د آیسلند ښځې څرنګه لوړ مقام ته ورسیدلی؟

د آیسلند ښځې څرنګه لوړ مقام ته ورسیدلی؟

د ۱۹۷۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه، له نن څخه پوره څلویښت کاله وړاندی، د آیسلند ښځو په یو سرتاسری او بی‎ساری اعتصاب سره تاریخ جوړ کړ. په دغه ورځ نږدې پنځویشت زره ښځو (په هغه وخت د هیواد یو لسمه برخه نفوس) په یوه تنظیم شوی کړنلاری سره د جنسی توپیر پر وړاندی د اعتراض په موخه لاس له کاره واخسیت او کوڅو ته راووتلی. په هغه ورځ هیڅ یوه ښځه کار ته لاړه نه، د کور ښځو هم له اخلی پخلی او ماشومانو روزلو لاس واخیست د ټاټوبی په اصلی ډګر کی را غونډې شوې. هغوی د برابر مزد او د تبعیض لری کولو غوښتونکې شوې.

د آیسلند ښځې څرنګه لوړ مقام ته ورسیدلی؟

ښځو په دغه بی ساری اعتصاب سره وغوښتل دا په ډاګه کړی چی د هغوی په نه شتون کی هیواد شنډیږی او همداسی وشول. په هغه ورځ هیواد له ګډوډۍ او بی‎نظمۍ سره مخ شو. سړي دی ته اړ شول ترڅو اولادونو وروزی او د هغوی خیټې مړې کړي، د ښار په هټۍ‎ګانو کی سم‎لاسی هګۍ او ساسچ او نور تیار خواړه ختم شول او د سړو او ماشومانو غږونه له هر لوری را اوچت شول.

ښځې چی پر دی بریالۍ شوی چی ډیرۍ د زیارکښانو ټولنې له ځانه سره ولری، په دغه مبارزې سره یی وکولای شو په هیواد د نارینه او ښځو تر منځ برابرۍ بنسټ تیږه کیږدي. یوازې یو کال وروسته، په ۱۹۷۶ کی دولت «جنسیت برابري قانون» جاری کړ چی د هغې پر اساس د کار په ځای کی جنسی توپیر منع شو.

پنځه کاله وروسته په ۱۹۸۰ کی آیسلند د اروپا په تاریخ کی د لومړنۍ ټاکل شوی ښځې جمهور رییس خاوند شو ویگدیس فینبوگادوتیر (Vigdis Finnbogadottir)چی د اعتصاب له رهبرانو څخه وه واک ته ورسیده او تر کال ۱۹۹۶ د څلور دوره لپاره پرلپسی په خپل ځای پاتی شوه. په ۲۰۱۰ کال لومړنۍ صدراعظمه هم په دی هیواد کی په څوکۍ کښیناستله.

د آیسلند ښځې څرنګه لوړ مقام ته ورسیدلی؟

آیسلند چی یو وخت په اروپا کی له بی‎وزله هیوادنو څخه شمیرل کیده، د ملګرو ملتونو د «انساني پراختیا شاخص» له مخې، په لومړی مقام کی ځای لری. د «د نړیوال جنسیتی درز راپور» له مخې چی د «نړیوالې اقتصادی ټولنی» لخوا خپریږي، آیسلند په تیرو شپږو کلونو کی پرلپسی د نړۍ برابرترین هیواد په توګه د جدول په اول کی ځای لری.

که څه هم په آیسلند که جنسی توپیر په پوره ډول له منځه ندی تللی او په ۲۰۰۵ کال کی هم نږدې پنځوس زره ښځو د نارینه او ښځینه تر منځ د مزد کموالی پر ضد اعتراض وکړ، خو د نورو هیوادونو پرتله، ددی هیواد ښځې له ښه حالاتو برخمنې دي.

په مبارزه او ټولنیز تولید کی د ښځو فعاله ونډه کولای شی چی په پاتی‎تللی هیوادونو کی هم هغوی ته د رهبرۍ او سړو سره برابر حقونو اخیستلو لاره هواره کړي. خو پوره جنسی برابری په هغه ټولنه کی تر لاسه کیږی چیری چی زبیښاک له منځه ولاړ شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 149 میلمانه آنلاین لرو