جهادی مشرانو په مکه او مدینه کې لوړه وکړه خو په یوه شپه کې یی مات کړه

جهادی مشرانو په مکه او مدینه کې لوړه وکړه خو په یوه شپه کې یی مات کړه

د جنایتکاره تنظیمونو مشران، د سولې تړون کولو او په یوه شیبه کې د هغې ماتولو لپاره اوږده تاریخچه لری. په کابل کې د ډلو تر منځ د خونړیوجګړو په لړ کې، ګلبدین، ربانی، مسعود او نورو څو ځلې د خپلو پاکستانی، ایرانی او عربستانی واکدارانو په منځګړیتوب د سولې تړون لاسلیک کړ، خو د لاسلیکونو رنګ یی لا وچ شوی نه وه چې د یوبل په ستونی‏څیرلو یی لاس پوری کړ.

خو کیدای شی چې ننې نسل په کعبه کې د هغوی په قرآن باندی لوړې او ژمنې کولو څخه بی‏خبره اوسی، په همدغه لامل مې وغوښتل چې دغه د دین سوداګرو د ښه پیژندلو لپاره، یو شمیر انځورونه او لاسوندونه تاسو ته وړاندی کړم او څرګنده کړم چې دوی په سپیڅلو ځایونو کې په خپل هیڅ سوګند او قسم باندی چې خپل ځانونه د هغه ځایونو مبلغان ګڼی، ټینګ نه دی.

د اسلام آباد د سولې تړون، د جهادی تنظیمونو د ډیرو مشهورو تړونو څخه دی چې د ۱۳۷۱ کال د کب په ۱۶ نیټه (۱۹۹۳ کال د مارچ په ۷) پاکستانی، ایرانی او عربستانی چارواکو خپل چوپړان په میز کینول او دهغې لاسلیک ته یی اړ باستل. د هغې په لړ کې ۹ تنظیمونو ژمنه وکړه چې د کابل سپې‏تانه جګړو ته د پای ټکې ږدی او په هیواد کې به د سولې لپاره کار وکړی.

رهبران جهادی در مکه و مدینه قسم خوردند ولی یک‌شبه آنرا شکستند

د دغه تړون لاسلیک وروسته، د عربستان د وخت پادشاه ملک فهد په بلنې، ربانی، ګلبدین، مجددی، ګیلانی، محمدی او د سیاف حزب او د وحدت حزب استازی د نوازشریف او یو شمیر پاکستانی چارواکو سره د عربستان په لور روان شول. په داسې حال کې چې د روژی میاشت وه، دوی په مدینه کې په نبوی مسجد کې لمونځ اداء کړ، وروسته د عمرې اداء کولو او د خدای په مخکې ژمنې کول لپاره چې د هغوی په وینا په افغانستان کې د سولې بیا ټینګښت لپاره به ژمن پاتی شی د کعبې کور ته ولاړل هلته ملک فهد او نوازشریف د ضمانت کونکو په توګه د ۱۹۹۳ کال د مارچ په ۱۲ نیټه د هغوی د تړون په لاسوند باندی لاسلیک وکړ. په دغه لړ کې نوازشریف او ملک فهد څرګنده کړه: «د تړون لاسلیکول د مسلمانانو په ډیر سپیڅلې ځای کې په دی معنا ده چې سرغړونکې به یی خدای تعالی هیڅکله نه بخښی.»

جهادی مشرانو په مکه او مدینه کې لوړه وکړه خو په یوه شپه کې یی مات کړه

د هغې په سهار پاکستانی او نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د احتمالی سولې بیا راتګ څخه خبری کولی، خو دا یو هوای خیال وو. د خدای په کور کې د جهادی مشرانو د قرآن خوړلو څخه یوازی شل ورځې تیری شوی وی چې د هغوی توغندیو توغولو او جګړو او ویجاړۍ خبرونه د نړۍ د ورځپاڼو سرلیک شو.

لاندی یوازی په هغو ورځو کې د څو پاکستانی ورځپاڼو رابیل شوی برخې چی راټولې کړی می دی لکه په لاندی عنوانو سره «په کابل کې ۳۰ تنه د توغندی لګیدلو له امله ووژل شول»، «د کابل په نویو جګړو کې درنده مرګ‎ژوبله»، «توغندی د ولسمشری ماڼۍ تر هدف لاندی ونیوله»، «۲۰۰ تنه د افغانانو په خپل‎منځئ جګړه کې ووژل شول»، «د افغانستان اوربند مات شو»، «توغندیز برید په کابل کې د ۱۰۱ تنو د وژلو لامل شو» او ....

جهادی مشرانو په مکه او مدینه کې لوړه وکړه خو په یوه شپه کې یی مات کړه
په مکه او مدینه کې د رهبرانو د قرآن خوړلو یوازی شل ورځې وروسته، د خپلې ژمنې ماتول او د توغندیو توغولو پیل او په کابل کې د وژنو خبرونه د نړۍ د ورځپاڼو سرلیک شو.

تنظمی جګړی او ویجاړی او خیټې څیرول په افغانستان داسی پورته ولاړی چې د خپلو بهرنیو خاوندانو غوسه یی هم چې خپلې کړنلاری یی په افغانستان کې د منځ تللی لیدلی وی، روپاروله. ملک فهد ۱۹۹۴ کال د جنوری په نیمایی کې جهادی مشرانو ته په خپل پیغام کې وویل «د خدای څخه وویریږی او خپل جنګ ته د پاي ټکې کیږدی». د نوموړی پیغام په ادامه کې چې پاکستانی ورځپاڼو د هغې یوه برخه خپره کړی لولو:

«دغه غمیز وضعیت ډیر د خواشینۍ وړ او ناهیلې کونکې دی ځکه چې دا د هغې څخه وروسته واقع کیږی چې افغان مشرانو د اسلام آباد اوربند تړون یی لاسلیک کړ او وروسته په رسمی تشریفاتو سره د روژی مبارکې میاشتی په لړ کې د حرمین شریفین په څلور دیوالی، د ځمکې پر مخ تر ټول سپیڅلې ځاي کی، تړون یی بیا نوی کړ.»

جهادی مشرانو په مکه او مدینه کې لوړه وکړه خو په یوه شپه کې یی مات کړه

مشرانو چې هر یو یی خپل ځان ته د اسلام ټیکه‏دار وای په مخالفانو باندی په آسانې سره د بی دینی او کفر ټاپه وهی، په مکه او مدینه کې په خپله لوړه باندی په ځای نه پاتې کیږی. له همدې کبله دا به بی‎عقلی وی که چیری د لاسپوڅې دولت سره د ګلبدین راکټیار اوسنې تړون جدی ونیسو او هیله ولرو چې حزب اسلامی او مریض مشر یی خپل فاشیستی او جنایتکاره خوی او بوی پریښی دی او په یو ځل سره د سولې په کوتره باندی بدل شوي.

د کرغیړنو ډلو څخه په سولې باندی ټینګ پاتې کیدلو تمه چې یوازی د ټوپک او ویری او وژنو په ملاتړ یی خپل ځانونه په خلکو باندی زغملې، بی ځایه او خپل ځان غولول دی. هغه څه چې د سولې پروسی تر نامه لاندی پر مخ وړل کیږی، د امریکا او د هغوی د چوپړانو یوه شیطانی لوبه ده چې د خلکو په غولولو سره، ترټولو ځناور او خونړیو عناصرو باندی عطر او پوډر وهی چی یو ځل یی بیا د خلکو په برخلیک باندی واکمن کړی ځکه چې دغه ډلو د خپل خیانتونه او کرغیړنتوب په ټول تاریخ کې دا ثابته کړی ده چې د ډالرو او چوکې په بدل کې، حاضر دی د نیواک ډُهل ته ونڅیږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 109 میلمانه آنلاین لرو