاڅیدل.»

میرویس یو تن د بګرام له بندیانو څخه چی د نیولو پر مهال د وهلو ټکولو له امله یی ژامه ماته شوی د هغې برسیره یی ۲۴ ورځې په دی دوزخ کی تیری کړی. هغه له بی.بی.سی سره په مرکه کی وویل: «زمونږ د سر له پاسه یوه وړه کمره وه چی امریکایی ځواکونو به مونږ لیدلو، هر کله به چی خوب ویوړو مونږ به یی په تنګولو سره راویښولو.» هغه وای کله به مو چی غوښتل تشناب ته ولاړ شو نو امریکایی ځواکونو به موسیقی ته په نڅا کولو اړیستلو او وروسته به تشناب ته دتللو اجازه راکول کیده.

د بګرام له بندیانو څخه یو تن بل کیسه کوی:

«زه به یی بربنډولم او د ګړیو لپاره به یی په سړه هوا کی ودرولم وروسته به یی زما په مقعد کی د اوبو پایپ ننیست او په زیات فشار سره به یی پکی اوبه پریښودې.»

پوستر مستند «تکسی به‌ سمت تاریکی»
«د تیارو په لوری ټکسي» مستند فلم پوسټر
دا مستند فلم له دی ځای څخه راښکته کولای شۍ

ستوارت کوچ، پوځي څارنوال چی د ګوانتانامو او بګرام بندخونې یی لیدلي دي وایي:

«زما په اند چی ګوانتانامو می څو ځلی لیدلی د بګرام پرتله یو ښایسته میلمستون دی. په بګرام کی زندانیان نشی کولای په آزاده توګه وګرځي، هغوی د لاسونو او پښو څخه په زنځیرونو تړل شوی وی او د ځمکې پر مخ په کتار ناست وی. ځای یی ډیر بد بوی لری لکه "په ژوبڼ کی د بیزوګانو کور".»

د ۱۲ کالو په تیریدو سره د بګرام بندخونی خپسه افغانان په ارامه نه پریږدي. په داسی حال کی چی د بګرام بندخونی مسئولیت نن ورځ افغانان په غاړه لری خو د لاور او حیبیب الله په شان ددوی میندې، خویندې، لوڼې، میرمنې اوس هم د عدالت په تمه دی. که څه هم د بګرام بندخونه تړل شوی ده دا د کار ظاهري بڼه ده. امریکایی جنایت‎کاران په افغانستان کی هیڅ قانون او اصولو پابند نه دی او مطلق واک لری په یقین سره اوس هم په ټولو هډو کی د بګرام څخه په کراتو خطرناکې بندخونې لری، چی د خپل سادیزم آرامه‎ولو لپاره بی‎ګناه افغانان ربړونې او سپکاوي وروسته وژني. د «ملی ځناورتوب» لاس‎پوڅي دولت د امنیتي تړون په لاسلیک سره امریکایی یرغلګرو ځواکونو ته قضایی امن وروباښه ترڅو هیڅ څوک ونشی کولای ددوی ځناورتوب او شډلتیا وپوښتي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 101 میلمانه آنلاین لرو