څلور میلیونه ډالر د امریکا د هرې جګړیزې ګړۍ لګښت په افغانستان

څلور میلیونه ډالر د امریکا د هرې جګړیزې ګړۍ لګښت په افغانستان

په امریکا کی نه ګټه‎کونکی سازمان ځای پر ځای د «ملی لومړیتوبونو پروژې» په نوم د تازه‎ترینو څیړنو په ترڅ کی پایله اخلی چی ددی سره سره چی په افغانستان کی د امریکایی سرتیرو شمیر لس زرو ته را ټیټ شوی ولی د امریکا د جګړې لګښت په دی هیواد کی همدا شان لوړ دی او په ورځ کی ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي چی دا شمیره په هره ګړۍ کی څلور میلیونه ډالرو ته رسیږي چی ددی هیواد مالیه‎ورکونکو د جیب څخه ادا کیږي.

نوموړي سازمان خپل راپورونه او شمیرې د امریکا د ګنګرې د «څیړنیزو خدماتو دفتر» او د فدرالی ټولنی په بودجې پورې د لاسوندونو تړوا په ترڅ کی لاس ته راوړي.


د امریکا د جګړې لګښت د هغه هیواد مالیه‎ورکونکو له جیب څخه ادا کیږي
د امریکا د جګړې لګښت د هغه هیواد مالیه‎ورکونکو له جیب څخه ادا کیږي
کارتونیست: کارلوس لاتوف

د افغانستان د جګړې له پیل ۲۰۰۱ کال څخه راپدې‎خوا، د پنتاګون رسمی شمیرو پر بنسټ امریکا په ټولیزه توګه ۷۰۰ میلیارده ډالر په دی جګړه مصرف کړی. یوازی په ۲۰۱۵ کال کی ۳۵ میلیارده ډالر د افغانستان جګړې ته په پام کی نیول شوی وه. ولی د نظامی چارو کارپوهان وای چی د امریکا دولت د جګړې ریښتینی لګښت پټ ساتی چی په دی توګه اصلی لګښت ډیر لوړ دی ځکه د هغو زرګونو سرتیرو درملنی روپۍ چی په جګړه کی ټپیان شوی او یا له جګړې څخه وروسته په روحي ناروغیو اخته شوی په پام کی نه دی نیولی.

لیندا بیلمز، د امریکا هارورډ پوهنتون اقتصاد‎پوهې په ۲۰۱۳ کال کی د افغانستان او عراق جګړې د «امریکا تاریخ ډیر زیات لګښت لرونکی جګړې» ونومولی. ددی پوهنتون یوشمیر څیړونکو ددغو دوو جګړو لګښت ۶ تریلیونه ډالر کڼلی دی.

دا باید په ډاګه کړو چی پنتاګون د نړۍ د ګګړترینو ادارو څخه ده چی لوړه بودجه ورته ځانګړې کړی ده، خو یوه لویه اندازه روپۍ د چارواکو او قرادادي شرکتونو جیب ته ولیږي چی ډیر شمیر یی ددی هیواد پالیسی جوړونکی او لوی سیاست‎مداران دی.


امریکا له یوې‎خوا د جګړې روپۍ ددی هیواد وګړو له جیب څخه د ملاماتونکی مالې له لاری اداکوی خو له بل پلوه د افغانستان مخدره توکو څخه هر کال په سلګونه میلیونه ډالر جیب کی اچوی د جګړې تمویلولو اصلی سرچینه ده. د امریکا پخوانۍ باندنيو چارو وزیرې هیلاری کلنتن اعتراف کړی وه چی د افغانستان جګړې ګټه د هغي لګښت پرتله څو برابره زیاته ده.

په افغانستان کی د بیارغونو په چارو کی د امریکا ځانګړی پلټونکی جان سپکوڅه موده وړاندی اعلان وکړ چی هیواد یی ۱۰۴ میلیونه ډالر د افغانستان په بیا رغونی کی مصرف کړی. خو د افغانستان خلک په دی پوهیږی چی ددغو روپو لویه برخه د امریکا اردو او افغانستان د دولت فساد په ترڅ کی لوټ شوی. جان سپکو په دې راپور کی منلی چی ددی ټولو لګښتونو سربیره بیا هم د افغانستان بیارغونه نه محسوسیږي. د «سیګار» راپورونه په افغانستان کی د مرستو له لوټ او تلان څخه پرده اوچته‎وی.

۴ میلیون دالر، مصرف هر ساعت جنگ امریکا در افغانستان

همدا رنګه د غور وړ ده چی د امریکا د جګړې لګښت بار اصلی وړونکی د افغانستان وګړي دي چی له ۲۰۰۱ کال راهیسی د امریکایی او ناټو الوتکو بمباریو، مخدره‎توکو، فساد، د جګړه‎مارانو واکمنۍ، د ګاونډیو هیوادونو لاس‎وهنه په زیاتیدو سره په وینو او بدمرغیو کی ژوند کوی. یوازی څو نته ارګ ناستي او د امریکا تالي‎څټو د خلکو په بدمرغه کولو سره سترې شتمنۍ لاس ته راوړې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 129 میلمانه آنلاین لرو